حبيب الله زړه سواند

حبيب الله زړه سواند (۱۳۲۱ ل ل کال د ننگرهار ولايت - د ۱۳۹۴ ل ل کال د مرغومي ۲۶، د ۲۰۱۶ ز کال د جنوري ۱۶) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر او ژورناليست وو.

حبيب الله زړه سواند

مخينه

حبيب الله زړه سواند شينواری د شهيد عمرا خان زوی او د ننگرهار ولايت د شینوارو د هسکې مېنې د گذارې په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي لومړنۍ زده کړې تر شپږم ټولگي پورې د شپولې په ښوونځي کې سر ته رسولې او بيا يې تر ۱۲ ټولگي پورې په حربي ښوونځي کې زده کړې وکړې او پر ۱۳۴۳ ل ل کال د ۱۲ ټولگي د بري ليک تر اخيستو وروسته د لوړو زده کړو لپاره دوه ځلي هند ته واستول شو او هلته يې خپلې زده کړې په بري سره بشپړې کړې. تر دې وروسته يې په پخوانۍ چکسلواکيا هېواد کې د جيوليوفويچ د ژورناليزم په نړېوال پوهنتون کې د ژورناليزم په څانگه کې زده کړې ترلاسه کړې. ښاغلي زړه سواند د ټولنیزو زده کړو تر څنگ پوځي زده کړې هم ترسره کړې او پر ۱۳۴۳ ل ل کال د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شو.

دندې

له ١٣٤٣ ل ل کاله تر ١٣٥٥ کاله يې د پکتيا په پوځي ځواکونو کي دنده سرته رسولې؛ د خپلي دندې تر څنگ يې څو کاله په عبدالحی گردېزي لېسه کې د پښتو ادبياتو استاد وو. د ١٣٥٥ ل کاله تر ١٣٧١ ل کاله د وري تر ١٧ نېټې يې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د نشراتو په ریاست کې دنده درلوده. د خپرونو په لوی رياست کي يې بېلابېلې نشراتي دندې سرته رسولې. څه موده په حربي ښوونځي کې د پښتو ادبياتو استاد وو. د ١٣٧١ ل د وري پر ١٧ نېټه کورناستی (تقاعد) شو.

خدای بښلي زړه سواند صيب تشريفاتي خبرې او ستاېني نه خو ښولې، د خپلو لنډو کيسو او شعرونو په اړه به يې دومره ويل چي لنډې کيسې يې خوږې او د شعرونو انځورونه يې د ټپي او تالا شوي هېواد، جگړې ځپلي اتل ملت څو کلنې غمېزې د خيالاتو هنداره ده. د هغه یو شمېر شعرونه سندرغاړيو د موسيقي په څپوکې اورولي دي. لکه څنگه چې د هغه زړه د مينې او عاطفې کور وو، همدغسې يې په شعر کي مينه عاطفه، ملي غرور، صميمت، خواخوږي، احساس او پت نغښتي دي. شعر يې هنريت، شعريت، خوند، پند، جرت او پيغام لري، نو ځکه ژر زړونو ته لار باسي. زړه سواند شينواری په بيوزلو ځورېده او له ځان پالونکو او غولوونکو نه يې کرکه کوله. هغه له خپل هېواد او خلکو سره ډېره مينه درلوده. د ليکوال شاعر، ژورنالست او استاد په توگه يې ادبي کارونه د ستايني وړ دي.

د شعر بېلگه يې

مدني اکر

مړينه

د هېواد دا تکړه شاعر، لیکوال او ژورناليست په شاو خوا ۷۰ کلنۍ عـمـر د ۱۳۹۴/۱۰/۲۶ لمريز لېږدي د شنبې پر ورځ له دې فانی نړۍ سره د تـل لـپـاره مخه ښه وکړه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښېرونه

ښاغلي زړه سواند له ۱۳۳۹ لمریز کاله راهيېسې د هېواد په رسنیو کې د چاپ لپاره مقالې، شعرونه، ادبي ټوټې، نثرونه او کیسې چمتو کولې. هغه ځینې علمي او هنري نښېرونه هم لري چې لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. تر دې مهاله يې دا لاندې نښېرونه چاپ شوي دي:

۱- لېونۍ (د لنډو کيسو ټولگه).

۲- ننواتي (د شعرونو ټولگه).

۳- سپينه ډوډۍ (ژباړه).

۴- ارمانونه (د شعرونو غونډ).

۵- مرور ماښام (د شعرونو غونډ).

۶- د گلانو سړی (ژباړه).

۷- شعرونه شوگيرونه (د شعرونو غونډ)، د ۱۳۷۰ ل ل کال چاپ، کابل، د اطلاعاتو او کولتور وزارت.

۸- د ماشوم غږ (د شعرونو غونډ).

۹- سپينه کوتره (د لنډو کيسو ټولگه).

۱۰- تڼاکې (د شعرونو غونډ).

۱۱- د سيند په غاړه (د شعرونو غونډ).

۱۲- وينې پر گلاب وينی (د شعرونو غونډ).

ناچاپ نښيرونه يې

۱- شاتو کې زهر (د لنډو کيسو ټولگه).

۲- زه چې ماشوم وم (د ماشومانو لپاره انتباهي کيسې).

۳- گل شو پاڼې پاڼې (د څلوريځو او غزلو ټولگه).


باندنۍ تړنې

۱-په ويکي شعرونه کې د حبيب الله زړه سواند شينواري شعرونه[مړه لينکونه]

۲- http://www.muhassileen.net/41274/%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%9A%D8%A7%D8%AF-%D8%AD%D8%A8%DB%8C%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%B2%DA%93%D9%87-%D8%B3%D9%88%D8%A7%D9%86%D8%AF-%DA%85%D9%88%DA%A9-%D9%88%D8%9F/[مړه لينکونه]

۳- https://rohi.af/news/43103

۴- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-en-Zz-1---20-about---00-0-1-00-0--4----0-0-11-00-0utfZz-8-00&cl=CL2.290.20&d=HASH89e0a5d4a957e1d2e16883&x=1

۵- https://www.samsoor.com/shaer.php?s_id=39 Archived 2019-04-20 at the Wayback Machine.

۶- https://www.ketabton.com/bookfile/919 Archived 2019-08-02 at the Wayback Machine.