Wikipedia-logo-v2-ps.svg


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټېم) دلته ستاسو د همکاریو هیله مندي کوو، او هیله لرو چې وکولای شو په مشترکه توګه پر دې پروژه باندې کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لری نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړي. او په ياد ولري چې ستاسو سره به هر حال کې مرسته کيږی!

--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 16:19, 9 نومبر 2015 (UTC)

تلسیمیاسمول

سلامونه او نیکی هیلی ډاکټر عصمت الله وروره! آیا امکان لری چی د تلسیمیا ناروغۍ په هکله یوه مأخذ ولیکی او دا ووایی چی انګریزی معادل یې سه شی دی. مننه--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 16:22, 9 نومبر 2015 (UTC)

وعلیکم السلام. زه به یې انګریزي انډول اوس ولیکم. او هم به ماخذونه ولیکم. په درناوي--Dr.ismatullah (خبرې اترې) 16:27, 9 نومبر 2015 (UTC)
نړۍ مننه او که کوم کومک ته ضرورت وی زه په خدمت کې یم.--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 16:40, 9 نومبر 2015 (UTC)

خاشرودی صاحب الله دی ژوندی لري تاسو. چی کومک ته اړتیا وه زه په تاسو غږ کوم. یو لړ ستونزی شته چې زه پری نه پوهېږم، په وخت بیا تاسو نه پوښتنه کوم. مننه--Dr.ismatullah (خبرې اترې) 16:51, 9 نومبر 2015 (UTC)

په دواړو سترګو، هر وخت چې قوم مشکل سره مخامخ شوی زه په خدمت کې یم.--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 17:00, 9 نومبر 2015 (UTC)

ستاسې د مخالفت رايې په اړهسمول

ډاکټر صيب سلامونه

خدای دې وکړي چې روغ اوسئ

نه پوهېږم چې تاسې ولې زما د پازوالئ مخالفت کړی. خپل دليل مو نه دی ليکلی. که مهرباني وکړئ د مخالفت په دليل مې پوه کړئ خوشاله به شم او په دې به وپوهېږم چې ستاسې غوښتنه څه ده. مننه --ANBI (خبرې اترې) 19:48, 9 نومبر 2015 (UTC)