ختیځ پاکستان

ختیځ پاکستان د پاکستان یو له ایالتونو څخه و چې په ۱۹۵۵ زکال کې د یو واحد سیاست پر بنسټ تاسیس شو او د دغې ایالت نوم یې له ختیځ بنګال څخه ختیځ پاکستان ته واړوه چې نن ورځ د هند او بنګلادیش ترمنځ ویشل شوی دی. له هند او برما سره ځمکنۍ پولې لري او همدارنګه د بنګال په خلیج کې ساحلي پوله هم لري. په ۱۹۷۱ زکال کې ختېځ پاکستان د بنګلادیش په نامه په خپلواک هېواد واوښت. [۱]

تاریخچه سمول

یو واحد سیاست او اسلامي جمهوریت سمول

په ۱۹۵۵ زکال کې لومړي وزیر محمد علي بوګړا د واحدې پالیسۍ طرحه اجرا کړه چې له مخې یې څلور لویدیځ ایالتونه د لویدیځ پاکستان په نوم یو واحد کې ادغام کړل او د ختیځ بنګال نوم ختیځ پاکستان ته بدلون وکړ.

پاکستان په ۱۹۵۶ زکال کې ملوک الطوایفي سیسټم له منځه یووړ او د جمهوریت د اساسي قانون په جوړولو سره یې د اسلامي جمهوریت نوم غوره کړ. د ختیځ پاکستان پاپولیست رهبر ایچ. اس. سهروردي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. سهروردي واک ته له رسېدو ډېر ژر وروسته د ګډ ټاکنیز سیسټم د جوړولو په موخه په قانوني لارو چارو لاس پورې کړ. د پاکستان په لویدیځ کې د دغه ګډ ټاکنیز سیسټم اړوند شدیدو مخالفتونو شتون درلود. مسلم لیګ دغه موضوع عامه افکارو ته ورسوله او د جلا ټاکنیز سیسټم غوښتنه یې وکړه. د لویدیځ پاکستان پر خلاف، په ختیځ پاکستان کې رایو ورکونکو د ګډ ټاکنیز سیسټم پلوي کوله. د یو مناسب ټاکنیز سیسټم د جوړولو اړوند له مسلم لیګ سره اختلافات د هغه د دولت پر وړاندې ستونزې راوپارولې.

د اساسي قانون پر بنسټ ملي مالي کمیسیون د لویدیځ پاکستان د څلورو صوبو/ایالتونو د ملاتړ سربېره د لومړي وزیر سهروردي له خوا له ځنډ پرته وځنډول شو. سهروردي د ملي اقتصاد د متمرکز کولو په موخه د شوري اتحاد د پنځه کلن پروګرام څخه ملاتړ کاوه. د دغه لیدلوري له مخې د ختیځ پاکستان اقتصاد په چټکۍ سره متمرکز کېده او مهمې اقتصادي پروژې لویدیځ پاکستان ته انتقال کېدلې.

د پاکستان په لویدیځو مالي ښارونو لکه کراچۍ، لاهور، کویټې او پېښور کې د سهروردي د اقتصادي سیاستونو پر ضد د مخکښو سوداګریزو ټولنو او خصوصي سکتور په ملاتړ لوی کارګري اعتصابونه ترسره شول. [۲]

لومړي وزیر سهروردي د دې لپاره چې د خلکو پام له جنجال جوړونکې واحدې پالیسۍ څخه بلې خوا ته کړي د کوچنیو پانګوالو له خوا یې د کوچنیو سوداګریو د جوړولو په غوښتنې دغه ستونزو ته پای ټکی کېښود. د سهروردي د ګڼ شمېر ابتکاراتو او د ملي مالي کمیسیون د جایزې د پروګرام له بندولو سربېره د لویدیځ پاکستان په څلورو ایالتونو کې د هغه سیاسي ځایګي او انځور زیان ولید. ګڼ شمېر ملت پاله رهبران او د مسلم لیګ فعالان د اساسي قانون پر بنسټ د ملي مالي پروګرام ځنډولو ناهیلي کړل. د هغه منتقدینو او د مسلم لیګ مشرانو دا موندلې وه چې سهروردي د یاد پروګرام په ځنډولو سره هڅه کړې څو مالي تخصیصونه، مرستې، مالي مرستې او نور فرصتونه د لویدیځ پاکستان د څلورو ایالتونو پر ځای د ختیځ پاکستان لوري ته سوق کړي. سهروردي د خپل لومړي وزارت په وروستیو کې هڅه وکړه چې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ اقتصادي نابرابري له منځه یوسي خو هڅې یې بې پایلې وې.

سهروردي د مرکزي پیمان په سازمان او د سویل ختیځې اسیا د پیمان په سازمان کې د پاکستان د غړیتوب په پیاوړتیا سره له متحده ایالاتو سره اړیکې ټینګې کړې او همدارنګه یې د چین د خلکو له جمهوریت سره هم خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړه.

د ایوب خان واکمني سمول

په ۱۹۵۸ زکال کې ولسمشر سکندر میرزا د پاکستاني پوځ د مشر ایوب خان د پوځي کودتا په ګټه نظامي حکومت اعلان کړ. نږدې له دوه اونیو وروسته د ولسمشر میرزا او د پاکستان د وسله وال ځواک اړیکې ترینګلې شوې؛ د فوځ مشر جنرال ایوب خان ولسمشر له واکه ګوښه کړ او هغه یې په زور سره بریتانیا ته تبعید کړ. ایوب خان په ملي راډیو کې د وینا پر مهال خپلې چارې توجیه کړې او څرګنده یې کړه چې «وسله وال ځواکونه او وګړي له تېر څخه د یوه پاک جلاتوب غوښتنه لري...». تر ۱۹۶۲ زکال پورې نظامي حکومت دوام درلود؛ ورته مهال مارشال ایوب خان په دولت کې تصفیه وکړه یو شمېر سیاستوال او مامورین یې لرې کړل او پر ځای یې پوځي افسران وټاکل. ایوب خپل رژیم «هغه انقلاب چې د تورې او فاسدې بازارموندنې ستونزې پاکوي» وباله. خان د میرزا پر ځای ولسمشر شو او د یوولسو کلونو لپاره د هېواد په تر ټولو پیاوړي کس واوښت. پوځي حکومت تر هغه مهاله دوام وموند کله چې ایوب خان په ۱۹۶۲ زکال کې د پاکستان د قاضي القضات محمد شهاب الدین تر نظر لاندې د ختیځ او لویدیځ پاکستان له لسو مخکښو قاضیانو (۵ د ختیځ او ۵ د لویدیځ) څخه د اساسي قانون کمېټه جوړه کړه. د ۱۹۶۱ زکال د مۍ په ۶ مه نېټه دغه کمیسیون خپله مسوده ولسمشر ایوب خان ته ولېږه. نوموړي له خپلې کابینې سره له مشورې سربېره په خپله دغه مسوده په بشپړه توګه وکتله.

د ۱۹۶۲ زکال په جنوري میاشت کې کابینې بالاخره د نوي اساسي قانون متن چې د ولسشمر ایوب خان له خوا د ۱۹۶۲ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه اعلان شوی و تصویب کړ او د ۱۹۶۲ زکال د جون په اتمه نېټه د اجرا وړ وګرځېد. د دغه اساسي قانون له مخې پاکستان په یو ولسمشریز جمهوریت واوښت. د «اساسي دیموکراسۍ» په نامه د سیسټم په ګټه د ټولو د رایو ورکولو حق لغو شو. د دغه سیسټم له مخې یو الکټرال کالج د ولسمشر او ملي اسمبلۍ د ټاکلو مسئولیت پر غاړه درلود. د ۱۹۶۲ زکال اساسي قانون د پاکستان په ختیځ او لویدیځ کې یو ایالتي سیسټم رامنځته کړ. هر ایالت خپله ایالتي اداره لرله او اساسي قانون د مرکزي او ایالتي ادارو ترمنځ واکونه ویشلي و. فاطمې جناح د ۱۹۶۵ زکال په ولمسشریزو ټاکنو کې د ایوب خان د راپرځولو لپاره ناکامه هڅه وکړه او له دې لارې یې په ختیځ پاکستان کې پیاوړی ملاتړ خپل کړ.

ډاکا په ۱۹۶۲ زکال کې د پاکستان دویمه پلازمینه اعلان شوه. دغه ښار د قانون جوړونکي ښار په توګه وټاکل شو او لوئیس خان د یوې ملي اسمبلۍ د ټولګې جوړولو مسئولیت پر غاړه واخیست. په ۱۹۶۰ زکال کې د ډاکا د نفوسو شمېر زیات شو. په دغه ایالت کې د طبیعي ګازو اووه کارخونې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

وروستي کلونه سمول

جنرال یحیی خان د ایوب خان ځای ناستی او د پوځي حکومت مشر شو. خان په ۱۹۷۰ زکال کې د پاکستان عمومي ټاکنې تنظیم کړې. په ۱۹۷۰ زکال کې د بولا طوفان چې د شلمې پېړۍ یو له وژونکو طبیعي آفتونو څخه و د نیم میلیون وګړو ژوند واخیست. د فاجعې اغېزو د فدرال دولت پر وړاندې شدیده غصه راوپاروله. له یوې لسیزې پوځي حکومتولۍ وروسته ختیځ پاکستان د بنګالي ملت پالنې په مرکز واوښت. همدا و چې د خپل برخلیک ټاکلو غوښتنه یې وکړه.

هغه مهال چې عمومي فدرال ټاکنې ترسره شوې عوامي لیګ د پاکستان په پارلمان کې د یوازني مخکښ ګوند په توګه راڅرګند شو. دغه لیګ د ختیځ پاکستان له ۱۶۹ څوکیو څخه ۱۶۷ څوکۍ خپلې کړې او په دې ترتیب سره یې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ۳۰۰ څوکیو د ۱۵۰ نیمايي و څخه ډېرې خپلې کړې. له تیوریکي پلوه دغې چارې لیګ ته د ویسټ مینسټر د رواج له مخې دا اجازه ورکوله چې دولت جوړ کړي. خو دغه لیګ و نشو کولای په لویدیځ پاکستان کې حتی یوه څوکۍ هم خپله کړي؛ چېرې چې د پاکستان پیپل (د خلکو ګوند) د ۸۱ څوکیو په خپلولو سره په ملي اسمبلۍ کې د لویدیځ پاکستان په استازولۍ مخکښ ګوند شو. نظامي حکومت د واک انتقال ودراوه او له عوامي لیګ سره یې اوږد مهاله مذاکره وکړه. د مدني سرغړونو خوځښت په ټول ختیځ پاکستان کې رامنځته شو او د پارلمان د جوړلو غوښتنه یې وکړه. شیخ مجیب الرحمن د ۱۹۷۱ زکال د مارچ په اوومه نېټه د یوې وینا په ترڅ کې له پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په موخه د مبارزې اعلان وکړ. د مارچ له ۷ مې نېټې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې ختیځ پاکستان عملا د عوامي لیګ تر کنټرول لاندې و. د ۱۹۷۱ زکال د مارچ په ۲۳ مه د پاکستان د جمهوریت په ورځ د بنګلادیش لومړنی بیرغ د ډېری ختیځو پاکستانیانو په کورونو کې راوځړول شو. د پاکستان پوځ د مارچ په ۲۶ مه د ځپلو عملیات له دې ډلې  Searchlight عملیات او همدارنګه د ۱۹۷۱ زکال د ډاکا د پوهنتون د عام وژنې عملیات پیل کړل. دغه چاره د بنګلادیش د خپلواکۍ د اعلامیې لامل وګرځېده.

سرچينې سمول

  1. "National Assembly Building of Bangladesh". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Singh, Dr Rajkumar (2020-01-10). "Sea of difference between East and West Pakistan" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)