السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- Af420 اړیکه ۰۹:۵۳, ۸ سپټمبر ۲۰۲۴ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ!

سمول

ويکيپېډيا کې ليکنه کول يو څو اصول لري، ستاسې ليکنې بيخي داسې وي، لکه کومې ورځپاڼې يا مجلې ته چې ليکل شوي، لطفاً دلته چې هره ليکنه کوئ، نو بايد لږ ترلږه لاندې ځانګړنې ولري:

په ليکنه کې د هيچا نوم نه ليکل کيږي، مثلاً ليکوال، پلانی، ژباړن پلانی.

ليکنه کې بايد د چا توهين نه وي، نه د چا پلويتوب وکړئ

ليکنه بايد لږ تر لږه يو څو سرچينې ولري چې باوري وي، او د ويکيپېډيا د اصولو سره هره سرچينه د هماغې ليکنې مخې ته وليکل شي.

لا زياتو مالوماتو لپاره لارښود:په ويکيپېډيا کي ليکنه جوړول او لارښود:منځپانګه ولولئ. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۶:۲۰, ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۴ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)