حباب خان بابا

حباب خان (زوکړه؟ - مړینه د ۱۹۷۴ زېږدي کال د اکتوبر ۲۶، کابل (بلې سرچينې يې د مړینې کال ۱۹۸۵ زېږدي یاد کړی دی)) د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان ملگری، خدايي خدمتگار او د خپلواکۍ مبارز وو.

مخينه سمول

د بابړې غازي، ستر خدایي خدمتگار حباب خان بابا د شهداد خان زوی وو، او د سوابۍ د کالو خان کلي اوسیدونکی وو. هغه د ۱۹۴۸ ز کال د اگسټ د ۱۲ نېټې د بابړې په خونړۍ پېښه کې ټپي شو او په ټپي وجود یې د پښتونستان گټلو اراده وکړه، په ټپي وجود له کوره بې کوره شو. بايد وویل شي چې حباب خان بابا د ملگرې ډاکټرانو پخواني صدر ډاکټر مشتاق احمد لالا نیکه وو.

د حباب خان له خوا د بابړې د خونړۍ پېښې کيسه سمول

د بابړې میدان ته خدایي خدمتگاران راغونډ شول، چې مشر یې سالار امین جان وو. يانې هغه سړی چې د مترې د کوچیانو وو. سالار امین جان ته چې کله خط راغی او حکم وشو، چې جومات ته ولاړ شﺉ، نو د جومات لاره ملېشې نیولې وه او ویره ډېره وه. ما وړاندیز وکړ، چې د سپینو جامو کسان دې مخکې او د سرې وردۍ خلک دې ورپسې کتار کې شي او ور روان شول، خو له جومات نه هوایي ډزې وشوې او ماشومان او ښځینه د ویری نه په شا شول.

جلوس جومات ته ور روان وو. دغه ځای په ژوره کې وو چې وروستو خلکو وکتل، دوی روان دي او ډزې بندې دي، نو موږ پسې راواپس شول او په دوی ډزې وشوې چې پکې ډېر ولگیدل!

جلوس لږ پښه نیولې شو. اوس خو جومات ته ورتلل وو او ما د سپینو جامو والا له د وړاندې کېدو وړاندیز ځکه ورکړی وو چې زما جامې هم سپینې وې! ډولکي والا او جنډې والا مې ونیول، چې په جومات به جنډه ودروو. په شا به نه ځو. ډولکي والا رانه خلاص شو او د جنډې والا چې نوم یې رانه هیر دی، ما له یې جنډه نه راکوله. د شا نه د سرو جامو یو ځوان راغی. هغه د هشنغر د میاسي د خان زوی وو. ما نشانچي په غېږ کې راواخېست او چې څنگه وروختو، نو زه په پښه ولگیدم او نشانچي زما په غېږه کې په سینه ولگید او شهید شو. د سرو جامو ځوان هم راپرېوت او شهید شو. زه ښکته راورغړېدم او چې گرنیټ یې را گوزار کړو، نو ډېر خدایي خدمتگاران ژوبل شول.

د ژوبلو کټونه یې راوچت کړل، نو زما کټ پکې وړومبی وو او چې ومې کتل، نو شاته د کټونو لوی کتار وو. د چارسدې نه یې د امیر محمد خان په موټر کې واچولم، د خانمای په تاڼه یې ونېولم او د کالو خان تاڼې ته یې ورسولم. هلته څو ورځې پروت وم او قیوم خان کوشش کولو چې پاکستان ومنم، خو چې کامیاب نه شو، نو پلار یې راپسې راوست. پلار مې کمزوری او زما د ژوند نه ناامیده وو، نو په ترخه یې راته وویل: زه د مرگ په پوله ولاړ یم او ستا بچ کېدل هم د بل په اختیار کې دي. ویل یې ومې وینه! ما ترېنه مخ واړوو. په تلو تلو کې یی راته ویل: تر څو چې کامیاب نه یې، ما به نه ملامتوې.

بس! بیا مې خپلو سړو له ځواب ورکړو چې نور مې وباسئ؛ چېرته مړ مې نه کړی او قدرې ته ولاړم. شپږ میاشتې وروسته ښه شوم، نو پڼول چې د مابڼ سره نږدی وو، هلته ولاړم او د ولي خان په وینا مې د قیدیانو د ازدولو په لړ کې د تشدد لار غوره کړه. په نتیجه کې گدون حکومت قبضه کړو او زه افغانستان ته ولاړم. په افغانستان کې مې د پښتونستان د ازادۍ لپاره په عملي مبارزه لاس پورې کړو او تر مرگه مې پاکستان ونه مانه.

لیکوال سلیم خان ایډوکېټ د حباب خان بابا په اړه ليکي:

«حباب خان بابا د شوابۍ د کالو خان کلې یو ډېر غښتلی او نامتو خدایي خدمتگار وو. هغه د باچا خان بابا ډېر رېښتونی او کلک ملگری وو. د بابړې په کربلا کې حباب خان بابا ډېر زیات ژوبل شو؛ خپلو کلیوالو ملگرو د ویرې نه روغنتون ته نه شو وړلی، نو د بابړې نه یې په شاړو لارو د سوابۍ کالو خان کلي ته په کټ راوړو او بیا یې د گدون گباسڼۍ کلې ته یوړو، چې هلته ورله یو نایي دوه کاله مسلسل د ټپونو د درملنه کوله.

گدون په هغه وخت کې علاقه غیر وه. کله چې د حباب خان بابا ټپونه ښه شول، نو یوه شپه په پټه کالو خان کلي ته راغللو او له خپلو بچو سره يې لیدل کتل وکړل. بیا یې خپلې کور ودانې ته وویل، چې زه کابل ته ځم، د بچو خیال ساته، زه به بیا پاکستان ته نه راځم او که چرې د پښتنو ازاد وطن پښتونستان جوړ شو، نو بیا به خامخا راځم، زما انتظار کوه.»

حباب خان بابا پر ۱۹۴۸ زېږدي کال کابل ته ولاړ. هلته یې سیاسي پناه واخېسته. پاچا ظاهر شاه ورله کور ورکړ. بیا چې کله باچا خان بابا پر ۱۹۶۲ ز کال په کابل کې جلا وطن شو، نو دواړه یو ځای اوسېدل. خو، چې کله پر ۱۹۷۱ ز کال په پښتونخوا صوبه کې د نېپ (نېشنل عوامي پارټی) او جی یو اي (جمعېت علماء اسلام) گډ حکومت جوړ شو، نو ولي خان او د گوند نورو مشرانو باچا خان بابا ته خواست وکړو، چې اوس په صوبه کې خپل حکومت دی، نو خپله جلاوطني ختمه کړه او واپس راشه. باچا خان بابا دا خواست ومنلو او د واپس راتللو پرېکړه یې وکړه. باچا خان بابا چې کله ددې پرېکړې نه حباب خان بابا خبرولو، نو ورته ويي ویل: حباب خانه! په صوبه کې اوس زموږ حکومت دی او دواړه به یو ځای ځو.

حباب خان بابا په ځواب کې ورته وویل: باچا خانه! که ته ځې، خو ځه، زه نه شم تللی، ځکه چې زما ښځه ژوندۍ ده او ما هغې سره لوظ کړی وو چې زه به پاکستان ته نه درځم. د پښتنو ازاد وطن پښتونستان ته به درځم. هغه وو چې باچا خان یوازې راغی او په تورخم یې ډېر تاریخي استقبال وشو. حباب خان بابا په کابل کې پاتې شو او بیا پر ۱۹۸۵ ز کال په کابل کې په حق ورسید.

مړينه سمول

خدایي خدمتگار او ملي مبارز حباب خان بابا د ۱۹۷۴ ز کال د اکتوبر پر ۲۶ نېټه (يا ۱۹۸۵ ز کال) په کابل کې ومړ او بیا د شهدای صالحین په ادېره کې د اوڅار پښتونپال او ولسپال افغان وزیر محمد گل خان مومند په څنگ کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

د پښتو ژبې نامتو شاعر اجمل خټک دا څو شعرونه هغه ته ډالۍ کړل او د حباب خان د قبر په کتيبه هم ثبت دي:

زه غازي د خپلې خاورې د خپل قام یم - زه شهید د خپل وطن د ننگ او نام یم

یوسفزی د لوی ټبر د کالو خان یم - قربان شوی په آرزو د لوی افغان یم

سر مې ورکړو د خپل کوره په سفر کې - خو تسلیم نه شوم غلیم ته په ډگر کې

حباب خان وم، سرلښکر د خپل کاروان شوم - چې شهید د خپل ازاد پښتونستان شوم

اخځليک سمول

۱- https://afghanexpress.wordpress.com/2018/10/15/%D8%AD%D8%A8%D8%A7%D8%A8-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D8%A7-2/ د لیکوال جوهر لونگین ليکنه.

۲- https://afghanexpress.wordpress.com/2018/10/15/%D8%AD%D8%A8%D8%A7%D8%A8-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D8%A7/

د لیکوال سلیم خان ایډوکېټ ليکنه.