پوهاند ډاکټر خير محمد ماموند (۱۳۲۱ لېږديز لمريز کال د کونړ ولايت) (په انگرېزي: Khair Mohammad Mamund) يو افغان کيمياپوه، ليکوال او د کابل د پوليتخنيک پوهنتون پخوانی ښووند او سروال دی.

خير محمد ماموند

مخينه

پوهاند ډاکټر خير محمد ماموند د مظلوم خان زوی پر ۱۳۲۱ لېږديز لمريز کال د کونړ ولايت د مرکز اړوند تېشې په کلي کې زېږېدلې دی. لومړنۍ زده کړې يې په ۱۳۲۷ ل. کال کې د اسعد اباد په لومړني ښونځي کې وکړې او په ۱۳۳۳ ل کال کې له دغه ښوونځي فارغ شو. منځنۍ زده کړې يې د کابل په ابن سينا ښوونځي کې وکړې او په ۱۳۳۶ ل کال د دغه ښوونځي له نهم ټولگي څخه تر فارغېدو وروسته د کابل د دارالمعلمين په لسم ټولگي کې شامل شو.

د هغه مهال له مقرراتو سره سم د کابل دارالمعلمين خير محمد ماموند د يوولسم ټولگي د نومرو پر بنسټ د مشرقي ولايت د ممتاز شاگرد په توگه د هېواد د ټولو ۱۸ ولايتونو (هغه وخت د افغانستان په ملکي اداري وېش کې ۱۸ ولايتونه ول) د ممتازو زده کوونکيو (اتلسو تنو) سره يو ځای د کابل د دارالمعلمين د پوهنځي د څانگې په دولسم ټولگي کې شامل او پر ۱۳۳۹ ل ل کال د کابل دارالمعلمين له ۱۲ ټولگي څخه فارغ شو. نوموړی د ۱۳۴۰ ل کال په وري مياشت کې د کابل پوهنتون د طبيعي علومو په پوهنځي کې د کيميا او بيالوژي په څانگه کې شامل او د ۱۳۴۳ ل ل کال په مرغومي مياشت کې له دغه پوهنتون څخه فارغ شو. تر دې وروسته بيا د ښوونکو د روزنې په اکادمۍ کې د طبيعي علومو له څانگپوه سره د کونتر پارت په توگه مقرر شو. خير محمد ماموند پر ۱۳۴۶ کال د کانکور ځانگړې ازموينې له لارې د کابل پوليتخنيک انستيتوت د کيميا په ديپارتمنت کې د مرستيال پوهيالي په توگه په دنده وگومارل شو. هغه په ۱۳۴۸ ل. کال کې د کابل پوهنتون له خوا د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره شوروي اتحاد ته واستول شو. هلته يې په ۱۳۵۱ ل ل کال کې د شوروي اتحاد د خارکوف په دولتي پوهنتون کې د ماسترۍ ديپلوم واخيست او بيا يې په ۱۳۵۴ ل ل کال کې د دوکتورا PhD د تېزس څخه دفاع وکړه. ماموند د همدغه کال په تله مياشت کې خپل هېواد ته ستون او بيرته د کابل پوليتخنيک انستيتوت د کيميا په ديپارتمنت کې د استاد په توگه په دنده وگومارل شو.

خير محمد ماموند پر ۱۳۴۴ ل ل کال د افغانستان د خلک د دموکراتيک گوند غړی شو او پر ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر شپږمه پر افغانستان د شوروي تر يرغل وروسته يې له دغه گوند سره په خپله خوښه اړيکي پرې کړي دي. نوموړی اوسمهال د کوم سياسي سازمان غړېتوب نه لري. پوهاند دوکتور خير محمد ماموند پر ۱۳۷۱ ل ل کال د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال د کورنۍ جگړې د لا سختېدا او تاوجنتيا په پايله کې د خپل خوږ هېواد پرېښودو ته اړوت او له خپلې کورنۍ سره د پاکستان د راولپېنډۍ ښار ته کډوال شو. د ۱۹۹۷ ز کال په پای کې له پاکستان څخه اروپا ته کډوال شو او تر نن ورځې پورې له خپلې کورنۍ سره په هالېنډ کې ژوند کوي. نوموړی درې زامن او درې لوڼې لري چې په کار، ښوونه او روزنه او زده کړو بوخت دي.

ليکلي آثار يې

پوهاند ډاکټر خير محمد ماموند د ښوونکو د روزنې په اکادمۍ کې ۱۳۴۴-۱۳۴۶ د يونېسکو له ځانگړي درسي پروگرام سره سم د کيميا، بيالوژي، او فزيک د مضمونونو د تدريس تر څنگ د لسم ټولگي کيميا، يوولسم ټولگي فزيک، د دولسم ټولگي کيميا او د دولسم ټولگي د بيالوژي کتابونه ليکلي دي.

ښاغلي ماموند د ۱۳۴۶ - ۱۳۷۱ کلونو په موده کې د کابل پوليتخنيک انستيتوت د عمومي کيميا د ديپارتمنت په سپارښتنه، د عمومي او غيرعضوي کيميا او فزيکي کيميا په مضمونونو کې ۸ درسي کتابونه ليکلي دي. هغه همدا راز د فزيکي کيميا او عمومي کيميا مضمون تدريس کړی او په دې برخه کې يې د کابل پوليتخنيک او کابل پوهنتون د کيميا په ديپارتمنتونو کې د فزيکي کيما په څانگه کې د علمي څېړنو لارښوونه کړې ده. د دغو علمي څېړنو پايلې د کابل پوليتخنيک او کابل پوهنتون په علمي مجلو کې چاپ شوې دي.

خير محمد ماموند پر ۱۳۶۴ لېږديز لمريز کال د پوهاندۍ علمي رتبې ته او پر ۱۳۷۰ ل ل کال د ماموريت فوق رتبې ته ترفېع کړې ده. استاد پر ۱۳۵۷ ل ل کال د کابل پوليتخنيک پوهنتون رئيس مقرر شوی او پر ۱۳۵۸ کال د مرغومي مياشتې پر شپږمه نېټه يې پر افغانستان د شوروي اتحاد له يرغل سره سم په هېواد کې له رامنځته شويو شرايطو سره د اختلاف په وجه د دغه پوهنتون د رياست له مقام څخه په خپله خوښه استعفي کړې ده.

د شوروي اتحاد د علومو اکادمۍ او د دغه هېواد د پوهنتونونو په علمي مجلو کې د چاپ شويو علمي مقالو په گډون د پوهاند دوکتور خير محمد ماموند ۳۸ عنوانه علمي اثار چاپ شوي، چې له دغه شمېر څخه يې اتلس عنوانه درسي کتابونه دي.

چاپ شوي آثار يې

  1. د لسم ټولگي کيميا، د ښوونکي د روزنې اکادمي، کابل د ۱۳۴۴ کال چاپ.
  2. د يوولسم ټولگي فزيک، د ښوونکي د روزنې اکادمي، کابل د ۱۳۴۴ کال چاپ.
  3. د دولسم ټولگي بيالوژي، د ښوونکي د روزنې اکادمي، کابل د ۱۳۴۵ ل کال چاپ.
  4. د دولسم ټولگي کيميا، د ښوونکي د روزنې اکادمي، کابل، د ۱۳۴۵ کال چاپ.
  5. کيمياي عمومي وغير عضوي، کوڅيپن، خير محمد ماموند .... انستيتوت پوليتخنيک کابل، د ۱۳۴۷ کال چاپ.
  6. کيمياي عمومي وغېرعضوي، کارهای لابراتواري، کوڅيپن، خير محمد ماموند ... انسيتيوت پوليتخنيک کابل، د ۱۳۴۸ کال چاپ.
  7. کيمياي فزيکي، ممد درسي براي محصلان تکنالوژي کيميا، انستيتيوت پوليتخنيک کابل، د ۱۳۵۹ کال چاپ.
  8. فزيکي کيميا، پوښتنې او حل شوي مثالونه(خير محمد ماموند پوليتخنيک، کابل د ۱۳۶۱ کال چاپ.
  9. کيمياي فزيکي، کارهاي لابراتواري (خير محمد ماموند، پوليتخنيک کابل، د ۱۳۶۲ ل ل کال چاپ.
  10. کيمياي عمومي وغيرعضوي، .س.ليسنياک، خير محمد ماموند..... د کابل پوليتخنيک، د ۱۳۶۴ ز کال چاپ.
  11. کيمياي عمومي وغيرعضوي ((۲))) (ژباړه) خير محمد ماموند....مسکو، د ۱۳۶۶ کال چاپ.
  12. کيمياي عمومي و غيرعضوي ((۱))) (ژباړه) مسکو، د ۱۳۶۶ کال چاپ.
  13. عمومي کيميا، هالينډ اتريخت، د ۲۰۰۲ ز کال چاپ.
  14. فزيکي کيميا ((۱)) هالينډ اتريخت، د ۲۰۰۵ ز کال چاپ.
  15. د کيميا قاموس، هالينډ اتريخت، د ۲۰۰۷ ز کال چاپ.
  16. فزيکي کيميا((۲)) د الکتروکيميا لنډ کورس، هالينډ اتريخت، د ۲۰۰۸ ز کال چاپ.
  17. الکتروليتي محلولونه او الکتروکيميا، هالينډ اتريخت، د ۲۰۰۹ ز کال چاپ.
  18. افغانستان د يرغلونو په لار کې، د هالينډ اتريخت، د ۲۰۱۱ ز کال چاپ.
  19. فزيکي کيميا، د ۱۳۹۴ ل ل کال کابل چاپ.


سرچينې

  1. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-ps-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL2.296.44&d=HASH7c759dc9cc8c8bd4f0068c
  2. http://yaowalai.com/science.php Archived 2019-10-21 at the Wayback Machine.
  3. http://yaowalai.com/science.php Archived 2019-10-21 at the Wayback Machine.