رحمت ديوان

رحمت ديوان (انگليسي Rahmat Dewan) افغان ليکوال، ژورناليست، لنډه کيسه ليکونکى، د تصوير مجلې ايډيټر او د پښتو ډرامو اداکار او ډائريکټر دى چې په کابل کې ژوند کوي.

رحمت ديوان
د شخص معلومات
پيدايښت کندوز، افغانستان
استوګنځای کابل، افغانستان
تابعیت افغان
مذهب اسلام
پلار عمر خان
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال، ژورناليست، اداکار
د فعالیت وخت ٢٠١٠، تراوسه

دندې سمول

ليکوال: رحمت ديوان يو ازاد ليکوال دى، چې بېلا بېلو مجلو او وېبپاڼو کې يې ليکنې خپرېږي. له دې پرته يې تراوسه پورې درې کتابونه هم چاپ شوي او ځينې نور يې د چاپ په تمه پراته دي.
ايډيټر: نوموړى د تصوير مجلې ايډيټر پاتې شوى دى، چې د ٢٠١٣ز نه تر ٢٠١٥ز پورې يې د تصوير په نوم يوه مجله چاپوله، چې په دې مهال کې يې اووه ګڼې له چاپه راوتې وې.
پښتون مجله: نوموړي د پښتون مجلې سره هم دوه نيم کاله کار د کمپوزر او پروف کتونکي په توګه ترسره کړى دى.
مشرق ټلويزون: رحمت ديوان په ٢٠١٦ز کال کې د مشرق ټلويزون سره په تخنيکي برخه کې شپږ مياشتې دنده ترسره کړې ده. دلته نوموړي د سي جي آپرېټر په حېث دنده ترسره کوله.
کمپوز و ډيزاين: نوموړى له تېرو لسو کلونو راهيسې د پښتو کتابونو او مجلو د کمپوز و ډيزاين په برخه کې کار کوي، چې په دې لړ کې يې په سلګونو کتابونه کمپوز او ډيزاين کړي دي.
انلاين ښوونکى: نوموړى له ٢٠١٢ز کال راهيسې په انټرنېټ انلاين زدکړې هم ورکوي، چې د انټرنېټ سره د تړلو سافټوېرونو او نورو څيزونو په تړاو دي، چې دا ټول زدکړې د ويډيو په ډول په يوټيوب د Learn with Rahmat Dewan په نوم چېنل کې خپرېږي. له دې پرته هم نوموړي په بېلا بېلو ځايونو کې دنده ترسره کړې ده، چې دا مهال د خبريال وېبپاڼې سره د خبريال په توګه دنده ترسره کوي.
اداکار: نوموړي د اداکار په توګه په لومړي ځل د امير شاه تلاش په سريال ((عدالت)) کې کار کړى دى او له دې وروسته يې د ((هوښيار شئ)) په نوم ډرامه جوړه او خپره کړې ده، له دې پرته يې هم په يو شمېر ډرامو کې کار کړى دى.

چاپ آثار سمول

  1. له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې، چاپ کال: ٢٠١٧ز
  2. بريالى ماموريت، چاپ کال: ٢٠١٧ز
  3. خدمت؟ (لنډې کيسې\افسانې)چاپ کال: ٢٠١٧ز
  4. د عدم تشدد علمبردار څوک و؟ (څېړنه)چاپ کال: ٢٠١٧ز
  5. تړون (د پښتو ادبي تړون رودادونه) چاپ کال: ٢٠١٥
  6. تصوير مجله(٢٠١٣ز نه تر ٢٠١٥ز پورې، ٧ ګڼې)

ناچاپه آثار سمول

  1. له فېسبوک څخه پېسې ګټل
  2. د سلو لفظونو کيسه
  3. د حجرې يو ماښام (د ترجمه شوو کيسو ټولگه)
  4. خندا او خنداگانې (د ټوکو ټولگه)
  5. هوښيار شئ (ټي وي ډرامه)

حوالې سمول

First Pashto film on abuse of social media

Pashto fiction magazine launched to encourage women writers

د فېس بک پاڼه

د ټوېټر پاڼه

د تصوير پروډکشن وېب پاڼه Archived 2023-02-19 at the Wayback Machine.

پښتو فلمونه او عريانيت، مضمون[مړه لينکونه]

مستي نېستي، ډرامگۍ Archived 2016-04-08 at the Wayback Machine.

د رحمت ديوان غزل

د رحمت ديوان مرکه Archived 2015-04-02 at the Wayback Machine.

پوکڼۍ، لنډه کيسه Archived 2016-03-09 at the Wayback Machine.

ادراک

هوښيار شئ Archived 2014-09-17 at the Wayback Machine.

مني بدنام هوئي (افسانه)