يېنيسيايي ژبې
يېني سيايي ژبې یا يېنيسي اوستايک ژبې د یېنیسي ټبر د ژبو ژبکورنۍ ده چې په مرکزي سایبریا کې د ینېیسي سیند په غاړه ژوند کوي. دا کورنۍ د شمالي امریکا د نا-دېني ژبو سره یوځای د وړاندیز شوې دېنې يېنيسيايي ژبې کورنۍ یوه برخه ده، چې په اړه يې ویل کیږي چې د ژبپوهنې د مقايسوي او تاريخي معیارونو سره سم د زړې او نوې نړۍ د ژبکورنيو ترمنځ د جنياتي اړيکو ښودونکې ده. [۲] اوسمهال د دې ژبکورنۍ يوازېنۍ ژوندۍ پاتې شوې ژبه کټ ده.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
د توپانیمیک او جینیټیک مالوماتو څخه ښکاري چې یېنیسي ژبې په لرغونو وختونو کې په پراخه سیمو لکه شمالي چین او مغولستان ځینو برخو کې ويل شوي. [۳] تر ډېره دا وړاندیز شوی چې د ۱۷ مې پېړۍ راهیسې د یېنیسي ژبو خپرېدل شمال ته د دوی نسبتا وروستۍ کډوالي او د دوی ژبنی ټاټوبی چې د بیکال جهيل په سوېل کې موقعیت لري، را په ګوته کوي . [۴]
یېنیسي د شيونګنو پورې اړه لري، او داسې انګېرل کیږي چې د دې ځای واکمن او اشرافو د سوېلي یېنیسي په پومپوکول ژبه خبرې کولې. [۵] د ژبپوهنې او توکمي مالوماتو پراساس، داسې انګېرل کیږي چې د جي قوم چې د چین په شمال کې د وروستي ژاو په ځمکه واکمن ول هم په پومپوکولي ژبه خبرې کولې. [۶]
د چینایي حروفو په بڼه د ژینګنو د موجوده متنونو په تحلیل سره، دا مالومه شوې چې د شيونګنو د یېنیسیایي ژبې ډېری کلمې له تورکي او منګولیایي ژبو څخه اخیستې دي، لکه خان ، خاقان ، تارقان او د تنګري کلمه چې مانا یې "خدای" او " آسمان" دی. [۷]
ډلبندي
سمولنیايېني سیایي (د ۵۰۰ مخزېږديز څخه تر ۱ زېږديز شاوخوا ) [۸]
- شمالي یېنیسیايي (۷۰۰ زېږديز پورې)
- کيټ (۲۰۰ ويناوال )
- يوغ ژبه
- سوېلي يېنيسيايي
خپرېدل
سمولکیټ ، یوازېنۍ ژوندۍ یانیسي ژبه ده، چې د دې ژبکورنۍ د شمالي ژبډلې يوه ژبه ګڼل کيږي. تاریخي سرچینې د یېنیسي ژبې کيټ د خپرېدو او پراختيا پيل د روسانو له خوا د سایبېریا فتحه سر سم ګڼي. [۹] کيټ نن ورځ په عمده توګه د شمالي سایبېریا د کراسنویارسک سیمې په توروخانسکي ولسوالۍ کې ویل کیږي، په کلیو لکه کلوګ او سولومي کې یوګ ژبه، چې په دې وروستیو کې له منځه تللې ده، له ینیسیسک څخه تر ورګووو ، یارتسوو او د کټ سیند څخه پورته هم ویل کېده.
د آرین، پومپوکول، کوت او اسان لومړني عصري خپرېدل په اسانۍ سره ترلاسه کېدی شي. ارین په شمالي کراسنویارسک کې عام وه، په داسې حال کې چې پومپوکول په پورتنۍ برخه کې د کيټ سره ترڅنګ د شمال او لویدیځ په اوږدو کې ویل کېده. د کيت او آسان، د ژبو بله نږدې جوړه، د کراسنویارسک په سویل او ختیځ کې د کان سیند په سیمه کې هم عام وه. [۱۰]
سرچینې
سمول- ↑ ويل شوي په: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 306. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
- ↑ Bernard Comrie (2008) "Why the Dene-Yeniseic Hypothesis is Exciting".
- ↑ Vajda, Edward J. (2013).
- ↑ Vajda, Edward. "Yeniseian and Dene Hydronyms" (PDF). Language Documentation & Conservation Special Publication. 17: 183–201.
- ↑ Vovin, Alexander.
- ↑ Vovin, Alexander; Vajda, Edward J.; Vaissière, Etienne de la. "WHO WERE THE *KJET (羯) AND WHAT LANGUAGE DID THEY SPEAK?" (in انګليسي).
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Vovin, Alexander. "Xiong-nu_Part2" (in انګليسي).
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Vadja 2007
- ↑ Georg, Stefan. "THE GRADUAL DISAPPEARANCE OF A EURASIAN LANGUAGE FAMILY". … and Language Maintenance: Theoretical, Practical and … (in انګليسي).
- ↑ Vajda, Edward J. (2004-01-01). Languages and Prehistory of Central Siberia (in انګليسي). John Benjamins Publishing. ISBN 978-90-272-4776-6.