د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند


د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند د استراليا مرکزي ښي اړخی سياسی ګوند دی، چې د استراليا د مرکزي کيڼ اړخي کارګر ګوند تر څنګ استراليايي سياست کې دويم ستر ګوند دی. ياد ګوند په ۱۹۴۴زکال کې د استراليا د متحد ګوند “United Australia Party” د ځايناستي په توګه جوړ شو. [۱][۲]

ازادي غوښتونکی ګوند د استراليا له ملي ګوند سره په ايتلاف کې واکمن ملګری دی. په فدرالي کچه دا ګوند او مخکيني ګوندونه يې له ۱۹۲۰ زلسيزې راهيسې له ملي ګوند سره ايتلاف کې دي. ياد ايتلاف په وروستيو د ۲۰۱۳ز کال له فدرالي ټاکنو څخه د ۲۰۲۲ز کال تر فدرالي ټاکنو پورې واک کې و او د ابوټ “Abbott” (۲۰۱۳-۲۰۱۵زکال)، ټرنبول “Turnbull” (۲۰۱۵-۲۰۱۸زکال) او مورېسن “Morrison” (۲۰۱۸-۲۰۲۲زکال) حکومتونه يې رامنځته کړل. وروسته له هغې چې ګوند د ۲۰۲۲ زکال فدرالي ټاکنې وبايللې، مورېسن اعلان وکړ، چې د ازادي غوښتونکي ګوند د مشر په توګه به له دندې لاس واخلي. مرستيال مشر جوش فراېدينبيرګ “Josh Frydenberg” هم خپله څوکۍ له لاسه ورکړه او د دې ډېره شونتيا رامنځته شوه، چې د ازادي غوښتونکي يا ليبرال پارلمان غړی پيټر ډوټون “Peter Dutton” د ازادي غوښتونکي ګوند د مشر په توګه د مورېسن ځايناستی شي. [۳][۴][۵][۶]

نوموړی ګوند په ټولو شپږ ايالتونو او د استراليا د پلازمېنې سيمه “Australian Capital Territory (ACT)” کې د خپلواکو څانګو په درلودلو سره فدرالي جوړښت لري. د شمالي سيمې “Northern Territory” د هېواد ازادي غوښتونکی ګوند “Country Liberal Party” د ازادي غوښتونکي ګوند غړی دی. د هېواد ازادي غوښتونکی ګوند “CLP” او ازادي غوښتونکی ملي “LNP” ګوند، چې د کوينسلېنډ ايالت څانګه ده، دواړه د ځايي ازادي غوښتونکو او ملي ګوندونو د يو ځای کېدنو له لارې جوړ شوي وو. په ايالتي او سيمه ييزه کچه ليبرال يا ازادي غوښتونکی ګوند له ۲۰۱۱زکال راهيسې د نوي ختيځ وېلز “New South Wales” او له ۲۰۱۴ز کال راهيسې د تاسمانيا “Tasmania” نومي ايالتونو په اداره او خدمت کې دی. ياد ګوند په ويکتوريا، کوينسلېنډ، سويلي استراليا او لويديځې استراليا ايالتونو او “ACT” او شمالي سيمې دواړو کې په مخالفت يا اپوزيسيون کې دی. [۷]

د ګوند نظريې محافظه کار، ازادي غوښتونکي محافظه کار، محافظه کار ازادي غوښتونکي او لرغوني ازادي غوښتونکي يا لېبرال ګڼل کېږي. ازادي غوښتونکی ګوند هڅه کوي، چې اقتصادي ازادي غوښتنه (چې استراليا کې ازادو بازارونو او کوچني حکومت لپاره کارول کېږي) او سوسيال محافظه کاري پر مخ يوسي. د ګوند دوه پخواني مشران ښاغلی روبرت مينزيس “Sir Robert Menzies” او جان هووارډ “John Howard” د استراليا دوه تر ټولو اوږدمهاله خدمت کونکي لومړي وزيران دي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاريخچه سمول

د ګوند بنسټ ايښودنه سمول

د ازادي غوښتونکو نږدې مخنی ګوند د استراليا متحد ګوند “United Australia Party (UAP)” و. يو څه په پراخ ډول ويلی شو، چې د ازادي غوښتونکي ګوند اډيالوژيک يا نظرياتي ريښه د ګډو ګټو دولت لومړيو پارلمانونو کې د کارګر ضد يو ځای (ډله) کېدلو وختونو ته رسېږي. د ګډو ګټو دولت ازادي غوښتونکی ګوند په ۱۹۰۹ز کال کې د دويم لومړي وزير الفرد ډيکېن “Alfred Deakin” له لورې د کارګر ګوند د مخ پر وده ټاکنيز لوړوالي په غبرګون، د ازادې سوداګرۍ (سوسياليست ضد) ګوند “Free Trade (Anti-socialist) Party” او د ساتنۍ تګلارې ملاتړ ګوند “Protectionist Party” يو ځای کېدنه يا ايتلاف و. د ګډو ګټو دولت ازادي غوښتونکی ګوند په ۱۹۱۷ زکال کې د استراليا د ملتپال ګوند “Nationalist Party of Australia” د جوړولو په موخه د بېلې هوګيس “Billy Hughes” په ګډون له بېلابېلو کارګر مخالفو ګوندونو سره يو ځای شو. ياد ګوند په خپل وار په ۱۹۳۱زکال کې د استراليا متحد ګوند د جوړولو لپاره له کارګر مخالفو ډلو سره يو ځای شو.

د استراليا متحد ګوند په ۱۹۳۱ زکال کې د نوي محافظه کار اتحاد په توګه جوړ شوی و، چې په سياسي انګېزه له هېواده تښتېدلي کارګر جوزف لېونس “Joseph Lyons” يې مشر و. له ستر ناورين سره د تعامل کولو په موخه د کارګر خوځښت د خورا بنسټپالو وړانديزونو پر وړاندې د ليونس او نورو کارګر سرکښانو دريځ د استراليا د نامتو محافظه کارانو ملاتړ ځانته راګرځولی و. دا چې استراليا لا هم د ستر ناورين له اغېزو څخه ځورېده، نوي جوړ شوي ګوند د ۱۹۳۱ز کال ټاکنو کې پرېکنده بريا تر لاسه کړه او د ليونس حکومت “Lyons Government” درې پرله پسې ټاکنې وګټلې. دې حالت په لويه کچه د “Keynesian pump-priming” مخنيوی وکړ او د پور د کمښت يو څه محافظه کاره پولي تګلاره يې وڅارله او بوديجې يې له ناورين څخه د څارونکې استراليا د راويستلو د وسيلې په توګه متوازن کړې. په ۱۹۳۹ز کال کې د ليونس مړينه د جګړې په ماښام د لومړي وزير په توګه د روبرت مينزيز “Robert Menzies” د ادعا شاهد وه. مينزيز له ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۱ز کال پورې د لومړي وزير په توګه خدمت وکړ، مګر د دويمې نړيوالې جګړې د لږه کي حکومت د مشر په توګه يې د بېکاره پارلماني ډېره کيو په منځ کې استعفا ورکړه. د استراليا متحد ګوند د بېلي هوګيس په مشرۍ د ۱۹۴۳ز کال ټاکنو کې له سختې ماتې زغملو څخه وروسته تيت او پرک شو. ياد ګوند په “New South Wales” کې د ديموکراتيک ګوند د جوړولو په موخه د ګډو ګټو دولت له ګوند سره سره يو ځای شو او په کوينسلېنډ کې ايالتي ګوند د کويينسلېنډ ولسي ګوند “Queensland People’s Party” کې جذب شو. [۱۳][۱۴][۱۵]

له ۱۹۴۲ زکال څخه را‎وروسته مينزيز د «له ياده وتلي خلک:The Forgotten People» راديويي لړيو په مرسته د خپلې پېژندنې عمومي څېره ساتلې وه، چې نوموړي په کې منځنی پوړ «استراليا د ملا تير» ياد کړ، مګر سره له دې هم د سياسي ګوندونو له لورې د انګېرل شوي په توګه په پام کې نيول شوی دی. ياده راديوي لړۍ د فرانکلېن ډي روزولټ د ۱۹۳۰ز لسيزې له غير سياسي وينا “fireside chats” سره ورته وه.  [۱۶][۱۷]

مينزيز د محافظه کار ګوندونو او د واکمن استراليايي کارګر ګوند خلاف نورو ډلو يوه ناسته راوبلله، چې د ۱۹۴۴ز کال د اکتوبر په ۱۳ نېټه يې کانبيرا “Canberra” او دويم ځل د ۱۹۴۴ز کال ډسمبر کې د نيو سوت وېلز البري “Albury” سيمه کې ناسته وکړه. د نوي سياسي خوځښت لپاره د خپل ليد په ګوته کولو پر مهال مينزيز وويل: [۱۸][۱۹][۲۰]

... هغه څه چې موږ بايد ورته پام وکړو او زموږ د ټولنې لپاره د خورا اهميت وړ موضوع ده، د ازادي غوښتونکي فکر يو رښتينی نوی والی دی، چې د ټولنيز عدالت او امنيت، ملي ځواک او ملي ودې او ټولنې د هر وګړي د بشپړ پرمختګ لپاره به کار وکړي، که څه هم فعاليت به يې د سوسياليزم د بې خونده او بې اغېزې کېدونکي بهير له لارې نه وي. -       روبرت مينزيز[۲۱]

د ګوند جوړښت د ۱۹۴۵ز کال د اګسټ په ۳۱ نېټه په سيډني ټاون هال “Sydney Town Hall” کې په رسمي ډول اعلان شو. ګوند د ګډو ګټو د دولت د پخواني ازادي غوښتونکي ګوند په وياړ د «ازادي غوښتونکي» يانې ليبرال نوم غوره کړ. نوی ګوند له ځينو پرته نور د استراليا د پخواني متحد ګوند په پاتې ډلو باندې واکمن و او د استراليا د متحد ګوند د ګوند [د راټولېدلو] ځای د ازادي غوښتونکي ګوند [د راټولېدلو] ځای شو. د استراليا د ښځو ملي اتحاد “Australian Women’s National League” چې د ښځو يوه پياوړې محافظه کار اداره وه، له نوي ګوند سره يو ځای شوه. د ځوان ملتپالو “Young Nationalists” په نوم د مينزيز له لورې د محافظه کار ځوانانو ډله هم په نوي ګوند کې ځای په ځای شوه. ځوان ملتپالان د ځوان ازادي غوښتونکو “Young Liberals” په نوم د ازادي غوښتونکي ګوند د ځوانانو د څانګې اصلي برخه يا هسته شوه. د ۱۹۴۵ز کال سپټمبر کې د ګوند غړي له ۹۰۰۰۰ تنو څخه زيات وو، چې ډېری هغوی يې له دې وړاندې د بل هيڅ ګوند غړي نه وو. [۲۲]

په نوي سويلي وېلز کې د ازادي غوښتونکي ګوند د نوي سويلي وېلز څانګې د ۱۹۴۵ز کال د جنوري او اپرېل تر منځ د ازادي غوښتونکي ديموکراتيک ګوند پر ځای ديموکراتيک ګوند ځای په ځای کړ. په کويينسلېنډ کې د کويينسلېنډ ولسي ګوند د ۱۹۴۹ زکال تر جولای پورې د ازادي غوښتونکي ګوند برخه نه شو او له يادې نېټې څخه وروسته د ګوند د کويينسلېنډ څانګه شوه. [۲۳][۲۴]

د مينزيز دوره سمول

د ۱۹۴۶ز کال ټاکنو کې د کارګر ګوند پر وړاندې له لومړنۍ ماتې څخه وروسته، مينزيز د ۱۹۴۹ز کال ټاکنو کې د بريا پر لور د ازادي غوښتونکو مشري وکړه او ازادي غوښتونکی ګوند د ۲۳ کالونو لپاره په واک کې پاتې شو، چې دا په فدرالي کچه له ځنډ پرته د حکومت تر ټولو اوږدمهاله دوره وه. استراليا د مينزيز د حکومت د دورې (۱۹۴۹-۱۹۶۶زکال) له جګړې څخه وروسته د ودې پر مهال اوږدمهاله اقتصادي وده درلوده او مينزيز د ۱۹۴۹ زکال ټاکنو کې خپلې هغه ژمنې تر سره کړې، چې د کوچ، چای او پترولو خرڅۍ (ماکول) به پای ته رسوي او د لومړي زېږون ماشومانو او همدا راز نورو لپاره يې د پينځه شيلينګ په ارزښت توښه برابره کړه. په داسې حال کې چې نوموړی په خپله يو کلک سترګی [بې شرمه] انګليس پال و، مګر حکومت يې يو شمېر ستر دفاعي او سوداګريز تړونونه تر سره کړل، چې استراليا يې د برتانيې له مدار څخه د باندې له جګړې څخه وروسته خپلې تګلارې باندې برابره کړه، هېواد يې د ګڼ توکميزه کډوالۍ پر مخ پرانيست او د اصلي استراليايانو په اړه يې د پام وړ قانوني سمونونه راوپارول. [۲۵]

سرچينې سمول

  1. Glynn, Irial (2016). Asylum Policy, Boat People and Political Discourse: Boats, Votes and Asylum in Australia and Italy. Palgrave Macmillan UK. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-51733-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 28 August 2016 باندې). Interview with Barrie Cassidy, Insiders, ABC. Liberal Party of Australia.
  3. (په 2022-05-21 باندې). Live: Morrison calls Albanese to concede electoral defeat as Labor, independents unseat Coalition. ABC News.
  4. (په 21 May 2022 باندې). Liberals in crisis after Josh Frydenberg loses seat in election chaos. Australian Broadcast Corporation
  5. (په 2022-05-21 باندې). Frydenberg on track to lose seat amid teal torrent. Nine News.
  6. (په May 21, 2022 باندې). 'Last man standing' Dutton tipped to lead Liberal Party after election rout. Nine News
  7. . Our structure. Liberal Party of Australia
  8. James C. Docherty (2010). The A to Z of Australia. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4616-7175-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nicole A. Thomas; Tobias Loetscher; Danielle Clode; Mike Nicholls (2012). "Right-Wing Politicians Prefer the Emotional Left". PLOS ONE. 7 (5): 4. Bibcode:2012PLoSO...736552T. CiteSeerX = 10.1.1.270.2043 10.1.1.270.2043. doi:10.1371/journal.pone.0036552. PMC 3342249. PMID 22567166. The Liberal Party of Australia has an ideology in line with liberal conservatism and is therefore right of centre. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Peter Starke; Alexandra Kaasch; Franca Van Hooren (2013). The Welfare State as Crisis Manager: Explaining the Diversity of Policy Responses to Economic Crisis. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-31484-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Liou, Kuo-Tsai (1998). Handbook of Economic Development. CRC Press. د کتاب پاڼې 357. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4616-7175-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dennis Raphael (2012). Tackling Health Inequalities: Lessons from International Experiences. Canadian Scholars' Press. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55130-412-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Before office—Joseph Lyons—Australia's PMs—Australia's Prime Ministers". Primeministers.naa.gov.au. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. John Laverty, 'Chandler, Sir John Beals (1887–1962)', Australian Dictionary of Biography, National Centre of Biography, Australian National University, http://adb.anu.edu.au/biography/chandler-sir-john-beals-9724/text17171, published first in hardcopy 1993. Retrieved 22 June 2018.
  15. (په 25 November 1943 باندې). "Democratic Party" Formed. The Sydney Morning Herald.
  16. "Menzies' Forgotten People Speech—Australian History, Australian Prime Ministers". Dl.nfsa.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The Forgotten People—Speech by Robert Menzies on 22 May 1942. Liberals.Net: Liberal Party of Australia". Liberals.net. 22 May 1942. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Forming the Liberal Party of Australia – Record of the Conference of Representatives of Non-Labor Organisations" (PDF). 16 October 1944. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۷ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Formation of the Liberal Party of Australia". Party History. Liberal Party of Australia—Queensland Division. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ian Hancock. "The Origins of the Modern Liberal Party". Harold White Fellowships. National Library of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Our History—Liberal Party of Australia". Liberal.org.au. 16 October 1944. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ian Hancock. "The Origins of the Modern Liberal Party". Harold White Fellowships. National Library of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 16 January 1945 باندې). Liberal Democratic Party dissolved. Newcastle Morning Herald and Miners' Advocate
  24. (په 21 April 1945 باندې). Liberal Party – Parliamentary Section Formed. National Advocate
  25. Brian Carroll; From Barton to Fraser; Cassell Australia; 1978