د ژبو کورنۍ

د ژبو کورنۍ د ژبو هغه ټولگي دي اړوندې موجودې ټولې ژبې په اصل کې د يوې ژبې څخه نورې ژبې زېږېدلې او جوړې شوي وي، مثال په توگه پښتو، فارسي، بلوڅي، گليلکي، وغيره دا د هند-ايرانۍ کورنۍ سره تړلې ژبې دي بلخوا عربي، عبراني، آرامي او نورې سامي ژبې او اوردو، سيندي، پنجابي، مراټي، گوجراتي، راجستاني او داسې نور هند-اريایي ژبې دي.

په نړۍ کې د ژبو بېلابېلې کورنۍ

د ژبو بېلابېلو کورنو کې ويشل سمول

که دا وويل شي چې د نړۍ ټولې گڼې ژبې د يوې څخه جوړې دي نو سمه خبره به وي. اصل کې په نوې ژبې د فاصلې سره په وجود کې راځي، لکه په يوه سيمه کې يوه ژبه ده خو چې څومره د هغې ژبې غړي زياتېږي هغومره د مختلفو سيمو په خبرو اترو په انداز کې او په قواعد (گرامر) کې هم بدلون راشي حال دا چې ژبه يوه وي، ددې مثال دی چې کوم پښتانه په شمال کې اوسېږي دي (لکه پېښور، مردان، دير، سوات، چارسده، جلال آباد، اسد اباد، مهترلام، او داسې نورو ځایونو کې) هغوي د "ښ" تلفظ "خ" کوي او د "ږ" تلفظ "گ" کوي خو کوم پښتانه چې په سوېلي سيمو کې مېشت دي (لکه کندهار، هلمند، نيمروز، بلوچستان، جنوبي پښتونخوا، او داسې نور) هغوی د "ښ" او "ږ" تلفظ په خپله اصلي بڼه کوي. همدا رنگه د وخت او فاصلې سره د نړۍ بېلابېلو ژبو کې بدلون راځي، په لومړي کې خو يوه ژبه گڼل کېږي خو چې کله بدلون ډېر زيات شي نو بيا ځان ته ځان ته نوې ژبې ترې جوړې شي.

کله چې په يو څو ژبو کې مشترک (یو ډول) ځانگړتیاوې وي نو هغه په يو ټولگي کې تړل کېږي هغه خصوصيات تاريخ، د گړدود (د ویلو لهجه و انداز) يا قواعد هم کېدای شي، کله کله داسې هم کېږي چې ځینې نوې ژبې د يوې داسې ژبې څخه جوړې شي چې هغه د يوې کورنۍ سره نوي تړل شوي همدا سبب دی چې کله کله د ژبو په بېلابېلو کورنیو باندې وېشل يو گران کار جوړ شي، لاندې د ژبو د بېلابېلو کورنیو لړليک ورکړ شوی دی. دا د ايتهنولوگ سره سم دی، ياد ولرئ چې د ژبو ټولگي ددې لپاره نه جوړېږي چې تفرقات پېدا کړای شي بلکې دا ددې لپاره وي چې په اسانه سره مونږ ددې ژبو او ددې د خصوصياتو په اړه ولولو. په دې نړۍ کې داسې ژبې هم موجودې وی چې اوس بيخي ورکې شوي دي يعنی د هغه مړې ژبې اوس بيخي څوک نه وايي. ځیني ژبې ډېرې لوی هم شته چې د 4 سوه مليونو څخه زياتو خلکو مورنۍ ژبې دي او ځینې وړې ژبې هم شته چې د يو څو سوو خلکو مورنۍ ژبې دي

لړليک سمول

لاندې د 7313 ژبو کورنۍ ورکړ شوي دي. دا لاندې لړليک يواځي د هغو ژبو دی چې درجه بندي چې ايتهنولوگ کړې ده، په دې کورنیو کې ورې او لویې ټولې کورنۍ شاملې دي، او په دې کورنیو کې د ژبو لس کورنۍ داسې دي چې د هغو ژبې د نړۍ 99% وگړي وايي د دغو لسو څخه علاوه دا نورې وړې کورنۍ دي

د ژبو بېلابېلې کورنۍ
شمار د ژبو کورنۍ انگرېزي نوم د ژبو شمېر (ايتھنولوگ) د دې ژبې ويونکو شمېر
1 سویلي اسیايي ژبې Austro-Asiatic languages 169 9
2 سویلي جزایري ژبې Austronesian languages 1268 5
3 اسټرالیایي ژبې Australian languages 263 -
4 اسکيمو۔اليوت ژبې Eskimo-Aleut languages 11 -
5 اشاري ژبې Sign language 3 -
6 افرو۔اسیایي ژبې Afro-Asiatic languages 375 4
7 الطای ژبې Altaic languages 66 7
8 انډيماني ژبې Andamanese 13 -
9 اورالي ژبې Uralic languages 39 10
10 باسک ژبې Basque languages 3 -
11 پاپوای ژبې Papuan languages 840 -
12 پټکيرن ژبې Cant languages 1 -
13 جاپاني ژبې Japanese languages 12 -
14 جدا ژبې Isolate languages 40 -
15 جوکاغيري ژبې Yukaghir Languages 2 -
16 چکوچي۔کمچاتکي ژبې Chukotko-Kamchatkan languages 5 -
17 چيني۔تبتي ژبې Sino-Tibetan Languages 403 2
18 خواسان ژبې Khoisan languages 27 -
19 خود ساخته ژبې Artificial language 3 -
20 ډراويدي ژبې Dravidian languages 73 6
21 رطانه ژبې Pidgin languages 18 -
22 شمالي قفقازي ژبې North Caucasian languages 34 -
23 طرشي اشاراتي ژبې Deaf sign language 121 -
24 نا ډلبندي ژبې Unclassified languages 78 -
25 پخوانۍ امريکي ژبې Amerind languages 993 -
26 کادای ژبې Tai-Kadai languages 76 8
27 کارتويلي ژبې Kartvelian languages 5 -
28 کريول ژبې Creole languages 86 -
29 گډې ژبې Mixed languages 21 -
30 مونگميای ژبې Hmong-Mien Languages 35 -
31 نایجر۔کانگو ژبې Niger-Congo languages 1514 3
32 ناديني ژبې Na-Dene languages 47 -
33 نيلو۔صحرایي ژبې Nilo-Saharan languages 204 -
34 هندو۔اروپایي ژبې Indo-European languages 463 1
35 يانيسای ژبې Yeniseian Languages 2 -