رابرټ منزیس

رابرټ ګورډون منزیس (زوکړه: د ۱۸۹۴ زکال د ډسمبر ۲۰ مه – مړینه: د ۱۹۷۸ زکال د مۍ ۱۵ مه) اسټرالیايي سیاستوال و چې د اسټرالیا د دولسم لومړي وزیر په توګه یې له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۱ زکال او بیاځلي د ۱۹۴۹ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې د څه باندې اتلسو کلونو لپاره په دغه څوکۍ خدمت وکړ. نوموړي د اسټرالیا د لیبرال ګوند په جوړولو کې مرکزي رول درلود؛ د ګوند پالیسۍ یې تعریف کړې او هغو ته یې پراختیا ورکړه.

رابرټ منزیس
(انګلیسي: Robert Gordon Menzies د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابرټ منزیس
رابرټ منزیس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Robert Gordon Menzies د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ ډيسمبر ۱۸۹۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 15 مې 1978 (84 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ویتنام جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

منزیس په ملبورن پوهنتون کې حقوق ولوستل او د ملبورن یو له مخکښو وکیلانو څخه شو. نوموړی له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې د لومړي وزیر ویکټوریا مرستیال و او له هغې وروسته یې فدرال پارلمان ته لار ومونده؛ ورپسې د اسټرالیا لوی څارنوال شو او بیا د جوزف لیون په حکومت کې د صنعت وزارت ته ورسېد. د ۱۹۳۹ زکال په اپرېل میاشت کې د لیون له مړینې وروسته منزیس د اسټرالیا د متحد ګوند (UAP) مشر وټاکل شو او د لومړي وزیر په توګه یې لوړه وکړه. نوموړي په ۱۹۳۹ زکال کې په دویمه نړیواله جګړه کې د اسټرالیا د مداخلې امر ورکړ، څلور میاشتې یې په انګلستان کې تېرې کړې څو د چرچیل د جګړې د کابینې په غونډو کې برخه واخلي. د ۱۹۴۱ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال چې اسټرالیا ته راوګرځېد پام یې شو چې د خپل ګوند ملاتړ یې له لاسه ورکړی او له همدې امله یې د لومړي وزارت له څوکۍ استعفا ورکړه. له دې وروسته نوموړي د نوي لیبرال ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه او د ۱۹۴۵ زکال په اګست میاشت کې د دغه ګوند د افتتاحیې د مراسمو مشر وټاکل شو.

د ۱۹۴۹ زکال په فدرال ټاکنو کې، منزیس د لیبرال او ملي ګوندونو ائتلاف بریا ته ورساوه او بېرته لومړی وزیر شو. د کور او کورنۍ څخه د هغه غوښتنو چې د ډاډ ورکوونکو راډیويي خبرو پر مټ یې ترویج وموند د ملي غوښتنو لکه له اقتصادي ودې او د متوسطې طبقې د ارزښتونو له لوړېدو سره یې مطابقت درلود؛ له دې سره د سړي جګړې له وېرې یې د اسټرالیا د کارګر ګوند ملاتړ هم ډېر نه کاوه. له ۱۹۵۵ زکال وروسته د هغه دولت د کارګر ګوند څخه له جلا شوې برخې کارګر دیموکرات ګوند څخه ملاتړ وکړ. منزیس د خپل لومړي وزارت په دویمه دوره کې اووه ځله پرله پسې ټاکنې وګټلې چې بالاخره د ۱۹۶۶ زکال په جنوري میاشت کې له لومړي وزارت څخه تقاعد شو. نوموړي د خپلې لومړنۍ دورې له ناکامیو سربېره د اسټرالیا د پلازمېنې کانبرا ښار د پراختیا په موخه له جګړې وروسته د کډوالۍ طرحې ته پراختیا ورکړه، په لوړو زده کړو یې ټینګار وکړ او له دې سربېره یې د ملي امنیت په پالیسیو کار وکړ چې له امله یې اسټرالیايي ځواکونو د کوریا په جګړه، د مالایا په بېړنی حالت، د اندونیزیا او مالیزیا په جګړه او ویتنام جګړه کې ونډه واخیسته.

لومړنی ژوند سمول

زیږون او کورنۍ مخینه سمول

رابرټ ګورډن منزیس د ۱۸۹۴ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه د ویکټوریا په جپاریت کې په خپل پلرني کور کې وزېږېد. نوموړی د کېټ (کورنی نوم یې سامپسون و) او جمیز منزیس د پنځو ماشومانو څلورم و؛ هغه دوه مشران وروڼه، یوه مشره خور او یو کوچنی ورور لرل. منزیس (پلار یې) د اسټرالیا لومړنی لومړی وزیر و چې والدین یې دواړه په اسټرالیا کې زېږېدلي و؛ د نوموړي پلار په بالارات او مور یې په کرزویک کې زېږېدلې وه. د هغه نیکه او انۍ د ویکټوریا د سرو زرو د برید له له امله اسټرالیا ته کډه شوي و. د هغه مورنی نیکه او انۍ د کورنوال په پنزاس کې زېږېدلي و. د نوموړي پلارنی نیکه چې رابرټ منزیس نومېده د سکاټلنډ په رونفروشایر کې زېږېدلی و او په ۱۸۵۴ زکال کې ملبرون ته راغلی و. راتلونکی کال هغه له الیزابت بانډ سره واده وکړ چې د فایف د اسېدونکي بوټ ګنډونکي لور وه. منزیس په خپلو سکاټلنډي اجدادو ویاړ کاوه او غوره یې بلله چې کورنی نوم یې په منزیز توګه نه بلکه په منزیس بڼه تلفظ شي. د هغه منځنی نوم د چارلز جورج ګورډون (سکاټلنډي جنرال و) په ویاړ اېښودل شوی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ماشومتوب سمول

منزیس او د نوموړي خویندو او وروڼو په لویوالي کې «د یوه کوچني کلیوالي ښارګوټي ساده خویونه او ملګرتیا لرله». نوموړي خپلې رسمي زده کړې په ۱۸۹۹ زکال کې د جپاریت په دولتي ښوونځي کې پیل کړې چې یو ښوونکی او یو ټولګی یې درلود. هغه مهال چې نږدې ۱۱ کلن و له خپلې خور سره بالارات ته ولېږل شو څو له خپلې پلرنۍ انۍ سره ژوند وکړي. د هغه دوه مشرانو وروڼو له وړاندې دلته ژوند کاوه. په ۱۹۰۶ زکال کې منزیس د بکري هېل د هامفري واټ په دولتي ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. راتلونکی کال نوموړي د ۱۳ کلنۍ په عمر د ټول هېواد په کچه سکالرشېپونو په ازموینه کې لومړۍ درجه خپله کړه. دغې چارې د هغه د متوسطه زده کړو ټول لګښتونه چې باید په خصوصي ښوونځي کې یې کړې وای؛ برابر کړل ځکه دغه مهال په ویکټوریا کې دولتي متوسطه ښوونځیو شتون نه درلود.  په ۱۹۰۸ او ۱۹۰۹ زکال کې منزیس ګرنوېل کالج ته ولاړ چې په بالارات کې کوچنی خصوصي کالج و. هغه او کورنۍ یې په ۱۹۱۰ زکال کې ملبورن ته کډه وکړه او هلته یې په وسلي کالج کې نوم ثبت کړ. منزیس له ورزش سره چندان علاقه نه لرله او په کې ټنبل و، خو له اکاډمیک پلوه مخکې و. په وسلي کې د زده کړو د دریم یا وروستي کال پر مهال نوموړي په پوهنتون کې د زده کړو په موخه له یوه نندارتون څخه د ۴۰ پونډو په ارزښت جایزه ترلاسه کړه؛ دا یو له هغو ۲۵ جایزو څخه و چې د ایالتي دولت له خوا ورکول کېده. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

پوهنتون سمول

په ۱۹۱۳ زکال کې منزیس د ملبورن پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې شامل شو. نوموړي د خپلې زده کړیالاۍ پرمهال ګڼ شمېر جوایز او مختلف تحصیلي سکالرشېپونه ترلاسه کړل. نوموړی په ۱۹۱۶ زکال کې له حقوقو پوهنځي څخه لیسانس او په ۱۹۱۸ زکال کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. له دې سره نوموړی د زده کړو په لومړي کال کې په لاتین کې ناکام شو. «د جګړې پر مهال د قانون د رول» تر نامه لاندې د هغه مقاله چې له جایزې ګټونکو مقالاتو څخه یې وه د بروشور په بڼه خپره شوه چې د حقوقو د پوهنځي رئیس هاریسون مور یې مقدمه لیکلې وه. په ۱۹۱۶ زکال کې منزیس د زده کړیالانو د شورا مشر او همدارنګه د ملبورن پوهنتون د مجلې مدیر مسئول وټاکل شو. هغه د دغې مجلې لپاره مقالې او اشعار ولیکل؛ همدارنګه یې د تحصیلي کال په وروستۍ ورځ د «کوچني بیلي هیوز» اړوند ترانه وړاندې کړه. له دې سربېره منزیس د زده کړیالانو د مسیحي اتحادیې مشر، د تاریخي ټولنې بنسټګر غړی او د حقوقو د زده کړیالانو د ټولنې دایمي غړی و. نوموړي «په لیسانس ټولنه کې د ځېرکه او غوره ویناوال غړي» په توګه شهرت درلود او د یو پیاوړي مناظره کوونکي په توګه پېژندل کېده. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۴]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال منزیس له ۱۹۱۵ زکال څخه تر ۱۹۱۹ زکال پورې خپل ملیشه اجباري خدمت د ملبورن پوهنتون په نیم مهالي پوځي واحد کې ترسره کړ. دغه واحد ګټمن نه و او منزیس د خپلو خاطراتو په کتاب کې د هغو اړوند څرګنده کړه چې لومړني مهارتونه لکه په ټوپک باندې ډز کول هم په کې له معیار ښکته و. نوموړي د ۱۹۱۵ زکال د جنوري په ۶ مه د دویم بریدمن رتبه ترلاسه کړه. هغه د خپلو ډېری هم دوره کسانو پر خلاف له هېواده بهر خدمت کولو داوطلب نه شو، هغه چاره چې وروسته د هغه سیاسي مخالفینو د هغه پر ضد ترې ګټنه کوله. د هغه دوه وروڼو له هېواده بهر خدمت کاوه. د هغه ورور فرانک منزیس په ۱۹۷۲ زکال کې په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې د «هغوی کورنۍ ناستې» دا څرګنده کړې وه چې رابرټ نه باید له هېواده بهر خدمت کې نوم ثبت کړي؛ ځکه چې دوی پر دې باور و چې د کورنۍ له دریو بالغو زامنو څخه دوه له هېواده بهر په فعال خدمت کې دي او د دوي کورنۍ د جګړې پر مهال خپله وطن پالونکې ونډه پوره کړې او رابرټ باید په تر ټولو غوره توګه خپلو علمي چارو ته دوام ورکړي. بل لامل چې هغوی خپل بالغ زامن په کور کې ساتلي و دا و چې د پلار روغتايي حالت یې ښه نه و او همدارنګه له عاطفي پلوه یې هغوی ته اړتیا لرله. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۲۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12167650r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Robert-Menzies — subject named as: Sir Robert Menzies — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cg01w4 — subject named as: Robert Menzies — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7253168 — subject named as: Robert Gordon Menzies — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4898610 — subject named as: Robert Menzies (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/menzies-robert-gordon — subject named as: Robert Gordon Menzies — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=40167 — subject named as: Robert Gordon Menzies — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002966 — subject named as: Sir Robert Menzies — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12167650r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. Campbell Rhodes (په 19 June 2017 باندې). Tosspot to Bodgie: Seven Prime Ministerial nicknames. Museum of Australian Democracy
  11. Cameron Hazlehurst (1979). Menzies Observed. Allen & Unwin. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780868613208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Martin, Allan (1993)، ص. 2.
  13. Martin, Allan (1993)، ص. 1.
  14. Martin, Allan (1993)، ص. 4.
  15. Martin, Allan (1993)، ص. 5.
  16. Cameron Hazlehurst (1979). Menzies Observed. Allen & Unwin. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780868613208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Martin, Allan (1993)، ص. 19.
  18. Martin, Allan (1993)، ص. 18.
  19. Martin, Allan (1993)، ص. 15.
  20. Martin, Allan (1993)، ص. 12.
  21. Martin, Allan (1993)، ص. 11.
  22. Caitlin Stone and Jim Berryman . The Robert Menzies Collection at the University of Melbourne. University of Melbourne
  23. Percy Joske (1978). Sir Robert Menzies, 1894–1978: A New, Informal Memoir. Angus & Robertson. د کتاب پاڼي 19–20. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Martin, Allan (1993)، ص. 20.
  25. Martin, Allan (1993)، ص. 24.
  26. "Before office - Robert Menzies (26 April 1939 – 29 August 1941; 19 December 1949 – 26 January 1966) and Pattie Menzies". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Martin, Allan (1993)، ص. 29.
  28. (په 24 April 1915 باندې). Military Forces of the Commonwealth.
  29. Martin, Allan (1993)، ص. 30.
  30. Martin, Allan (1993)، ص. 275.