د مکسیکو او امریکا جګړه

د مکسیکو او امریکا جګړه په امریکا کې د مکسیکو جګړې په نامه یادېږي او په مکسیکو کې د متحده ایالاتو دلاسوهنې په نامه هم یادېږي. دا له ۱۸۴۶ز نه تر ۱۸۴۸ز کال پورې د امریکا او مکسیکو هېوادونو ترمنځ جګړه وه. دا جګړه وروسته له هغه پېښه شوه، چې په ۱۸۴۵ز کال کې امریکا د ټیکزاس ایالت ملحق کړ، خو مکسیکو ټیکساس خپله خاوره ګڼله؛ ځکه د مکسیکو حکومت د ویلاسکو تړون، چې د مکسیکو د دولت د مشر انتونیو لوپز دي سانتا انا له خوا، چې د ټکزاس د ۱۸۳۶ز کال د انقلاب په لړ کې د ټکزاس د پوځ له خوا زنداني و، په رسمیت نه پېژندل کېده. د ټکزاس جمهوریت په حقیقت کې یو خپلواک هېواد و، خو د هغه ډېرو اتباعو غوښتل چې له امریکا سره یوځای شي. د امریکا کورني سیاست نه غوښتل، چې هغه دې ورسره پیوند شي؛ ځکه ټیکزاس به یو غلام دولت شوی و او د شمالي ازادو ایالتونو او د سویلي غلام ایالتونو ترمنځ به یې د واک انډول له مینځه وړی و. د امریکا د ۱۸۴۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ډیموکراټ جیمز کې پولک په اوریګوننډ ټیکزاس کې د متحده ایالاتو خاورې ته د وسعت ورکولو په پلېټ فورم کې وټاکل شو. پولک د سوله ییز وسله وال ځواک له لارې د پراختیا ملاتړ وکړ. په ۱۸۴۵ز کال کې د ټیکزاس له ملحقېدا سره یې دا موخه د سوله ییزو وسیلو له لارې پر مخ بېوله. په هر حال، د ټیکزاس او مکسیکو ترمنځ پر پولې لانجه وه، د ټیکزاس جمهوریت او متحده ایالاتو وویل چې دا درېو ګراننډ سیند دی او مکسیکو ادعا وکړه، چې دا د شمالي نیویس سیند دی. مکسیکو او متحده ایالاتو د همدغې سیمې پر سر مناقشه کوله او دواړو خپل سرتېري ور ولېږل. پولک سیمې ته د متحده ایالاتو د پوځ سرتېري واستول او مکسیکو ته یې یو ډیپلوماټیک پلاوی هم واستاوه، ترڅو د سیمې د پلورلو په اړه یې خبرو اترو ته وهڅوي. د متحده ایالاتو د سرتېرو حضور د دې لپاره و، چې مکسیکو د جګړې پیل کولو ته وهڅوي، د مکسیکو مسئولیت یې منلی و او پولک ته یې اجازه ورکوله، چې کانګریس ته خپل دلایل وړاندې کړي او د جګړې اعلان دې وکړي. د مکسیکو ځواکونو پر امریکایي ځواکونو برید وکړ او له دې سره د امریکا کانګریس د جګړې اعلان وکړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ټکزاس له دغې جنجالي سیمې ور هاخوا، د متحده ایالاتو ځواکونو په چټکۍ د ریو ګرانډ په پورتنۍ برخه کې د سانتا في دي نوو مکسیکو پلازمېنه ونیوله، چې د میسوري او نوو مکسیکو ترمنځ د سانتا في مسیر له لارې له متحده ایالاتو سره سوداګریزې اړیکې لرلې. د متحده ایالاتو ځواکونو هم د الټا کلفورنیا ایالت پر وړاندې حرکت وکړ او بیا سویل ته لاړل. د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د باجا کلفورنیا په لاندیني سویل کې د ارام سمندر وتاړه. د مکسیکو حکومت په دغه وخت کې د سولې تړون د لاسلیکولو لپاره له فشاره ډډه وکړه. د وینفیلد سکاټ په مشرۍ د مکسیکو پر مرکز د متحده ایالاتو برید او د مکسیکو پلازمېنه نیول د سولې د خبرو اترو لپاره د مجبورولو پر سټراټیژي بدل شو. که څه هم مکسیکو د جګړې په ډګر کې ماتې وخوړه، خو په سیاسي لحاظ د دغه حکومت د تړون خبرې اترې د یوې پېچلې مسئلې په توګه پاتې شوه، ځینو ډلو ویل چې موږ خپله خاوره له لاسه نه ده ورکړې او په رسمیت یې نه پېژنو.  پولک په رسمي ډول د سولې استازی نیکولاس ټریسټ د مذاکره کوونکي په توګه له خپل مقامه لرې کړی و، خو ټریسټ دغه امر بابېځایه وګاڼه او په بریالیتوب یې د ۱۸۴۸ز کال د ګواډالپ هیډالګو تړون پای ته ورساوه. دغه جګړه پای ته ورسېده او مکسیکو خپله تسلیمي په رسمیت وپېژانده. ځینې سیمې چې د ټکزاس برخه نه وې، د متحده ایالاتو د پوځ له خوا فتحه شوې. دغه د الټا کلفورنیا او سانتا في دي نوو مکسیکو شمالي سیمې وې. متحده ایالاتو موافقه وکړه، چې د جګړې فزیکي زیان لپاره به ۱۵ میلیونه ډالر ورکړي او د مکسیکو ۳.۲۵ میلیونه ډالره پور یې د امریکا اتباعو ته ورکړ. مکسیکو د ټکزاس ایالت خپلواکي ومنله او ریو ګرانده یې له امریکا سره د شمالي پولې په توګه قبوله کړه.

پولک د متحده ایالاتو په ځینو برخو کې د خاورې پراختیا د وطن پالنې الهام وګاڼه، خو د جګړې او تړون د تلفاتو؛ مالي، لګښتي او درنو وسلو لپاره یې په پیل کې سختې نیوکې وکړې. له نوو استملاکونو سره د چلند څرنګوالي پوښتنې هم په متحده ایالاتو کې د غلامۍ په اړه بحثونه تاوده کړل. که څه هم د ویلموت شرط، چې په ښکاره ډول د مکسیکو فتحه شوې خاورې ته د غلامۍ غځول منع دي، خو د کانګریس له خوا ونه منل شو او د تاوتریخوالي لپاره دغو بحثونو لا سخت شو. ځینو پوهانو ویل چې د مکسیکو او امریکا جګړه د دې لامل شوه، چې په امریکا کې کورنۍ جګړې رامنځته شي، ځینو سرتېرو چې په ویسټ پوینټ کې روزل شوي وو، د جګړې پرمهال یې له هرې خوا اړینه برخه اخیسته. [۶][۷][۸]

په مکسیکو کې جګړې کورنی سیاسي کړکېچ لاپسې خراب کړ. دغه جګړه چې په هېواد کې دننه وه؛ نو مکسیکو ته هم د سرتېرو او هم د ملکي وګړو لوی تلفات واوښتل. د هېواد مالي بنسټونه کمزوري شول، خاوره یې له لاسه ورکړه او ملي اعتبار یې پر هغه حالت بدل کړ، چې د مکسیکو د لیکوالانو له ډلې رامونن الکارزا او خوزه ماریا دل کاسټیو ولاسکو هغه (د تخریب او بربادۍ حالت) وباله. [۹]

تر خپلواکۍ وروسته مکسیکو سمول

مکسیکو له هسپانیوي سترواکۍ نه په ۱۸۲۱ز کال کې د کورډوبا له تړون سره او د خپلواکۍ لپاره د شاهي پوځ او یاغیانو ترمنځ تر یوې لسیزې شخړې وروسته پرته له کومې بهرنۍ مداخلې خپلواکي ترلاسه کړه. جګړې د زکاټیکاس او ګواناجواتو د سپنو زرو د کانونو سیمې ویجاړې کړې؛ نو مکسیکو د یوه خپلواک هېواد په توګه په کار پیل وکړ او مالي ثبات یې د صارداتو په برخه کې له منځه لاړ. مکسیکو د لنډې مودې لپاره پاچاهي تجربه کړه، خو په ۱۸۲۴ز کال کې پر جمهوریت بدل شو. د دغه دولت د کمزورتیا ټکی بې ثباتي وه او کله چې په ۱۸۴۶ز کال کې یې له متحده ایالاتو سره جګړه پیل شوه؛ نو دا د یوې لویې نړیوالې جګړې لپاره چمتو نه و. مکسیکو په ۱۸۲۰ لسیزه کې د خپلې پخوانۍ مستعمرې د بیا نیولو لپاره د هسپانیې د هڅو پر وړاندې او د فرانسې پر وړاندې یې مقاومت وکړ. دغه جګړه یې په ۱۸۳۸ز کال کې د پیسټري جګړې په نامه ونوموله، خو د مکسیکو د مرکزي حکومت پر وړاندې په ټکزاس او یوکاتانا کې د بېلتون غوښتونکو بریا د مکسیکو د حکومت کمزروتیا وښوده، چې څو ځلې پېښه شوه. د مکسیکو پوځ او په مکسیکو کې د کاتولیک کلیسا دواړه غوره بنسټونه وو او له محافظه کار سیاسي لیدلورو سره تر مکسیکو پیاوړي وو.

د ټورنټو مسئله سمول

ولسمشر پولک ټایلر او د هغه ځواکونو ته د ریو ګرانډي سویل ته د تللو امر وکړ. ټایلر له نیوس نه د شاتګ لپاره د مکسیکو غوښتنې له پامه وغورځولې. هغه یوه لنډمهاله کلا (وروسته د فورټ براون/ فورټ ټکزاس په نامه وپېژندل شوه) د ریو ګرانډي په څنډه کې د ماتاموروس، تاماولیپاس ښار ته څېرمه جوړه کړه.[۱۰]

د مکسیکو ځواکونه د جګړې لپاره چمتو شوي وو. د ۱۸۴۶ز کال د اپرېل په ۲۵مه ۲۰۰۰ مکسیکویي سپرو ځواکونو د کپټان سیټ ټورنټن په مشرۍ د متحده ایالاتو پر ۷۰ کسیزه ګزمه باندې برید وکړ، دغه ګزمه د ریو ګراننډ شمال او د نیوس سیند سویل ته د متنازعې سیمې لپاره لېږل شوې وه. د ټورنټن په شخړه کې د مکسیکو سپرو ځواکونو ګزمه وکړه، چې ۱۱ امریکایي سرتېري یې ووژل او ۵۲ نور یې ونیول.[۱۱]

د جګړې پای او د سولې شرایط سمول

مکسیکو له نظامي پلوه پیاوړې وه، خو دا چې د مکسیکو ډېر مرکزي ښارونه او خپله د مکسیکو پلازمېنه نیول یې د دې لامل شوه، چې مکسیکو به نور په معمولي جګړو کې له ځانه دفاع ونه شي کړی. مکسیکو د بېلابېلو لورو له کورنیو اختلافاتو سره مخامخ شوه، چې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دومره اسانه نه برېښېده. په امریکا کې هم د سولې خبرې پېچلې شوې. سوله د ۱۸۴۷ز کال په جنوري کې د کاهوینګا له تړون سره، د کلیفورنیا له تسلیمۍ (د التا کیلفورنیا مکسیکویي اوسېدونکي) سره د امریکایي ځواکونو پر وړاندې لاسته راغله، خو له دې سره سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې یو لوی او جامع تړون ته اړتیا وه. [۱۲]

سرچينې سمول

  1. Tucker, Spencer C. (2013). The Encyclopedia of the Mexican-American War: A Political, Social and Military History. Santa Barbara. د کتاب پاڼې 564. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Landis, Michael Todd (October 2, 2014). Northern Men with Southern Loyalties. Cornell University Press. doi:10.7591/cornell/9780801453267.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-5326-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Greenberg, Amy (2012). A Wicked War: Polk, Clay, Lincoln, and the 1846 U.S. Invasion of Mexico. Vintage. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-47599-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Guardino, Peter. The Dead March: A History of the Mexican-American War. Cambridge: Harvard University Press 2017, p. 71
  5. US Army, Military History, Chater 8, Mexican American War and After
  6. Davis, Kenneth C. (1995). Don't Know Much About History. New York: Avon Books. د کتاب پاڼې 143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Zinn, Howard (2003). "Chapter 8: We take nothing by conquest, Thank God". A People's History of the United States. New York: HarperCollins Publishers. د کتاب پاڼې 169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rives 1913، ص. 658.
  9. Alcaraz, Ramón; et al., المحررون (1850). The Other Side: or Notes for the History of the War between Mexico and the United States. تُرجم بواسطة Albert C. Ramsey. New York: John Wiley. د کتاب پاڼي 1–2. OCLC 1540860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Justin Harvey Smith (1919). The war with Mexico vol. 1. Macmillan. د کتاب پاڼې 464. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781508654759. مؤرشف من الأصل في June 29, 2016. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. K. Jack Bauer (1993). Zachary Taylor: Soldier, Planter, Statesman of the Old Southwest. Louisiana State University Press. د کتاب پاڼې 149. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807118511. مؤرشف من الأصل في May 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Loveman, No Higher Law, p. 87