عبدالمالک ریگی

عبدالمجيد ريگي یا (عبدالمالک ریگی) د ایران د بلوڅ بیلتونپالو لمړنی مشر وو چی د ایران سره یی د بلوڅو حقوقو لپاره تر مرگه پوری جګړه او مبارزه وکړه،هغه هغه کس وو چی ایران ته یی هر وخت دا خبره ور په زړه کول چی بلوڅان یو آزاد خلک دی او ایران هیڅکله هم د هغوی حق په زوره نسی حاصلولای .هغه د کال (2000-څخه تر-2010( پوری د ایران هغه کمزوری وه چی د ختمولو لپاره یی ایرانیانو او د هغوی مشرانو شپه او ورځ پر ځان یو کړی وه او اخر یی د خپل پوځ او جاسوسانو په زور په طیاره کی تاجکستان ته د تگ پر وخت ونیوی. ویل کیږی چی هغه 18 پاسفورټونه درلودل او 18 ژبی یی زده وی.

عبدالمجيد ريگي (عبدالمالک ریگی)
ریگی د ایران په عدالت کي 18 د جون په 2010 کال کی
ریگی د ایران په عدالت کي 18 د جون په 2010 کال کی
ریگی د ایران په عدالت کي 18 د جون په 2010 کال کی

د شخص معلومات
پيدايښت 1983[۱]
سيستان او بلوچستان ولايت, ایران
مړینه 20 جون 2010
ایوین زندان, تهران[۲]
تابعیت ايران   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لقب عبدلمالک
خپلوان
عملي ژوند
پوځي خدمت
د کار موده
1998–2010
وفاداري جندالله (د خداي سرتیري)
مقام قوماندان-او-مشر
جګړه/جګړې د 2005م کال بريد د ايران پر ولسمشر
د 2007م تاسوکی حمله
د 2007م کال د زاهدان چاودنې
د چاه بهار تښتونې
د سراوان چاودنې
د سراوان کمینونه(لارنیونی)
د 2009 کال دپښین چاودنې

سرچینۍ سمول

ژوند او کورنۍ سمول

عبدالمالک ريګي په ۱۳۶۲ کال کې د زاهدان په ريګي قبيله کې زېږېدلی دی. د IRNA د ادعا له مخې، ریګي ښوونځي ته نه و تللی او یوازې د څو کلونو لپاره یې په یوه سني دیني مدرسه کې زده کړې کړې، چې هغه هم له هغه ځایه ويستل شو. ریګي په ۱۹ کلنۍ کې وسله په لاس کی واخیسته او خپل اصلي هدف یې په سیستان او بلوچستان کې د بلوڅو او سني خلکو د حقونو دفاع اعلان کړه.

ویل کیږي، چې ریګي د خپلو فعالیتونو له پیلولو مخکې د سیمې د سني عالمانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ورغلی و، خو هغوی د هغه خبرو ته پام ونه کړ. ريګي ويلي وو، چې تهران ته څېرمه د خپلې ډلې د فعاليتونو له پيلېدو څه موده وروسته په تېروتنې سره ونيول شو، خو ونه پېژندل شو نو له د امله خوشې شو. د جندالله له لوري د یوه یرغمل شوي کس په وینا، ریګي هېڅکله هم له یوې شپې زیات په یوه ځای کې نه و پاتې شوی او حتی له نورو سره یې په دستکشو (لاس ماغو) سره ستړی مشي کول. [۳]

کورنۍ سمول

هغه خپل یو ورور د سراوان په سیمه کې په وسله واله نښته کې له لاسه ورکړ. د عبدالغفور په نوم د هغه کشر ورور هم د سراوان په امنيه قوماندانۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د هغه مشر ورور عبدالحمید ریګي هم د ۱۳۸۹ کال د خرداد میاشتې په دریمه په زاهدانو کې اعدام شو. د هغه نور درې وروڼه عبدالروف ، عبدالستار او عبدالغني دي.

د ریګي مور او پلار اکثره د جندالله ډلې سره د بلوچستان په غرونو کې تګ راتګ کاوه. د ۱۳۸۸ کال د خرداد په میاشت کې د عبدالحمید ریګي د اعدام د ناسم خبر له خپریدو دوه ورځې وروسته د ریګي پلار د زړه د حملې له امله مړ شو.

د مرګ افواه او اوازه سمول

د ۱۳۸۴ کال د دحمل (فروردين) په مياشت په ۱۸ کیهان د یوه حیرانوونکي اقدام په ترڅ کې د «عبدالمالک ریګي» مړینه اعلان کړه. یوه ویډیو چې هغه يي ژوندی ښودلو د حمل (فروردين) په 22 خپره شوه. د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو د ۱۳۸۵ کال د اپریل په ۱۶ نیټه دغه خبر رد کړ.

  1. "Irna". Irna. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 20 June 2010 باندې). Iran hangs Sunni militant leader Abdolmalek Rigi. BBC News