جېفرسن ډېویس

جېفرسن فاینس ډېویس (زوکړه: د ۱۸۰۸ ز کال جون ۳مه – مړینه: د ۱۸۸۹ ز کال ډېسمبر ۶مه) یو امریکایی سیاستوال و چې له ۱۸۶۱ ز کال څخه تر ۱۸۶۵ ز کال پورې یې د امریکا کنفدراسیوني ایالتونو د اجرائیوي رئیس په توګه دنده تر سره کړه. د امریکې له کورنۍ جګړې نه مخکې یې د ډیموکراټ ګوند لخوا د امريکې په سنا مجلس او استازو په مجلس کې د مسيسيپي ایالت لپاره استازیتوب کړی. له هغه وړاندې یې د جمهور رئیس فرانکلېن پییَرس په دوره کې د جګړې وزیر په توګه کار کاوه.

جېفرسن ډېویس
(انګلیسي: Jefferson Davis د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېفرسن ډېویس
جېفرسن ډېویس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Jefferson Finis Davis د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ جون ۱۸۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 6 ډيسمبر 1889 (81 کاله)[۲][۸][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۲۷ جون ۱۸۰۸–۱۸ فبروري ۱۸۶۱)
د امریکا متحده ایالات (۲۵ ډيسمبر ۱۸۶۸–۶ ډيسمبر ۱۸۸۹)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي (۱۸۲۴–۱۸۲۸)  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد Bachelor of Science   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک پوځي افسر
سياستوال [۹]
سوداگر
ليکوال [۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني [۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د مکسیکو او امریکا جګړه
د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جېفرسن ډېویس
جېفرسن ډېویس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېویس د کېنټاکي په فېیرویُو کې زیږېدلی و او د یوه بزګر تر ټولو کوچنی ماشوم و. هغه د مسیسیپي په وېلکېنسن ولسوالۍ کې لوی شو او په لويزیانا کې یې هم ژوند کړی. د هغه مشر ورور جوزف اېموري ډېویس د متحده ایالاتو نظامي اکاډمۍ کې د کوچني ډېویس ګمارنه ترسره کړه. له فراغت نه وروسته جېفرسن ډېویس شپږ کاله د متحده ایالاتو په پوځ کې د ډګرمن په توګه پاتې شو. هغه د مکسیکو او امریکا جګړه (۱۸۴۶-۱۸۴۸ز کلونو) کې د داوطلبې قطعې د ډګروال په توګه دنده ترسره کړه. هغه د امریکې  کورنۍ جګړې څخه د مخه په مسیسیپي کې د پختې لوی کښت چلاوه چې د هغه ورور جوزف هغه ته ورکړی و او ۱۱۳ غلامان یې درلودل. که څه هم ډېویس په ۱۸۵۸ ز کال کې د جلا کېدو پر وړاندې مخالفت وښود مګر هغه په ​​دې باور و چې دولتونه د اتحادیې پرېښودو مسلم حق لري.[۱۲][۱۳]

ډېویس په ۱۸۳۵ز کال کې چې ۲۷ کاله عمر یې درلود د یوه جنرال او راتلونکي ولسمشر زکري ټېلر لور سارا ناکس ټېلر سره واده وکړ. دوی دواړه ډېر ژر په ملاریا اخته شول او سارا له واده څخه درې میاشتې وروسته ومړه. ډېویس ورو ورو روغ شو او د خپل ژوند په اوږدو کې یې د ناروغۍ له دوامداره رنځونو څخه ځورېده. ډېویس په ۳۶ کلنۍ بیا له ۱۸ کلنې ورینا هوېل سره واده وکړ چې په مسیسیپي کې د نیچز سیمې اصلي اوسیدونکې وه او په فېلادلفیا کې یې زده کړې وې او په شمال کې یې ځینې خپلوان درلودل. دوی شپږ ماشومان درلودل چې یوازې دوه یې ژوندي پاتې شول او د هغوی له منځه یوه واده وکړ او د ماشومانو څښتن و.[۱۴]

ډېری تاریخ پوهان د ایالتونو د کنفدراسیون ځینې کمزورتیاوې د ډېویس کمزوره رهبرۍ پورې تړلې بولي. په جزیاتو کې د هغه بوختیا، د مسئولیتونو په اړه بې غوري، د خلکو نه را جذبول، د ایالتونو له ځواکمنو والیانو او جنرالانو سره دښمني، د پخوانیو ملګرو پر وړاندې بده رویه، له خپلو مخالفینو سره د ښو اړیکو نه ساتل، د نظامي چارو په خاطر په ملکي چارو کې بې غوري او د عامه افکارو پر وړاندې درېدل دا ټول د هغه پر وړاندې پایلې درلودې. تاریخ پوهان دا مني چې هغه په اتحادیه کې د خپل سیال ولسمشر ابراهام لېنکن په پرتله خورا لږ اغېزمن جنګي مشر و. وروسته له هغه چې ډېویس په ۱۸۶۵ ز کال کې په ​​خیانت تورن شو او ونیول شو، هغه د وېرجینیا ایالت د هېمپټن ښار په فورټ مونرو کې بندي شو. هغه هېڅکله هم محاکمه نه شو او دوه کاله وروسته خوشی شو. ډېویس له جګړې وروسته بې له دې چې کوم سپکاوی ور ته وشي د پخوانۍ تړونولۍ په پار د خپل مشر جنرال رابرټ اډوارډ لي لخوا بل ځای ته تبدیل شو. ډېویس د کنفدراسیوني حکومت عروج او زوال په نوم یوه تاریخچه لیکلې چې په ۱۸۸۱ز کال کې بشپړه شوه. د ۱۸۸۰ یمې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې هغه د پخلاینې هڅې پیل کړې، سویلي خلکو ته یې وویل چې اتحادیې ته وفادار واوسي. پخوانیو تړونوالو په جګړه کې د هغه د رول ستاینه وکړه او هغه یې د سویلي هېوادپال په توګه پېژنده. هغه د بیارغونې له دورې وروسته په سوېل کې د کنفدراسیون له لاسه وتلي لامل اتل شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ژوند لومړني وختونه سمول

زېږون او د کورنۍ شالید یې سمول

جېفرسن فاینِس ډېویس د ۱۸۰۸ ز کال د جون په دریمه د کېنټاکي په فېیرویُو کې د کورنۍ په پلرني استوګنځي کې زیږیدلی. هغه کله کله د خپل زیږون کال ۱۸۰۷ هم ښوودلی. هغه خپل منځنی نوم د ژوند په وروستيو کې پرېښود خو بیا هم کله نا کله به یې په اختصاري ډول کاراوه. ډېویس له جین (نی کوک) او سموییل اېموري ډېویس څخه زیږېدلی او د لسو ماشومانو په منځ کې تر ټولو کوچنی و. د هغه مشر ورور جوزف اېموري ډېویس له هغه نه ۲۳ کاله مشر و. هغه د وخت د ولسمشر ټامس جېفرسن په نوم نومول شوی و چې پلار به یې ستاینه کوله. په ناڅاپي ډول یوازې اته میاشتې وروسته د فېیرویُو شمال ختیځ ته د ۱۰۰ میله (۱۶۰ کیلومتره) څخه په لږ واټن سره ابراهام لېنکن د کېنټاکي په هاجېن وېل کې وزيږېد. د شلمې پېړۍ په پیل کې د ډېویس د زېږون ځای ته نږدې د جېفرسن ډېویس ایالتي تاریخي څلی جوړ شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ډېویس پلرني نیکه او انا د شمالي وېیلز په سنوډونیا سیمه کې زیږېدلي او د اتلسمې پېړۍ په پیل کې شمالي امریکا ته په جلا ډول مهاجر شوي وو. د هغه مورني نیکه او انا انګریزان وو. د ډېویس پلرنی نیکه اېوَن په پیل کې فيلاډلفیا ته له رسیدو وروسته د جورجیا په استوګنغونډ کې مېشت شو، چې ډېری د ساحل په اوږدو کې جوړ شوی و. هغه له کونډې لیډیا اېموري وېلیامز سره واده وکړ چې له مخکیني واده څخه یې دوه زامن درلودل او د دوی زوی سموییل اېموري ډېویس په ۱۷۵۶ ز کال کې زیږیدلی و. هغه د امریکا انقلابي جګړې پر مهال په قاره یی پوځ کې د خپلو دوو مشرانو میرنیو وروڼو ترڅنګ دنده ترسره کوله. په ۱۷۸۳ ز کال کې له جګړې وروسته هغه له جېن کوک سره واده وکړ چې په ۱۷۵۹ ز کال کې له وېلیم کوک او د هغه مېرمنې سارا سمپسن څخه د کېنټاکي په کرېسټین کاونټي (ولسوالۍ) کې زیږېدلې وه. په ۱۹۷۳ ز کال کې د ډېویس کورنۍ بېرته کېنټاکي ته کډه شوه د کرېسشین او ټاډ ولسوالیو پر پوله یې د "ډېویسبرګ" په نوم استوګنیزه ټولنه جوړه کړه چې په پای کې یې نوم فېیرویُو ته واړول شو.

ماشومتوب سمول

د ډېویس د ماشومتوب په بهیر کې د هغه کورنۍ دوه ځله کډه وکړه: چې په ۱۸۱۱ ز کال کې د لوویزیانا سېنټ مري پېرَش ته او د یو کال څخه لږ وروسته د مسیسیپي وېلکېنسن ولسوالۍ ته وه. د هغه دریو مشرانو وروڼو د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې خدمت وکړ. ډېویس په ۱۸۱۳ ز کال کې خپلې زده کړې په وېلکېنسن اکاډمۍ کې د کورنۍ د پختې کښت ته څېرمه د ووډ وېل په کوچیني ښار کې پیل کړې. د هغه ورور جوزف د پلار د ځای ناستي په توګه کار کاوه او جېفرسن یې  زده کړې ته وهڅاوه. دوه کاله وروسته ډېویس په سېنټ روز کلیسا کې د سېنټ ټامس کاتولیک ښوونځي ته داخل شو،  چې د کېنټاکي په واشنګټن ولسوالۍ کې د ډومینیکن ډلې لخوا اداره کېږي. هغه مهال دی د ښوونځي یوازینی پروتستانت زده کوونکی و. ډېویس په ۱۸۱۸ ز کال کې مسیسیپي ته راستون شو چې په واشنګټن کې یې د جیفرسن په ښوونتون (کالج) کې زده کړې وکړې. هغه په ۱۸۲۱ ز کال کې کېنټاکي ته ولاړ او د لکسېنګټن په ټرانسلوانیا پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. (په هغه وخت کې دا ښوونتونونه د اکاډمیو په څیر وو او تقریباً د لېسو سره برابر وو) . کله چې جېفرسن ۱۶ کلن و د هغه پلار سموییل د ۱۸۲۴ ز کال د جولای په څلورم مړ شو.[۲۵][۲۶]

د پوځي حرفې لومړني وختونه سمول

جوزف هڅه وکړه تر څو ډېویس د متحده ایالاتو نظامي اکاډمۍ (وېسټ پاینټ) کې شامل کړي چې د ۱۸۲۴ ز کال په وروستیو کې پیلېده. په داسې حال کې چې هغه د ۱۸۲۶ ز کال د کرېسمس په جریان کې د ایګنګوګ په لاریون کې د هغه د رول له امله په کور کې نظربند شوی و. زده کوونکو اکاډمۍ ته ویسکي قاچاق کړل تر څو اګناګ جوړ کړي، او د درېیمې برخې څخه زیات زده کوونکو پکې ګډون درلود. د ۱۸۲۸ ز کال په جون کې ډېویس په ۳۳ کسیزه ټولګي کې ۲۳م فارغ شو. له فراغت څخه وروسته دوهم ډګرمن ډېویس په لومړۍ پیاده قطعه کې وګمارل شو او د مېشیګان په فورټ کرافورډ، پرېیری دو چین سیمه کې ځای پرځای شو. زَکَري ټېیلر د متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشر د ۱۸۲۹ ز کال په لومړیو کې د ډېویس له رسېدلو څخه لږ وخت د مخه قومانده په غاړه اخیستې وه. [۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. http://jeffersondavis.rice.edu/Genealogy.aspx
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122577651 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/davis-jefferson — subject named as: Jefferson Davis
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0021638.xml — subject named as: Jefferson Davis — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=davisj — subject named as: Jefferson Davis
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/16965 — subject named as: Jefferson Davis — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=14035 — subject named as: Jefferson Davis — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. subject named as: Jefferson Davis — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Davis, Jefferson (03 June 1808?–06 December 1889), president of the Confederate States of America and U.S. senator — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0400300
  9. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/D000113 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122577651 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. Johnson, Paul (1997). A History of the American People. New York, New York: HarperCollins. د کتاب پاڼې 452. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-016836-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Anti-Secessionist Jefferson Davis". National Park Service. مؤرشف من الأصل في June 12, 2018. د لاسرسي‌نېټه July 27, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cooper 2000, pp. 70–71.
  15. Cooper 2008, pp. 3–4.
  16. Wiley, Bell I. (January 1967). "Jefferson Davis: An Appraisal". Civil War Times Illustrated. 6 (1): 4–17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Escott 1978, pp. 197, 256–74.
  18. Strawbridge, Wilm K. (December 2007). "A Monument Better Than Marble: Jefferson Davis and the New South". Journal of Mississippi History. 69 (4): 325–47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Rennick 1984، ص. 97.
  20. Eaton 1977، ص. 3.
  21. Cooper 2000، ص. 11.
  22. Davis 1991، صص. 4–5.
  23. Davis 1991، ص. 6.
  24. Cooper 2000، ص. 3.
  25. Strode, 1955, pp. 11–27.
  26. Strode 1955, pp. 4–5.
  27. Hamilton, Holman (1978). "Jefferson Davis Before His Presidency". The Three Kentucky Presidents. Lexington: University Press of Kentucky. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813102467. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. U.S. Military Academy, Register of Officers and Graduates of the U.S. Military Academy from March 16 to January 1, 1850. Compiled by Capt. George W. Cullum. West Point, N.Y.: 1850, p. 148.