سلیم جانه اسلام علیکم ! وروره د هرې لیکنې که سرچينه او د کتاب نوم ورسره خوندي کړې ښه به وي . همدا رنګه ېې د پاړسي شعرونو ژباړه هم ورسره لیکۍ . په درنښت د ويکيپېډيا بې نومه مرستيال

................................................................................................................................

وروره که د خپلو لیکنو سرلیکونه په پښتو ولیکې نو ښه به شي لکه: List of heads of state of Syria دا که ولیکې د سریا د ولسمشرانو نوملړ نو ښه به شي او بل هغه سرلیکونه چې له مخکې شته لکه تاسو چې لیکلی د آسیا د امان الله خان نو د دې لپاره نوی سرلیکونه لیکل نه دی په کار او هماغې لیکنې که پر مختللی کړې نو ښه به وي

او مننه ستاسو له همکاریو څخه له ویکیپیدیا سره

په درناوي

--وحیدالله خان کلیم 12:34, 12 جون 2011 (UTC)

سلامونه سمول

 

سلامونه گرانه دوسته نیکی هیلی او ښه صحت درته غواړم. دمقالې څخه چی تاسو د آزادی راډیو په ویب کی زما په هکله ولیکه ډېره ډېره مننه
په درناوي یری کيپکا--داریوش 13:08, 23 جون 2011 (UTC)

سلامونه سمول

صالح صيب سلامونه!

خدای مو جوړ او روغ لره. په ويکيپېډيا کې ستاسې ونډه د ستايلو وړ ده خو يوه يادونه ډېره ضروري ده چې دلته يې تاسو ته کوم. تاسې چې کومې ليکنې دلته په پښتو ويکيپېډيا کې ورګډوۍ هغه اکثراً د نورو ليکنې دي چې د ليکوال د اجازې پرته يې تاسو دلته خپروۍ. هېره مو نه وي چې دلته په هره ليکنه کې لاسوهنې او سمونې ترسره کېږي چې دا کړنه به د ليکوال د خپګان سبب شي. که چېرته تاسې د همدغو ليکوالو ليکنې د سرچينې په توګه وکاروۍ او د يوې موضوع اړونده مقالې د دايرة المعارف د ليکنو په معيار ترتيب کړۍ نو لوی احسان به مو کړی وي. يوازې د نورو ليکوالو په کاپي کولو سره او دلته خپرولو سره خو بيا ويکيپېډيا د يو کتابتون حيثيت ترلاسه کوي. بله خبر دا چې ستاسې په شان ګڼ شمېر نور ونډوال هم دا کار کوي چې دا پخپله د ويکيپېډيا د معيارونو نه سرغړونه ده. که چېرته تاسې خپلو ليکنو ته پام وکړۍ نو زما په مطلب به پوه شۍ. هيله ده چې تاسې د ويکيپېډيا سره تل خپلې ونډې وساتۍ.

درناوی

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 18:29, 25 جون 2011 (UTC)

د مېرمنو په اړه ليکنې سمول

ګران صالح صيب سلامونه، تاسې دلته د بېلابېلو مېرمنو په اړه ليکنې خپرې کړي که چېرته تاسې د دغو مېرمنو په اړه د اخځونو او سرچينو يادونه وکړۍ خوښ به شم.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 20:01, 25 جون 2011 (UTC)

Please dont publish the news reports here سمول

Mr Salih I kindly request you not to publish news reports in wikipedia. This is an encyclopedia it is not a newspaper. Kindly keep in mind that you only can publish articles in a subjective manner. In other words only articles that are specific about a certain topic.

--Khangul 19:45, 17 جولای 2011 (UTC)

آيا څوک چې يو شعر وليکي، هغه شاعر بلل کېږي؟ سمول

قدرمنه صالح صيب ښې چارې!

په ويکيپېډيا کې تاسو د ځينو داسې کسانو يادونه او د هغوی د ژوندليکونه خپاره کړي چې ليکلي آثار نه دي ترې پاتې او يا هم په ټولنه کې پېژندلې څېرې نه دي. هېره دې نه وي چې دلته په ويکيپېډيا کې موږ د هغو شاعرانو چې يو يا دوه شعرونه او يا هم هغه ليکوالو چې يوه او يا دوه ليکنه يې خپره شوې وي نه شو خپرولای. د دې سبب دا دی چې په يو څو خورو ورو شعرونو، او يو څو ليکنو نه څوک شاعر کېږي او نه هم چا ته ليکوال وييلی شو. يوه بله اهمه يادونه چې د ويکيپېډيا د اکثرو لوستونکو او کارنانو سر پرې نه خلاصېږي هغه دا ده چې دوی ګمان کوي چې ويکيپېډيا د خلکو د ژوندليکونو يو راجستر دی خو بيا وروسته چې د همدوی ليکنې د پازوالانو لخوا ړنګېږي نو بيا د ويکيپېډيا سره د خپګان ښودلو په خاطر هېڅ ليکنې نه خپروي چې دا معقوله کار نه دی.

ما ستاسو دوه ليکنې ړنګې کړي او هغه په دې دليل چې د نوموړو کسانو ژوندليکونه چې تاسو خپاره کړي، نو د هغوی نه کوم آثار نه دي پاتې. او نه هم داسې نورې سرچينې شته چې وښيي چې د هغوی نه آثار پاتې دي خو د افغانستان د جګړو په سبب له مېنځه تللي.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 20:11, 27 جولای 2011 (UTC)

ستاسې د پيغام په ځواب کې سمول

قدرمنه صالح صيب سلامونه او پېرزوينې!


تاسې ليکلي چې: 

سلامونه نجيب جانه ستا له ايميل څخه، تاسو په خپل ليک کې ليکلي، د داسې کسانو ژوندليکونه مو ډليټ کړي چې دوى څوک نه پېژني، امان الله ساهو خو د هېواد پېژوندل شوى فرهنګي شخصيت او د استاد صديق پسرلي زوى دى. بله دا چې په پښتنو کې خو دغه يو څو د کار سړي لرو، دا خو څه اروپا نه ده چې تاسو له هر يوه څخه د پي، ايچ، ډي او دوکتورا تمه وکړئ. بله دا چې زما په ګډون ګڼ کسان له ويکي سره د زړه له اخلاصه د خپلې ژبې د بډاينې لپاره کار کوي، ما خو فکر کاوه چې ويکي به د روشنفکرو د يوې پراخې ډلې له لوري رهبري کېږي، نه د يوه يا دوو کسانو له لوري، چې هرڅه يې زړه وي هغه کوي او حتى چې په ځينو متنونو کې د سمونې پر ځاى تېروتنې لا زياتوي. د خپرونې، مجلې، جريدې او مياشتنۍ او دوه مياشتنۍ خپرونې ترمنځ فرق ته قايل نه دي، کله چک جمهوريت په چېک جمهوريت او کله يې په چيک جمهوريت اړوي، چې په پلټلو کې زياتې ستونزې هم پيدا کوي. په هر صورت، بيا هم له تاسو مننه او په خپلو کارونو کې بريالي واوسئ.


امان الله ساهو به هرو مرو پېژندل شوی فرهنګي شخصيت وي او زما دا ادعا نه ده چې هغوی به نه وي خو دا چې تاسو يې سرچينې نه دي وړاندې کړي او د هغوی د لاسته راوړنو په اړه مو ويکيپېډيا کې بشپړ مالومات نه دي ليکلي او يوازې د هغوی يو شعر مو د ثبوت په څېر وړاندې کړی نو دا د دې په مانا هم نه دی چې نوموړی يو ليکوال او يا شاعر په توګه نورو لوستونکو ته ور وپېژنو. همدا شان مو د يوې مېرمنې په اړه هم يوه ليکنه کښلې وه، چې سرچينې او درکونه يې نه وه په ګوته شوي. که چېرته تاسو د دغو دواړو شخصيتونو په اړه ټول مالومات، د بېلګې په توګه د هغوی د لاسته راوړنو، چې په هر ډګر کې وي موږ ته را په ګوته کړۍ نو موږ به بېرته د هغوی په نامه يوه ليکنه ځانګړې کړو. په دې کې د خوا بدۍ خبره نه ده. زما ستاسې په دې خبر سر نه خلاصېږي چې تاسې ولې د اروپا دليل راوړی، دلته چا کوم شرط نه دی ايښی چې د ژوندليکونو د خپراوي لپاره بايد د يو چا لاسته راوړنې د دکتورا او يا هم کومې بلې لوړې درجې پورې وي. د مثال په توګه بېټ نيکه او امير کروړ سوري درته راوړم چې هغوی د دوکتورا او نورو بريليکونو خاوندان نه وه خو د هغوی په اړه شته مالومات موږ دلته خپاره کړي او د دې سبب دا دی چې د پښتو ادبياتو د پيدايښت په بحث کې د دغو نومياليو نومونه د يادونې وړ دی. نو په همدې دليل ستاسو دا خبره بلکل بې بنسټه ده. هر څوک چې په ويکيپېډيا کې کار کوي دا يو داوطلبانه کار دی، په دې کې هېچا ته مادي ګټه نه په برخه کېږي. که څوک د اخلاص نه کار کوي او يا بې اخلاصه يوازې يوه ګټه يې په برخه کېږي چې هغه په پښتو ژبه د مالوماتو بډاينه ده او بس. ويکيپېډيا نه د کوم روڼفکر او نه هم د تياره فکر له لوري رهبري کېږي. دا د بې پرې داوطلبانو لخوا پرمخ بول کېږي، که چېرته تاسو د روشنفکر او يا تياره فکر خيال کړی وي نو بايد ووايم چې پدې کې ستاسې ورانپوهاوی دی. دا يوازې د نيوترال فکرو Neutral له خوا رهبري کېږي. دلته د زړه خبرې هم نشته چې څوک د خپل زړه کار وکړي او ستاسې خبر سمه نه ده. دا چې د ويکيپېډيا هره ليکنه د بيا سمون او کره کتنې د چارو له آسانتياوو برخمنه ده نو په همدې دليل هر پښتون چې په متن کې املايي او يا هم ګرامري تېروتنې ويني سمې يې کړي. د چک او چېک تر مېنځ هم لوی توپير دی. که څوک چېک جمهوريت ته چک ليکي، چې په اصل کې د څا کيندنې نه وروسته د څاګانو په ودانولو کې د سېمېنټو نه جوړه شوې کړۍ ته وييل کېږي، نو دا هم سم کار نه دی. که څوک خپرونې، مجلې او جريدې تر مېنځ توپير نه شي کولای نو د ورورګلوۍ له مخې دې د خبرو اترو په برخه کې پرې خبرې وکړي. او که څوک په دې خفه کېږي چې ولې يې بې سرچينې ليکنې ړنګېږي نو خوښه يې. يو ځل بيا ستاسې د ټولو کارونو او ونډو نه مننه او کور مو ودان. --Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 12:30, 28 جولای 2011 (UTC)

سلامونه او نیکې هیلې وروره سمول

سلامونه ګرانه دوسته نیکی هیلی، ښه صحت در ته غواړم. ډېر د افساس ځای دی چې تاسو په ویکیپېډیا کښې لیکنې نه کوی ځکه چې ستاسو لیکنې او مطالب ډېر جالب او زه شجصًا هغه په ډېره علاقه سره لولم. زه ستاسو څخه یوه هیله لرم. مهربانی وکړئ زما لیکنې په ویکیپېډیا کښې ولولئ او هغه اصلاح کړئ. دا به زما سره ستاسو لویه مرسته وی. په درناوی --داریوش 18:24, 11 اګسټ 2011 (UTC)

عکس پورته کول سمول

سلامونه د عیسی منګل متن ته د هغه عکس نه شم پورته کولای، بندیز راباندې لګیدلی که دلته کومه ستونزه ده؟ مرسته وکړی

درانه صالح صېب سلامونه او نېکې هیلې! خوشاله یو چې بیا مو ویکي کې گډونونډې وینو!

گرانه! تاسې کولای شئ چې دې لینک انځور پورته کول باندې کلېک وکړئ، او له لارښوونو سره سم گام په گام خپل انځور پورته کړئ! که بیا هم څه ستونزه وه نو خدمت کې یو. والسلام یادونه: پاتې دې نه وي چې خبرې اترې مخ کې د کمنټ لیکلو وروسته خپل لاسلیک ~~~~ څلور نښې چې ستاسې نوم، د لیکنې نیټه او ساعت به څرگندوي؛ لیکل مه هیروئ! ددې نښې لیکلو لپاره پورته د همدې باکس پر سر د قلم شنه نښه شت. درنښت --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 18:49, 10 اکتوبر 2016 (UTC)

سلام

زه غواړم دغه عکس هغه خپل متن ته ورزيات کړم عکس https://commons.wikimedia.org/wiki/File:%D8%B9%D9%8A%D8%B3%D9%8A_%D9%85%D9%86%DA%AB%D9%84.jpg

متن

https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D9%8A%D8%B3%DB%8C_%D9%85%D9%86%DA%AF%D9%84

سلامونه سمول

سلامونه هر هغه مخ چې تاسو یې د ژباړې د مخ څخه را اړوي، نو بايد نور کار هم پکښي وکړي، ليکنې د انګرېزي ټکو سره مه پرېږدئ، ټول ټکي پښتو ته رااړوي مننه -- بلوڅ خان (خبرې اترې) ۲۰:۳۵, ۶ مارچ ۲۰۱۸ (UTC) سلامونه کوشش کوم چې وراضافه يې کړم، خو دا چې په پښتو کې مهم مطالب يا پاڼې نه وي، ما ځوروي

سلامونه سمول

سلامونه ګرانه په خپله ليکنه کې دا وېشنيزه ورګډوه: [[وېشنيزه:ليکنې چې کار غواړي]] 

ایمیل ادرس سمول

زما دلته د حساب لپاره کارول شوی د بریښنالیک پخوانی ادرس اوس کار نه کوي، خپل حساب نه شم اپډیټ کولای. چاره څه ده؟ څنګه کولای شم خپل حساب ته خپل نوی ایمیل ادرس وراضافه کړم؟

Your feedback is needed - Improving the Content Translation tool سمول

Hello Friend,

Apologies as this message is not in your native language.

The WMF language team is reaching out to you based on your valuable contributions to the Pashto Wikipedia as an editor who frequently uses the Content Translation tool.  

We appreciate the great work you are doing in Pashto Wikipedia to increase content to ensure that knowledge is available in your Wikipedia and understand that it is annoying to encounter difficulties while translating articles or deleted content afterwards. Therefore, the WMF Language team will like to understand from your experience, the issues you encounter when using the tool to translate content.

Our observations

We noticed that the Content Translation tool is not used frequently and sometimes the articles created are deleted. We say this because, from our statistics, 1464 articles were added to Pashto Wikipedia in 2020. Out of the above figure, only 9 of them were translated using the Content Translation tool; 2 of the articles added with Content translation were deleted. While the tool has been frequently used with low deletion ratios on many wikis, the tool's low usage signals a problem or deficiencies peculiar to Pashto Wikipedia. As the Content Translation tool can increase content creation in your Wikipedia and is a proven excellent way to efficiently Introduce newcomers to adding content and expand on existing ones.

Our request

So, we are reaching out to you because we want you to participate in a survey. The survey will help us understand your challenges with the tool, the aspect of the tool you think needs improvement that will enable your community to use it more and reduce the rate of content deletion.

Please follow this link to the Survey:
Take the Survey
To know how the information collected from the survey will be used, please read the Privacy Statement.

If you are not comfortable with taking the survey, that is fine. You can still provide us with feedback via email on the following questions:

  • What is the most challenging part of translating an article using the Content Translation tool? Example (adding the references, the infobox, templates, publishing, etc.
  • Why is the above the most challenging part of translating articles in your Wikipedia?
  • In your opinion, what changes can be made to the tool that can make more people in your community use the tool more frequently?
  • Why do you think some translated articles are being deleted?

So please, feel free to give us feedback in any way that is most convenient for you.

Thank you so much, as we look forward to your response.

UOzurumba (WMF) (talk) ۱۰:۱۳, ۲۱ جون ۲۰۲۱ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت) On behalf of the WMF language team.

Reminder: Your feedback is needed - Improving the Content Translation tool سمول

Hello Friend!

The WMF language team earlier reached out to you to participate in a survey to give us insight into the challenges you are having using the Content Translation tool towards improving the tool for you and your community.

We are reaching out to you again as a reminder to Take the Survey as the survey will close on 9th July 2021 (23:59 UTC). The survey will only take you between 10 to 15 minutes. Please read the Privacy Statement to know how the information collected from the survey will be used.

If you already took the survey- thank you! You don't need to retake it.

Thank you, as we look forward to your response.

UOzurumba (WMF) ۱۹:۱۱, ۶ جولای ۲۰۲۱ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت) On behalf of the WMF Language team.