جلال الدين رومي

فارسی شاعر

جلال الدين بلخي چې په مولوي او رومي هم مشهور دی، په ديارلسمې پېړۍ کې د پاړسي ژبې يو شاعر تېر شوی چې ځينې يې د افغانستان خو ځينې يې د ايران ګڼي، خو ډېری په دې باور دي چې هغه د افغانستان په بلخ ولايت کې زېږېدلی وو، نوموړی په تورکيې هېواد کې خاورو ته سپارل شوی دی، رومي د شاعرۍ ترڅنګ څه ناڅه ليکنې هم لري.

مولانا جلال الدين محمد بلخي
جلال‌الدین مُحمَّد بلخی (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
بلخ، افغانستان
زېږون نېټه
۳۰ سپټمبر ۱۲۰۷ (Gregorian)[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۷ ډيسمبر ۱۲۷۳ (Gregorian)[۴][۱][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
نامتو زده‌کوونکی
بلننوم
  • جلال الدين
  • مولانا
  • مولوی ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

شخصي او هنري ژوند

مولاناجلال الدين په ٦ ربيع الاول ٦٠٤هـ کې د اوسني افغانستان په بلخ کې وزيږيد. بلخ هغه مهال دخوارزمشاهي امپراتورۍ پلازمېنه او داسلامي تمدن یو ستر استازی ښارگڼل کيده. سلطان العلماء دهغه لپاره خپل ترټولوتکړه شاگرسيدبرهان الدين محقق ترمذي داتاليق يا ښونکي په بڼه وگوماره . مولانا تر٤-٥ کلونوپورې دسيدبرهان الدين ترلاس لاندې په ښونه بوخت پاتې شواوکله چې يې پلارومړنويې هم دسلوک اواحسان منازل له ترمذي سره پوره کړل .

له بلخ څخه کډوالي

په بلخ کې په ډېره کمه موده کې دمولاناپلارخورالوى علمي کاروکړ. دزده کونکواومريدانوشميره يې ترزرگونو واوښتله . هغه به دحق په ځاى کې له هيچاهم مخ نه اړاوه . په خپلووعظونوکې به يې ديوناني حکماوو په مذهب سخت ټکونه کول اوويل به يې چې ځينوخلکواسماني ښوونې شاته غورزولې اود فلسفيانو له کاره لوېدلې ويناگانې يې ترلمن رانيولې وې .دغسې خلک به څنگه دنجات تمه کوي؟ د سلطان العلماء دغه سپينې خبرې اوحق ويناپه ظاهر پلوه علماوو ښه نه لگېدله . خوڅنگه چې خوارزم شاه له هغه سره دمينې او اخلاص څرگندونه کوله ځکه نو بد غوښتونکو اوکينه گرانوته دشکايت وړ پلمه په لاس نه ورتله . خويوه ورځ باچاپه خپله دسلطان العلماء زيارت ته راغى نوويې کتل چې په زرگونه خلک دسلطان العلماء وعظ اورېدو ته راټول شوي وو . باچاخپل رازلرونکي ته مخ ورواړاوه اوپه حيرت يې ترې وپوښتل څومره ډېرخلک دسلطان العلماء د وره مخې ته راټول شوي دي؟ دپاچا راز لرونکى چې همدغې شبې ته ناست وو پاچاته ورپه غوږ شو اوورته ويې ويل هو! که مخه يې ونه نيول شي نوکېداى شي چې دسلطنت چارې دگډوډي سره مخامخ شي . داخبره دباچاپه غوږ کېوتله اويوه ورځ يې دخپلوخزانوټولې کنجيانې سلطان العلماء ته له دې پېغام راواستولې چې د ولس ټول گڼه گوڼه له تاسره ده . له ماسره همدغه کُنجيانې پاتې دي هغه هم تاسې ته دراستوم .

ددې پېغام په اورېدوسره سلطان العلماء وويل داسلام پاچاته مي سلام وايه اوداورته ووايه چې کنجيانې ، خزانې اوکلاگانې دې پاچاته مبارک وي موږ فقير خلک يو له پاچايي سره هيڅ سروکارنه لرو. زه په خورا خوښۍ سره له دې هېواد نه کډه کوم، ترڅوچې باچااودهغه ملگري په ډاډه زړه خپلې چارې پر مخ بوزي . زه به دجُمعې له وعظ وروسته دغه ښار پاچاته پرېږدم . دبلخ اوسېدونکي چې کله دسلطان العلماء له تگه خبرشول نوپه ښارکې يوه لويه گډوډي رامنځته شوه . پاچاسخت وارخطاشو اوپه خپله له وزيرسره يوځاى د سلطان العلماء خدمت ته راغى اودهغه نه يې وغوښتل چې دتگ اراده دې بېرته واخله، خوسلطان العلماء ونه منله. په پاى کې پاچاترې وغوښتل چې په داسې بڼه له ښارڅخه ووزي چې څوک ورباندې خبرنه شي، ځکه که ښاريان خبر شي نولويه فتنه به رامنځته شي. سلطان العلماء ورسره ومنله. دجُمعې په ورځ يې خلکو ته وعظ وکړ اود شنبې په ورځ له بلخ څخه بغدادته وخوځېده .

په خپل وعظ کې ده خوارزم شاه ته داخبردارى هم ورکړ چې دهغه دتللونه وروسته تاتاريان په دغه خاوره ديرغل لپاره راروان دي . که څه هم څېړونکي بديع الزمان فروزان فر څرگنده کړې چې له بلخ نه د مولانادهجرت لوى لامل دتاتاريانوفتنه وه. ځکه هغه مهال داگونگوسې وې چې تاتاريان په افغانستان اوايران باندې دبريدلپاره وزري څنډي . ځکه نو علماء اواشرافودغه سيمې دخوندي سيموپه موخه پرېښودلې . سلطان العلماء چې به دخپل هجرت لاره کې له کومه ښاره تېريده نودهغه ځاى ستر علماء اوسپين ږيري به يې هرکلي ته راووتل اوپه خورااکرام اواعزاز سره به يې خپل ښارته بوتلل. له بغداد،دمشق اومکې معظمې نه په تېرېداسره دى ملاطيه ته ورسېد. په اق شهرکې دڅلوروکلونولپاره پاتې شواوهلته يې د تدريس چارې په مخ بېولې . له هغه ځايه رنده ته راغى دغه ښاردقونيې له اطرافونه وو.

مولانا په قونيه کې

په ٦٢٦هـ کې دسلطان روم علاءالدين کيقبادپه غوښتنه سلطان العلماء قونيې ته ولاړسلطان يې په خپله هرکلي ته راووت . له ماڼۍ سره نژدې له اس څخه راکوزشو اوله سلطان العلماء سره يې خورادمينې څرگندنه وکړه. دلته سلطان اودهغه گڼواميرانوله سلطان العلماء لاس نيوى وکړ. مولانابهاالدين دوه کاله وروسته همدلته په قونيه کې په ٦٢٨هـ کې له نړۍ نه سترگې پټې کړې.

په دغه ټوله موده کې مولاناى روم دخپل پلارترڅنگ پاتې شو اوله ظاهري علومو سره يې په باطني علوموکې هم دپرمختگ لړۍ روانه وه. په قونيه کې د سلطان اتاليق اميربدرالدين گيرتاش دمولانالپاره يوه لويه مدرسه دمدرسۀ خداوندگار په نامه ودانه کړه اوهغې ته يې ډېرڅه وقف کړل . سلطان کيقباد له مولانا سره خورادمنيې څرگندونه وکړه اوهغه ته يې په ډېره درنه سترگه کتل. کله چې دقونيې کلاچمتوشوه نو پاچاله مولاناوغوښتل چې دکلا سيل وکړي مولاناچې کله دکلاپه سيل بوخت وو نوپاچاته يې مخ ورواړاوه اوويې ويل داکلا دغشواواسانو په لاره کې رښتياهم لوى خنډدى اياد مظلومانو د دعاگانو دغشودراگرځولو لپاره يې هم کومه تابياکړېده ؟ هغه غشې چې ترزرگونو،لکونو دېوالونو کلاگانواوبرجونوخورااغېزه کوي. دعدل اوانصاف کلاجوړه کړه چې په عدل اوانصاف کې ستااودنړۍ خيردى.

دمولانابهاءالدين له مړينې وروسته دپاچااولويوعلماوو په مشوره مولاناى روم دهغه ځاى ناستى وټاکل شو. مولاناهم دخپل پلاردود يعنې درس او تدريس اواحسان اوسلوک په مخه پسې واخيستل . مولانابرهان الدين محقق ترمذي چې مولانالاس نيوى ترې وکړاوپاتي مراتب يې له هغه نه پوره کړل قونيې ته له راتگ وروسته محقق ترمذي په ٦٣٧ هـ کال کې وفات شو.

دزده کړې په موخه سفرونه

په ٦٣٠ هـ کې مولانادزده کړودبشپړولوپه نيت دشام خواته وخوځېداوپه حلب کې يې واړول . حلب دسلطان صلاح الدين دزوى الملک الظاهردهڅوپه مټ دديني علومولو مرکزگڼل کېده نوموړي دقاضي ابن شداد په مشوره په ٥٩١ هـ کې په دغه ښارکې خورالويې مدرسې وداني کړې وې چې له امله يې حلب ته هم مدينة العلم ويل کېده . په حلب کې مولاناپه مدرسه حلاويه کې واړول اودلته يې هم کمال الدين ابن العديم نه استفاده وکړه . دلته که څه هم مولاناپه زده کړه اخته وو، خودسپه سالارويناده چې علمي تبحر يې دې ځاى ته رسېدلى وو چې هغه پېچلي اوسخت مسايل چې ستروستروعلماوو به يې د حل کولوتوان نه درلودهغه به هم مولاناته رواړل کېدل اومولانابه دخپل بې سارې خداى ورکړي استعدادپه مټ هغه په علمي بڼه حل کول. له حلب نه مولانادمشق ته راغى اوپه مدرسه مقدسه کې يې واړول. دسپه سالاردويناله مخې مولانادلته دشيخ محى الدين ابن عربي شيخ عثمان رومي، شيخ اوحدالدين کرماني او شيخ صدرالدين قونوي په ناستوکې گډون وکړ او له هغوى نه يې حقائق او معارف ترلاسه کړل.

په (۶۳۴) يا (۶۳۵ هـ ) کې مولانا له دمشقه راستون شو اوپه قونيه کې يې تلپاتې استوگنه غوره کړه. په (۶۳۷ هـ )کې د سيد برهان الدين له مړينې وروسته مولاند د پنځو کلونو له پاره د علماء ظاهر په لباس کې واوسېده او په درس او تدريس بوخت پاتې شو. په (۶۳۸ هـ ) کې شيخ محيى الدين ابن عربي ومړ اودهغه زياتره مريدان هم قونيې ته راغلل. په دغو کسانو کې شيخ صدارالدين هم وو. دختيځ له خواچې به کوم علماء دهغه ځاى له تباهي او بربادۍ راتښتېدل دهغوى وروستنى تمځاى به په روم کې د قونيې ښار وو. په دې ډول قونيې هم د مدينة العلماء بڼه خپله کړه. هغه مهال مولانا د قونيې په علماوو کې ستر نوم ترلاسه کړى وو.

نوموړى دغه مهال په ظاهري کارونو کله درس اوتدريس، وعظ او تذکير اوهمداراز په فتوا ليکلو لگيا وو. له مولانا سره په مدرسه کې تر څلور سوه زيات ظالبان په درس لگيا وو. له بيت المال نه مولانا ته يو دينار معاش ټاکل شوى وو. دغه معاش به هغه ته د فتوى ليکلو له پاره ورکول کېده. مولانا به هم دفتوى په استخراج او ليکلو کې دخپل توان نه هم زيات کار کاوه. مولانا خپلو شاگردانو ته حکم کړى و چې د فتوى غوښتونکي دې دده له ځايه خالي لاس نه استول کېږي. کله ناکله چې به مولانا مراقبه وو اويابه هم د استغراق په حالت کې وو په دغه حال کې به هم چې کومه استفتاء راغله نومولانا به سم له لاسه قلم او دوات راواخيست او د فتوا په ليکلو به بوخت شو.

مړينه

د سپه سالار په وينا د مولانا له مړينې مخکې په قونيه کې پرله پسې څلوېښت ورځې زلزله راتله مولانا دغه مهال په زنکدن پروت وو د افلاکي په وينا د زلزلو اومه ورځ وه چې خلک مولانا ته راغلل او له هغه يې وغوښتل چې د خداى په دربار کې د زلزلو د بندېدا دعا وکړي. مولانا په ځواب کې ورته وويل چې ځمکه وږې شوې ده او لمده مړۍ غواړي چې ډېر ژر به يې ترلاسه کړي او تاسې به د زلزلو له مصيبته خلاص شئ دغه مهال يې دغه غزله وويله:

بـــا اين همـه مــهـرومــهربانى دل ميدهدت که خشم رانى
وين جمله شيشه هاى جان را درهـم شکـنى بـه لــن تـرانـى

چلپي حسام الدين روايت کوي چې يوه ورځ شيخ صلاح الدين له څولويو دروېشانو سره د مولانا پوښتې ته راغى، هغه چې د مولانا دغه حالت وليد نو خواشينى شو او مولانا ته يې وويل: چې خداى دي کامله او عاجله شفاء درپه برخه کړي . مولاناورغبرگه کړه روغتيااو شفاء دې خداى تاسې ته مبارکه کړي، دعاشق اومعشوق ترمنځ واټن ديوه وېښته قدري ساه پاتې ده ، ايا ستاسې دانه ده راباندې پېرزو چې د وېښته قدرې دغه ساه وخيژي او نور، نور ته ورگډشي . دغه مهال يې لاندې غزل ويله چې چلپي حسام الدين ليکه اوورسره ژړل يې :

رو سـر بنه ببالين تنهـا مـــرارهاکن تـــرک مــن خرابى شب گردمبتلاکن
مايئم وموج سود ا شـــب تابروز تنــــهـا خواهى بيا ببخشـا ، خواهى بر و جفاکن
ازمن گريز تاتو هم در بلا نيفتى بگزين ره سلامت ترک ره بلا کن
مايئم وآ ب ديده درکنج غم خريده بــر آ ب ديــده ماصدجــاى آسيا کن
خيره کشى است مارا دارد وبى چو خارا بکشد کشش نه گويد تد بير خون بهاکن
بر شاه خو برويان واجــــب وفــــا نباشد اى زرد روى عاشق تو صبر کن وفا کن
درديست غير مردن کانرا دواء نباشد پس من چگونه گويم کان درد را دوا کن
درخواب دوش پيرى درکوى عشق ديد با دست اشا رتم کرد که عزم سوى ماکن

د وروستۍ ساه دختوپرمهال يې داشعر ووايه :

گرمومنى وشيرين هم مومنست مرگ ورکافر وتلخى هم کافر ست مردن

په ۵ جماد الثاني ۶۷۲هـ مولاناى روم دلمرلوېدا سره سم ساه ورکړه . دغه مهال دمولانا عمر ۶۸ کاله او درې مياشتې وو . انا لله وانا اليه راجعون د مولانا جنازه چې کله دباندې راويستله شوه نودهرملت وگړوگډون په کې وکړ . تردې چې يهوديان اومسيحيان هم په گڼ شمېر کې په جنازه کې گډوو . دوى به تورات اوانجيل تلاوت کاوه . مسلمانانوبه يې مخه نيوله خوهغوى دهيچاهم نه منله . تردې چې خبره دقونيې حاکم معين الدين پروانه ته ورسول شوه . هغه ديهودواومسيحيانوله استازو وپوښتل چې ستاسې يې دمولاناله جنازې سره څه ؟ هغوى ورته وويل چې موږ دپخوانيوانبياودبعثت حقيقت دمولاناله بيانه زده کړاودخداى ددوستانوچلن مودمولاناپه چلن کې وليدهغوى همداسې له تابوت اوجنازې سره نښتي پاتې شول . دخلکو گڼه گوڼه دومره وه چې جنازه يې سهاروختي له کوره راوايستله اوايله دشپې مهال يې هدېرې ته ورسوله اومولانايې خاوروته وسپاره . اخلاق اوځانگړتياوې يې :

مولاناشبلي نعماني د مولانايې روم په ژوندليک کې ليکي ترهغه چې مولانا دتصوف په ليکه نه ووگډشوى دهغه ژوندله يوه عالمانه جاه اوجلال نه ډک وو . دهغه سپرلۍ چې به کله راوتله نودعلماوو، طالبانواوآن اميرانويوه لويه ډله به له ده سره يوځاى گرځېدله څنگه چې مولاناله شاهي دربارسره هم اړيکې لرلې ځکه يې په ژوند باندې دااغيزې هم تر سترگو کېدلې خو د سلوک او احسان ليکوته له ننوتلووروسته دهغه ژوند يودم بدل شو. که څه هم دفتوى ليکنې، ارشاد اوازادۍ لړۍ اوس هم روانه ده خودهغه پخوانى ژونداوس يوازې د زيارونويوه خزانه وه اومولانا به تل دمينې اومعرفت په نشه کې مست پروت وو .

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w60c516m. Subject named as: Rumi. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Discogs. Discogs artist ID: 945714. Subject named as: Jalal al-din Rumi. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: djalal-od-din-rumi. Subject named as: Djalal od-Din Rumi. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  4. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Jalal-al-Din-al-Rumi. Subject named as: Rumi. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ذکر کېدنه: Encyclopaedia of Islam, 2nd edition. Volume: 2. Page(s): 393. Publisher: Brill.
  7. CONOR.SI ID: 13534307. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  8. ذکر کېدنه: د انټرنیټ آرشیف. Internet Archive ID: rumisworldlifewo0000schi. Page(s): 12-13.
  9. "The Fine Art Archive". نه اخيستل شوی 1 اپرېل 2021.
  10. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  11. ذکر کېدنه: Encyclopædia Iranica. Iranica ID: hosam-al-din-calabi. Publisher: کولمبيا پوهنتون. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۲. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 2330-4804.
  12. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119039002. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.