د اردن دویم عبدالله
عبدالله الثانی بن الحسین (زوکړه: د ۱۹۶۲ زکال د جنوري ۳۰ مه) د اردن پاچا دی چې د ۱۹۹۹ زکال د فبروري په ۷ مه واک ته ورسېد. نوموړی هاشمي کورنۍ ته اړوند دی چې له ۱۹۲۱ زکال څخه د اردن سلطنتي کورنۍ ده. هغه د نسب له مخې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د اولادې ۴۱م نسل ته اړوند دی.
د اردن دویم عبدالله | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | آمان [۲] |
تابعیت | اردن |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | عربي ژبه [۳]، انګرېزي ژبه |
پوځي خدمت | |
جايزې | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
عبدالله د ملک حسین او د هغه د دویمې مېرمنې شهزادګۍ منی لومړی زوی دی او په عمان کې زېږېدلی. د پاچا د مشر زوی په توګه هغه د خپل پلار څرګند وارث و، خو پلار یې په ۱۹۶۵ زکال کې خپل ولیعهد د عبدالله تره شهزاده حسن وټاکه. عبدالله په عمان کې ښوونځي ته ولاړ او خپلې زده کړې یې له هېواده بهر بشپړې کړې. هغه خپل پوځي فعالیت په ۱۹۸۰ زکال کې د روزونکي افسر په توګه د اردن په وسله وال پوځ کې پیل کړ او په ۱۹۹۴ زکال کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندان شو چې بالاخره په ۱۹۹۸ زکال کې د دغه هېواد په پوځ کې تر تورن جنرالۍ ورسېد. په ۱۹۹۳ زکال کې عبدالله له رانیا الیاسین سره واده وکړ دوی د ولیعهد حسین، شهزاده ایمان، شهزادګۍ سلما او شهزاده هاشم په نومونو څلور ماشومان لري. ملک حسین په ۱۹۹۹ زکال کې له خپلې مړینې څو اونۍ وړاندې خپل مشر زوی عبدالله خپل وارث وټاکه او له پلار وروسته واک ته ورسېد.
مشروطیت غوښتونکی پاچا، عبدالله هغه مهال چې واک ته ورسېد اقتصاد یې ازاد کړ او په دغه برخه کې اصلاحات د اقتصادي ودې لامل وګرځېدل چې تر ۲۰۰۸ زکال پورې یې دوام وموند. په راتلونکو کلونو کې د اردن اقتصاد له ستونزو سره مخ شو او د لوی اقتصادي ناورین او همدارنګه د عربي پسرلي تر اغېز لاندې راغی چې له امله یې د نفتو عرضه را لږ شوه او همدارنګه یې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري وپاشل شوه. په ۲۰۱۱ زکال کې په ټوله عربي نړۍ کې د اصلاحاتو په موخه پراخ لاریونونه راوتلل. ډېری دغه اعتراضات په یو شمېر هېوادونو کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو لامل وګرځېدل، خو عبدالله په چټکۍ سره د دغو کورنیو نارامیو پر وړاندې د خپلې ادارې په بدلون، په اساسي قانون او همدارنګه د عامه آزادیو او ټاکنو اړوند قوانینو کې په اصلاحاتو غبرګون وښود. هغه د ۲۰۱۶ زکال په عمومي ټاکنو کې د اردن په پارلمان کې د تناسبي استازولۍ سیسټم رامنځته کړ، هغه اقدام چې د نوموړي په خبره بالاخره د پارلماني حکومتونو د جوړېدو لامل ګرځي. دغه اصلاحات د سیمه یېزو بې مخینې ننګونو له دې ډلې منابعو نه لرونکي د هغه هېواد ته د ۱.۴ میلیونه سوریايي کډوالو د ورتګ او همدارنګه د داعش (د عراق او شام لپاره اسلامي دولت) ډلې د رامنځته کېدو په حالت کې ترسره شول. [۴]
عبدالله د اردن د ثبات ساتلو له امله په ملي او نړیواله کچه محبوبیت لري؛ نوموړی همدارنګه د ادیانو ترمنځ د بحثونو او د معتدل اسلام د ترویج کوونکي په توګه شهرت لري. نوموړی چې اوس مهال په ټوله عربي نړۍ کې له مهالیز پلوه زیات واک چلونکی واکمن دی، د اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو د سلطنتي مرکز له خوا په ۲۰۱۶ زکال کې د عربي نړۍ د تر ټولو اغېزمن واکمن په توګه وبلل شو چې په ۲۰۲۲ زکال کې یې د عربي نړۍ د اغېزمنو واکمنانو په کتار کې پنځم ځای خپل کړی. عبدالله په اورشلیم یا بیت المقدس کې د مسلمانانو او عیسویانو د سپېڅلو ځایونو متولی دی، هغه ځایګی چې له ۱۹۲۴ زکال څخه د هغه کورنۍ ته اړوند دی. په ۲۰۲۱ زکال کې د پاندورا اسنادو افشا او همدارنګه په ۲۰۲۲ زکال کې په سویس کې د شتمنیو افشا څرګنده کړه چې عبدالله په پریمانه کچه سرمایه ځانته ساتلې او هغه یې د خپلو بهرنیو حسابونو او مالیاتي تېښتو څخه په کار اخیستو پټه ساتلې. د دغو افشاګریو په غبرګون کې سلطنتي محکمې څرګنده کړه چې له هېواده بهر د هغه حسابونه د نوموړي د خصوصي حریم او امنیت د خوندیتوب په موخه کارول شوي، په داسې حال کې چې دغه شخصي سرمایه ورته له پلار څخه په میراث رسېدلې. [۵][۶][۷][۸][۹]
پوځي فعالیت
سمولعبدالله خپل پوځي فعالیت په ۱۹۸۰ زکال کې د بریتانیا په سندهرست سلطنتي پوځي اکاډمۍ کې پیل کړ، په داسې حال کې چې نوموړی د اردن په وسله وال پوځ کې د ښوونې او روزنې د برخې فعال افسر و. له سندهرست وروسته عبدالله د دویم بریدمن په رتبه د بریتانیا په پوځ کې دنده ومونده او په لویدیځ جرمني کې یې د یوه کال لپاره د ۱۳مې او ۱۸مې سلطنتي پوځي ډلګیو قومانداني وکړه. [۱۰][۱۱]
عبدالله په ۱۹۸۲ زکال کې د اکسفورډ پمبروک کالج ته ومنل شو او هلته یې د منځني ختیځ د ځانګړو مطالعاتو یوه کلنه دوره بشپړه کړه. خپل هېواد ته په راګرځېدو د اردن له سلطنتي پوځ سره یوځای شو او د لومړي بریدمن په توګه د ځوانو افسرانو د یوې ډلګۍ قوماندان او د ۴۰ مې زرهي لوا مرستیال قوماندان شو. عبدالله له پراشوټ څخه په کار اخیستو د آزاد سقوط دوره په اردن کې بشپړه کړه په ۱۹۸۵ زکال کې یې د زرهي افسرانو عالي دوره په فورت ناکس کې تېره کړه. د تورنۍ رتبې په اخیستو سره د ټانګونو د ۹۱مې ډلګۍ قوماندان شو. عبدالله له دې سربېره د اردن په سلطنتي هوايي ځواک کې د ټانګ ضد چورلکو/هلیکوپټرو په ډلګۍ کې خدمت وکړ او همدارنګه یې د کبرا برید کوونکو چورلکو الوتنه زده کړه. [۱۲]
شاهزاده له دې وروسته په ۱۹۸۷ زکال کې د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې د بهرنیو خدماتو اړوند په اډمونډ اې. والیش کالج کې زده کړې وکړې او د نړیوالو چارو په برخه کې یې پرمختللې زده کړې او څېړنې وکړې. نوموړی بېرته هېواد ته راوګرځېد څو د ټانګونو په ۱۷مه سلطنتي لوا کې د مرستیال په توګه خدمت وکړي او په دې سره یې د جګړنۍ رتبه هم ترلاسه کړه. عبدالله په ۱۹۹۰ زکال کې په بریتیش سټپ کالج کې د اداري چارو په زده کړو کې برخه واخیسته او راتلونکی کال د اردن د وسله والو ځواکونو د عمومي مفتش په دفتر کې یې د زرهي پوځونو د استازي په توګه خدمت وکړ. نوموړي په ۱۹۹۲ زکال کې د وسله والو ځواکونو د یوې لوا قومانداني پر غاړه لرله او راتلونکی کال یې په داسې حال کې چې د ۴۰ مې لوا قومانداني ورترغاړې وه د ډګروالۍ رتبه هم ترلاسه کړه. [۱۲]
عبدالله له رانیا الیاسین سره چې په عمان کې د اپل شرکت د بازارموندنې کارکونکې وه په هغه میلمستیا کې ولیدل چې د هغه خور شهزادګۍ عایشې د ۱۹۹۳ زکال په جنوري میاشت کې جوړه کړې وه. دوی دواړه دوه میاشتې وروسته کوژده شول او په جون میاشت کې یې واده وکړ. [۱۳]
په ۱۹۹۴ زکال کې عبدالله د برید جنرالۍ د رتبې په لرلو سره د اردن د ځانګړو ځواکونو او همدارنګه د نورو مخکښو پوځي واحدونو قومانداني پر غاړه واخیسته او دوه کاله وروسته یې دغه تشکیلات د ګډو مشترکو عملیاتو د قوماندانۍ تر نامه لاندې سره یوځای کړل. له دې وروسته هغه تورن جنرالۍ ته ورسېد او د دفاعي منابعو د مدیریت په برخه کې یې د امریکا د سمندریزو ځواکونو د ماسټرۍ زده کړو په کالج کې زده کړې وکړې. [۱۴]
واکمني
سمولځای ناستوب او واک ته رسېدل
سمولعبدالله په څو ماموریتونو له دې ډلې له هېواد څخه بهر د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو له مشرانو سره د ناستو په ترڅ کې د خپل پلار په څنګ کې برخه واخیسته. نوموړی د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال ځینې وختونه د خپل پلار د نایب السلطنت په توګه دندې مخته وړې، خو دغه چاره تر ډېره د پاچا د کشري ورور ولیعهد حسن له خوا ترسره کېدله. عبدالله په ۱۹۸۷ زکال کې مسکو ته د خپل پلار د لېږل شوي پلاوي مشري وکړه. هغه به په مکرر ډول په واشنګټن کې پنټاګون ته ورتله او د اردن لپاره به یې د نظامي مرستو د ترلاسه کولو لپاره لابي ګري کوله. شاهزاده په دمشق کې له حافظ الاسد او په بغداد کې له صدام حسین سره (د ۱۹۹۰ زکال د فارس خلیج له جګړې وړاندې) د خپل پلار په لیدنو کې د هغه ملتیا کوله. عبدالله په ۱۹۹۷ زکال کې اردن ته د اسرائیلي چارواکو د سفر پر مهال د نظامي تمریناتو قومانداني پر غاړه لرله او په ۱۹۹۸ زکال کې یې معمر القذافي ته د لاس په لاس پیغام وړلو مسئولیت پر غاړه درلود. [۱۵]
هغه مهال چې په ۱۹۹۲ زکال کې څرګنده شوه چې ملک حسین په سرطان ناروغۍ اخته دی په مکرر ډول یې د درملنې په موخه متحده ایالاتو ته سفر کاوه. وروسته له هغه چې حسین د درملنې په موخه له ۶ میاشتني غیابت وروسته د ۱۹۹۸ زکال په وروستیو کې اردن ته راوګرځېد، هغه د اردن د چارو اړوند د خپل ورور په مدیریت په ښکاره نیوکه وکړه او هغه یې د نایب السلطنت په توګه د اساسي قانون له واکونو څخه په ناوړه ګټنې تورن کړ. د ۱۹۹۹ زکال د جنوري په ۲۴ مه نوموړي له خپلې مړینې دوه اونۍ وړانډې؛ د عبدالله په ګډون چې فکر یې کاوه هغه به خپل ژوند په پوځ کې تېروي، ټول خلک د خپل ځای ناستي په توګه د عبدالله په ټاکلو حیران کړل. [۱۶]
پاچا د ۱۹۹۹ زکال د فبروري په اوومه ومړ. د هغه د مړینې له خبر خپرېدو څو ساعته وروسته عبدالله د پارلمان په بېړنۍ ناسته کې راڅرګند شو. د حسین دوه وروڼه حسن او محمد له هغه سره یوځای په داسې حال کې چې عبدالله یې شاته و غونډې ته ننوتل. هغه په عربي ژبه د لوړې جملې چې نږدې ۵۰ کاله وړاندې یې پلار ویلې وې؛ وویلې «زه د لوی خدای پر نوم لوړه کوم چې له اساسي قانون څخه ساتنه کوم او خپل هېواد ته به وفادار اوسم».[۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 138251525 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 138251525 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/198013539
- ↑ "U.S. and Jordan in a Fight Over Syrian Refugees". Bloomberg.com (په انګليسي). 6 October 2015. نه اخيستل شوی 21 April 2021.
- ↑ "Profile: King Abdullah II of Jordan". themuslim500.com. 1 January 2017. Archived from the original on 18 December 2016. نه اخيستل شوی 13 February 2017.
- ↑ "The Muslim 500" (PDF). The Royal Islamic Strategic Studies Centre. 2022. نه اخيستل شوی 26 July 2022.
- ↑ "Jerusalem deal boosts Jordan in Holy City: analysts". The Daily Star. Agence France-Presse. 2 April 2013. Archived from the original on 22 February 2017. نه اخيستل شوی 22 February 2017.
- ↑ "The Washington Post . Jordan's King Abdullah uses shell companies to buy lavish overseas homes, records show". The Washington Post. نه اخيستل شوی 4 October 2021.کينډۍ:Subscription required
- ↑ Drucker, Jesse; Hubbard, Ben (2022-02-20). "Vast Leak Exposes How Credit Suisse Served Strongmen and Spies". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2022-02-20.
- ↑ "His Majesty King Abdullah II ibn Al-Hussein". kingabdullah.jo. Archived from the original on 13 February 2017. نه اخيستل شوی 1 February 2017.
- ↑ Teller, Matthew (26 August 2014). "Sandhurst's sheikhs: Why do so many Gulf royals receive military training in the UK?". BBC News. Archived from the original on 26 March 2016. نه اخيستل شوی 1 November 2016.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Tucker, Spencer; Roberts, Priscilla (2008). The Encyclopedia of the Arab–Israeli Conflict: A Political, Social, and Military History. ABC-CLIO. p. 25. ISBN 9781851098422. Archived from the original on 6 February 2018. نه اخيستل شوی 1 November 2016.
- ↑ Lamb, Christina (30 April 2017). "The Interview: Queen Rania of Jordan on the refugee crisis, Isis and being a Muslim woman". The Times. نه اخيستل شوی 3 January 2018.
- ↑ "King Abdullah Profile". BBC. 2 November 2001. Archived from the original on 30 July 2016. نه اخيستل شوی 13 February 2017.
- ↑ "Jordan's New Crown Prince, Abdullah bin Hussein". The Washington Institute for Near East Policy. 25 January 1999. Archived from the original on 13 February 2017. نه اخيستل شوی 10 February 2017.
- ↑ Tucker, Spencer; Roberts, Priscilla (2008). The Encyclopedia of the Arab–Israeli Conflict: A Political, Social, and Military History. ABC-CLIO. p. 25. ISBN 9781851098422. Archived from the original on 6 February 2018. نه اخيستل شوی 1 November 2016.
- ↑ Wilkinson, Tracy; Trounson, Rebbeca (8 February 1999). "Jordan Mourns King as Leaders Gather at Funeral". Los Angeles Times. Archived from the original on 6 March 2016. نه اخيستل شوی 1 November 2016.
- ↑ "Jordan crowns new King". BBC News. 9 June 1999. Archived from the original on 22 February 2017. نه اخيستل شوی 22 February 2017.
- ↑ "What Queen Rania wants for the world". CNN. 14 July 2008. Archived from the original on 19 January 2013. نه اخيستل شوی 3 January 2018.