جيمز مينرو
جيمز مينرو (۱۷۵۸، د اپريل ۲۸مه – ۱۸۳۱ز، د جولای ۴ مه ) يو امريکايي سياستمدار، وکيل، ديپلومات او د امریکا له جوړوونکو يو و، چې له ۱۸۱۷ز کال څخه تر ۱۸۲۵ز کال پورې يې د متحده ايالاتو د پنځم ولسمشر په توګه کار وکړ. مينرو چې د ديموکراتيک جمهوري ګوند غړی و، د ويرجينيا د واکمنې کورنۍ او جمهوريت غوښتونکي نسل وروستی ولسمشر و؛ د هغه د ولسمشرۍ پړاو له ښو احساساتو سره برابر و او د امريکا د سياست د لومړي ګوندي نظام پړاو يې پای ته ورساوه. شونې ده چې هغه تر ټولو زيات « د مينرو اصولو» په وړاندې کولو سره وپېژندل شي، هغه تګلاره چې په په متحده ایالاتو کې يې د اروپايي استعمار مخالفت کاوه. هغه د ويرجينيا د والي، د متحده ايالاتو د سنا مجلس د غړي، فرانسې او بریتانيه کې د متحده ايالاتو د سفير، د بهرنيو چارو اووم وزير او د جګړې د اتم وزير په توګه هم کار کړی دی.
جيمز مينرو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [۲] |
د مړینې لامل | نری رنځ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 1.82 متر ، 183 سانتي متره |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
د ويرجينيا په ويسټموريلينډ ولسوالۍ کې په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلي مينرو، د امريکا د انقلابي جګړو پر مهال د لويې وچې په پوځ کې خدمت وکړ. له ۱۷۸۰ز څخه تر ۱۷۸۳ز کال پورې د ټاماس جفرنس تر څار لاندې د قانون تر لوستلو وروسته، هغه د لويې وچې په کنفرانس کې د استازي په توګه کار وکړ. د ويرجينيا د تصويب کنوانسيون کې د استازي په توګه مينرو د متحده ايالاتو د اساسي قانون د تصويب مخالفت وکړ. په ۱۷۹۰ز کال کې هغه د سنا مجلس ته ټاکنې وګټلې او هلته د ديموکراتيک جمهوري غوښتونکي ګوند مشر شو. هغه په ۱۷۹۴ز کال کې سنا مجلس پرېښود، تر څو د فرانسې لپاره د ولسمشر جورج واشنګټن د سفير په توګه کار وکړي، خو په ۱۷۹۶ز کال کې واشنګټن بېرته راوغوښت. مينرو په ۱۷۹۹ز کال کې د ويرجينيا د والي په توګه ټاکنې وګټلې او د ۱۸۰۰ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې یې په کلکه سره د جفرسن له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړ.
د ولسمشر جفرسن د ځانګړي استازي په توګه مينرو د لويزيانا د پيرودلو په مذاکراتو کې مرسته وکړه، چې په دې سره د متحده ايالاتو مساحت نږدې يو په دوه شو. وروسته له هغې چې ماډيسن د مينرو تړون – د پنکي تړون چې مينرو يې په اړه له بریتانيې سره مذاکرات کړي و، رد کړ، له خپل پخواني ملګري جيمز ماډيسن سره يې ټکر راغی. هغه د ۱۸۰۸ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې په ناکامۍ سره جيمز ماډيسن وننګولو، خو په ۱۸۱۱ز کال کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ماډيسن له ادارې سره يو ځای شو. د ۱۸۱۲ز کلونو په وروستيو پړاوونو کې، مينرو په يو وخت کې د ماډيسن د بهرنيو چارو او هم د جګړې د وزير په توګه کار وکړ. د جګړې پر مهال د هغه مشرۍ نوموړی د ماډيسن د څرګند وارث په توګه معرفي کړ او هغه د ۱۸۱۶ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې په اسانۍ سره د فډرالسټ ګوند نوماند «روفوس کينګ» ته ماتې ورکړه.
د مينرو د ولسمشرۍ پړاو له ښو احساساتو سره ملګری و، په دې ډول چې فډراليست ګوند د هېواد د يوه سياسي ځواک په توګه ماتې وخوړه. د ولسمشر په توګه مينرو د ميسوري روغه جوړه لاسليک کړه، په کوم کې چې ميسوري د يوه غلام ايالت په توګه وپېژندل شو او په شمالي سيمو کې پر مرييتوب بنديز ولګېد، کومې سيمې چې د ۳۶ درجو او ۳۰ دقيقو شمال سره برابرې وې. په بهرنيو چارو کې مينرو او د بهرنيو چارو وزير جان کوينسي اډمز له بریتانيې سره د روغې جوړې له تګلارې او د هسپانيې د سترواکۍ په وړاندې د پراختيا له تګلارې ملاتړ وکړ. په ۱۸۱۹ز کال کې له هسپانيې سره د اډمز د اونيس تړون تر مخې متحده ايالاتو فلوريډا خوندي کړه او د فلوريډا لويديځې پولې يې له نوې هسپانيې سره ونښلولې. په ۱۸۲۳ز کال کې مينرو « دمينرو په اصولو» سره د متحده ایالاتو په تازه خپلواکو شوو هېوادونو کې د هر ډول اروپايي لاسوهنې سره د متحده ايالاتو مخالفت اعلان کړ، چې د امريکا په بهرنۍ تګلاره کې د عطف په ټکي بدل شو. مينرو د امريکا د نيواکګرې ټولنې غړی و، کومې ټولنې چې د آزادو شوو مريانو په واسطه د افريقا د نيواک پلوي کولو او د لايبيريا پلازمېنه «مونروويا» د هغه په وياړ نومول شوې. په ۱۸۲۵ز کال کې د هغه له تقاعد وروسته مينرو له سختو مالي ستونزو سره مخامخ شو او د ۱۸۳۱ز کال د جولای په څلورمه نېټه، په نيويارک ښار کې مړ شو.. تاريخ پوهان هغه له منځني څخه لوړ ډلبندي کوي.
د ژند لومړي کلونه
سمولجيمز مينرو د ۱۷۵۸ز کال د اپريل په اته وېشتمه نېټه د خپلې مور او پلار په کور کې د ويرجينيا د ويسټموريلينډ په يوه ځنګلي سيمه کې زېږېدلی و. په نښه شوې سيمه له خپلواکې سيمې څخه يو ميل لرې ده، چې اوس د ويرجينيا د مينرو هال په نوم پېژندل کېږي. په ۱۹۷۹ز کال کې د جيمز مينرو د کورنۍ د کور سيمه د ملي تاريخي سيمو په نوملړ کې ثبت شوه. د هغه پلار «سپينز مونری» ( ۱۷۲۷-۱۷۷۴ ز) په پرتليز ډول، هوسا او د مريانو څښتن و ،چې تکاڼي يې هم کوله. مور يې اليزابت مونری (۱۷۳۰-۱۷۷۲ ز) په ۱۷۵۲ز کال کې، له سپينس مونری سره واده وکړ او دوی پنځه بچيان لرل، چې هغه دا دي: اليزابت، جيمز، سپينس، انډريو او جوزف جونز. [۳][۴]
د هغه د پلرني نیکه پيټريک انډري مونری د اولسمې پېړۍ په منځ کې له سکاټلينډ څخه امريکا ته کوچېدلی و او د يوې لرغونې سکاټلنډۍ قبيلې غړی و، چې د «مونرو قبيلې» په نوم پېژندل کېده. په ۱۶۵۰ز کال کې، هغه د ويرجينيا د وسټموريلينډ ولسوالۍ په پريش واشنګټن کې د زياتې ځمکې د ابادولو اجازه تر لاسه کړه. د مينرو مور، د جيمز جونز لور وه، چا چې له ويلز څخه کډه کړې وه او په څېرمه د ويرجينيا کينګ جورج ولسوالۍ کې مېشت شوی و. جونز يو شتمن معمار و. د جيمز مينرو په نيکونو کې فرانسوي هوګنو هم وو، څوک چې ويرجينيا ته په ۱۷۰۰ز کال کې راغلي وو.[2][۳]
په يوولس کلنۍ کې مونری د ولسوالۍ په يوازيني ښوونځي «کمپبل ټاون» پوهنځي کې داخل شو. نوموړی دې ښوونځي ته په ټول کال کې يوازې يوولس اونۍ ورغی، ځکه چې په کروندځای کې يې کار ته اړتيا وه. په دې موده کې مونری له خپل مشر ټولګيوال «جان مارشال» سره ملګرتيا پيدا کړه. د مونری مور په ۱۷۷۲ز کال کې مړه شوه او پلار ورپسې دوه کاله وروسته مړ شو. سره له دې چې هغه له خپل مور او پلار څخه د مريانو په ګډون شتمني په ميراث وړې وه، شپاړس کلن مونری اړ شوی و، چې له ښوونځي ووځي، تر څو کشران وروڼه وپالي. د هغه د تره زوی جوزف جونز، چې خپل بچيان يې نه درلودل، د مونری او د هغه وروڼو پالونکی شو. جونز چې په ويرجينيا کې د برګسس د مجلس غړی و، مونری يې د ويرجينيا ويليامزبرګ ته بوت او د ويليام او ماري په پوهنځي کې يې داخل کړ. جونز همدا راز مونری له مهمو ويرجينيايانو سره معرفي کړ، لکه: تاماس جفرسن، پاټريک هنري او جورج واشنګټن. په ۱۷۷۴ز کال کې د نه زغم وړ قوانينو په غبرګون کې په ديارلسو مستعمرو کې د بریتانيې د حکومت پر ضد مخالفتونه مخ پر زياتېدو شول او ويرجينيا د لويې وچې لومړي کانګرس ته خپل استازی واستاوه. مونری د ويرجينيا د مستعمرې د والي لارډ ډانمور پر ضد مخالفت کې ښکېل و او د والي پر ځای بريد کې يې برخه لرله. [۵]
په انقلابي جګړه کې خدمت
سمولپه پوهنځي کې له داخلې نږدې يو نيم کال وروسته، د ۱۷۷۶ز کال په لومړيو کې مونری پوهنځی خوشې کړ او د لويې وچې په پوځ کې د ويرجينيا له درېيم کنډک سره يو ځای شو. له دې امله چې، نوی په پښو ولاړ پوځ د خپلو افسرانو لپاره زده کړه ارزښتمنه بلله، مونری ته د ډګروال رتبه ورکړل شوه او د جګړن وليام واشنګټن تر امريت لاندې يې کار کاوه. له څو مياشتو روزنې وروسته، مونری او د ويرجينيا اووه سوه پلي ځواکونه، د هېواد شمال ته وغوښتل شول، تر څو د نيويارک او نيو جرسي په جګړو کې خدمت وکړي.د ويرجينيايي ځواکونو له رسېدو لږ وروسته، جورج واشنګټن له نيويارک ښار څخه نيو جرسي ته شاتګ وکړ او بيا د ډالوير په سمندر پنسلوانيا ته واوښت. د د،سمبر مياشتې په وروستيو کې د ترنټون په نښته کې مينرو په هغه ناڅآپي بريد کې برخه درلوده چې د «هسيان» د سرتېرو پر پنډغالي ترسره شو. سره له دې چې بريد بريالی و، خو په جګړه کې د مينرو رګونه پرې شول او نژدې وچې مړ شي. وروسته واشنګټن د مينرو او وليام واشنګټن د زړورتيا ستاینه وکړه او مينرو ته يې د جګړنۍ رتبې ته ترفيع ورکړه. د ټپ له رغېدو وروسته مينرو بېرته ويرجينيا ته ستون شو، تر څو د سرتېرو د خپل شرکت لپاره سرتيري پیدا کړي. په جګړه کې د هغه د ګډون يادګار د انځورګر جان ټرامبول په انځور کې کښل شوی، چې د ۱۷۷۶ز کال د دمسمبر شپږ وېشتمه نېټه «په ټرينټن کې د هسين نيول» په نوم جوړ شوی، همدا راز د «مانويل لوتز» په انځورګرۍ کې چې په ۱۸۵۱ز کال کې جوړ شوی او د «واشنګټن له ډيلوير نه د تېرېدو په حال کې» په نوم ياديږي.[۶][۷][۸]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118784595 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118784595 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Unger 2009, pp. 9–10
- ↑ Ammon 1971, p. 577.
- ↑ Unger 2009, pp. 12–19
- ↑ Ammon 1971, pp. 3–8.
- ↑ Unger 2009, pp. 20–27
- ↑ "Homes Of Virginia – Jame's Monroe's Law Office". Oldandsold.com. Archived from the original on December 30, 2010. نه اخيستل شوی April 20, 2010.