خبرې اترې:تقاضا

عثمان خانه خپل له ځانه هرڅه مه لیکه د انګرېزۍ ويکيپېډيا څخه يې متن راواخله او وې ژباړه ګنې خوشې د پاکستاني حکومت پشان مشروټي مه کوه . پوهېږم چې پښتو دې نده زده او خوشې په خوشې د اوردو ويکيپېډيا لخوا درته د حکم پرخای کولو لپاره دلته راځې . هیله ده چې علمي لیکنې د حوالو سره راواخلې او وې ژباړې نه چې له خپلې خوا لیکل کوې . ستا د پوهېدو په هیله Afghanwrites (خبرې اترې) 18:53, 27 نومبر 2015 (UTC)

ابراهیم خاشرودیه تاسو د عربي ټکی تقاضا لیکلې چې د همدې ويي لپاره يا خو د غوښتنې ويی باید وکارېږي چې شتون لري او يا هم د وټه پوهنې (اقتصاد) د څانګې نومونې ټرمینالوژي ورته راپیدا کړئ . دا څانګه هم لکه د رنځپوهنې او نورو پوهنو پشان نومونې لري چې ښه ده ورپسې وګرځئ او بیا یې راوړئ دا به غټ خدمت وي . Afghanwrites (خبرې اترې) 18:59, 27 نومبر 2015 (UTC)

دا لیکنه په معياري ډول سکښل شوې د لیکونکي څخه هیله کېږي چې دا ړنګه او تېره سکښل شوې لیکنه وغځوي . سمول

مهرباني وکړئ دا لیکنه ړنګه کړئ ځکه چې پخوا څخه په ښې پښتو او سکښل شوې خو مالومات يې ندي بشپړ شوي ، هیله ده چې همداسې وکړئ په درناوي(خبرې اترې) 19:07, 27 نومبر 2015 (UTC)

افغان رایټسه په اقتصاد ته ښه پوهیږی که زه؟ غوښتنه د تقاضا یوه برخه ده او او د غوښتنی په وخت کې تقاضا را مینڅ ته کیږی. مونږ چی څه دلته لیکو هغه په علمی معیارونو برابر مطالب دی او خپل د سر یې نه جوړو.

ته کولای سی چې یو څو کتابه د مطالعه کړی بیا د نورو لیکنی رد کړی--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 19:46, 27 نومبر 2015 (UTC)

تقاضا او غوښتنه دواړه يوه مانا لري ، تقاضا حتی د هيلې مانا لري چې ځينې لا ویلای هم شي چې زما تقاضا وه چې داسې يا هاغسې شوي وای خو ونشول. نو ګرانه که مقتصد هم اوسې چې علمي تشریحات او شننې له عاموزمه شننو او خبرو بېلې نکړې علم وده نکوي پخپل ځای پاتې کېږي . نو تقاضا له غوښتنې ته بېلوې ځکه چې د وټېپوهنې (اقتصاد) پښتو ټرمینالوژي باندې خبر نه يې . زه د اقتصاد څانګې غړی نه يم خو اقتصادي برخه د هرې لوړې کچې زده کړې سره دلته په اروپا کې نغښتې ده . هیله ده چې د غوښتنه د تقاضا څخه بېل ونه ګڼې . او کوم کتاب چې تاسو وېلای ماته يې نوم دلته راوليکه چې زه يې هم وګورم چې چا او په کوم وخت کې لیکل شوی ؟ او د هغه کس مفهوم څه دی ؟ [[Afghanwrites (خبرې اترې) 20:14, 27 نومبر 2015 (UTC)]] 20:05, 27 نومبر 2015 (UTC)

ګوره افغان رایټسه زه پوهیږم چې ته اروپا کې ژوند کوی او اوس د ناروی هېواد د Lillehammer ښار او په Oppland رایون کې یې نور ادرس دی نه وایم :) خو زه اروپا کې د اقتصاد په برخه زده کړی کوم د نړیوال اقتصاد محصل یم.که دې کتابونه غوښتی وی درته به یې درواستوم خو په روسی ژبه کې--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 20:23, 27 نومبر 2015 (UTC)

د آيپي په مرسته هرڅه پیدا کېږي او دا کومه نوې خبره نده چې ته اوس ماته ځان جادوګر ونه ګڼې هاها او زه خو کوم مجرم نه يم چې ځان درڅخه پټ کړم په هر حال ستا تر خبرې چې د روسي ژبې کتاب څخه يې لیکې ، نو د روسي ژبه ځانته ټرمینالوژي لري او د پښتو ځانته نو زما موخه د پښتو تر وييونو ده نه د روسي ژبې ، بیا که چا هاغه کتاب ژباړلای وي ماته يې راولېږه چې بیا پوه شو چې آيا رښتيا تقاضا د غوښتنې څخه بېله مانا لري؟ Afghanwrites (خبرې اترې) 20:34, 27 نومبر 2015 (UTC).

ابراهمه زما مشوره به تاته دا وي چې دداسې خلکو سره خبرې مه کوئ ځکه چې دا د بل خبره ته نه گوري خو خپل سوچ مسلط کوي، چې کله هم د يوې ليکنې په خبرو اترو مخ دا پيغام درکوي نو غوره دا د چې ددې د پيغام ځواب ورنکړی شي ځکه چې په خبره خو دا پوهيږي او دې ته پيغام ورکول هسې ځان ستړی کول دي۔ چې ددې په پيغامونو خاموش شو نو ددې به فايده دا وي چې کم از کم نور خلک به دا نه گڼي چې جگړې شروع دي، او که د داسې کسان پيغاماتو ځواب ورکوو نو هسې وخت مو ځای کېږي ځکه چې دوي پخپله خو که نه کوي خو د نورو کارونو کې لکه د مچ وردانگي--عثمان خان||خبرې اترې 20:52, 27 نومبر 2015 (UTC)
رشتیا هم چی همداسی ده، ۱۰۰٪ ستا سره موافق یم.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 20:57, 27 نومبر 2015 (UTC)

افغانرايټس، ابراهيم خاشرودي او عثمان خان شاه ته پيغام سمول

د ويکيپېډيا درې واړو کارنانو افغانرايټس، ابراهيم خاشرودي او عثمان خان شاه ته عرض دا دی چې هره ستونزه په خبرو اترو حل کېږي. مهرباني وکړئ يو پر بل شخصي الزامونه او تهمتونه مه تړئ. د ويکيپېډيا کار د ملکارئ له مخې پر مخ ځي. که تاسې ځانونو ته لوستي واياست نو هره خبر په دليل او په منطق سره حل کړئ او يو بل ته ښکنځل، سپک وييل او ټيټ کتلو او يا هم يو د بل پر وړاندې جبهې او يا مخالفتونو څرگندولو سره نه څوک لوړ کېږي او نه هم تاسې نورو ته درنېږئ. زما ستاسو درېواړو څخه دا هيله ده چې پرته له دې چې يو بل باندې تورونه او تعرضونه وکړئ نو د خبرو اترو له لارې د سمو سرچينو په ښودلو سره خپل دريځ ووايئ. خدای دې وکړي چې تاسې د همدې اصل له لارې دلته په گډه کار وکړئ. دا د سيالئ ميدان نه دئ. که مو خدمت کول مقصد وي نو هم روغ انتقاد ومنئ او هم روغ انتقاد وکړئ په روغ انتقاد سره تاسو يو بل بشپړولی شئ. يو پر بل باندې انتقاد کول بد مه گڼۍ دا ځکه چې انسان کامل نه دی، کامل يوازې خدای دی او که موږ ټول يو پر بل سالم او روغ انتقاد وکړو چې په هغې کې هم موږ يو څه زده کولی شو او هم بل چا ته څه ورزده کولی شو نو په دې کې بايد هېڅوک خپه نه شي. --ANBI (خبرې اترې) 21:07, 27 نومبر 2015 (UTC)

ابراهیخیل صاحب سلامونه او نیکی هیلی! د پیغام څخه مو نړی مننه، مونږ کوشش کوو چې پښتو ویکی کې نوی مطالب زیات کړو او د خپلو پښتنو لپاره او پښتو ژبی لپاره وکولای سو چې حداقل خدمت وکړو خو افغانرایټس بغیر له کومې سرچینې راځی او لیکنو کې لاس وهنه کوی، زه د اقتصاد ټول مطالب د معترو کتابونه څخه ترجمه کوم .--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 21:35, 27 نومبر 2015 (UTC)
خاشرودي صيب زه پښتو ويکيپېډيا کې ستاسې هڅې ستايم. تاسې ډېر ښه کار کوئ. خو زما د پيغام مطلب دا دی چې د دوه اړخيزه پوهاوي (تفاهم) له مخې ستونزې سره حل کړئ. زه پخپله هم ژباړن پاتې شوی يم. او تاسو به هم تجربه کړي وي چې ژباړه تر ټولو ستونزمن کار دی. ژباړن څخه هم تېروتنې کېږي. موږ که هر څومره ښه ژباړه وکړو خو بيا هم کله نا کله د داسې شيانو سره مخامخېږو چې يا خو يې انډول (بديل) په پښتو ژپه کې نه وي، او يا هم که وي پوره مانا ترې نه اخيستل کېږي. د ويکي ټولې ليکنې د پرانيستې سرچينې دي او د پرانيستې سرچينې مطلب دا دی چې هر څوک کولی شي د ليکوال د اجازې پرته بدلونونه او سمونونه پکې راولي. دلته ستاسې او زما په گڼ شمېر ليکنو کې خلک حق لري سمونې وکړي خو که چېرته کومه سمونه منطقي نه ښکاري نو په همدې خاطر هر يو مخ د خبرو اترو يو تړلی مخ هم لري. او په دې خبرو اترو کې بايد يو بل ته د سپکاوي پر ځای پر موضوع خبرې وشي او تر ډېره حده د کره سرچينو او ثبوتونو له لارې خپل د دليل ملاتړ وشي. (دا خبره همداسې عامه کوم چې ټول پرې خبر وي، دلته چا ته په ځانگړي توگه متوجه نه ده). تاسو او افغانرايټس او يا هم د بل چا تر مېنځ که د نظر اختلاف راځي، چې دا پخپله يو طبيعي امر دی نو بايد د منطقي دلايلو او کره سرچينو پر بنسټ حل شي. دې ته هېڅ ضرورت نشته چې څوک چا ته ووايي چې ته سپين او يا تور يې. ځکه چې په دې سپين او تور وييلو هېڅ نه ترلاسه کېږي، لانجې نورې هم ډېرېږي او اصله موضوع هېرېږي. زما مشوره تاسو دواړو ته دا ده چې تاسې دوه په دوه خپلې ستونزې حل کړئ. درېيم کس بايد کوشش وکړي چې ستاسې تر مېنځ د ستونزو د هوارولو سبب وگرځي نه د ډېرولو. عثمان خان شاه څخه هيله دا ده چې هغه تا ته داسې و نه وايي چې د ده په خبرو غوږ مه نيسه. هغه ته هم پکار ده چې د دې ستونزې په حل کولو کې مرسته وکړي. هغه بايد په خپلو خبرو کې د بې طرفۍ اصل په پام کې ونيسي او نه ستا او نه د هغه او نه د کوم بل کارن په طرف خبره وکړي. هو که چېرته د موضوع اړونده له تاسو سره رضايت او موافقت لري دا د هغه خپل حق ده او کولی شي د خپل د حق په پلوئ بيا هم د ديالوگ او خبرو اترو څخه کار واخلي. --ANBI (خبرې اترې) 21:50, 27 نومبر 2015 (UTC)
ابراهخیل صاحب له توضیحاتو مو نړۍ مننه،زه پوهیږم چې دا لیکنی چې زه یې دلته لیکم؛ هرڅوک یې سمولای او بدلوالی سی، زه پدی مورد کې کوم اعتراض نلرم، ځکه دا سایټ ( پشتو ویکی) شخصی سایټ ندی او د ټولو پښتنو کور دی! خو اصله خبره داده چې افغانرایټس راځی او هغه لیکنی چی زه یې کوم هغه بی معیاری بولی ، که دا موضوع شخصی وای ما به د وخته دلته نور کار کول ځنډولی وای او نور به مې دې سایټ ته مخ هم ورښکاره کړی نه وای. دلته زه که څه غواړم چې ولیکم هغه یوازی او یوازی د پښتو ژبی د پرمختګ لپاره کار کول دی، زه یو مطلب چې دلته لیکل یې غواړم اول یې د افغانستان د دولتی او غیر دولتی کتابونو کې څیړم، زه پوهیږم چې زما پښتو ژبه معیاری نده خو بیا هم پدغه ګوډ او مات رقم غواړم چې پښتو ژبه هم د انټرنټ پر مخ وچلیږی، زما مقصد د عامیانه کلمو د استعمال څخه دادی چې خلګ ورباندی اسانه پوهیږی مثال که یو پښتون متعلم یا محصل انټرنټ کی د ایکانومی کلمه په پښتو ولټوی هغه به اقتصاد وی نه وټه که څه هم وټه اصیل پښتو لغت دی، زما نظر دادی چې هر مخ کې چې په عامیانه نوم باندی لیکل سوی وی اصیل نوم هم اضافه سی د مثال په توګه : (اقتصاد یا وټه...) دا به ښه وی.مننه--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 23:45, 28 نومبر 2015 (UTC)

تقاضا او غوښتنه! دواړه د پښتنو لپاره منلي او ښاغلي دي. سمول

که د لیکنې نوم تقاضا وي، نو دا لفظ له فضاء نه دی راغلی چې د ځمکې خلک پرې پوه نه شي! پښتانه چې څنګه غوښتنه کاروي، همداسې تقاضا هم په لیکنۍ او هم په ګړنۍ پښتو کې کاروي. ښه به دا وای چې ټولو اړخونو همدا قیمتي وخت د لیکنې په بډایېنه کې تېر کړی وای؛ نه په ... جدلیاتو! پښتو ویکيپېډیا (دایرة المعارف) د ټولو پښتنو او پښتو زده کوونکو لپاره؛ نه چې یواځې د زیار صېب د سیندونو (ډکشنریو) هر لفظ که هغه د مړې پښتو وي، که د ژوندۍ ګړنۍ پښتو؛ په زور په خلکو ور وتپو! د زیار صېب د لیکنې قانون پر بنسټ؛ مونږ کولای شو چې یواځې ۲۵ سلنه نیوزونه وکاروو، په همددې کچه د ژباړې د ژبې اصلاحات، په همدې کچه ساده عام فهمه اصطلاحات؛ او په یوه علمي لیکنه کې خو دا سلنه تر ۴۰ اصلي ژبې لا رسول شوي. دې ویکي کې ډېرې طبي لیکنې شته چې فقط ځای مو پری ډک کړی، خو د خدای لپاره به ترې هم څوک د دوه مومپلیو ګټه پورته نکړای شي، ځکه چې هغه د امیر کروړ او ملک غرشین په لیکدود لیکل شوې؛ چې اوس چلښت نه لري.

هیله ده په راتلونکي کې د سمې ګرامري لیکنۍ عام فهمه پښتو لیکلو کې د یو بل مرسته و لاسنیوی وکړو؛ او له بېځایه براهینو او سفسطو لاس واخلو! نه خپله وخت ضایع کړو او نه هم نور وکړوو. د هغو کارنانو خو لا ډېر تشویق په کار دی چې نه یې لومړنۍ ژبه پښتو وي، او نه هم دویمه او آن درېیمه! مګر بیا هم دې ۵۰۰۰ کلن!؟ تاریخ لرونکي ژبې ته د خدمت په پار رامخه کوي.

هیله ده ملګري نور دا وخت ضایع کوونکي جدلونه ونه غځوي. په درنښت -- عثمان انصاري اړیکه 21:26, 28 نومبر 2015 (UTC)

انصاری صاحب مننه.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 23:46, 28 نومبر 2015 (UTC)


د ښاغلي عثمان منصور د مالوماتو لپاره غواړم ووايم چې دا ويکيپېډيا د يو ځانگړي ليکوال لپاره نه ده ځانگړې شوې چې تاسو ورته د زيار صيب سيندونو په نامه اشاره کړې. بله خبر دا چې د مړې پښتو په نامه څه نشته. پښتو يوه ژبه ده چې هېڅکله مړه نه وه او نه ده. مړه ژبه هغه وي چې وييونکی يې د زمکې پر سر و نه موندل شي. دلته هېڅوک پر چا د څه تپلو کوشش او هڅه نه کوي. د خبرو اترو مخونه همدې ته جوړ شوي چې خلک بېلابېل نظريات پکې شريک کړي او يو بل سره مشورې وکړي. زيار صيب د پښتو ژبې يو منلی او تلی ژبپوه دی. د هغه له آثارو گټه اخيستل د دې مانا نه لري چې دا د زيار صيب بيا بېله پښتو ده. د هغوی دا نظريه چې ۲۵٪ نويزونه بايد وکارېږي هغه د ژبې د پرمختگ يوه نظريه ده. غوښتنه د نويزونو په ډله کې نه شمېرل کېږي. دا ځکه چې غوښتل يو ډېر پخوانی مصدر دی چې پښتو ژبه کې شته. طبابت په اړه چې مو څه ليکلي نو په دې اړه دومره وييل غواړم چې هر مسلک ځان ته ترمېنالوژي لري. د يو مسلک په ترمېنالوژي يوازې د هغې مسلکي کسان پوهېږي. که تاسو ډېری طبي کتابونه چې په افغانستان کې ليکل شوي نو په هغو کې د عربي ژبې اصطلاحگانې لکه وعاوي، صدري او نور کارېدلي. که دا بيا عامو خلکو ته ووايئ هغوی پرې نه پوهېږي. وعاوي Vascular يا د رگونو اړونده، صدري Thoracic يه ټټر ته اړونده په مانا دی. دا خبره سمه ده چې ستاسې په خبر د ممپليو په اندازه گټه ځکه نه شي اخيستلی هغه په دې خاطر چې که په افغانستان کې وي او که په پاکستان کې وي پښتانه په خپلې مورنئ ژبې زده کړې نه کوي. مورنۍ ژبې ته د حکومت په چوکاټ کې ځای نه دی ورکړل شوی. دا کار په دې مانا نه دی چې څوک د ډوډۍ لپاره نان او يا د ژبې لپاره زبان بايد وکاروي ځکه چې دا دواړه نومونه، نان او زبان له ډوډۍ او ژبې څخه ډېر عام فهمه دي. په پاکستان او افغانستان کې د ډوډۍ او ژبې لغتونو په پرتله د دې هېوادونو نژدې ټول خلک نان او زبان پېژني چې بيا تر ټولو ډېر عام فهمه کار دی. زما په نظر که چېرته د پښتنو سر د غوښتل او غوښتنه پر لغتونو سم خلاصېږي نو بيا تقاضا کردن او تقاضا ته څه حاجت دی؟. همداراز تاسو د براهينو او سفسطو خبره ياده کړې چې زه فکر کوم دا عام فهمه لغتونه نه دي.

لکه پخوا مې چې وييلي د خاشرودي هڅې د ستايلو دي. دا په دې مانا هېڅکله بايد وانخلئ چې گنې د هغه د هڅو مخالفت څوک کوي. خاشرودي صيب دې په دې نه خپه کېږي چې که چېرته څوک هغه د پښتو ژبې تېروتنو ته متوجه کوي دا ځکه چې پښتو د هغه مورنۍ ژبه نه ده او که د چا مورنۍ ژبه هم وي نو هغه هم تېروتنې کولی شي او بايد د مقابل لوري سالم انتقاد چې د ژبې او گرامر په سمولو کې مرسته ورسره کوي، د سر په دواړو سترگو ومني. --ANBI (خبرې اترې) 20:57, 29 نومبر 2015 (UTC)

و "تقاضا" مخ ته وروګرځي.