دویمه سړه جګړه

دويمه سړه جګړه، II سړه جګړه، یا نوې سړه جګړه هغه اصطلاحات دي چې په يو ويشتمه پېړۍ کې زیات شوي جيوپولټيکل (جغرافيايي سیاسي) ترينګلتيا ته اشاره کوي. دا د متحده ايالاتو او چين تر منځ، او همدا راز ، د متحده ايالاتو او روسيې، چې د پخواني شوروي اتحاد اساسي ځای ناستی دی، کوم چې په اصلي سړې جګړې کې برخه اخيستې وه، د ترينګلو اړيکو تشريح کولو لپاره استعمال شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دا اصلاحات کله کله په ګڼ اړخيزو اړيکو کې د ترينګلتيا د تشریح کولو لپاره کارول کېږي. یو شمېر مبصرينو دا د اصلي سړې جګړې سره د پرتلې په توګه کارولي دي، په داسې حال کې چې نورو د کوم ډول شته کړکېچ ته اشارې کولو لپاره د هغې د استعمال سره مخالفت کړی دی.

پخوانۍ استعمالونې سمول

د "نوې سړې جګړې" فقرې دوه ابتدايي استعمالات په 1955ز کال کې د بهرنيو چارو وزير John Foster Dulles له خوا شوي وو، او په 1956ز کال کې هغه مهال کله چې نيويارک ټايمز خبرداری ورکړ چې د شوروي تبليغات د سړې جګړې بيا راګرځېدو ته وده ورکوي. نورو پخوانيو سرچينو، لکه علمي پوهان هر يو Fred Halliday، Alan M. Wald، David S. Painter، او Noam Chomsky، دا اصطلاحات د سړې جګړې 1979-1985 او/يا 1985-1991 کلونو په پړاونو کې اشارې کولو لپاره د بديلو اصطلاحاتو په توګه کارولي دي. یو شمېر نورو سرچينو هم ورته اصلاحات کارولي دي تر څو د 1970ز لسيزې د نيمايي سړې جګړې ته اشاره وکړي. مقاله ليکونکي William Safire په 1975ز کال د نيويارک ټايمز په سرمقاله کې دليل ويلی چې له شوروي اتحاد سره د «نکسن» د ادارې د ترينګلتيا تګلاره ناکامه شوه، او له هغه وخته راهيسې "دويمه سړه جګړه" روانه وه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د 1998ز کال د مۍ په مياشت کې، George Kennan د پولنډ، چيک جمهوريت او هنګري د شاملولو لپاره، ناټو ته د پراختيا ورکولو په موخه د متحده ايالاتو د سنا مجلس د رايې ورکول "د يوې نوې سړې جګړې پيل" وباله، او وړاندوينه يې وکړه چې "روسيه به کرار کرار د پام وړ منفي غبرګون وښيي، او د دوی په تګلاره به اغېز وکړي". [۲۰]

به 2001ز کال کې، د بهرنۍ تګلارې او امنيت کارپوهانو هر يو James M. Lindsay او Ivo Daalder تروريزم ضد د "نوې سړې جګړې" په توګه تشريح کړل.[۲۱]

علمي پوهاند Gordon H. Chang په 2007ز کال کې د "دويمې سړې جګړې" اصطلاح وکاروله، تر څو په چين کې د متحده ايالاتو د ولسمشر ريچارډ نيکسن او د چين د کمونست ګوند د مشر «ماو زي تنګ» تر منځ د 1972ز کال ناستې وروسته سړې جګړې ته اشاره وکړي. [۲۲]

په 2008ز کال کې ژورنالست Edward Lucas وليکل چې د روسيې او لوېديځ تر منځ يوه نوې سړه جګړه پيل شوې ده.[۲۳]

په ګڼ اړخيز سياق او سباق کې د هغې استعمال سمول

د The Straits Times لپاره په يوه پرانيستونکې لیکنه کې « Kor Kian Beng» وليکل چې د بجينګ او ماسکو په وړاندې د متحده ايالاتو په مشرۍ د متحدينو تر منځ د "نوې سړې جګړې" فقرې په لومړي سر کې په چين کې پاملرنه خپله نه کړه. دا په 2016ز کال کې هغه مهال بدله شوه، کله چې متحده ايالاتو د شمالي کوريا پر ضد په سويلي کوریا کې د بلاستيک توغنديو د دفاع سيستم (THAAD) د ځای پر ځای کولو لپاره خپله طرحه اعلان کړه، خو چين او روسيې د توغنديو ضد دا پرمختللی سيستم دومره نږدې موند چې د ارامۍ لپاره مناسب نه دی. متحده ايالاتو همدا راز د سويلي چين په سمندر کې د فلپين په پلوۍ د چين پر ضد د محکمې د حکم ملاتړ هم وکړ. له دې وروسته، د "نوې سړې جګړې" اصطلاح په چينايي رسنيو بيا بيا راڅرګنده شوه. شنونکي باور لري چې دا د چين د دا ډول ستراتيژۍ د پلې کولو د هيلې څرګندونه نه کوي، خو د هر ډول ترينګلتيا د احتمالاتو د کمولو لپاره بيا هم بايد احتياطي تدابير ونیول شي. [۲۴][۲۵]

د 2019ز کال د جون په مياشت کې، د سويلي کلفورنيا پوهنتون (USC) پروفيسرانو هر يو Steven Lamy اوRobert D. English له دې سره موافقه څرګنده کړه چې "نوې سړه جګړه" به د نړيوالتوب، نړيوالې تودوخې، نړيوالې بې وزلۍ، مخ پر زياتېدونکې نابرابرۍ، او دې ورته لېرې ستونزو څخه د سياسي ګوندونو پاملرنه واړوي. په هر حال، Lamy وويل چې نوې سړه جګړه لا هم نه ده پيل شوې، په داسې حال کې چې English وويل چې لا له مخکې پيل ده. English سربېره پر دې وويل چې چين په سايبري جګړه کې له روسيې څخه زيات خطر لري، خو هومره هم نه څومره چې د متحده ايالاتو د ليبرال ايالتونو په داخل کې د ډېرو ښي اړخو ولسپالو له خوا ده.[۲۶]

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د نوموړي د 2021ز کال په وينا کې، د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن وويل چې متحده ايالات "د نوې سړې جګړې يا په سختو بلاکونو د نړۍ د وېشلو هيله نه لري". بايډن همدا راز وويل چې متحده ايالات به "له هر هغه دولت سره همکاري وکړي، چې د شريکو ننګونو د سوله ييز حل لپاره ګام پورته کوي"، که څه هم "په نورو برخو کې سخت اخلاف موجود وي، ځکه چې زموږ د ناکامۍ له پايلو څخه به موږ ټول زیان ووينو".[۲۷][۲۸]

د 2022ز کال د مۍ په لومړيو کې، د «هوور» انسټيټيوشن ارشد همکار Niall Ferguson د Milken Institute په نړيوال کنفرانس کې وويل چې "دويمه سړه جګړه يو څه وخت مخکې پيل شوې ده". نوموړي همدا راز وويل "که څه هم دويمه سړه جګړه مختلفه ده، ځکه په دويمه سړه جګړه کې، چين لوړ پوړی شریک دی، او روسيه ټيټ پوړی شریک دی"، او "په دويمه سړه جګړه کې، لومړۍ توده جګړه په اروپا کې پيل کېږي، نه په اسيا کې". د همدې مياشتې په وروستيو کې، د مايکرونيشيا فدرالي ايالتونو رئيس David Panuelo دا اصطلاح وکاروله، تر څو د چين او لسو ټاپو دولتونو تر منځ د همکارۍ وړانديز شوي تړون سره مخالفت څرګند کړي، او ادعا يې وکړه چې دا به د چين او لوېديځ تر منځ يوه "نوې سړه جګړه" منځ ته راوړي. [۲۹][۳۰]

د 2022ز کال د جون په مياشت کې يو ژورنالست Michael Hirsh د ناټو (شمالي اتلانتيک تړون سازمان) د مشرانو او د چين او د چين د متحد روسيې تر منځ ترينګلتيا ته په اشارې سره د "[نړيوالې] سړې جګړې" اصطلاح استعمال کړه، چې چين او روسيه دواړه هېوادونه د يو زبرځواک په توګه د متحده ايالاتو د کردار د ننګولو هڅه کوي. سربېره پر دې، Hirsh د متحده ايالاتو او چين تر منځ  مخ پر زياتېدونکې ترينګلتيا ته د چين "د اصولو پر بنسټ نړيوال نظم او د ايتلافي امنيت اړوند برخو په وړاندې د منظمو ننګونو" په اړوند د ناټو د وينا تر څنګ د يوې نوې سړې جګړې د يو لامل په توګه اشاره وکړه. نوموړي همدا راز په 2022ز کال کې په اوکراين د روسيې يرغل د نوې سړې جګړې د راپورته کېدو د يو لامل په توګه وباله.

د 2022ز کال د جولای په مياشت کې، James Traub دا اصطلاح په دې اړوند د بحث پر مهال وکاروله، چې د بې پری خوځښت، کوم چې د اصلي سړې جګړې پر مهال د منظمو بې طرفه هېوادونو يوه ټولنه ده، نظريات څه ډول، په شته ترينګلتيا د مخ پر وده نړۍ د ديموکراتيکو هېوادونو د غبرګون د پېژندلو لپاره استعمالېدای شي. په همدې مياشت کې، فرانسې، متحده ايالاتو او روسيې په فريقا کې د لوړې کچې، ګڼو هېوادونو ديپلوماتيکې کتنې تنظيم کړې. د دې ليدنو په اړه راپور ورکونکې یوې مقاله کې د "نوې سړې جګړې" اصطلاح وکارول شوه، د کوم په اړه چې "ځينې وايي چې د [اصلي] سړې جګړې راهيسې [په افريقا کې] د نفوذ لپاره تر ټولو سخته سيالي ده".[۳۱]

د Intereconomics ژورنال د 2022ز کال د جولای د مياشتې په ګڼه کې خپرې شوې لیکنې د احتمالي "لوېديځ او ختيځ تر منځ د يوې نوې سړې جګړې پيل" ته "د شخړې د يو نوي پړاو د بيا زېږېدو، د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د يو قطبي نړيوال امنيت پای ته رسېدلو، د متحده ايالاتو تر واک لاندې د امنيت د جوړولو، د نړيوالتوب پای ته رسېدو" سره تړاو ورکړ.[۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې سمول

  1. (په 3 October 2015 باندې). Rubio: U.S. 'barreling toward a second Cold War'.
  2. (په 2 March 2014 باندې). The crisis in Crimea could lead the world into a second cold war.
  3. Dmitri Trenin (4 مارچ 2014). "Welcome to Cold War II". Foreign Policy. Graham Holdings. مؤرشف من الأصل في 28 جنوري 2015. د لاسرسي‌نېټه 4 فبروري 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kozloff, Nikolas (15 اکتوبر 2015). "As Cold War II Looms, Washington Courts Nationalist, Rightwing – Catholic, Xenophobic Poland". Huffington Post (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في 19 اکتوبر 2017. د لاسرسي‌نېټه 26 فبروري 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Simon Tisdall (19 نومبر 2014). "The new cold war: are we going back to the bad old days?". The Guardian. Guardian News and Media Limited. مؤرشف من الأصل في 6 فبروري 2015. د لاسرسي‌نېټه 4 فبروري 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Philip N. Howard (1 اګست 2012). "Social media and the new Cold War". Reuters. Reuters Commentary Wire. د اصلي آرشيف څخه پر 19 اکتوبر 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 2 اګست 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 31 March 2015 باندې). Who Will Win the New Cold War?.
  8. Straughn, Jeremy; Fein, Lisa; Ayers, Amelia (2019-10-23). "Divided Memory and the "New Cold War" Thesis: The Rise and Decline of a Double-Edged Analogy". Journal of Political & Military Sociology. 46 (1): 92–123. doi:10.5744/jpms.2019.1004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Scott, David (2007). China Stands Up: The PRC and the International System. Routledge. د کتاب پاڼي 79–81. LCCN 2006038771. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415402705 – عبر Amazon.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Christie, Daniel J.; Beverly G. Toomey (1990). "The Stress of Violence: School, Community, and World". In L. Eugene Arnold; Joseph D. Noshpitz (المحررون). Childhood Stress. New York City: John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 305. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0471508687. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Encyclopedia of the Cold War".. (2007). Taylor & Francis Group. ISBN 978-0-415-97515-5. 
  12. Halliday, Fred (1989). "The Making of the Cold". The Making of the Second Cold War (الطبعة 2nd). Verso Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0860911449. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Edwards, Paul N. (1996). "Computers and Politics in Cold War II". The Closed World: Computers and the Politics of Discourse in Cold War America. Massachusetts Institute of Technology. د کتاب پاڼې 276. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262550284. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wald, Alan M. (1987). The New York Intellectuals: The Rise and Decline of the Anti-Stalinist Left From the 1930s to the 1980s. University of North Carolina Press. د کتاب پاڼي 344, 347. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0807841693. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Painter, David S. (1999). "The Rise and Fall of the Second Cold War, 1981–91". The Cold War: An International History. Routledge. د کتاب پاڼي 95–111. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-19446-4. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chomsky, Noam (2003). Towards a New Cold War: U.S. Foreign Policy from Vietnam to Reagan. New Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781565848597. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Richard Devetak; Jim George; Sarah Percy, المحررون (2017). "Chapter 10: The Cold War and After". An Introduction to International Relations (الطبعة 3rd). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 161. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108298865. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Smith, Joseph; Simon Davis (2017). "Introduction". Historical Dictionary of the Cold War (الطبعة 2nd). LCCN 2016049707. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442281851. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 29 December 1975 باندې). Cold War II. The New York Times.
  20. (په 2 May 1998 باندې). Foreign Affairs; Now a Word From X. The New York Times.
  21. Lindsay, James M.; Daalder, Ivo (30 September 2001). "The New Cold War". Brookings Institution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chang, Gordon H. (June 2008). "Review: Nixon in China and Cold War I and Cold War II". Diplomatic History. 32 (3): 493–496. doi:10.1111/j.1467-7709.2008.00706.x. JSTOR 24915887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Review of The New Cold War by Edward Lucas Archived 25 January 2017 at the Wayback Machine.. BBC. 12 February 2008. Retrieved 11 June 2017.
  24. (په 10 June 2015 باندې). US v China: is this the new cold war?.
  25. Kor Kian Beng (22 اګست 2016). "China warming to new Cold War?". The Straits Times. مؤرشف من الأصل في 28 اکتوبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 28 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 17 June 2019 باندې). Back on Thin Ice?.
  27. President Biden: 'We are not seeking a new Cold War or a world divided'. BBC News. 21 September 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 21 September 2021 باندې). UN General Assembly kicks off in New York City. CNN.
  29. "Historian Niall Ferguson details 'Cold War II' — which 'began some time ago'". Yahoo Finance. 8 May 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۲۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 25 May 2022 باندې). China is pursuing a Pacific-wide pact with 10 island nations on security, policing and data – report. The Guardian.
  31. Hirsh, Michael. "We Are Now in a Global Cold War". foreignpolicy.com. Foreign Policy Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Traub, James. "Cold War 2.0 is Ushering In Nonalignment 2.0". foreignpolicy.com. Foreign Policy Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 28 July 2022 باندې). 'New Cold War': Russia and West vie for influence in Africa. Associated Press.
  34. Breuer, Christian (6 August 2022). "The New Cold War and the Return of History" (PDF). Intereconomics. 57 (July 2022): 202–203. doi:10.1007/s10272-022-1056-3. S2CID 251417322 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)