رالف جانسون بانچ (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د اګست ۷مه – مړینه: د ۱۹۷۱ زکال د ډسمبر ۹مه نېټه) امریکايي سیاست پوه، دیپلمات او د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د استعمار د له منځه وړو او د متحده ایالاتو د مدني حقونو د خوځښت مخکښ لوبغاړی و چې د ۱۹۴۰مې لسیزې په وروستیو کې یې د اسرائیلو د موضوع اړوند د منځګړیتوب له امله په ۱۹۵۰ زکال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. نوموړی د نوبل د جایزې لومړنی تورپوستی ګټونکی دی، همدارنګه افریقايي نسب لرونکی لومړنی کس دی چې دغه جایزه یې ګټلې. ده د ملګرو ملتونو د سازمان په جوړېدو او لومړني مدیریت کې ونډه لرلې؛ ورته مهال یې د استعمار د له منځه وړو په هڅو او همدارنګه د ملګرو ملتونو په ګڼ شمېر سوله ساتو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

رالف بانچ
Ralph Bunche (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Detroit (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۷ اگسټ ۱۹۰۴[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۹ ډيسمبر ۱۹۷۱[۵] — ۱۰ ډيسمبر ۱۹۷۱[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
د ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
قومي ډلې
غړی د
جوړښت
جایزې

بانچ د ۱۹۴۴ زکال پر مهال په ډامبارټن اوکس کنفرانس او همدارنګه یې په ۱۹۴۵ زکال کې د سانفرانسېسکو په کنفرانس کې برخه لرله چې د ملګرو ملتونو د منشور مسوده یې وړاندې او د ملګرو ملتونو سازمان یې په رسمي ډول تاسیس کړ. له دې وروسته یې د ۱۹۴۶ زکال پر مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په لومړنۍ غونډه کې د متحده ایالاتو په پلاوي کې خدمت وکړ؛ ورته مهال د ملګرو ملتونو د قیمومیت د برخې مشر وټاکل شو او د استعمار د له منځه وړو په موخه یې ګڼ شمېر ستونزو او مسئولیتونو ته اوږه ورکړه. بانچ په ۱۹۴۸ زکال کې منځني ختیځ ته د منځګړي په توګه ولېږل شو او هلته یې د مصر او اسرائیلو ترمنځ د اوربند اړوند مذاکره وکړه. ده په دغه چاره کې د بریا له امله د ۱۹۵۰ زکال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

بانچ په ملګرو ملتونو کې خدمت ته دوام ورکړ او د سینا (۱۹۵۶ زکال)، کانګو (۱۹۶۰ زکال)، یمن (۱۹۶۳ زکال)، قبرس (۱۹۶۴ زکال) او بحرین (۱۹۷۰ زکال) په کړکېچونو کې یې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کار وکړ چې په مستقیم ډول د دغه سازمان عمومي منشي ته ځواب ویونکی و. هغه په منځني ختیځ کې د اوبو د سرچینو اړوند د څېړنیزو ډلو مشري هم پر غاړه لرله. د ۱۹۵۷ زکال پر مهال په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالۍ څوکۍ ته ورسېد او اصلي دنده یې هم سوله ساتنه وه. ده په ۱۹۶۵ زکال کې د پاکستان او هند له جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند څارنه وکړه. بانچ د ۱۹۷۱ زکال په جون میاشت کې له ملګرو ملتونو تقاعد شو او شپږ میاشتې وروسته ومړ. [۱۲]

د ۱۹۶۳ زکال پر مهال د متحده ایالاتو ولسمشر جان اف. کنېډې د متحده ایالاتو د آزادۍ ولسمشریز مډال ورکړ. په ملګرو ملتونو کې هم ده دومره شهرت وموند چې د ابنوی په نامه مجلې هغه د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې تر ټولو بانفوذه افریقايي الاصله امریکايي وباله؛ ورته مهال «نوموړی په متحده ایالاتو کې دننه او له هغه ځایه بهر د نږدې یوې لسیزې لپاره د نړۍ مشهور افریقايي الاصله امریکايي و». [۱۳][۱۴]

علمي ژوند

سمول

بانچ د سیاسي علومو له برخې څخه په ۱۹۲۸ زکال کې د ماسټرۍ او په ۱۹۳۴ زکال کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې همهاله یې د هوارډ پوهنتون د سیاسي علومو په پوهنځي کې تدریس کاوه چې له تاریخي پلوه دا تور پوستو ته اړوند پوهنتون و. دغه مهال معمول چاره وه چې د دوکتورا زده کړیالان د خپل پای لیک له لیکلو وړاندې تدریس ته مخه کړي. نوموړی لومړنی افریقايي و چې له یو امریکايي پوهنتون څخه یې د سیاسي علومو دوکتورا واخیسته. د هغه د دوکتورا پای لیک چې په توګولنډ او ډاهومي کې د فرانسویانو د ادارې په موضوع لیکل شوی و، د هاروارډ پوهنتون د دولتدارۍ د څانګې څخه یې د تطبیقي سیاستونو اړوند د غوره پای لیکونو ټوپان نومې جایزه ترلاسه کړه. په دغه پای لیک کې د ملتونو د ټولنې د قیمومیت سیسټم ارزول شوی و او استدلال یې کړی و چې دغه ډول سیسټم د رسمي سترواکۍ د جوړولو له سیسټم سره کوم ځانګړی توپیر نه لري. [۱۵][۱۶][۱۷]

ده له ۱۹۳۶ زکال څخه تر ۱۹۳۸ زکال پورې انسان پوهنه (انټروپولوژي) ولوسته او د ایلینوی د ایوانسټون سیمې په نارت وېسټرن پوهنتون، د لندن په اقتصادي ښوونځي او وروسته یې هم د سویلي افریقا په کېپ ټاون پوهنتون کې له دوکتورا وروسته څېړنېزې چارې ترسره کړې. [۱۸][۱۹]

هغه خپل لومړنی کتاب په ۱۹۳۶ زکال کې خپور کړ چې د نړیوال نژادي لیدلوري (A World View of Race) تر عنوان لاندې و؛ ده په خپل دغه اثر کې استدلال کړی و چې «نژاد یو ټولنیز مفهوم دی او په اغېزمنه توګه د احساساتو د پارولو، هغو ته د منطقي لیدلوري ورکولو او همدارنګه د ډله ئیزو تبعیضونو د ودې په موخه کارول کېږي». بانچ په ۱۹۴۰ زکال کې د سویډني ټولنپوه ګونار میرډال د مخکښ همکار په توګه په متحده ایالاتو کې د نژادي تحریک کوونکو مواردو اړوند څېړنه کې برخه واخیسته؛ دغه څېړنه د «امریکايي مسئله: د تورپوستو ستونزه او معاصره دیموکراسي» تر عنوان لاندې ترسره شوه. [۲۰]

بانچ د څه باندې دوه لسیزو لپاره (۱۹۲۸ – ۱۹۵۰ زکال) د هوارډ پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي د مشر په توګه خدمت وکړ او همدلته یې تدریس هم کاوه. ورته مهال نوموړي په نړیوالو اقتصادي سیسټمونو او نړیوالو اړیکو باندې د نژاد پالنې او امپریالېزم د اغېز اړوند په خپلو څېړنیزو چارو سره د هوارډ پوهنتون د نړیوالو اړیکو له پوهنځي سره همکاري لرله. [۲۱]

بانچ په ۱۹۵۰ زکال کې د متحده ایالاتو د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. دغه ټولنه په ۱۷۴۳ زکال کې تاسیس شوې وه، خو بانچ یې لومړنی تورپوستی غړی و. نوموړي له ۱۹۵۳ زکال څخه تر ۱۹۵۴ زکال پورې د امریکا د سیاسي علومو د ټولنې د مشر په توګه کار وکړ. سربېره پر دې نوموړي د هاروارډ پوهنتون (۱۹۶۰ – ۱۹۶۵ زکال) او د نړیوالو زدکړو د انستیتیوت د علمي پلاوو د غړي او همدارنګه د اوبرین کالج، لینکولن پوهنتون او نیو لینکولن ښوونځي د متولي په توګه خدمت وکړ. [۲۲][۲۳]

د دویمې نړیوالې جګړې کلونه

سمول

بانچ له ۱۹۴۱ زکال څخه تر ۱۹۴۳ زکال پورې د جګړې د مهال د اطلاعاتي سروېس د ستراتیژیکو خدمتونو په برخه کې د استعماري چارو اړوند د مخکښ ټولنیز شنونکي په توګه کار وکړ. دی په ۱۹۴۳ زکال کې له دغې دندې څخه د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ته تبدیل شو او الجر هېس ته د اړوند سیمو د چارو د برخې مرستیال وټاکل شو. د هېس د مدیریت پر مهال بانچ د پاسفیک اړیکو د انستیتیوت یو له مشرانو څخه شو. نوموړي د ۱۹۴۵ زکال پر مهال د سانفرانسېسکو په غونډه کې ونډه واخیسته چې د ملګرو ملتونو د جوړولو لپاره د پلان جوړونې لومړنۍ غونډه وه. [۲۴]

ملګري ملتونه

سمول

په ۱۹۴۴ زکال کې هغه مهال چې دویمه نړیواله جګړه مخ پر خلاصېدو وه، بونش په ډامبارټن اوکس کنفرانس کې ونډه واخیسته چې په واشنګټن ډي سي کې د ملګرو ملتونو د جوړولو لپاره د طرحې د ترتیب په موخه جوړ شوی و. نوموړی د ۱۹۴۵ زکال پر مهال د ملګرو ملتونو د منشور په جوړونکې غونډه کې د متحده ایالاتو د پلاوي سلاکار و؛ دغه مهال د ملګرو ملتونو د منشور مسوده ترتیب شوه. ده د متحده ایالاتو له لومړۍ مېرمنې ایلنور روزولټ سره یوځای په ۱۹۴۸ زکال کې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په جوړولو او تصویب کې اساسي ونډه لرله. بانچ له افریقايي الاصله امریکایانو څخه وغوښتل څو په ملګرو ملتونو کې دندې ترلاسه کړي. هغه لارښوونه وکړه چې «تورپوستي باید لاس په کار شي او په ملګرو ملتونو کې د شته یو شمېر دندو لپاره ځانونه چمتو کړي». د ده په خبره په دغه سازمان کې هر ډول دندې شتون لري او تورپوستي باید هڅه وکړي څو په هره برخه کې ځانته دنده ومومي؛ آن دا چې یو شمېر سازمانونه باید په دغې موضوع باندې سر له اوسه کار پیل کړي. [۲۵]

د «رالف بانچ: د سولې لیدلوري» تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د سند له مخې نوموړي په ملګرو ملتونو کې د خپل ۲۵ کلن کاري ژوند پر مهال:

... نژاد او عقیدې ته له پام پرته ټولو ته د مساوي حقونو له شتون دفاع کوله. هغه له ټولو وګړو سره په ښېګڼو کولو او همدارنګه دې باندې چې په انساني اړیکې کې هېڅ نه حل کېدونې ستونزه شتون نه لري، باور درلود. بانچ د ملګرو ملتونو د قیمومیت د شورا له لارې په افریقا او آسیا کې د پخوانیو استعماري سیسټمونو په له منځه وړو او همدارنګه له جګړې وروسته دوره کې د نوو راولاړو شوو ملتونو د خپلواکیو پر بنسټ نړیواله صحنه د یوه چټک بدلون لپاره چمتو کړه.

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Reference URL: https://www.nobelprize.org/prizes/peace/1950/bunche/biographical/.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. Stated in: American Political Scientists (2nd ed.). Section, verse, paragraph, or clause: Bunche, Ralph J.. ليکوال: Glenn H. Utter. Publisher: Greenwood Publishing Group. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۲.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. "nobelprize.org" (په انګليسي ژبه ). Nobel Foundation. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Stated in: American Political Scientists (2nd ed.). ليکوال: Glenn H. Utter. Publisher: Greenwood Publishing Group. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۲.
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. Stated in: BlackPast.org. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  9. "The Nobel Peace Prize 1950". nobelprize.org (په انګليسي ژبه ). Nobel Foundation. لاسرسي‌نېټه ۳ فبروري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. "Table showing prize amounts" (PDF) (په انګليسي ژبه ). Nobel Foundation. اپرېل ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۳ فبروري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  11. Reference URL: https://www.britannica.com/topic/Spingarn-Medal.
  12. Jentleson, Bruce W., and Thomas G. Paterson, eds. Encyclopedia of US Foreign Relations. (1997) 1:191.
  13. Urquhart, Brian (1998). Ralph Bunche: An American Odyssey. WW Norton. مخونه 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-31859-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Henry, Charles P. (1999). Ralph Bunche: Model Negro Or American Other?. NYU Press. مخونه 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8147-3582-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Pedersen, Susan (2015). The Guardians: The League of Nations and the Crisis of Empire. Oxford University Press. مخونه 321–324. doi:10.1093/acprof:oso/9780199570485.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-957048-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. "Ralph Bunche | Teacher's Guide | Timeline". www.pbs.org. لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Myrdal, Gunnar (1944). An American Dilemma: The Negro Problem and Modern Democracy (چاپ 1). New York and London: Harper & Bros. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56000-857-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Vitalis, Robert (2015). White World Order, Black Power Politics: the Birth of American International Relations. Cornell University Press. مخونه 83, 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-5669-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "APS Member History". search.amphilsoc.org. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "About Dr. Ralph J. Bunche". American Political Science Association. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Digital Copies of Selected OSS Personnel Files – Bunche, Ralph" (PDF). Archives.gov. National Archives and Records Administration. August 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 25, 2013 باندې. لاسرسي‌نېټه July 16, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Plummer, Brenda Gayle (1996). Rising Wind: Black Americans and U.S. Foreign Affairs, 1935–1960. University of North Carolina Press. مخونه 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8078-4575-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)