د پاکستان اساسي قانون

د پاکستان اساسي قانون ته د پاکستان آيين او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د ۱۹۷۳ کال اجرایوي اساسي قانون هم ویل کیږي.

د مارشل لا له لرې کېدو وروسته د نوي حکومت لپاره تر ټولو مهم کار د نوي اساسي قانون مسوده وه.

په ۱۹۷۱ کال کې د ختیځ پاکستان له جلا کېدو وروسته په ۱۹۷۲ کال کې د ۱۹۷۰ کال د ټاکنو پر اساس د پاکستان اسمبلۍ جوړه شوه. د بېلا بېلو سياسي ګوندونو له اړخه يوه کمېټه جوړه شوه. د دې کمېټې موخه په هیواد کې د نوي اساسي قانون مسوده وه چې ټول سیاسي ګوندونه پرې موافقه وکړي. په کمېټه کې اختلاف دا و چې آیا په هېواد کې باید پارلماني نظام ولرو او که صدارتي نظام. د دې تر څنګ د ايالتي خپلواکۍ په اړه هم بېلابېل نظرونه موجود وو. د اساسي قانون کمېټې د خپل راپور په چمتو کولو کې اته میاشتې تیرې کړې، بالاخره د 1973 کال د اپریل په 10 یې د اساسي قانون په اړه خپل راپور وړاندې کړ. دا په فدرالي اسمبلۍ کې د ۱۳۵ مثبتو رايو په اکثريت سره تصويب شو او د ۱۹۷۳ کال د اګست په ۱۴مه په پاکستان کې دغه اساسي قانون نافذ شو.

Constitution of Pakistan
د پاکستان اساسي قانونConstitution of Pakistan

اصلي ځانګړتیاوې سمول

  • په پاکستان کې به د پارلماني نظام حکومت وي، لومړی وزیر به د حکومت مشر وي او هغه به د اکثریت ګوند له خوا ټاکل کیږي.
  • اسلام د پاکستان رسمي دین دی او ولسمشر او لومړی وزیر باید مسلمان وي.
  • د پاکستان نوم د پاکستان اسلامي جمهوریت دی .
  • د اساسي قانون د تعدیل لپاره په ولسي جرګه کې دوه پر درېیمه برخه او په مشرانو جرګه کې غوڅ اکثریت ته اړتیا ده.
  • اردو د پاکستان ملي ژبه ده.
  • خلکو ته به د قرآن او سنتو مطابق د ژوند کولو موقع ورکول کیږي.
  • قضا به خپلواکه وي. د قضائیه قوې خپلواکي تضمین شوې ده.
  • د قران پاک د خطا نه پاک چاپ لپاره به ځانګړي انتظامات وشي.
  • زنا ، قمار ، سود او فحش ادب به منع شي.
  • عربي ژبې ته به وده ورکول کیږي تر اتم ټولګي پورې د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره د عربي ژبې زده کړه اجباري شوې ده.
  • د اساسي قانون له مخې مسلمان هغه څوک دی چې پر الله جل جلاله ایمان ولري، پر آسماني کتابونو ایمان ولري، پر ملائکو، د اخرت په ورځ او پیغمبرانو ایمان ولري او رسول الله صلی الله علیه صلی اللہ علیه و آله وسلم د الله تعالی د وروستي پیغمبر په توګه پېژني. هغه څوک چې د ختم نبوت څخه انکار وکړي د اسلام له دايرې څخه خارج ګڼل کیږي.

تړنې سمول

  • د پاکستان ملي شورا؛ [http*//www.scribd.com/doc/16810770/Constitution-of-Pakistan-1973-in-Urdu-ver]
  • [http*//www.scribd.com/doc/4836055/The-Constitution-Of-Pakistan-1973-Part-01 اردو ژباړه]

حوالې سمول