جېش العدل

وسله‌واله ډله

جیش العدل (پارسي ژبه: ارتش برابری‎) ( پښتو: د عدالت ډله) د ایران په سیستان او بلوچستان کي د سني اسلامپالو بلوڅانو ډله ده، چي په دغه هیواد کي پر بلوڅانو د ظلم پای او د خپل ټاټوبي خپلواکي غواړي. دغي ډلي خپل فعالیت څو میاشتي وروسته له هغه پیل کړ، کله چي د بلوڅ جندالله غورځنګ مشر عبدالمالک ریګي د ایراني حکومت له لوري قرغزستان ته د تللو پر مهال د الوتکي په زور کښته کولو په پایله کي ونیول سو. سره ددې چي جیش العدل یوازي د ایران او پاکستان په وړاندي مبارزه کوي خو د ایران ترڅنګ د هند او جاپان لخوا هم تروریستي سازمان نومول سوی دی.

جېش‌العدل
جيش العدل (عربي )
جئیش الئدل (بلوڅي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د جېش‌العدل بیرغ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وسله‌واله ډله
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه

جیش العدل وايي: "دوی په هیواد کي د سني مسلمانانو د حقونو د بیرته راګرځولو لپاره د ایراني ځواکونو سره جګړه کوي."

د جیش العدل قومندان عبدالرحیم ملازاده دی، چې د جیش العدل د امیر "صلاح الدین فاروقي" په نوم خپل بیانونه خپروي. نوموړی په ۱۹۷۹ کال کي د بلوچستان ایالت په روسک ښار کي زېږېدلی دی، او په بلوچستان کي د یاد مقاومت یو له مخکښو مشرانو څخه شمیرل کیږي چي د جند الله لخوا رامینځته سوی دی. په ایران کي اوس وخت حاج صلاح الدین د شهزاده ریګي په څیر د بلوچ حق غوښتني مشري کوي.

موخي

سمول

د جیش العدل د څرګندونو له مخي ددوی موخي دا دي:

  • د توحید بیرغ پورته کول او د هغه څه چي شرک بلل کیږي له ایران او لویدیځ بلوچستان له ټولو سیمو څخه ایستل.
  • په ټول بلوچستان کي د ایران د پوځي هڅو ځپل او کمزوري کول، او په داخلي توګه د ایران رژیم له منځه وړل او خپلواکي اخیستل.
  • د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کي د سني مسلمانانو دفاع.
  • د تهران د چارواکو لخوا د بلوڅانو پایماله سوی حقونه بیرته راګرځول، چي پکښي د تابعیت حق، د ځمکي حق، وقار، بشري حقونه، د ایران له لوري د بلوچستان لوټ سوي شتمنۍ او د خلکو لوږه پای ته رسول، شامل دي.