افریقايي امریکایان

افریقايي امریکایان ( چې د تورو امریکایانو او افریقي امریکایانو په نوم هم یادېـږي ) یوه قومي ډله ده چې د امریکایانو څخه جوړه شوي ده چې د ځینو یا ټولو نیکونه د افریقا د سویلي صحرا څخه و. د ( افریقايي امریکايي ) اصطلاح عموما د افریقايي غلامانو اولادونه ته کارول کېـږي څوک چې د متحده ایالاتو څخه و. په داسې حال کې چې ځینې تور پوستی مهاجر د خپلو اولادنو سره د دې لپاره راغلل تر څو د افریقايي ــ امریکايي په توګه وپېـژندل شي، خو د لومړي نسل ډېری برخه مهاجر بیا داسې نه دي او خپل اصلي هویت ته ترجیح ورکوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

افریقايي امریکایان په متحده ایالاتو کې د سپین پوستو امریکایانو وروسته دوهمه لویه نژداي ډله ده. همدارنګه د هيپنیک او لیتینیو امریکایانو وروسته بیا درېیمه لویه قومي ډله ده. ډېری افریقايي امریکایان د اوسنۍ متحده ایالاتو د پولو دننه د غلامانو په توګه د نیول شویو وګړو اولادونه دي. په اوسط ډول، افریقايي امریکایان د لویدیځ یا مرکزي افریقایان دي چې ځینې اروپايي نسلونه هم پکې شته ، همدارنګه د ځینو نیکونه قبیلي امریکایان او نور و.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د متحده ایالاتو د نفوسو احوالو د دفتر د معلوماتو په اساس، افریقايي مهاجرعموما ځان د افریقايي امریکايي په توګه نه پيژني. د افریقايي مهاجرو ډېره لویه برخه (۹۵ سلنه ) د خپل اړوند قومیت په نوم پېژندل کېـږي. د کارابین او لاتیني امریکا د ملتونو ځیني کډوال او د دوي اولاده ممکن ځان د همدې اصطلاح په توګه وپيژني او یا داسې ونکړي.[۱۲][۱۳]

د افریقايي امریکایانو تاریخ په شپاړلسمه پېړۍ کې هغه وخت پيل شو کله چې د لویدېځي افریقا، افریقایان په اروپايي سوداګرو باندې د غلامونو په توګه وپلورل شول، او بیا د اطلس سمندر له لارې ديارلسو مستعمرو ته ولېږدول شول. امریکا ته د رارسیدو وروسته په اروپايي مستعمرو باندې د غلامومو په توګه وپلورل شول او په کروندو کې په کار وګمارل شول په ځانګړۍ توګه په سویلي مستعمرو کې. یو څو شمېر افریقایان د تيښتې او پلان جوړولو له لارې خپلواکۍ ترلاسه کړه ، همداراز د امریکايي انقلاب په دوره کې یې خپلواکي ټولنې جوړې کړي. له هغه وروسته چې په ۱۷۸۳ م کال کې متحده ایالت جوړ شول ډېری تورپوستی وګړو خپلې غلامۍ ته دوام ورکړ او تر ډېره بریده په سویلي امریکا کې متمرکز شول، چې څلور میلیونه غلامان په ۱۸۶۵ م کال کې د کورنۍ جګړې په پای ازاد شول.[۱۴]

د بیا رغونې په دوران کې، دوی تابعیت او د رایه ورکولو حق ترلاسه کړ. د سپین پوستو د ښه والي پراخه سیاست او ایدیالوژي د دې لامل شوه چې له دوی سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند وشي او ډېر ژر یې په سویل کې ځانونه بي برخي وګڼل. دا شرایط هغه وخت بدل شول کله چې دوی د متحده ایالاتو په پوځي جګړې کې ګډون وکړ، له سویل څخه په لویه کچه کډوال شو، د قانوني نژادي تبعیض له منځه لاړ او د مدني حقوقو غورځنګ چې سیاسي او ټولنیزه ازادۍ یې غوښته جوړ شو. په ۲۰۰۸ م کال کې، بارک اوباما لومړني افریقايي امریکايي شو چې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۱۵]

د افریقايي امریکايي کلتور په نړیوال کلتور کې ارزښتناک نفوذ درلود، او په ادبیاتو، لیدونکي هنرونو، انګلیسې ژبي، فلسفې، سیاست، د خوړو پخولو هنرونو، سپورټ او موسیقۍ کې لویه ونډه درلوده. د افریقايي امریکایانو ونډه په نامتو موسیقۍ کې دومره ژوره ده چې په حقیقت کې هر ډول امریکايي موسیقۍ لکه، جاز، ګاسپل، بلوز، هیپ هاپ، ریتم او بلوز، سول او روک موسیقۍ لږ تر لږه یا په بشپړه توګه د افریقايي امریکایانو په منځ کې ریښې لري.[۱۶][۱۷]

تـاریـخچه سمول

د استعمار دوره سمول

د هغو کسانو ډېری برخه چې د اتلانتیک سمندر د غلامونو په سوداګرۍ کې د غلامۍ لپاره نیول شوي و د مرکزي او لوېديځي افریقا څخه و، څوک چې په مستقیما توګه د غلامانو د سوداګرو له لوري په ساحلي بریدونو کې نیول شوي و، یا د نورو لوېدیځو افریقایانو له لورې پلورل شوي و، او یا هم د نیمه ــ اروپايي پاچاهۍ شاهزادګانو له لوري په اروپایي غلامانو سوداګرو پلورل شوی و چې هغوی بیا امریکا ته راوستل.[۱۸][۱۹][۲۰]

لومړني افریقايي غلامان د سینټ ډومینګو له لارې د سین میګل دیګلدپی مستعمرې ته راوستل شول ( په زیات امکان سره د وینیا د خلیج تر څنګ چې د نن ورځې سویلي کرولینا ده موقعیت لري) چې د اسپانیاوي موندونکي لوکس وزکیز دیایلیون لخوا په ۱۵۲۶ م کال کې وموندل شوه. دا بدقسمته مستعمره هم ډېره ژر د مشرۍ د لاسته راوړلو پر سر د شخړې له امله ګډوډه شوه ، او په دې وخت کې غلامانو پاڅون وکړ او له دې مستعمرې څخه وتښتیدل تر څو د قبیلي امریکایانو تر منځ کډوال شي. دیایلیون او  ډېری مستعمره کې اوسیدونکي وګړي یو څه وروسته د یوې وبا له امله مړه شول او دا مستعمره پرېښودل شوه.د دې سیمې هغه اوسیدونکې او غلامان چې نه و تښتيدلي بیرته هیتي ته وګرځېدل، له کوم ځای څخه چې دوی راغلي و.[۲۱]

د لیوسهدی ابریګو ( یوه تورپوستی کورنۍ خدمتګاره چې د سیویله څخه وه ) او میګل رودریګیز ( یو سپین پوستې سیګوین فتح کوونکي ) تر منځ په ۱۵۶۵ م کال کې په سینټ اګسټن ( اسپانیاوي فلوریډا) کې واده تر ټولو لومړۍ پيژندل شوي او ثبت شوي عیسوي واده دي چې په هغه سیمه کې وشو چې اوس د متحده ایالاتو لویه وچه ده.[۲۲]

لومړني ثبت شوي افریقایان په بریټانیاوي امریکا ( په راتلونکي کې د متحده ایالاتو لویه برخه ) کې ۲۰ عجیبه تورپوستی و، څوک چې د ویراجینیا جیمزټاون ښار ته د خدمتګارانو په توګه په ۱۶۱۹ م کال کې د اګسټ په میاشت کې د کیف کامپورټ له لارې راغلل. لکه څنګه چې د ویراجینیا ډېری وګړي د سختو حالاتو له امله مړ شول. لا ډېر افریقایان د کارګرانو په توګه راوستل شول.[۲۳][۲۴]

یو ټاکل شوي نوکر ( چې سپین پوستې او تور پوستې دواړه کېدای شوي ) به د څو کلونو لپاره ( معمولا له څلورو څخه تر پنځو کلونو ) پرته له معاش څخه کار کاوه. د ټاکل شویو نوکرانو د ژوند حالات د ویراجینیا په لومړیو کې او مریلینډ کې د غلامۍ سره ورته و. نوکران به اخیستل او پلورل کېدای شوای، او یا به په اجاره ورکول کېده، کچیرته به دوی نافرمانۍ یا د تېښتي هڅه وکړه نو دوی به په فزیکي ډول وهل کېدل. د  غلامانو بر خلاف، کله چې به د دوي د خدمت موده یا د دوي د اخیستلو موده پوره کېده، د دوي ماشومانو ته به د دوي دا حالت په میراث کې نه پاتې کېده، او کله چې به دوی د قرارداد څخه آزاد شول دوی ته به د یوکال لپاره جوار، دوه ګوني کالي، د اړتیا وړ توکي او همداراز یو څه نغدي پیسي چې د ( ازادۍ حق ) په نوم یاديدلي ورکول کېدی.[۲۵]

افریقایانو کولای شوای چې په قانوني بڼه د خپلې ازادۍ لپاره کرنېز محصولات ډېر کړي او څاروي وروزي. دوي خپلې کورنۍ پراخې کړي او د نورو افریقایانو سره یې واده وکړ او ځينې وختونه یې د قبیلي امریکایانو او اروپايانو سره وادونه وکړل.[۲۶][۲۷]

له ۱۶۴۰ م لسیزي څخه تر ۱۶۵۰ م لسیزي پورې، ځینو افریقايي کورنیو د جیمزټاون شاوخوا باغونه درلودل او د مستعمرې د معیارونو په اساس شتمن شول او تر دې چې خپلو ځانونه ته یې نوکران ونیول. په ۱۶۴۰ م کال کې، د ویراجینیا عمومي محکمي د ټول ژوند غلامۍ لومړنۍ اسناد ثبت کړل هغه وخت کله چې دوی جوهان پونج، ( یو تورپوستی) په دې تور محکوم کړ چې د هیو ګوین تر امر لاندې د ټول عمر له غلامۍ څخه یې تيښته کړی وه.[۲۸][۲۹]

په اسپانیاوي فلوریډا کې ځینو اسپانیاویانو د پنساکولا، کریک یا افریقايي غلامونو یا ازادو مېرمنو سره متحد و او یا یې هم وداه ورسره وکړ، او د دوي اولادې د میستزوانو او مولاتاهانو یو مخلوط نفوس رامنځته کړ. اسپانیاويانو د جورجیا د مستعمري غلامان تشویق کړل تر څو فلوریډا ته د مهاجرو په توګه راشي او د کاتولیک مذهب ته د بدليدو په بدل کې ازادۍ تر لاسه کړي.

دویم پاچا چارلس یو شاهي اعلان خپور کړ چې ټول هغه غلامان چې اسپانیاوي فلوريډا ته تښتېدلي او د دین تغیر، عیسوي کېدل یې منلي هغوي ازاد دي. خو تښتېدلي غلامان پینسوکولا ته هم ورسیدل. همداراز سینټ اګسټین تر ۱۶۸۳ م کال پورې د اسپانیا د دفاع لپاره د تورپوستو ملېشه جوړه کړه.[۳۰]

د هالنډي افریقایانو یو کډوال، ( انتوني جانسون ) د لومړني تورپوستو غلامونو څخه د یو غلام ( جوهان کازور په نوم  ) څښتن شو ، چې دا د محکمې لپاره یوه مدني قضیه شوه.[۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. "The Black Population: 2010" (PDF), Census.gov, September 2011. "Black or African Americans" refers to a person having origins in any of the Black racial groups of Africa. The Black racial category includes people who marked the "Black, African Am., or Negro" checkbox. It also includes respondents who reported entries such as African American; Sub-Saharan African entries, such as Kenyan and Nigerian; and Afro-Caribbean entries, such as Haitian and Jamaican."
  2. African Americans Law & Legal Definition: "African Americans are citizens or residents of the United States who have origins in any of the black populations of Africa. In the United States, the terms are generally used for Americans with at least partial Sub-Saharan African ancestry."
  3. Martin, Carol Lynn; Fabes, Richard (2008). Discovering Child Development. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1111808112. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2014. most (but not all) Americans of African descent are grouped racially as Black; however, the term African American refers to an ethnic group, most often to people whose ancestors experienced slavery in the United States (Soberon, 1996). Thus, not all Blacks in the United States are African-American (for example, some are from Haiti and others are from the Caribbean). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Locke, Don C.; Bailey, Deryl F. (2013). Increasing Multicultural Understanding. SAGE Publications. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1483314211. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2018. African American refers to descendants of enslaved Black people who are from the United States. The reason we use an entire continent (Africa) instead of a country (e.g., Irish American) is because slave masters purposefully obliterated tribal ancestry, language, and family units in order to destroy the spirit of the people they enslaved, thereby making it impossible for their descendants to trace their history prior to being born into slavery. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The size and regional distribution of the black population". Lewis Mumford Center. د اصلي آرشيف څخه پر October 12, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په February 21, 2018 باندې). Who is an 'African American'? Definition evolves as USA does. USA Today.
  7. Kusow, AM. "African Immigrants in the United States: Implications for Affirmative Action". Iowa State University. د لاسرسي‌نېټه May 16, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. American FactFinder, United States Census Bureau. "United States – QT-P4. Race, Combinations of Two Races, and Not Hispanic or Latino: 2000". Factfinder.census.gov. د اصلي آرشيف څخه پر June 6, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gomez, Michael A: Exchanging Our Country Marks: The Transformation of African Identities in the Colonial and Antebellum South, p. 29. Chapel Hill, NC: University of North Carolina, 1998.
  10. Rucker, Walter C. (2006). The River Flows On: Black resistance, culture, and identity formation in early America. LSU Press. د کتاب پاڼې 126. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-3109-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gates, Henry Louis Jr (2009). In Search of Our Roots: How 19 Extraordinary African Americans Reclaimed Their Past. New York: Crown Publishing. د کتاب پاڼي 20–21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The size and regional distribution of the black population". Lewis Mumford Center. د اصلي آرشيف څخه پر October 12, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kusow, AM. "African Immigrants in the United States: Implications for Affirmative Action". Iowa State University. د لاسرسي‌نېټه May 16, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په October 8, 2015 باندې). How the end of slavery led to starvation and death for millions of black Americans.
  15. (په November 5, 2008 باندې). Barack Obama to be America's first black president.
  16. "The soundtrack of history: How Black music has shaped American culture through time". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه April 14, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "How Black People Created All Your Favorite Music". Highsnobiety (په انګلیسي ژبه کي). November 4, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Implications of the slave trade for African societies". London: BBC. د لاسرسي‌نېټه June 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The transatlantic slave trade". BBC. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The capture and sale of slaves". Liverpool: International Slavery Museum. د لاسرسي‌نېټه October 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Robert Wright, Richard (1941). "Negro Companions of the Spanish Explorers". Phylon. 2 (4). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. J. Michael Francis, PhD, Luisa de Abrego: Marriage, Bigamy, and the Spanish Inquisition, University of Southern Florida, د اصلي آرشيف څخه پر July 21, 2018 باندې, د لاسرسي‌نېټه July 21, 2018 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Wood, Betty (1997). "Tobacco Slaves: The Chesapeake Colonies". The Origins of American Slavery: Freedom and Bondage in the English Colonies. New York: Hill and Wang. د کتاب پاڼي 68–93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8090-1608-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Grizzard Jr., Frank E.; Smith, D. Boyd (2007). Jamestown Colony: A Political, Social, and Cultural History. Santa Barbara, Calif.: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-637-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hashaw, Tim (January 21, 2007). "The First Black Americans". U.S. News & World Report. د اصلي آرشيف څخه پر February 2, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The shaping of Black America: forthcoming 400th celebration". Encyclopedia.com. (June 26, 2006). 
  27. "The First Black Americans – U.S. News & World Report". Usnews.com. January 29, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر February 2, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Jordan, Winthrop (1968). White Over Black: American attitudes Toward the Negro, 1550–1812. University of North Carolina Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0807871416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Higginbotham, A. Leon (1975). In the Matter of Color: Race and the American Legal Process: The Colonial Period. Greenwood Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195027457. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Gene Allen Smith, Texas Christian University, Sanctuary in the Spanish Empire: An African American officer earns freedom in Florida, National Park Service الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. John Henderson Russell, The Free Negro In Virginia, 1619–1865, Baltimore: Johns Hopkins Press, 1913, pp. 29–30, scanned text online.
  32. Sweet, Frank W. (July 2005). Legal History of the Color Line: The Rise and Triumph of the One-Drop Rule. Backintyme. د کتاب پاڼې 117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-939479-23-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)