د روسیې او اوکراین جګړه

د روسیې او اوکراین تر منځ (له روسي پلوه جلاغوښتونکو ځواکونو سره) یوه تل روانه جګړه ده. د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د اورکراین د حیثیت/ پېژندګلوۍ  تر انقلاب وروسته پیل شوه چې په لومړیو کې ېي د دونباس پر ځینو برخو او د کریميې پر ایالتونو تمرکز درلود چې په نړیواله کچه د اوکراین د خاورې په توګه پېژندل شوي وو. د نښتو په لومړیو اتو کلونو کې له روسیې سره د کریمیې یوځای کېدل (۲۰۱۴ز کلونه) او په دونباس کې د اوکراین او د روسیې له ملاتړ سره مل جلاغوښتونکو تر منځ  جګړه (۲۰۱۴ - لا تراوسه) او همدارنګه سمندري پېښې، سایبیري جګړه او سیاسي ترينګلتيا شامل وو. د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د روسیې او اوکراین پر پوله د روسیي د پوځي ځواک د رامنځته کولو په دوام کله چې روسیې د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه د اوکراین پر بشپړ یرغل لاس پورې کړ، نښته د پام وړ پراخه شوه.[۱]

د یورومېډان تر لاریونونو او هغه انقلاب وروسته چې د ۲۰۱۴ ز کال په فبرورۍ کې د روسي پلوه ولسمشر یونکوویچ د لرې کېدلو لامل شو، روسي پلوه نارامۍ د اوکراین په ځینو برخو کې پیل شوې. روسي  سرتېرو له ملي نښان پرته په کریمیه کې د اوکراین تر قلمرو لاندې د ستراتیژیکو موقعیتونو او بېخبیناوو کنترول په لاس کې واخیست او د کریمیې پارلمان یې ونیو.  روسیي له پراخي نیوکې سره یوه ټول پوښتنه ترتیب کړه چې په پایله کې یې کریمیه له روسیې سره یو ځای شوه، چې وروسته یې کریمیه د خپلې خاورې ضمیمه کړه. د ۲۰۱۴ ز کال په اپرېل کې د اوکراین په دونباس سیمه کې د روسي پلوه ډلو لاریونونه د اوکرایني پوځ او د روسي له ملاتړ سره مل جلاغوښتونکو تر منځ چې د لوهانسک او ډونستېک د خپلو جمهوریتونو غوښتونکي وو په جګړې بدل شو.

د ۲۰۱۴ ز کال په اګست کې د روسیې بې نښې پوځي وسایط له پولې څخه ډونېتسک جمهوریت ته تېر شول. له یوې خوا د اوکرایني ځواکونو تر منځ یوه نا اعلام شوې جګړه پیل شوه او په بل لور کې جلاغوښتونکي له روسي ځواکونو سره ګډ شول، که څه هم روسیې د خپلې ښکېلتیا د پټولو هڅه وکړه. جګړه د اوربند لپاره د پرله پسې ناکامو هڅو سره پر یوې ولاړې نښتې بدله شوه. په ۲۰۱۵ ز کال کې د روسیې او اوکراین تر منځ د مېنسک دوه تړون لاسلیک شو، خو  ځینې  اختلافونو د هغه د بشپړ پلي کېدلو مخه ډپ کړه. تر ۲۰۱۹م کال پورې د اوکراین د خاورې ۷ سلنه برخه د اوکراین د دولت  له خوا د لنډمهالې اشغال شوې سیمې په توګه طبقه بندي شوې وه، حال دا چې د روسیې دولت په غیر مستقیم ډول په اوکراین کې د خپلو پوځیانو موجودیت تایید کړی و.

د ۲۰۲۱ او د ۲۰۲۲ ز کال په لومړیو کې په لویه کچه روسي پوځیان د اوکراین پر پولو ځای پرځای شول. ناټو روسیه د برید د طرحې پر جوړولو تورنه کړه چې روسیې رد کړه. د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د ناټو له پراخېدو څخه د خپل هېواد لپاره د ګواښ په  توګه نیوکه وکړه او له دغه ائتلاف سره یې د اوکراین د یو ځای کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه. هغه د روسیي د بېرته ولکه کولو نظریې هم وړاندې کړې او د اوکراین موجودیت یې تر پوښتنې لاندې راووړ او ویې ویل چې: اوکراین په تېروتنې سره د شوري روسیې له خوا رامنځته شوی. د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۱ مه روسیې په دونباس کې د خپل جمهوریت دوه جلاغوښتونکي هېوادونه په رسمي ډول په رسمیت وپېژندل او په څرګند ډول یې خپل پوځیان یادو سیمو ته واستول. روسیې درې ورځې وروسته پر اوکراین یرغل وکړ. د نړیوالې ټولنې ډېری غړو تر انقلاب وروسته په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو له امله پر روسیه نیوکه وکړه او روسیه يې د نړیوالو قوانینو او د اوکراین د حاکمیت  په تر پښو لاندې کولو تورنه کړه. ډېری هېوادونو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۲ ز کال تر یرغل وروسته پر روسیه، روسي وګړو او شرکتونو اقتصادي بندیزونه ولګول.[۲]

مخینه سمول

نارنجي انقلاب او تر شوروي وروسته اوضاع سمول

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له منځه تللو څخه وروسته، اوکراین او روسیې خپلې نږدې اړیکې خوندي کړې. په ۱۹۹۴ ز کال کې اوکراین د اتومي وسلې د نه لرونکي هېواد په توګه د اتومي وسلو له خپرولو څخه د مخنیوي له تړون سره یو ځای شو. په اوکراین کې د پخواني شوروي اتومي وسلې راټولې او روسیې ته ولېږدول شوې. په بدل کې روسیې، بریتانیا (UK) او متحده ایالاتو (US) توافق وکړ چې د امنیتي تضمینونو په اړه د اوکراین له سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د بوداپست یادښتونو له لارې ملاتړ وکړي. روسیه په ۱۹۹۹ ز کال کې د اروپا د امنیت د منشور له لاسلیک کوونکو څخه وه، چې د خپلواکۍ یا د خپلو امنیتي ترتیباتو د بدلون لپاره يې د هر یو ګډون کوونکي هېواد ذاتي حق د تکامل پر مهال تایید کړ، چې د اتحاد تړونونه په کې شامل وو. د شوروي اتحاد تر انحلال وروسته تر یوې کچې د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو په ځواب کې، لکه په روسیه کې په ۱۹۹۳ ز کال کې د روسیې د اساسي قانون کړکېچ، په ابخازیا جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۳ ز) او د چیچن لومړۍ جګړه (۱۹۹۴-۱۹۹۶) چې روسیه په کې ښکېله وه، د پخواني ختیځ بلوک څو هېوادونه له ناټو سره یوځای شول. روسي چارواکو دا پراخېدل د ختيځ لور ته د ناټو د نه خپرېدو په اړه د لویدیځو ځواکونو د غیر رسمي تضمینونو تر پښو لاندې کول وبلل.      [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په ۲۰۰۴ ز کال کې د اوکراین ولسمشریزې ټاکنې بحث پاروونکې وې. د ټاکنیزو مبارزو په بهیر کې مخالف نوماند وېکتور یوشچنکو له تترا کلورو هېګزیدين دای اوکسین TCDD)) سره مسموم شو، هغه وروسته دعوه وکړه چې روسیه په دې کار کې لا س لري. په نومبر کې لومړی وزیر ویکتور یانو کوويچ د ټاکنو د ناظرانو له خوا په رایو کې له درغلۍ سره سره  ګټونکی اعلام شو. د یوې دوه میاشتینۍ دورې په بهیر کې چې د نارنجي انقلاب په نوم پېژندل کېږي، لویو سوله‌ییزو لاریونونو په بریالیتوب سره پايلې له ګواښ سره مخامخ کړې. وروسته له دې چې د اوکراین سترې محکمې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ له امله ټاکنې باطلې اعلام کړې، بیاځلي د ټاکنو دویم پړاو ترسره شو چې یوشچنکو د ولسمشر او یولیا تیموشنکو د لومړي وزیر په توګه واک ته ورسېدل او یانو کووېچ په اپوزسیون کې پاتې شو.  د یووېشتمې پېړۍ په لومړیو کې نارنجي انقلاب تر ډېره د ګڼو نورو اعتراضي غورځنګونوسره په ځانګړې توګه د پخواني شوري اتحاد سره په یو ګروپ کې راځي چې د رنګین انقلاب په نوم پېژندل کېږي. د انتوني کوردزمن په وینا: د روسي پوځ افسرانو به دا ډول انقلابونه د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو او د روسیې د ملي امنیت د کمزوري کولو لپاره د متحده ایالاتو او اورپايي هېوادونو له خوا یوه هڅه بلله. د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د ۲۰۱۱ ـ ۲۰۱۳ ز کلونو د لاریونونو تنظیموونکي د یوشچنکو پخواني سلاکارانو یاد کړل او دا لاریونونه یې روسیې ته د نارنجي انقلاب د لېږد هڅه وبلله. په دې دوره کې د پوتین په ګټه لاریونونه «د نارنجي ضد لاریونونو» په نوم یادېږي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۲۰۰۸ز کال کې د بوکارېسټ په ناسته کې اوکراین او ګرجستان له ناټو سره د یو ځای کېدلو په لټه کې وو. ځواب د ناټو غړو تر منځ ووېشل شو. اروپايي هېوادونو له روسیې سره د دښمنۍ د مخنیوي په موخه د غړیتوب د اقدام پلان (MAP) له وړاندې کولو سره مخالفت وکړ، حال دا چې د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش یې د منلو لپاره ټینګار کاوه. په پای کې ناټو د اوکراین او ګرجستان د غړیتوب د اقدام پلانونه رد کړل، خو موافقه یې وکړه چې «دا هېوادونه باید د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي». پوتین د ناټو د غړیتوب لپاره د اوکراین او ګرجستان له غوښتنلیک سره سخت مخالفت څرګند کړ. د ۲۰۲۲ ز کال تر جنوري پورې له ناټو سره د اوکراین د يوځای کېدلو امکان ډېر لرې پاتې شو. [۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. Snyder, Timothy (2018). The Road to Unfreedom: Russia, Europe, America. New York: Tim Duggan Books. د کتاب پاڼې 197. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-525-57447-7. Almost everyone lost the Russo-Ukrainian war: Russia, Ukraine, the EU, the United States. The only winner was China. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Mulford, Joshua P. (2016). "Non-State Actors in the Russo-Ukrainian War". Connections. 15 (2): 89–107. doi:10.11610/Connections.15.2.07. ISSN 1812-1098. JSTOR 26326442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Shevko, Demian; Khrul, Kristina (2017). "Why the Conflict Between Russia and Ukraine Is a Hybrid Aggression Against the West and Nothing Else". In Gutsul, Nazarii; Khrul, Kristina (المحررون). Multicultural Societies and their Threats: Real, Hybrid and Media Wars in Eastern and South-Eastern Europe. Zürich: LIT Verlag Münster. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-643-90825-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Overland, Indra; Fjaertoft, Daniel (2015). "Financial Sanctions Impact Russian Oil, Equipment Export Ban's Effects Limited". Oil and Gas Journal. 113 (8): 66–72. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Budjeryn, Mariana. "Issue Brief #3: The Breach: Ukraine's Territorial Integrity and the Budapest Memorandum" (PDF). Woodrow Wilson International Center for Scholars. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 15 December 2009 باندې). On assurances without guarantees in a 'shelved document'.
  5. Harahan, Joseph P. (2014). "With Courage and Persistence: Eliminating and Securing Weapons of Mass Destruction with the Nunn-Luger Cooperative Threat Reduction Programs" (PDF). DTRA History Series. Defense Threat Reduction Agency. ASIN B01LYEJ56H. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Istanbul Document 1999". Organization for Security and Co-operation in Europe. 19 November 1999. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 15 February 2022 باندې). NATO's Eastward Expansion: Is Vladimir Putin Right?. Der Spiegel.
  8. Hall, Gavin E. L. (14 February 2022). "Ukraine: the history behind Russia's claim that Nato promised not to expand to the east". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 11 February 2009 باندې). Yushchenko: 'Live And Carry On'. CBS News. CBS
  10. "Study: Dioxin that poisoned Yushchenko made in lab". Kyiv Post. London: Businessgroup. Associated Press. 5 August 2009. ISSN 1563-6429. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 28 October 2009 باندې). Yushchenko to Russia: Hand over witnesses. Businessgroup
  12. "The Supreme Court findings" (په یوکرائني ژبه کي). Supreme Court of Ukraine. 3 December 2004. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ukraine-Independent Ukraine". Encyclopædia Britannica Online. Encyclopædia Britannica. 15 January 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cordesman, Anthony H. (28 May 2014). "Russia and the 'Color Revolution'". Center for Strategic and International Studies. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 15 December 2011 باندې). Putin calls 'color revolutions' an instrument of destabilization – Dec. 15, 2011. Kyiv Post.
  16. (په 4 February 2012 باندې). Антиоранжевый митинг проходит на Поклонной горе.
  17. (په 3 April 2008 باندې). [{{{url}}} EU allies unite against Bush over Nato membership for Georgia and Ukraine]. The Independent.
  18. (په 5 April 2008 باندې). [{{{url}}} President tells summit he wants security and friendship]. The Times.
  19. (په 13 January 2022 باندې). NATO Won't Let Ukraine Join Soon. Here's Why.. The New York Times.