د بلخ سیند یا دریای بلخاب چي په پورتنیو برخو کي د بند امیر سیند په نوم هم پیژندل کیږي، د افغانستان په شمال کي یو سیند دی.

دا سیند د بامیان ولایت د هندوکش په بند امیر جهیلونو کي تیریږي. بلخ سيند لمړئ لويديځ او بيا شمال ته بهيږي او د بلخ ولایت په اړوند ساحو او دښتو کي د اوبو لګولو په کانالونو کي په مصرف رسیږي. د استثنايي سیلابونو په وخت کي یاد سیند کله کله د ترکمنستان ټیټو سیمو ته هم تیریږي. د بلخ سیند په پخوانیو وختونو کي د امو سیند په یوه ډیلټا کي پای ته رسیدلی وو، خو په عصري زمانه د اوبو لګولو کانالونه ترې رامنځ ته سول. [۱]

  1. . May 10, 2004. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود) p.5