د واژن سرطان

د ښځې د تناسلي غړي واژن يا فرج سرطان چې ښايي د مړينې لامل شي

د واژن سرطان د ښځې د تناسلي غړي سرطان دی، چې د واژن په بهرنۍ برخه کې رامېنځته کېږي [۱] او رو رو نورو برخو ته پراخېږي. [۱] په لږ وخت کې د واژن دننۍ شونډو، کلټوریس او نورې شاوخوا برخې نيسي. [۱] نښې نښانې يې عبارت دي له؛ ټوخی، خارش، په پوستکي کې بدلون یا د واژن څخه وینه بهېدنه. [۱]

د واژن يا فرج سرطان
د واژن سرطان رسامي
څانګهجېنوکولوژي
نښېخارښ يا سوځېدنه، د واژن د پوستکي بدلون، له واژن څخه وينه بهېدنه، د سکس او مياشتي عادت پرمهال غيرطبعي دردونه[۱]
عادي پيلله ۴۵ کلنۍ څخه وروسته[۲]
ډولونه
  • اډنوکارسینوم
  • سکواموس سېل سرطان
  • مليانوما
  • سارکوما
  • باسيل سېل سرطان
ګواښ لاملد ډېر بېلابېلو نارینه وو سره سکس ترسره کول، سګریټ څکول، HPV او نور...[۱][۳]
تشيخص تګلارفيزيکي معاينه, د نسج بايوپسي[۱]
توپيري تشخيصلیکین سکلېروسيس, هیپرپلازیا[۴]
مخنيوید HPV واکسين[۵]
درملنهکیموتراپي
وړاندوينهد ۵ کلونو ژوندي پاتې کېدو احتمال ~ 71% (امريکا 2015)[۲]
Frequency44,200 (2018)[۶]
مړينې15,200 (2018)[۶]

د رامېنځته کېدو عمده عوامل يې ډېر سګړيټ څکول، ډېری جنسي ملګري درلودل او ځينې نور دي. [۱] [۳] د واژن ډیری سرطانونه په روغتيايي برخه کې د"سکواموس حجرو سرطانونه" بلل کېږي. [۴] په نورو ډولونو کې اډینو کارسینوما، میلانوما, سارکوما او بېسېل کارسنوما شامل دي. [۳] تشخيص يې د فزیکي معاینې پر مټ کېږي [۱] [۳]

د مخنیوي لپاره کېدای شي له HPV واکسین څخه کار واخيستل شي. [۵] د معياري درملنې لپاره ښايي جراحي، د وړانګو درملنه، کیموتراپي، او بیولوژیکي درملنه ترسره شي. [۱] د واژن سرطان په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې شاوخوا ۴۴۰۰۰ کسان نيولي وو چې له جملې يې ۱۵نيم زره کسان مړه شوي په امريکا کې هرکال شاوخوا ۶زره مېرمنې د واژن په سرطان اخته کېږي چې له ډلې يې ۱۲۰۰ مېرمنې هرکال مړې کېږي. [۲] د دې سرطان د اخته کېدو عمر معمولاً له ۴۵ کلنو څخه پورته وي[۲] د .اژن سرطان ښايي تر ۵ کلونو پورې يو انسان ژوندی پرېږدي خو په ځينو برخو کې دومره وخت نه نيسي او ژر ناروغ له مېنځه وړي يا يې درملنه کېږي [۴]

 
د واژن سرطان يو انځور چې نورو شاوخوا برخو ته خپور شوی

نښې او نښانې يې ښايي پرلاندې ډول وي:

  • خارښ يا سوځېدنه او په واژن کې دوامداره بې دليله وينه بهېدل
  • د واژن د پوستکي په رنګ کې بدلون (سور یا سپین ښکاري)
  • په واژن کې د پوستکي بدلونونه لکه پوست اچونه
  • په واژن کې بې دليله ټپونه
  • د حیض پرمهال درد، په ځانګړې توګه د ادرار یا سکس په وخت کې. [۷]

په عمومي ډول د واژن يا فرج په برخه کې زخمونه پيدا کېږي، مېرمن ښايي په دې حالت کې د درد، خارښ او سوځېدلو احساس وکړي. همداراز د ادرار او سکس پرمهال ښايي درد تجربه کړي. [۸] د حیا یا شرم له امله مېرمنې ښايي ډاکټر ته مراجعه وځنډوي چې دا کار د ډېرو خطرونه لامل ګرځي او ډاکټران غوښتنه کوي چې په دې حالت کې باید پرته له کوم شرمه ډاکټر ته مراجعه وشي ترڅو ژرترژره ورته پاملرنه وشي. [۹]

لاملونه

سمول

اوسمهال ډاکټرانو يوازې دوه لاملونه موندلي چې د واژن سرطان د رامنځته کیدو او پراخېدو لامل ګرځي، د انسان پاپیلوما ویروس (HPV)، انفیکشن او اوږدمهاله سوزش چې په دوامداره توګه واژن ورسره لاس او ګرېوان وي. [۱۰] [۱۱] [۱۲]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ . 9 April 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help) Invalid <ref> tag; name "NCI2019Tx" defined multiple times with different content
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named SEER2019
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ . April 2019. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ . 1 February 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help) Invalid <ref> tag; name "NCI2019Pro" defined multiple times with different content
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ . July 2017. arXiv:6. {{cite journal}}: Check |arxiv= value (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named IARC2018
  7. . 13 March 2014. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. . 1980-01-01. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. . April 1980. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  10. . March 2008. {{cite journal}}: |doi-access= requires |doi= (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  11. . August 2017. arXiv:6. {{cite journal}}: |doi-access= requires |doi= (help); Check |arxiv= value (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  12. . April 2017. arXiv:6. {{cite journal}}: |doi-access= requires |doi= (help); Check |arxiv= value (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)