ادرار کول (په انګلیسي: Urination)، چې په عامیانه ډول ورته «متیازې کول» وایي، له جسم څخه د بولو د مجرا له‌لارې د مثانې بولو اطراح کول دي. دا د بولي سیسټم د اطراح کولو یوه بڼه ده. په طب کې د انګلیسي «micturition، voiding، uresis» یا په ندرت سره «emiction» ګړنې ورته کارول کېږي چې د ټولو معنی یې د ادرارو اطراح کول یا دفع کول دي، په عامیانه توګه ورته بول کول، تشې متیازې کول، متیازې کول او داسې نور وایي.[۱]

د روغ او رمټ انسان (او ډېریو نورو حیواناتو) د ادرارو تشولو بهیر د هغه په پوره اختیار کې دی. په ماشومانو، ځینو ډېر عمر لرونکو وګړو او عصبي ناروغانو کې، کېدای شي د ادرارو کولو بهیر په غیرارادي توګه پېښ شي. د بالغو انسانانو لپاره په ورځ کې تر اووه ځلي پورې ادرار کول طبیعي دي.[۲]

په ځینو ژویو کې، د فاضله موادو پر دفع کولو سربېره، کېدای شي د ادرارو تشول د خپلې واکمنۍ سیمې نښه کولو یا د تسلیمي بیانولو په معنی وي. له فزیولوجیکي پلوه، د ادرارو په تشولو کې د اعصابو درېیو «مرکزي»، «غیرارادي» او «محیطي» ترمنځ همغږي رامنځ‌ته کېږي. د ادرارو تشولو پر مهال، «د بولو تشونې پونتین مرکز»، «د مجرا پر چاپېره خړه ماده» او «د ماغزو قشر» د ماغزو تنظیموونکي مرکزونه دي. په جوړه‌یي تي‌لرونکو کې، ادرار د بولي مجرا (د نارینه په ذکر یا د ښځینه جنس په فرجي دهیلز کې د ادرارو یو کوچنی سوری)  له‌لارې تخلیه کېږي.[۳][۴]

اناټومیک او فزیولوجیکي اړخونه سمول

د مثانې او خروجي مجرا اناټومي سمول

د بولو اطراح کولو په عملیه کې، مثانه او د ادرارو نل اصلي عمل کوونکي غړي دي. د مثاني صافه او ښویه عضله (چې د دېتروسور په نامه پېژندل کېږي) د ملا تېر له شوکي نخاع څخه د سمپاتیک عصبي سیسټم رشتو او د خاصرې لګن له شوکي نخاع څخه د پاراسمپاتیک رشتو په واسطه تحریک کېږي. د لګنچې عصبي رشتې د ادرارو په غیرارادي راتګ کې اصلي ونډه لري؛ پارسمپاتیک رشتې هم، چې د ادرارو په اطراح کولو کې ونډه لري، په دغو عصبي رشتو کې حرکت کوي. د بولي مجرا یوه برخه د نارینه یا ښځینه د بهرنۍ بولي عضلاتي کړۍ (sphincter) په واسطه احاطه شوې ده او دغه برخه د محیطي پودندال اعصابو په واسطه تحریک کېږي؛ محیطي پودندال اعصاب د نامه له بند سره د اونوف هستې په نامه یوې برخه کې نښتي دي.[۵][۶]

صافې او ښویه عضلې د بولي مجرا له دواړو خواوو څخه تېرېږي او دغه رشتې ځینې وخت د دننۍ بولي عضلاتي کړۍ (sphincter) په نامه یادېږي، که څه هم بولي مجرا نه‌احاطه کوي. هاخوا، د بولي مجرا په اوږدو کې یوه سکلېټي عضلاتي کړۍ (sphincter) شتون لري؛ دغه سفېنګتر د غشایي بولي مجرا عضلاتي کړۍ (بهرنۍ بولي عضلاتي کړۍ) په نامه یادېږي. د مثانې بشروي نسجونه د انتقالي بشروي نسجونو په نامه یادېږي، چې د هغو تر لاندې، د تخلیې پر مهال، د ګنبذي ډوله حجرو یو سطحي قشر او د څوطبقه‌یې مکعبي حجرو څوګوني قشرونه شتون لري. کله چې مثانه په بشپړه توګه ډکېږي، د اړخیز کشش رامنځ‌ته کولو په موخه، سطحي حجرې فلسي (مسطح) حالت غوره کوي او د څوطبقه‌یي مکعبي حجرو د پوړونو شمېر کمېږي.

فزیولوجیکي اړخ سمول

د ادرارو اطراح کولو فزیولوجي او د اړوندو اختلاطاتو فزیولوجیکي بنسټ هغه موضوعات دي چې په هکله یې ډېرې مغالطې، په تېره بیا به فوق‌نخاعي کچه، ګډوډ باورنه شتون لري. د ادرارو تشول، په بنسټیزه توګه، یو نخاعي غبرګون دی چې «د بولو تشونې پونتین مرکز» په څېر د ماغزو لا لوړو مرکزو له‌خوا تسهیل او کنټرول کېږي، خو شرط یې دا دی چې، د غایطه موادو د اطراح کولو په څېر، د نوموړي غبرګون تسهیل کول او کنټرول کول اختیاري بڼه لري.[۷]

په روغو وګړو کې، لاندېنۍ بولي سیسټم د فعالیت دوه جلا پړاوونه لري: د زېرمه کولو (یا ساتلو) پړاو، کله چې ادرار په مثانه کې راټولېږي؛ او د دفع کولو پړاو، کله چې ادرار د بولي مجرا له‌لارې اطراح کېږي. د غیرارادي سیسټم وضعیت هم د ماغزو ارادي سېګنال او هم د مثانې او بولي مجرا حسي رشتو چټک غبرګون پورې تړاو لري. په مثانه کې د لږ حجم ادرارو راټولېدلو په صورت کې، د مثانې غبرګون کچه ټیټه ده او په پایله کې یې خروجي مجرا (د مثانې عضلاتي کړۍ یا sphincter او بولي مجرا) تحریک او مثانه دمه کېږي. په مثانه کې د ادرارو حجم په لوړېدلو سره، د مثانې غبرګون کچه هم لوړېږي او د اطراح کولو لپاره یو ارادي حس رامنځ‌ته کوي. کله چې وګړی د ادرار کولو لپاره چمتو وي، په ارادي ډول اطراح کولو پړاو پيلوي او په پایله کې مثانه انقباض کوي او خروجي مجرا دمه کېږي. د ادرارو طرح کول د مثانې تر بشپړ تشېدلو پورې دوام مومي، تر هغو چې مثانه دمه شي او خروجي مجرا انقباض وکړي او د بیا راټولېدنې پړاو پيل شي. د ادرار کولو کنټرول کوونکې عضلې د غیرارادي او محیطي عصبي سیسټمونو له‌خوا کنټرول کېږي. د ادرارو راټولېدنې پړاو په اوږدو کې، دننۍ بولي عضلاتي کړۍ (sphincter) په انقباضي حالت کې پاتې کېږي او دېتروسور عضله د سمپاتیک تحریک په واسطه دمه کېږي. د اطراح کولو په اوږدو کې، پاراسمپاتیک تحریک د دېتروسور د انقباض او د دننۍ بولي عضلاتي کړۍ د دمه کېدو لامل ګرځي. بهرنۍ بولي عضلاتي کړۍ (د بولي مجرا سفېنګتر) د محیطي عصبي سیسټم تر کنټرول لاندې دی او په اختیاري توګه د اطراح کولو پر مهال دمه کېږي.[۸]

په کوچنیو ماشومانو کې، د ادرارو دفع کېدنه په غیرارادي ډول (د غیرارادي غبرګون په څېر) پېښېږي. په اختیاري ډول د ادرارو دفع کولو وړتیا په ۲ تر ۳ کلنۍ کې رامنځ‌ته کېږي، ځکه چې په دغه عمر کې، د مرکزي عصبي سیسټم په لوړو سطحو کې کنټرول لا پراختیا مومي. په لویانو کې، په مثانه کې د ادرارو هغه حجم چې په طبیعي ډول یو غیرارادي غبرګون رامنځ‌ته کوي شاوخوا 300 تر 400mL پورې دی (په امپریال سیسټم کې: 11 تر 14fl-oz؛ په US سیسټم کې: 10-14fl-oz).

په مثانه کې د راټولېدنې پړاو سمول

د راټولېدنې پړاو په اوږدو کې، د مثانې فشار ټیټ پاتې کېږي، ځکه چې په دغه حالت کې د مثانې وضعیت خورا ښه دی. د مثانې دننه، د راټولېدونکې مایع پر وړاندې د مثانې فشار د یوه ډیاګرم له‌مخې (چې د سېستومتروګرام په نامه یادېږي)، د مثانې په ډکېدلو سره د مثانې دننه فشار په خورا ټیټه کچه لوړېږي. دغه ښکارنده د لاپلاس قانون څرګندوی ده، چې بیانوي: «د یوه کروي جسم په منځ کې فشار مساوي دی له: د دېوال یا اړخ کشش قوه ضرب په دوو کې تقسیم پر شعاع باندې». د مثانې په هکله، د غړي په ډکېدلو سره، د راښکلو (کشش) قوه ډېرېږي، خو شعاع هم زیاتېږي. له‌دې امله، ترڅو چې غړی په نسبي توګه ډک نه‌شي، د فشار د لوړېدلو کچه لږ ده. د مثانې صافه او ښویه عضله یو ډول ذاتي انقباضي فعالیت لري؛ سره له‌دې، کله چې عصبي تقویتي سرچینه یې روغه وي، د مثانې په دېوال کې کششي آخذې یو انقباضي غبرګون پيلوي چې د فعالیت په درشل کې یې د غبرګون کچه د عضلې د ذاتي انقباضي غبرګون په پرتله ټیټه ده.

د دفع کولو پړاو سمول

د ادرارو د دفع کولو پړاو هغه مهال پیلېږي چې له ماغزو څخه یو ارادي سېګنال ولېږل شي ترڅو ادرار اطراح کړل شي او دغه پړاو تر هغو پورې چې مثانه تشه شوې نه‌وي، دوام مومي.

د مثانې له‌خوا سېګنالونه د شوکي نخاع له‌لورې د مجرا پر چاپېره خړې مادې په لور پورته ځي، تر هغو چې هم د د بولو تشونې پونتین مرکز او هم لوی دماغ ته ورسېږي. د سېګنال لېږونکو د فعالیت په یوې ځانګړې کچه کې، د ادرار کولو ارادي غوښتنې له پامه غورځول ستونزمن کېږي. کله چې د دفع کولو لپاره ارادي سېګنال ولېږل شي، د بولو تشونې پونتین مرکز کې نیورونونه په اعظمي چټکه کچه پیغامونه لېږدوي او د خاصرې لګن د پرېګانګلیونیکو نیورونونو د تحریک لامل ګرځي. د دغو نیورونونو د پيغام لېږنې له‌امله د مثانې دېوال انقباض مومي؛ په پایله کې، د مثانې دننه فشار په ناڅاپي ډول خورا لوړېږي. د بولو تشونې پونتین مرکز د اونوف هستې د مهارولو لامل هم ګرځي او په پایله کې بهرنۍ بولي عضلاتي کړۍ دمه کېږي. د بهرنۍ بولي عضلاتي کړۍ د دمه کېدلو پر مهال، کله چې د بولي مجرا له‌لارې د ادرارو د بالقوه وتلو لپاره بشپړ فشار رامنځ‌ته شي، ادرار له مثانې څخه اطراح کېږي. د ادرار کولو غیرارادي غبرګون، په طبیعي ډول، په مثانه کې یو لړ انقباضاتو رامنځ‌ته کوي.[۹][۱۰]

سرچينې سمول

  1. "Micturition". ScienceDirect. ScienceDirect. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. American Urological Association (2014). "Diagnosis and Treatment of Overactive Bladder (Non-Neurogenic) in Adults: AUA/SUFU Guideline" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Marvalee H. Wake (15 September 1992). Hyman's Comparative Vertebrate Anatomy. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 583. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-87013-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Roughgarden, Joan (2004). Evolution's Rainbow: Diversity, Gender, and Sexuality in Nature and People. University of California Press. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-24073-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wennemer, D.O., Heidi K. (7 July 2008). "Urinary Incontinence – Part 2". United States Department of Veterans Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rajaofetra N, Passagia JG, Marlier L, Poulat P, Pellas F, Sandillon F, Verschuere B, Gouy D, Geffard M, Privat A (1992). "Serotoninergic, noradrenergic, and peptidergic innervation of Onuf's nucleus of normal and transected spinal cords of baboons (Papio papio)". J. Comp. Neurol. 318 (1): 1–17. doi:10.1002/cne.903180102. PMID 1374763. S2CID 23190313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  7. Yoshimura N, Chancellor MB (2003). "Neurophysiology of Lower Urinary Tract Function and Dysfunction". Rev Urol. 5 (Suppl 8): S3–S10. PMC 1502389. PMID 16985987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. de Groat WC, Ryall RW (January 1969). "Reflexes to sacral parasympathetic neurones concerned with micturition in the cat". J. Physiol. 200 (1): 87–108. doi:10.1113/jphysiol.1969.sp008683. PMC 1350419. PMID 5248885. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Blok BF, Holstege G (January 1994). "Direct projections from the periaqueductal gray to the pontine micturition center (M-region). An anterograde and retrograde tracing study in the cat". Neurosci. Lett. 166 (1): 93–6. doi:10.1016/0304-3940(94)90848-6. PMID 7514777. S2CID 41146134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Blok BF, Holstege G (January 1994). "Direct projections from the periaqueductal gray to the pontine micturition center (M-region). An anterograde and retrograde tracing study in the cat". Neurosci. Lett. 166 (1): 93–6. doi:10.1016/0304-3940(94)90848-6. PMID 7514777. S2CID 41146134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)