لر او بر (وېبپاڼه)

تګلاره

لر او بر (په انگرېزي: larawbar.com) يوه افغاني وېبپاڼه او د وېبلاگونو يو توکبنسټ دی چې د ۲۰۰۷ کال د سېپتمبر له ۱۹ مې نېټې نه راپدېخوا په بېلابېلو موضوعگانو باندې ليکنې، څېړنې او نور مالومات خپروي. دغه وېبپاڼه د پښتو ژبې لپاره ځانگړې شوې خو په دري او انگريزي ژبو يې هم يو شمېر ليکنې خپرې کړي.

لر او بر
انټرنټي پته http://www.larawbar.com‎
د وېبځي ډول علمي، خبري، هنري، ادبي
او مالوماتي انټرنټي رسنۍ
او ټولنيزه وېبپاڼه
د کارولو وړ ژبه(ژبې) پښتو (په پارسي ژبه هم ليکنې خپروي)
خاوند د لر او بر ټولنيز بنسټ
بنسټ ايښودونکی عبدالله احسان
د پېل نېټه ۲۰۰۷ کال

پېښليک

لر او بر ويبپاڼه په نړۍ او لوی افغانستان کې د پښتنو تر منځ د اړيکو د پراختيا، يووالي او يو موټي کېدو ته د رسيدو په لاره کې د هڅو او خدمت په موخه د دې ويبپاڼې د بنسټگر عبدالله احسان تر څه ناڅه يو کلن هاند و هڅو او د پښتو ژبې له زيات شمېر ليکوالو، پوهانو او خواخوږو سره تر سلا مشورو وروسته د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر ۱۹ - نېټه د پښتو ژبې د نومياليو عالمانو، پوهانو او ملي شخصيتونو په لاس د معاصر افغانستان د ۲۶۰ – مې کاليزې په وياړ د يوه جوړ شوي نړيوال علمي سيمينار په ترڅ کې د جرمني هېواد په هورت ښار کې پيل شوه. د لر او بر ويبپاڼې مرکزي دفتر په هالنډ کې دی او همداراز د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او د افغانستان او پاکستان په لويو ښارونو کابل، پېښور، کندهار، کوټه، ننگرهار او يو شمېر نورو ځايونو کي سيمه ايزې څانگې، استازي، قلمي همکاران او خبريالان لري.

د وېبپاڼې بنسټگر

د لراوبر وېبپاڼې بنسټگر ښاغلی عبدالله احسان دی .

د پاڼې په هکله نور مالومات

د وېبپاڼې تگلاره

باندنۍ تړنې

Domain Name: larawbar.com Updated: 1 hour ago - Refresh

Registrar: TUCOWS.COM CO. Whois Server: whois.tucows.com Referral URL: http://domainhelp.opensrs.net Archived 2011-11-19 at the Wayback Machine. Status: clientTransferProhibited, clientUpdateProhibited

Expiration Date: 2014-09-05 Creation Date: 2007-09-05 Last Update Date: 2010-08-02

Name Servers: ns1.ipower.com ns2.ipower.com See larawbar.com DNS Records

Information Updated: Sat, 19 Nov 2011 17:56:43 UTC

سرچينې

http://who.is

باندنۍ تړنې

سرچينې