دوهم جان کومننوس

دوهم جان کومننوس (په یوناني: Ἱωάννης ὁ Κομνηνός، رومي یې: Iōannēs ho Komnēnos؛ د ۱۰۸۷ کال د سمپټمبر له ۱۳ – ۱۱۴۳ کال د اپریل تر ۸) له ۱۱۱۸ کال څخه تر ۱۱۴۳ کال پورې د بیزانس سترواک ؤ. هغه چې د ښایسته جان (John the Beautiful) یا (John the Good) په لقب هم پېژندل کېد، د سترواک لومړي الیکسیوس کومننوس (Alexios I Komnenos) او ایرین دوکاینا (Irene Doukaina) مشر زوی او دوهم سترواک ؤ چې د بیزانس سترواکۍ د کومننیاني لړۍ د بېرته راوستنې پرمهال یې حکومت وکړ. لکه څنګه چې د یوه واکمن سترواک په کورنۍ کې زیږېدلی، نو د پورفیروجنتوس (porphyrogennetos) مقام څخه برخمن ؤ. جان پرهېزګار او فداکار پاچا ؤ، د هغو زیانونو د ایسته کولو هوډ یې درلود، چې نیمه پېړۍ وړاندې د منزیکرت جګړې (Battle of Manzikert) وروسته یې خپله سترواکي ورسره مخ شوې وه.  

دوهم جان کومننوس
دوهم جان کومننوس
دوهم جان کومننوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ سپټمبر ۱۰۸۷
قسطنطنیه   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 8 اپرېل 1143 (56 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد لومړی مانوئل کومننوس   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار لومړی الکسیوس کومننوس   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) يوناني لهجه [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان د کومننیاني سترواکانو ترټولو لوی سترواک ارزول شوی دی. جان د خپلې واکمنۍ د پېړۍ د ربعې په اوږدو کې په لوېدیځ کې د روم پاکې سترواکۍ (Holy Roman Empire) سره متحد شو او په بالکان کې یې پچنګانو (Pechenegs)، هنګريانو او صربستانیانو ته پرېکنده ماتې ورکړه او شخصاً یې په صغیره آسیا () کې د ترکانو په وړاندې د زیات شمېر لښکرلېږدونو مشري وکړه. د جان لښکرلېږدونو په ختیځ کې د ځواک انډول په بنسټیز ډول بدل کړ، ترکان یې دفاعي حالت ته اړ کړل او د آناتولي ټاپووزمې په اوږدو کې یې ګڼ شمېر ښارګوټي، نظامي کلاګانې او ښارونه بیزانسیانو ته بېرته راوګرځول. په سویل ختیځ کې، جان په لوېدیځ کې د میاندر (Maeander) څخه په ختیځ کې تر سیسیلي او طرسوس پورې د بیزانسیانو واک پراخ کړ. ددې لپاره چې جان د عیسويت نړۍ د مشر په توګه د امپراتور د ونډې بیزانسي آیډیال وښيي، د بیزانس او صلیبي دولتونو د ګډو ځواکونو په رأس کې د اسلامي سوریې په لور لښکر وایست؛ د هغه لوی ځواک سره سره چې تنبه لښکرلېږد یې جوړ کړ، بیا هم د جان هیلې د خپلو صلیبی متحدینو د تېراېستنې او د خپلو ځواکونو تر څنګ د جګړې لپاره د هغوی د نالېوالتیا له امله ناکامې شوې.[۲] 

د جان په واکمنۍ کې د سترواکۍ نفوس شاوخوا ۱۰ مېلیون تنو ته ورسېد. د دوهم جان د پاچاهۍ د پېړۍ ربعه د هغه د پلار، لومړي الکسیوس یا د هغه د زوی، لومړي مانوئل د واکمنۍ په پرتله د معاصر یا نږدې معاصر لیکوالانو له خوا ښه نده ثبت شوې ده. په ځانګړې توګه د جان د داخلي واکمنۍ یا سیاستونو د تاریخ په هلکه کم معلومات شته دی.[۳]

ظاهر او شخصیت  سمول

لاتیني تاریخ پوه ویلیام آف ټایر (William of Tyre) جان لنډ او زیات بدرنګ توصیف کړ، چې سترګې، وېښتان او  مخ پوست یې دومره تور وو، چې د مور (Moor) په نوم مشهور ؤ. جان د خپلې جسمي بڼې سره سره د " ښایسته جان" یا "John the Good"  یا "John the Beautiful" په نوم پېژندل کېد؛ دې لقب د هغه شخصیت ته اشاره کاوه. د هغه مور او پلا دواړه زیات پرهېزګاران وو او جان له دوی څخه ډېر پرهېزګار ؤ. دربار غړو یې تمه درلوده چې خپلې خبرې یوازې مهمو موضوعاتو ته محدودې کړي. هغه خواړه چې د امپراتور په مېز تیارېدل، ډېر اقتصادي وو او جان هغه درباريانو چې په ډېر عيش کې یې ژوند کاوه، خبرې کولې. د هغه وینا درنده وه، خو کله کله یې ټوکې کولې. ټول روایتونه موافقت لري چې هغه خپلې مېرمنې ته وفادار خاوند ؤ او دا د منځنیو پېړیو په واکمن کې فوق العاده ځصلت ؤ. جان د خپلې شخصي سادګۍ سره سره، د سترواکۍ ونډې لوړ درک درلود او کله چې دا کار ګټور ؤ، په بشپړ رسمي شان او شوکت کې به راڅرګند کېد.  [۴][۵]

جان د خپلې تقوی او د پام وړ نرمښت او عادلې واکمنۍ له وجهې شهرت درلود. هغه د نجیب واکمن یوه استثنایي بېلګه ګڼل کېږي، په داسې وخت کې چې ظلم معمول کار ؤ. هغه د دې لپاره شهرت لري چې هېڅکله یې څوک په مرګ یا د بدل د غړو په پرې کولو محکوم کړی نه دی. خیرات په ښه توګه توزیع شو. له همدې امله، هغه د بازنطین مارکوس اوریلیس په نوم یادیږي. د هغه د شخصي اخلاقو او تقوا په مثال سره هغه د خپل عمر په اخلاقو کې د پام وړ پرمختګ وکړ. د هغه او د هغه د کړنو توضیحات دا په ګوته کوي چې هغه خورا لوی ځان کنټرول او شخصي زړورتیا درلوده، او یو غوره ستراتیژیک او جنرال و.   [۶][۷]

تخت ته رسېدل  سمول

دوهم جان د باسیلیوس واکمن په توګه په ۱۱۱۸ کال کې د خپل پلار ځای ناستی شو، خو لا دمخه د ۱۰۹۲ کال د سپټمبر ۱ نېټې او د نومبر د لومړیو تر منځ لومړي الکسیوس د مرستیال سترواک په توګه  تاج ور په سر کړ. د دې تاج اېښودنې سره سره، د جان تخت ته رسېدنه تر اعتراض لاندې وه. لومړي الکسیوس جان د خپل ځای ناستي کولو لپاره غوره کړ او دا د مرستیال سترواک مقام ته د هغه د زوی ارتقا سره څرګندېږي. که څه هم د الکسیوس نفوذ لرونکې مېرمنې، ارین د خپلې مشرې لور انا کومینن خاوند، سزار نیکفوروس برینیوس غوره کړ. انا چې په ماشومتوب کې د خپل پلار د لومړي مرستیال سترواک، کونستانتین دوکاس سره کوژده شوې وه، د واک او تخت لپاره یې ښکاره هیلې په سر کې درلودې. د الکسیوس د وروستۍ ناروغۍ په جریان کې يې هم مېرمنې او هم لور د هغه جسمي کمزورتیا څخه ګټه پورته کړه، ترڅو د تخت نیونې په پار د خپلې اجنډا د ملاتړ لپاره پر هغه باندې فشار راوړي. الکسیوس دا پرله پسې غوښتنې پرته له دې چې رسماً خپل راتلونکی ځایناستی بدل کړي، وزغملې. لکه څنګه چې الکسیوس د ۱۱۱۸ کال اګست په ۱۵ د منګانا په صومعه کې د مړینې په بستر کې ؤ، جان  په باوري خپلوانو، په ځانګړي توګه د خپل ورور، اسحاق کمننوس په واسطه سره صومعې ته ننوت او د خپل پلار څخه یې د سترواکۍ د لاسلیک ګوتې واخیسته. هغه بیا خپل وسله وال پلویان راټول کړل او سپاره د لویې ماڼۍ په لور روان شول او په لاره کې یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ. د ماڼۍ ساتونکي لومړی جان ته د هغه د پلار د غوښتنو له څرګند ثبوت پرته د ننوتلو اجازه ور نه کړه، خو د نوي سترواک شاوخوا خلکو په زور په آسانۍ سره ننوتل. جان په ماڼۍ کې د سترواک په توګه اعلان شو. ارین چې حیرانه شوې وه،  نه پوهېده چې خپل زوی قانع کړي چې واک خوشی کړي یا نیکفوروس اړ کړي چې د تخت لپاره سیالي وکړي. که څه هم د انا په وروستي ژوندلیک کې د پیښو په دې روایت، په ځانګړې توګه د الکسیوس د مړینې په نږدې ورځو کې د ماڼۍ د کودتا په هره هڅه کې د جان د خور ښکېلتیا پر سر اختلاف نظر دی.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

الکسیوس د خپل زوی د واک ترلاسه کولو پرېکنده اقدام وروسته شپه مړ شو. جان د خپلې مور د غوښتنې سره سره، د خپل پلار په جنازه کې له ګډون څخه ډډه وکړه، ځکه چې د متقابلې کودتا څخه وېره درلوده. که څه هم د څو ورځو په ترڅ کې یې مقام خوندي برېښېد. په هرصورت، که څه هم د دوهم جان د هغه د تخت ته رسېدو په یوه کال موده کې د هغه د نسکورولو لپاره یوه دسیسه جوړه کړه، چې خپله مور او خور یې په کې ښکېل وو. د انا خاوند نیکفوروس د هغې حرص او هیلو سره دومره موافقت نه درلوده او دا د هغه د ملاتړ نشتوالی ؤ چې دسیسه یې ناکامه کړه. انا د خپل ملکیت څخه محرومه شوه او د سترواک ملګري، جان اکسوش ته وړاندې شو. اکسوش په هوښیارۍ سره رد کړ او د هغه نفوذ تضمین شو چې د انا ملکیت بالاخره هغې ته راوګرځول شو او دوهم جان او خور یې لږ تر لږه تر یوه حده پخلا شول. ارین یو صومعې ته پناه یوړه او داسې برېښېده چې انا له سیاسي ژوند څخه حذف شوې وي او د تاریخ لیکونکي په توګه یې کم فعاله دنده په غاړه واخیسته. خو نیکفوروس د خپل اوښي سره ښې اړیکې درلودې. د جان د خپلو خبرو ډېر کم سوابق د هغه په ​​​​وړاندې د دسیسې په اړه دي. هغه وايي چې په تخت کښېناستلو وروسته خدای "زما د برله او پټو دښمنانو مکارې دسییې  له منځه یوړلې او زه یې له هر دام څخه چې زما ټولو دښمنان زما تر پښو لاندې کېښودل، وژغورلم". جان د په خپلې ځایناستنې ساتلو لپاره په ۱۱۲۲ کال کې خپل ځوان زوی، الکسیوس ته د مرستیال سترواک په توګه تاج ور په سر کړ.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۰ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  2. Birkenmeier, p. 85
  3. W. Treadgold, A History of the Byzantine State and Society, p. 700
  4. Runciman, p. 209
  5. Choniates, p. 27
  6. Dennis, p. 7
  7. "John II", The World-wide Encyclopedia and Gazetteer, Vol. V, Ed. William Harrison De Puy, (The Christian Herald, 1908), 3654.
  8. Neville (2016), pp. 22
  9. Choniates, p. 6
  10. Angold (1984), pp. 152–153
  11. Magdalino, p. 207
  12. Bucossi and Suarez, p. 16
  13. Magdalino, pp. 192–193
  14. Choniates, pp. 8–9
  15. Angold (1984), p. 152
  16. Stathakopoulos, p. 6
  17. Choniates, p. 11