لومړی مانوئل کومننوس
لومړی مانوئل کومننوس ( په یوناني: Μανουήλ Κομνηνός؛ د ۱۱۱۸ کال د نومبر له ۲۸ – د ۱۱۸۰ کال د سپټمبر تر ۲۴)، چې لاتیني یې Comnenus دی او د پورفیروجېنېټوس (Porphyrogennetos) یعنې "په ارغواني کې زېږیدلی" په نوم هم یادېږي، د ۱۲ پېړۍ بیزانسي سترواک ؤ، چې د بیزاس او مدیترانې په تاریخ کې د بدلون په مهم پېچومي کې واکمن ؤ. واکمني یې د کومینین رغونې د وروستۍ غوړېدنې شاهده وه، چې په ترڅ کې یې بیزانس سترواکي د خپل نظامي او اقتصادي ځواک بېرته راپورته کېدو شاهد وه او د کلتور بیا ژوندي کېدنې څخه برخمنه شوې وه.
لومړی مانوئل کومننوس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۸ نومبر ۱۱۱۸ قسطنطنیه [۱][۲][۳] |
مړینه | 24 سپټمبر 1180 (62 کاله) قسطنطنیه [۴][۵] |
تابعیت | د بیزانس سترواکي |
پلار | دوهم جان کومننوس |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | يوناني ژبه |
سمول |
مانوئل لېواله ؤ چې د مدیترانې نړۍ د سترځواک په توګه خپله سترواکي بېرته پخواني جلال ته راوګرځوي، نو ځواکمنه او ځیرکه بهرنۍ پالیسي یې غوره کړه. په دې بهیر کې د پاپ څلورم آډریان (Pope Adrian IV) او بیا راپورته شوي لوېدیځ سره متحد شو. هغه د سیسیل په نارمن سلطنت (Norman Kingdom of Sicily) برید وکړ، که څه هم ناکام شو، خو د ختیځ روم وروستی سترواک ؤ چې په لوېدیځه مدیترانه کې یې د بیانیونې هڅې وکړې. د هغه په سترواکۍ کې د دوهمې صلیبي خطرناکې جګړې تېرېدل په ځیرکه توګه مدیریت شوه. مانوئل د اوټرمر په صلیبی دولتونو باندې د بیزانس تحت الحمایه هېواد رامنځته کړ. هغه چې په سپېڅلي خاوره (Holy Land) کې د مسلمانانو پرمختګونو سره مخ شو، نو د بیت المقدس له سلطنت سره یې یوالی وکړ او په فاطمي مصر باندې یې په ګډ یرغل کې برخه واخیسته. مانوئل د بالکان او ختیځې مدیترانې سیاسي نقشې بدلې کړې، د هنګري او اوټرمر سلطنتونه یې د بیزانس تر تسلط لاندې ونیول او په لوېدیځ او ختیځ کې یې د خپلو ګاونډیانو په وړاندې کلکه مبارزه وکړه.
که څه هم د مانوئل د واکمنۍ په پای کې په ختیځ کې د هغه لاسته راوړنې په میرایوکیفالون کې یوې سختې ماتې په خطر کې واچول، چې تر ډېره حده د هغه د تکبر له کبله د سلجوق په یوه ښه دفاعي ځای باندې برید ؤ. که څه هم بیزانسیان بېرته ورغېدل او مانویل د سلطان کلیج دوهم ارسلان سره د ګټورې سولې تړون وکړ، ثابته شوه چې میریوکیفالون جګړه له ترکانو څخه د آناتولي د داخلي برخې د بېرته ترلاسه کولو لپاره د سترواکۍ وروستۍ ناکامه هڅه وه.
مانوئل د یونانیانو له لوري هو مګاس (ὁ Μέγας، "لوی" ژباړل شوی) په نوم بلل کېد، هغه د دې لپاره پېژندل کېږي چې په هغو کسانو کې د ده خدمت په کې وو، ټینګه وفاداري هڅولې ده. همدارنګه د هغه د منشي، جان کیناموس له خوا په لیکل شوي تاریخ کې د اتل په توګه څرګندېږي، په یاد تاریخ هره ښېګڼه هغه ته منسوب شوې. مانوئل چې د لوېدیځ صلیبیانو سره د خپلو اړیکو له امله اغېزمن شو، د لاتینې نړۍ په ځینو برخو کې د "قسطنطنیې تر ټولو مبارک سترواک" شهرت څخه هم برخمن ؤ. خو عصري تاریخ پوهان د هغه ته کمه لېوالتیا لري. یو شمېر یې ادعا کوي چې هغه لوی ځواک یې چې په لاس کې ؤ، د هغه شخصي لاسته راوړنه نه وه، بلکې د هغې لړۍ لاسته راوړنه وه چې هغه یې استازیتوب کاوه؛ دوی دا استدلال هم کوي چې د مانوئل له مړینې وروسته د بیزانس سترواکۍ ځواک په ناورینجنه توګه راټیټ شو، نو طبیعي ده چې د دې زوال لاملونه د هغه په واکمنۍ کې وپلټل شي. [۶][۷]
تخت ته رسېدل
سمولمانوئل کومننوس د ۱۱۱۸ کال د نومبر په ۲۸ کې زیږېدلی او د دوهم جان کومننوس (John II Komnenos) او د هنګري د ایرین څلورم زوی ؤ، نو ناشونې ښکارېده چې هغه به د خپل پلار ځایناستی شي. د هغه مورنی نیکه سنټ لادیسلاس (St. Ladislaus) ؤ. مانوئل د دانشمند (Danishmendid) ترکانو په وړاندې د نیوکیسریا د ناکامې محاصرې (۱۱۴۰ کال) پر مهال خپل پلار د خپلې مېړانې او زړورتیا تر اغېزې لاندې راوست. په ۱۱۴۳ کال کې دوهم جان د ناسور زخم په پایله کې مړینې په حال کې ؤ؛ هغه د خپل ځانکدن په وخت کې مانوئل د ژوندي مشر ورور، اسحاق په پرتله غوره وباله او خپل ځایناستی یې وټاکه. جان د اسحاق د خوشکي او کلک غرور برعکس، د مانوئل زړورتیا او مشورې اخیستلو ته تیاری د هغه د ټاکنې لاملونه وبلل. وروسته له هغه چې جان د ۱۱۴۳ کال د اپریل په ۸ مړ شو، زوی یې مانوئل، د لښکر له خوا د سترواک په توګه اعلام شو. بیا هم د هغه ځای کښېنانسته په هېڅ صورت ډاډمنه نه وه: کله چې د قسطنطنیې څخه لېرې د سیلیسیا په ځنګلونو کې د خپل پلار لښکر سره ؤ، پوه شو چې اړینه ده ژر تر ژره پلازمېنې ته راستون شي. هغه لا هم اړ ؤ چې د خپل پلار د جنازې خیال وساتي او دود یې غوښتل چې په هغه ځای کې چې پلار یې مړ شو، د یوې صومعې بنسټ تنظیم کړي. مانوئل په چټکۍ سره له ځانه مخکې عمومي قومندان جان آکسوش واستاوه ترڅو خپل ترټولو خطرناک احتمالي سیال، خپل ورور اسحاق چې په لویه ماڼۍ کې یې ژوند کاوه او سترواکۍ خزانې او شاهي نښانو ته یې ژر لاسرسی درلود، ونیسي. آکسوش مخکې له دې چې د سترواک د مړینې خبر پلازمېنې ته ورسېږي، پلازمېنې ته د ننه شو. هغه ژر د ښار له وفاداري څخه ډاډ ترلاسه کړ او کله چې مانوئل د ۱۱۴۳ کال په اګست کې پلازمېنې ته ننوت، د نوي لوی پاپ، دوهم مایکل کورکواس له خوا یې په سر تاج کېښودل شو. مانوئل څو ورځې وروسته د اسحاق د خوشې کولو امر وکړ، ځکه چې د سترواکۍ موقف یې خوندي ؤ او نور څه نه ؤ پاتې چې ځنې ډار شي. بیا یې امر وکړ چې د قسطنطنیې هر کور ته دوې ټوټې سره زر او (په کال کې د سپینو زرو ۲۰۰ ټوټو په ګډون) ۲۰۰ پونډ سره زر د بیزانس کلیسا ته ورکړل شي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
هغه سترواکي چې مانوئل له خپل پلار څخه په میراث یوړه د یوې پېړۍ وړاندې په پرتله زیاته باثباته وه. د ۱۱ پېړۍ په وروستیو کې، د بیزانس سترواکي د پام وړ نظامي او سیاسي زوال سره مخ شوه، خو دا زوال د مانوئل د نیکه او پلار په مشرۍ ایسار شو او تر ډېره حده بدل شو. سره له دې سترواکي د سختو ننګونو سره مخ وه. د ۱۱ پېړۍ په پای کې د سیسيل نورمنانو ایټالیه د بیزانس سترواک له کنټرول څخه وایستله. سلجوقي ترکانو هم له مرکزي آناتوليا سره همدا کار کړی ؤ. په مشرق کې یو نوی ځواک، صلیبی دولتونه راڅرګند شول، چې د بیزانس سترواکي یې له نوو ننګونو سره مخ کړه. د تېرو پېړیو په اوږدو کې د بل هر وخت په پرتله، په حقیقت کې دا مهال د سترواک دنده ډېره ډاروونکې وه. [۱۳]
دوهمه صلیبي جګړه او د شاټلون رینالډ
سمولد انطاکیې شهزاده
سمولد مانوئل د واکمنۍ لومړی آزمایښت په ۱۱۴۴ کال کې رورسېد، کله چې دی د انطاکیې شهزاده، ریمونډ د سیسیلي خاورو د پرېښودو له غوښتنې سره مخ شو. که څه هم د هغه کال په وروستیو کې د اډیسا صلیبي کونټي د عماد الدین زنګي په مشرۍ د بیاراپورته شوي اسلامي جهاد په څپو کې ونیول شوه. ریمونډ پوه شو چې د لوېدیځ څخه سمدستي مرسته ناشونې ده. دې ته په پام سره چې د هغه ختیځ پلو اوس په خطرناک ډول د دې نوي ګواښ سره مخ شوی، داسې برېښېده چې هغه ته پرته له دې چې قسطنطنیې ته د سپکې لیدنې لپاره تیاری ونیسي، کم چانس موجود ؤ. خپل غرور یې ایسته کړ او شمال ته یې سفر وکړ ترڅو مانوئل ته تسلیم شي او د ساتنې غوښتنه ترې وکړي. هغه سره د غوښتل شوي ملاتړ ژمنه وشوه او د بیزانس سره د هغه بیعت خوندي شو. [۱۴]
د قونیې پر وړاندې لښکرلېږد
سمولپه ۱۱۴۶ کال کې مانوئل خپل لښکر د لوپاډیون (Lopadion) په نظامي اډه کې راټول کړ او د روم د سلطان مسعود په وړاندې یې د جزايي لښکر لېږد پيل کړ، چې په وار وار یې په لوېدیځه آناتولي او سیسیلي کې د سترواکۍ له پولو سرغړونه کوله. د خاورې د منظمې فتحې هڅه نه وه، خو د مانوئل پوځ په اکروینوس (at Acroënus) کې ترکانو ته ماتې ورکړه، د فیلوملیون (Philomelion) د پياوړی ښارګوټی د ونیلو او وېجاړولو څخه مخکې یې د دې ځای پاتې عیسوي نفوس له منځه یوړ. بیزانسي ځواکونه د مسعود پلازمېنې، قونيې ته راورسېدل او د ښار شاوخوا سيمې يې ورانې کړې، خو پر دېوالونو يې بريد ونه شو کړای. د مانوئل د دې برید (razzia) د ترسره کولو په انګیزو کې یوه هیله دا وه چې په لوېدیځ کې د صلیبي جګړې آیډیال فعال ملاتړی ولیدل شي؛ کیناموس هم مانوئل ته لېوالتیا درلوده چې خپلې نوې ناوې ته خپله نظامي زړورتیا وښیې. د دې لښکرلېږد په جریان کې مانوئل د فرانسې د اووم لوئس څخه یو لیک ترلاسه کړ چې د صلیبی دولتونو د مرستې لپاره یې د یوه پوځ د رهبري کولو اراده اعلان کړه. [۱۵][۱۶][۱۷]
سرچينې
سمول- ↑ http://home.comcast.net/~homerbjames/HBJ/V01/V01_Byzantine.htm
- ↑ http://depts.washington.edu/cartah/text_archive/miller/m3_c1.html
- ↑ http://www.britannica.com/EBchecked/topic/261357/Henry-of-Hainault
- ↑ http://www.san.beck.org/AB18-Crusaders.html
- ↑ http://www.maneyonline.com/doi/pdfplus/10.1179/byz.1991.15.1.269
- ↑ P. Magdalino, The Empire of Manuel I Komnenos, 3
- ↑ P. Magdalino, The Empire of Manuel I Komnenos, 3–4
- ↑ A. Stone (2007) Manuel I Comnenus. DIR
- ↑ John Kinnamos (شاوخوا 1118) History I.10. Corpus Scriptorum Historiae Byzantinae XIII. "Ioannes post diebus moritus... octavo die mensis".
- ↑ Gibbon, The decline and fall of the Roman Empire, 72
- ↑ Gibbon, The decline and fall of the Roman Empire, 72
- J. H. Norwich, A short history of Byzantium
- A. Stone, Manuel I Comnenus
- ↑ J. Norwich, Byzantium: The Decline and Fall, 87–88
- ↑ "Byzantium". Papyros-Larousse-Britannica. (2006).
- ↑ J. Cinnamus, Deeds of John and Manuel Comnenus, 33–35
- P. Magdalino, The Empire of Manuel I Komnenos, 40
- ↑ W. Treadgold, A History of the Byzantine State and Society, 640
- ↑ Magdalino, The Empire of Manuel I Komnenos, p. 42
- ↑ J. Cinnamus, Deeds of John and Manuel Comnenus, 47
- P. Magdalino, The Empire of Manuel I Komnenos, 42