د ډونيټسک د خلکو جمهوريت

د ډونيټسک د خلکو جمهوريت (DPR يا DNR: روسي: Донецкая Народная Республика, tr. Donetskaya Narodnaya Respublika, IPA: [dɐˈnʲetskəjə nɐˈrodnəjə rʲɪˈspublʲɪkə]) يو ځانې څرګند شوی بېل دولت دی، چې په اوکراين کې پروت دی او د ۲۰۱۴ اپرېل پر ۷ مه نېټه جوړ شو. په DPR يعنې د ډونيټسک د خلکو جمهوريت کې تر ټولو ستر ښار ډونيتسک دی. Denis Pushilin له ۲۰۱۸ ز کال راهيسې د دې جمهوريت د دولت رئيس په توګه خدمت کړی دی. [۱][۲]

اوکراین د ډونيټسک د خلکو جمهوريت او لوهانسک د خلکو جمهوريت دواړو ته د تروريستي بنسټونو په سترګه ګوري. اوکراین دوی دواړه د کريميا د کريميا خپلواک جمهوريت او Sevastopol سره يو ځای د روسي نظامي منځګړيتوب د پايلې په توګه په لنډمهالي ډول د اوکراین د نيول شويو سيمو برخې ګڼي. DPR او د اوکراین حکومت اټکل کوي، چې نږدې د ډونيتسک Oblast د ټولو وګړو له نيمايي څخه زيات يعنې نږدې دوه ميليونه يې د DPR تر ولکې لاندې سيمو کې ژوند کوي. که څه هم د سيمو په برخه کې سرکښان يا ياغيان د Donetsk Oblast زياتره برخې نه اداره کوي او يوازې ۷۸۵۳ کېلو متر مربع (۳۰۳۲ ميل مربع) سيمه اداره کوي، دوی لکه د ډونيتسک (پلازمينه)، Makiivka او Horlivka ستر ښارونه ونيول. [۳][۴][۵][۶]

د ۲۰۲۲ فبروري پر ۲۱ باندې روسيې DPR او LPR د خپلواکو دولتونو په توګه په رسميت وپېژندل، چې په دې سره د ملګرو ملتونو لومړنی دې ډول چارې تر سره کوونکی هېواد شو. روسيې وار له مخه د ۲۰۱۷ ز کال فبروري راهيسي د DPR له لوري ورکړل شويو پېژندنې سندونه، ديپلومونه، د زوکړې او واده تاييد پاڼې او د موټرانو د ثبت پلېټونه په رسميت پېژندلي وو. د ډونييتسک او لوهانسک دواړه جمهوريتونه د روسيې او اوکراین د ۲۰۲۲-۲۰۲۱ ز کړکېچ او پر اوکراین باندې د روسيې د ۲۰۲۲ ز کال يرغل په مرکز کې پراته دي. [۷][۸][۹][۱۰]

تاريخچه سمول

د لوهانسک او ډونيتسک خلکو جمهوريتونه د ختيځ اوکراین په Donbas تاريخي سيمه کې پراته دي. په ۱۹۹۱ ز کې له شوروي اتحاد څخه د اوکراین له خپلواکۍ راهيسې ختيځ او لويديځ اوکراین په نمونه يي ډول په ولسمشريزو ټاکنو کې بېلابېلو نوماندانو ته رايه ورکړه. د Viktor Yanukovych په نوم د ډونيتسک اصلي اوسېدونکی په ۲۰۱۰ ز کې د اوکراین د ولسمشر په توګه وټاکل شو. له حکومت سره د ختيځ اوکراین ناخوښي هم د Euromidan Protests پورې هم تړل کېدلی [منسوبېدلې] شي، چې د ۲۰۱۳ ز کال په نومبر کې بيل شو. همدارنګه يې د اوکراین په جيوپوليټيک غځېدنې په اړه د روسيې او اوکراین په اړيکو کې د کړکېچ له امله د روسيې ملاتړ ته هم نسبت ورکولی شو. د اوکراین د ۲۰۱۴ ز اوښتون کې د ولسمشر Yanukovych له پښو غورځېدنې [ماتې] په ختيځ اوکراین کې لاريونونو ته لاره هواره کړه، چې په پرله پسې ډول د نوي رامنځته شوي اوکرایني حکومت او سيمه یيزو وسله والو ملېشو تر منځ پر وسله والې نښتې باندې واوښتل. په اوکراین کې د روسيې پلوې ګډودي په اصل کې د هغو سرکښو او لاريون کوونکو له مخې مشخص شوې ده، چې په پای کې پر حکومتي دفترونو باندې بريد کولو ته واوښتل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

بنسټونه سمول

د ۲۰۱۴ز کال د اپرېل پر ۶ مه نېټه په ډونيتسک کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ روسي پلوي ياغيانو يو لاريون جوړ کړ، چې له اوکراین څخه يې د کريميا ته ورته نظر غوښتنې لپاره پر آزادۍ ټينګار کاوه. اوکرایني رسنيو ادعا وکړه، چې اټکل شوې نظر پوښتنې د اوسني حالت ټاکنه يا انتخاب نه درلود. له دې څخه وروسته له ۲۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ تنو بېلتون غوښتونکو د سيمه ايز دولت ادارې (Regional State Administration: RSA) د حکومتي مرکزي ادارې يا قوماندانيو پر لومړنيو دوه پوړونو باندې د ودانۍ د دروازو او ښيښو ماتولو سره بريد وکړ او د دواړو واک يې تر لاسه کړ. بېلتون غوښتونکو له روسيې سره د يو ځای کېدلو په موخه د يوې نظر پوښتنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې دوی به له دې پرته يو اړخيز واک تر لاسه او ټاکل شوی حکومت به له منځه يوسي. د غونډې له جوړېدلو څخه وړاندې، ناټاکل شويو بېلتون غوښتونکو په RSA ودانۍ کې دننه رايه وکاروله او په فشار راوړونکي ډول يې د ډونيتسک د خلکو جمهوريت له اعلاميې څخه ملاتړ وکړ. د روسي ITAR-TASS له مخې د يادې اعلاميې په ملاتړ د ځينو سيمه ايزو قانون جوړونکو له لورې رايه وکارول شوه، په داسې حال کې چې اوکرایني رسنيو ادعا وکړه، چې د ډونيتسک د ښاري شورا او د ښار د سيمه ايزو شوراګانو هيڅ يوې يې هم د مجلس د استازو استازولي ونه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سياسي مشري په لومړني ډول د Denis Pushilin څخه جوړه شوې وه، چې ځان يې د حکومت رئيس ټاکلی و، په داسې حال کې چې Igor Kakidzyanov د خلکو د پوځ د قوماندان په توګه نومول شوی و. Vyacheslav Ponomarev د Sloviansk ښار ځاني څرګند شوی [په خپل سر] ښاروال و. د روسي پلوی فعال Pavel Gubarev چې په اوکراین کې زېږېدلی دی، د Maidan ضد فعال، له ۱۹۹۹ ز کال څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د نوي نازي روسي ملي يووالي ملېشې پخوانی غړی او د اوکراین د مخ پر وده سوسياليستي ډلې د امپرياليزم ضد کين اړخي پخواني غړي خپل ځان د ډونيتسک سيمې د خلکو والي په توګه اعلان کړ. نوموړی د بېلتون غوښتنې او ناقانونه ډول د واک نيونې تورونو له امله ونيول شو، مګر د يو يرغمل په بدل کې بېرته راخوښې شو. Alezander Borodai چې يو روسي تبع دی او په روسيې پورې د کريميا په تړلتيا کې د لاس لرلو ادعا کوي، د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، په داسې حال کې چې Igor Girkin د دفاع وزير وټاکل شو. سد اپرېل پر ۶ د ډلې مشرانو اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴ ز کال د می مياشتې تر ۱۴ نېټې څخه مخکې بايد په دې اړه يوه عمومي نظرپوښتنه وشي، چې ايا Donetsk Oblast بايد له روسي فدراسيون يا يووالي سره يو ځای شي او که نه. د دې تر څنګ د ډلې مشرانو د روسيې ولسمشر Vladimir Putin څخه غوښتنه وکړه، چې يادې سيمې ته روسي سوله ساتي ځواکونه واستوي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د اپرېل د اتمې پر سهار باندې د Donabs هېواد پاله ځواکونه چې Kyiv پلوې ډله ده او د تېر کال په لومړيو کې د کيف پلويو ۱۳ نادولتي بنسټونو، سياسي ډلو او اشخاصو له لوري د مارچ پر ۱۵ جوړه شوې وه، يوه بيانيه څرګنده کړه چې د نورو ډلو د خپلواکۍ هغه اعلان يې لغوه کاوه، چې له سيمو څخه يې د شکايتونو يادونه کوله. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د ډونيتسک جمهوري ادارې RSA نيولو ته ادامه ورکړه او د نظرپوښتنې لپاره او د خپل مشر Pavel Gubrev د خلاصون په اړه يې ټولې پخوانۍ غوښتنې تاييد کړې. د اپرېل پر ۸ نېټه د RSA مخې ته نږدې زر تنه د ډونيتسک د خلکو جمهوريت او شوروي او روسي موسيقي اورېدلو په موخه سره يو ځای شول. اوکرایني رسنيو وويل چې د پراخه حقونو د نظامي ډلې د يو مشر په ګدون يو شمېر روسني اتباعو هم دې پېښو کې ګډون وکړ. OSCE راپور ورکړ، چې د اپرېل تر ۱۶ پورې د څارنې ډلې (Monitoring Team) له لورې د ښار ټول کتل شوي اصلي بنسټونه ښکاره کېدل چې په عادي ډول کار کوي. د اپرېل پر ۲۲ بېلتون غوښتونکو رسمي چارواکو ته د دوه پوړونو تر څنګ د ودانۍ د مجلس سالون د خوشې کولو هوکړه وکړه. نهم او لسم پوړونه د اپرېل پر ۲۴ خوشې شول. د جمهوريت پر دويمه ورځ تنظيموونکو پرېکړه وکړه، چې خپل ټول الکول توی کړي او په يادې ودانۍ کې د پرېمان څښاک له امله د راپوته شويو مسئلو څخه وروسته د الکولو د څښلو د منعې قانون اعلان کړي. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د می پر ۷ روسي ولسمشر ولاديمير پوتين له بېلتون غوښتونکو څخه وغوښتل، چې د خبرو اترو لپاره د اړينو حالتونو رامنځته کولو په موخه وړانديز شوې نظرپوښتنه وځنډوي. د پوټين د تبصرو تر څنګ د ډونيتسک جمهوري ډلې وويل چې: دوی به لا هم نظرپوښتنه پر مخ يوسي. په همدې ورځ د اوکراین د امنيت خدمت (Ukraine’s Security Service: SBU) د ډونيتسک بېلتون غوښتونکي مشر او د پخواني روسي ملي يووالي د يوې اوږدې ډلې د مشر Alezander Bakashov تر منځ د تيليفوني زنګ يو روښانه غږيز ثبت خپور کړ. په ياده تيليفوني اړيکه کې ‌Barkashove د نظرپوښتنې پايلو د ناسمولو ټينګار کوي. SBU وويل چې: دا ثبت د نظرپوښتنې لپاره د چمتووالي په لرلو سره د روسي حکومت د مستقيمې لاسوهنې يو څرګند ثبوت دی. [۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې سمول

  1. . Парламент ДНР сменил исполняющего обязанности главы республики. Meduza. Meduza
  2. (په 27 June 2014 باندې). South Ossetia recognises independence of Donetsk People's Republic.
  3. (په 16 May 2014 باندې). Ukraine's prosecutor general classifies self-declared Donetsk and Lugansk republics as terrorist organizations.
  4. (په 15 May 2014 باندې). Набув чинності закон про окуповані території України.
  5. Higher educational institutions at the temporarily occupied territories of Ukraine will not work – the minister of education. Newsru. 1 October 2014
  6. "Self-proclaimed Luhansk People's Republic governs most residents". Information Telegraph Agency of Russia. 25 September 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په 13 November 2014 باندې). Nowhere to Run in Eastern Ukraine.
  7. "Russia recognises Ukraine separatist regions as independent states". BBC News. مؤرشف من الأصل في ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 21 February 2022 باندې). Putin recognizes breakaway regions' independence from Ukraine, raising attack fears. NPR
  9. (په 18 February 2017 باندې). Putin orders Russia to recognize documents issued in rebel-held east Ukraine. Reuters.
  10. (په 19 February 2017 باندې). U.S. embassy in Kiev critical of Moscow order on Ukrainian documentation. Reuters.
  11. "Fight For Dignity: Remembering The Ukrainian Revolution". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wilson, Andrew (20 April 2016). "The Donbas in 2014: Explaining Civil Conflict Perhaps, but not Civil War". Europe-Asia Studies (په انګلیسي ژبه کي). 68 (4): 631–652. doi:10.1080/09668136.2016.1176994. ISSN 0966-8136. S2CID 148334453. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Walker, Shaun (22 September 2013). "Ukraine's EU trade deal will be catastrophic, says Russia". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Petro, Nicolai N., Understanding the Other Ukraine: Identity and Allegiance in Russophone Ukraine (1 March 2015). Richard Sakwa and Agnieszka Pikulicka-Wilczewska, eds., Ukraine and Russia: People, Politics, Propaganda and Perspectives, Bristol, United Kingdom: E-International Relations Edited Collections, 2015, pp. 19–35. Available at کينډۍ:SSRN
  15. "Pro-Russia Protesters Storm Donetsk Offices". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 6 April 2014 باندې). Ukraine: Pro-Russians storm offices in Donetsk, Luhansk, Kharkiv. BBC News.
  17. (په 10 April 2014 باندې). Pro-Russians fortify barricade of gubernatorial building in Donetsk.
  18. Воскресный штурм ДонОГА в фотографиях. novosti.dn.ua (په روسي ژبه کي). 6 April 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Донецькі сепаратисти готуються сформувати "народну облраду" та приєднатися до РФ [Donetsk separatists are preparing to form a "people's regional council" and join Russia]. Ukrayinska Pravda (په یوکرائني ژبه کي). 6 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Сепаратисты выставили ультиматум: референдум о вхождении Донецкой области в состав РФ. Donbas News (په روسي ژبه کي). 6 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 7 April 2014 باندې). Ukraine crisis: Protesters declare Donetsk 'republic'. BBC News.
  22. Донецька міськрада просить громадян не брати участь у протиправних діях [Donetsk city council asks citizens not to participate in unlawful activities]. NGO.Donetsk.ua (په یوکرائني ژبه کي). 7 April 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 7 April 2014 باندې). Donetsk City Council urges leaders of protests held in the city to hold talks, lay down arms immediately – statement.
  24. Протестующие в Донецке требуют провести референдум о вхождении в РФ [Protesters in Donetsk want to hold a referendum on joining the Russian Federation] (په روسي ژبه کي). RIA Novosti. 6 April 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 8 April 2014 باندې). Donetsk's pro-Russian activists prepare referendum for 'new republic'.
  26. (په 11 April 2014 باندې). Donetsk separatists hold oblast government headquarters.
  27. (په 10 April 2014 باندې). Demonstrators in Donetsk plan to create 'people's army'.
  28. "Pro-Russian mayor of Slavyansk sacked and arrested Archived 3 November 2014 at the Wayback Machine.". The Guardian. 12 June 2014.
  29. (په 10 March 2014 باندې). Pro-Russian Gubarev, a symbol of east Ukraine separatism. GlobalPost
  30. (په 8 April 2014 باندې). "Donetsk Republic" while there is still and wants the Customs Union.
  31. Coynash, Halya (18 March 2014). "Far-Right Recruited as Crimea Poll Observers". Institute for War and Peace Reporting. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۶. Pavel Gubarev, a former member of the neo-Nazi, Russian chauvinist Russian National Unity movement الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Snyder, Timothy (17 March 2014). "Far-Right Forces are Influencing Russia's Actions in Crimea". The New Republic. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۶. In Donetsk Gubarov was known as a neo-Nazi and as a member of the fascist organization Russian National Unity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 10 April 2014 باندې). Russia's deep ties to Donetsk's Kremlin collaborators.
  34. (په 10 April 2014 باندې). Kremlin turns a blind eye to the rampant Nazism in the country.
  35. Digital Journal Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine., Pro-Russian Gubarev, a symbol of east Ukraine separatism, by Germain Moyon, 9 March 2014.
  36. (په 10 March 2014 باندې). Russian Gubarev, a symbol of east Ukraine separatism.
  37. (په 7 April 2014 باندې). Regional legislators proclaim industrial center Donetsk People's Republic.
  38. "обращение народа Донбасса к Путину В.В." مؤرشف من الأصل في ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۰ – عبر YouTube. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Патриотические силы Донбасса организовались и скоординировались. Манифест". OstroV. 15 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 8 April 2014 باندې). {{{title}}}. News.bigmir.net
  41. (په 8 April 2014 باندې). {{{title}}}.
  42. (په 8 April 2014 باندې). Решение о создании "Донецкой народной республики" отменено.
  43. (په 2 April 2014 باندې). Ukraine forces retake Kharkiv building, pro-Russians hold out elsewhere. Euronews
  44. (په 8 April 2014 باندې). "Donetsk Republic" while there is still and wants the Customs Union.
  45. (په 8 April 2014 باندې). Pro-Russian terrorists build barricades at Donetsk city hall. BBC News.
  46. (په 8 March 2014 باندې). Граждане России продолжают митинговать в Донецке за отделение Донбасса. Novosti Donetsk
  47. "Latest from the Special Monitoring Mission in Ukraine – Monday, 14 April 2014". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 22 April 2014 باندې). Separatists in Donetsk decided to release several floors.
  49. (په 24 April 2014 باندې). {{{title}}}. Novosti Donetsk
  50. (په 12 April 2014 باندې). Russian Roulette: The Invasion of Ukraine (Dispatch Twenty Three).
  51. Peter Leonard (7 May 2014). "Putin: Troops have pulled back from Ukraine border". Associated Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. (په 7 May 2014 باندې). Баркашов советует "впарить" Донецку итоги референдума. BBC Russian.
  53. (په 7 May 2014 باندې). SBU Audio Links Donetsk Republic to Russian Involvement.