د فراه سیند
د فراه سیند ( پارسی، فراه رود ) د افغانستان په لوېديځ کي د کندهار_هرات پر لویه لاره پروت يو سيند دی. دغه سیند د غور ولایت په ختیځه برخه کې د بند بایان لړۍ څخه سرچینه اخلي او د ۵۶۰ کیلومتر (۱٬۸۴۰٬۰۰۰ فوټه) په اوږدو کي د افغانستان- ایران په پوله کي د هلمند سیمو ته وربهیږي. د فراه ښار د یاد سیند پر غاړه باندي پروت دی، چي په وچ موسم کي یې پراخوالۍ شاوخوا ۱۴۰ متر (۴۶۰ فوټه) او ژوروالۍ ۶۰ cم (۲٫۰ فوټه) کیږي. د فراه ښکته دره حاصلخیزه او ښه کرنه لري. [۲]