جاستن ترودو
1 = ۱۹۷۱ وموندل شو، 2 = ۱۲ وموندل شو، 3 = ۲۵ وموندل شو، riding2 وموندل شو،
جاستین ترودو | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
ترودو په ۲۰۲۳
| |||||||
د کاناډا هیواد ۲۵ لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۴ نوامبر ۲۰۱۵ | |||||||
والي | دیوید جانستون جولی پایت | ||||||
| |||||||
د ځوانانو چارو وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۴ نوامبر ۲۰۱۵ – ۱۸ جون ۲۰۱۸ | |||||||
| |||||||
د کاناډا هیواد لیبرال ګوند ګوند رئیس | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۴ آفریل ۲۰۱۳ | |||||||
| |||||||
د کاناډا هیواد د پارلمان غړی د پپینو له ټاکنیزې سیمې | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۸ | |||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | جاستین پیر جیمز ترودو | ||||||
پيدايښت | زوکړه او عمر اټاوا، اونټاریو | ||||||
استوګنځی | مونترال | ||||||
تابعیت | کاناډا [۱] | ||||||
قد | 1.88 متر [۲] | ||||||
مذهب | مسیحی | ||||||
ګوند | د کاناډا لیبرال ګوند | ||||||
اولاد | ۳ | ||||||
پلار | پېيري ټروډو | ||||||
خپلوان | پیر ترودو (پلار) مارګارت ترودو (مور) | ||||||
عملي ژوند | |||||||
زده کړې | مک ګیل پوهنتون بریتیش کلمبیا پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | سیاستوال | ||||||
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه ، انګرېزي ژبه | ||||||
کاروونکې ژبه | انګرېزي ژبه [۳]، فرانسوي ژبه | ||||||
د کړنې څانګه | سياست [۴] | ||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | http://justin.ca/ | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
جسټن پیر جېمز ټروډو د ۱۹۷۱ کال د ډسمبر په ۲۵مه نېټه زیږېدلی. نوموړی یو کاناډايی سیاستوال دی چې د ۲۰۱۵ کال له نومبر میاشتې راهیسې د کاناډا اوسنی درویشتم لومړی وزیر او د ۲۰۱۳ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د لېبرال ګوند رهبر دی. ټروډو تر «جو کلارک» وروسته د کاناډا په تاریخ کې دویم ځوان لومړی وزیر دی، همدا راز د دغه پوست د پخواني څښتن یا لومړي وزیر پیر ټروډو مشر زوی دی.
ټروډو په اوټاوا کې وزیږېد او په «جین جان ډي بریبوف» کالج کې یې زدهکړې وکړې، په ۱۹۹۴ کال کې يې له مک ګېل پوهنتون څخه په ادبیاتو کې د لېسانس سند ترلاسه کړ، وروسته یې په ۱۹۹۸ کال کې له برېټېش کلمبیا پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې دویم لېسانس ترلاسه کړ. تر فراغت وروسته یې په وانکووېر کې په منځني ښوونځي کې د فرانسوي ژبې، انساني علومو، ریاضیاتو او ډرامې تدریس پیل کړ. په ۲۰۰۲ کال کې د نورو زدهکړو لپاره بېرته مونټریال ته لاړ.
د ۲۰۰۸ کال په فدرالو ټاکنو کې تر یوه بریالي ټاکنیز کمپاین وروسته په ولسي جرګه (House of Commons) کې د پاپینو ټولنې استازی وټاکل شو. نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د ځوانانو او ګڼکلتورۍ په برخه کې د لېبرال ګوند د رسمي اپوزیسیون د شنونکي او څارونکي غړي په توګه کار وکړ او په ورپسې کال کې د تابعیت او کډوالۍ د برخې څارونکی غړی شو. په ۲۰۱۱ کال کې بیا د ثانوي زدهکړو او ورزش برخې د شنونکي په توګه وټاکل شو. ټروډو د ۲۰۱۳ کال په اپرېل میاشت کې د لېبرال ګوند مشري وګټله او د ۲۰۱۵ کال په فدرال ټاکنو کې یې خپل ګوند بریالی کړ او د درېیمې رتبې لېبرالان یې له ۳۶ څوکیو څخه ۱۸۴ څوکیو ته ورسول چې دا د کاناډا په ټاکنو کې د یوه ګوند تر ټولو لوړ شمېر دی.[۵][۶]
د ژوند لومړي وختونه
سمولاصلیت او زیږېدنه
سمولد ۱۹۷۱ کال د جون په ۲۳مه نېټه د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې د لومړي وزیر پیر ټروډو مېرمن د څلورو میاشتو امېندواره ده. جسټن ټروډو د همدغه کال د کرېسمېس په ورځ د شپې په ۹:۲۷ بجو د اوټاوا په ښاري روغتون کې وزیږېد. دی د کاناډا په تاریخ کې دویم کس دی چې پر داسې مهال زیږېږي چې پلار یې لومړی وزیر دی. تر ده وړاندې د جان اې مکډونالډ لور مارګارټ مري ټیوډورا مکډونالډ (۱۸۶۹ د فېبرورۍ ۸مه - ۱۹۳۳ د جنورۍ ۲۸مه) ده چې دا ډول زیږېدلې وه. د ټروډو کوچني وروڼه الکساندر (ساچا) (د ۱۹۷۳ د ډسمبر په ۲۵مه زیږېدلی) او مېشل (د ۱۹۷۵ د اکتوبر په دویمه زیږېدلی او د ۱۹۹۸ کال د نومبر تر ۱۳مې ژوندی و). [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ټروډو په خټه غالباً سکاټلنډی او فرانسوی کاناډايی دی. نیکه یې چارلېس امېل ټروډو تجار و او غور نیکه یې جېمز سنکلر و چې په سکاټلنډ کې زیږېدلی و او د لومړي وزیر لویس سنټ لورانټ په کابینه کې یې د کبانو برخې د وزیر په توګه کار کړی. د ټروډو مورنی نیکه توماس برنارډ د اندونیزیا په ماکاسار کې زیږېدلی او پنتیکتون برېټېش کلمبیا ته کډوال شوی. همدا راز ټروډو له مالاکا او نیاس قومیت سره لرې اړیکه لري.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
ماشومتوب
سمولټروډو چې کله پنځه کلن و، د ۱۹۷۷ کال د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه یې مور او پلار خپله جدايي اعلان کړه. پلار ته یې لومړی ساتنه او پالنه ور په غاړه شوه. تر هغه وروسته څو کاله د دوی تر منځ د روغې جوړې اوازې موجودې وې. سره له دې، د مور وکیل یې مایکل لوین د ۱۹۸۳ کال د نومبر په ۱۶مه نېټه د انتاریا سترې محکمې ته د توافقي طلاق غوښتنه ورکړه او د ۱۹۸۴ کال د اپرېل په دویمه نېټه د طلاق موضوع وروستۍ شوه. پلار یې د همدغه کال د اپرېل په ۲۹مه نېټه د لومړي وزارت له مقامه د لرې کېدو اعلان وکړ. په هماغه کال یې مور او پلار دواړه په خوښۍ سره په ګډه د ده د ساتنې او پالنې په اړه هوکړې ته ورسېدل. ټروډو په ۲۰۰۹ کال کې د خپل مور او پلار د واده په اړه وویل: «هغوی له یو بل سره له زړه او پوره مینه لرله، خو تر منځ یې ۳۰ کاله عمري توپیر و چې مور مې هېڅکله د پلار په ژوند او دنده کې برابره همکاره نه وه.»[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
پوهنتون او لومړني کارونه
سمولټروډو لو لېسانس په مک ګېل پوهنتون کې په ادبیاتو کې بشپړ کړی او دویم لېسانس یې په برېټېش کلمبیا پوهنتون کې په ښوونه او روزنه کې تر لاسه کړی. ټروډو په مک ګېل پوهنتون کې د تحصیل په لومړي کال د خپل ملګري جاناتان ابلټ له لارې له خپل راتلونکي عمومي منشي، جرالډ باټس سره وپېژندل. باټس ټروډو ته د مک ګېل پوهنتون د مناظرې له اتحادیې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړه. تر فراغت وروسته ټروډو په وانکووېر کې پاتې شو او هلته د کیلارني ښوونځي په ګډون په محلي ښوونځيو کې ښوونکی شو او همدا راز یې په وېسټ پوینټ ګرې خصوصي اکاډمۍ کې د فرانسوي ژبې او ریاضي د دایمي ښوونکي په توګه کار وکړ. دی په ډاګلاس لوژ کې له کرسټوفر اینګوالډسون سره چې د دې اکاډمۍ علمي غړی او د ده ملګری و، د اطاق ملګری شو. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې یې د مونټرال پوهنتون په پليتخنیک پوهنځي کې د انجنیرۍ په برخه کې زدهکړې وکړې. نوموړي په مک ګېل پوهنتون کې په چاپېریالي جغرافیه کې خپله ماسټري پیل کړه، خو دا پروګرام یې پرېښود او د دولتي دندې په لټه کې شو. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
شخصي ژوند
سمولټروډو او سوفي ګریګویر (Sophie Grégoire) هغه وخت سره لیدلي وو چې لا دواړه ماشومان وو. سوفي ګریګور د ټروډو د کوچني ورور مېشل ټولګیواله او د ماشومتوب ملګرې وه. ټروډو او ګریګور د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر میاشت کې کوژدن شول او د ۲۰۰۵ کال د مې میاشتې په ۲۸مه یې د مونټرال په (Sainte-Madeleine d'Outremont) کلیسا کې واده وکړ. دوی درې اولادونه لري: یو زوی یې خاویر چې په ۲۰۰۷ کال کې زیږېدلی، یوه لور يې اېلا ګریس چې په ۲۰۰۹ کال کې زیږېدلې او بل یې هم زوی هاډرین دی چې په ۲۰۱۴ کال کې زیږېدلی. [۴۵][۴۶][۴۷]
دین
سمولد ټروډو پلار یو کلک رومي کاتولیک و او مور یې له واده لږ مخکې له انجلیکانیزېم څخه کاتولیک ته واوښته. جسټن په کوچنيوالي کې هره یکشنبه په مذهبي مراسمو کې ګډون کاوه او هره شپه به یې تر خوب وړاندې خپلې دعاګانې ویلې. دی په اتلس کلنۍ کې منحرف کاتولیک شو، ځکه داسې احساس یې کاوه چې د کلیسا په تشریفاتو او جوړښت کې یې ورځني ژوند ته ډېر پام نه کېږي. ټروډو په دې دوره کې خپله عقیده داسې بیان کړې: «په ټول هېواد کې د نورو ډېری کاتولیکانو په څېر زه هم وایم چې زه کاتولیک یم، زه عقیده لرم خو کلیسا ته نه ځم. یوازې د عیسی علیه السلام د زوکړې د ورځې په مراسمو، یا هم په کرېسمېس مراسمو کې ځم.» په ۱۹۹۸ کال کې د ورور تر مړینې وروسته ټروډو خپل یوه ملګري قانع کړ چې د الفا [عیسوي زدهکړې] په یوه ښوونیزه دوره کې ګډون وکړي، تر څو عقیده یې بېرته سمه شي. په ۲۰۱۱ کال کې ټروډو وویل: «زما شخصي عقیده زما د شخصیت یوه ډېره مهمه برخه او ارزښتونه دي چې هڅه کوم د همدغو ارزښتونو له مخې رهبري وکړم.»[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]
ژوند
سمولجاستن تروډو په ۲۰۰۸م کال کې له یوې تلویزیوني کارمندې سوفي ګرګوار سره واده وکړ چې اوس مهال دوه ماشومان یو ځوی او لور لري.
کار
سمول- ↑ https://www.elections.ca/content.aspx?section=res&dir=rep/off/44gedata&document=index&lang=e — خپرېدونېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴ — خپروونکی: Elections Canada
- ↑ https://www.macleans.ca/news/world/the-g7-group-shot-where-donald-trump-cant-hide-from-his-height/ او https://www.businessinsider.com/world-leaders-ranked-height-tallest-shortest-2019-8#canadas-justin-trudeau-6-foot-2-188-cm-11
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20221139261 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20221139261 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Hopper, Tristan (September 22, 2021). "First Reading: The Least Popular Canadian Government Ever Elected". National Post.
- ↑ "WE Charity: Trudeau cleared of ethics wrongdoing in political scandal". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). May 13, 2021. بياځلي په May 14, 2021.
- ↑ Griffin, Eugene (March 6, 1971). "Trudeau's Bride Takes All by Surprise". Chicago Tribune. Chicago Tribune Press Services. خوندي شوی له اصلي څخه په March 5, 2017. بياځلي په September 4, 2016.
- ↑ "Rumors confirmed: Mrs. Trudeau expecting, due December". Montreal Gazette. The Canadian Press. June 24, 1971. بياځلي په May 22, 2016.
- ↑ "Civic doctor for Margaret". Ottawa Citizen. December 1, 1971. بياځلي په October 7, 2017.
- ↑ Downie, Jim (December 28, 1971). "Justin just like dad". Ottawa Citizen. The Canadian Press. بياځلي په October 21, 2015.
- ↑ "Welcome, Justin Trudeau". St. Petersburg Times. December 31, 1971. بياځلي په March 2, 2013.
- ↑ English, John (August 28, 2007). Citizen of the World: The Life of Pierre Elliott Trudeau Volume One: 1919–1968. Knopf Canada. pp. 205–. ISBN 978-0-676-97522-2. خوندي شوی له اصلي څخه په July 31, 2013. بياځلي په May 27, 2011.
- ↑ "The ancestry of Justin Trudeau". perche-quebec.com (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-30.
- ↑ "Pierre Trudeau toughens up". CBC Digital Archives. January 9, 1994. خوندي شوی له اصلي څخه په November 18, 2015. بياځلي په November 13, 2015.
- ↑ "Colleagues, family discuss secret Trudeau wedding". CBC Digital Archives. March 5, 1971. خوندي شوی له اصلي څخه په January 6, 2016. بياځلي په September 3, 2016.
- ↑ "SINCLAIR, The Hon. James, P.C." Parliament of Canada. خوندي شوی له the original on May 8, 2013. بياځلي په March 2, 2013.
- ↑ "Margaret Trudeau". CBC Television. خوندي شوی له اصلي څخه په January 9, 2013. بياځلي په April 24, 2017.
- ↑ "Passenger lists of the AORANGI arriving in Vancouver, British Columbia on 1906-06". Library and Archives Canada. February 17, 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په January 4, 2017. بياځلي په April 19, 2017.
- ↑ Gartland, Fiona (June 4, 2017). Rebel roots: Justin Trudeau's Irish ancestry from Co Cork revealed. بياځلي په October 7, 2017.
{{cite book}}
:|newspaper=
ignored (help) - ↑ O'Mahony, Kieran (July 10, 2017). "Bandon claims Trudeau Just-In time". The Southern Star. بياځلي په May 4, 2018.
- ↑ "The Bernards of Palace Anne". Bandon Cork Ancestors and Genealogy Heritage Roots Ireland. خوندي شوی له اصلي څخه په April 7, 2016. بياځلي په September 4, 2016.
- ↑ Sin, Yuen (November 15, 2018). "Canadian Prime Minister Justin Trudeau traces family links to Singapore at Fort Canning Park". The Straits Times. بياځلي په November 21, 2018.
- ↑ "Stamford Raffles was not above sneering at Farquhar's Malay wife and the children by her he had acknowledged. 'The Maya connexion', he termed them archly."Barley, Nigel (1991). The Duke of Puddle Dock: Travels in the Footsteps of Stamford Raffles. Great Britain: Viking. p. 242. ISBN 9780670836420. خوندي شوی له اصلي څخه په January 16, 2017.
- ↑ Ford, D. (2005). The world of Antoinette Clement: Colonial mistress. Australia: University of Queensland. خوندي شوی له اصلي څخه په March 4, 2016.
- ↑ Hedemann, Nancy Oakley (1994). A Scottish-Hawaiian story: the Purvis family in the Sandwich Islands. Book Crafters. ISBN 9780964402003. خوندي شوی له اصلي څخه په January 16, 2017. بياځلي په September 4, 2016.
- ↑ Douglas-Home, Jessica (1996). Violet: The Life and Loves of Violet Gordon Woodhouse. Harvill Press. ISBN 9781860462696. خوندي شوی له اصلي څخه په January 16, 2017. بياځلي په September 4, 2016.
- ↑ Cooper, Artemis (2011). Writing at the Kitchen Table: The Authorized Biography of Elizabeth David. Faber & Faber. ISBN 9780571279777. خوندي شوی له اصلي څخه په January 15, 2017. بياځلي په September 4, 2016.
- ↑ "Trudeaus Separate; He Keeps Children (Published 1977)". The New York Times. May 28, 1977.
Trudeau and his wife jointly announce they have separated and that Mr Trudeau will have custody of their 3 sons; ...MrsTrudeau would have "generous access" to the children, Justin, 5 years old, Sacha, 4, and Michel, 1.
- ↑ O'Hara, Jane (December 3, 1979). "When Pierre put his boys first". Maclean's Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په December 4, 2015. بياځلي په December 2, 2015.
- ↑ Wong, Jan (March 28, 2003). "Mr. Conflict of Interest". The Globe and Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په January 6, 2016. بياځلي په November 20, 2015.
Indeed, Levine represented Margaret Trudeau when she got her shows on CJOH television in Ottawa in the early 1980s and later during her divorce from Pierre. And then he represented the former prime minister when he auctioned off his memoirs.
- ↑ "Margaret Trudeau files for divorce". Ottawa Citizen. November 17, 1983. بياځلي په October 28, 2015.
- ↑ "Trudeaus' divorce has become final: Report". The Gazette. Montreal. April 5, 1984. بياځلي په October 28, 2015.
- ↑ Elin Woodger; David F. Burg (March 2006). The 1980s. Infobase Publishing. p. 414. ISBN 978-0-8160-5809-9. خوندي شوی له اصلي څخه په July 31, 2013. بياځلي په May 27, 2011.
- ↑ Laver, Ross (October 31, 1979). "Nostalgic nanny". Ottawa Citizen. بياځلي په October 29, 2015.
- ↑ Campion-Smith, Bruce (June 20, 2009). "Justin on growing up Trudeau". Toronto Star. خوندي شوی له اصلي څخه په November 7, 2014. بياځلي په March 2, 2013.
- ↑ Anzalone, Charles (February 8, 2008). "Margaret Trudeau: Forgiveness, gratitude, wisdom". bpHope. خوندي شوی له اصلي څخه په November 4, 2015. بياځلي په November 10, 2015.
- ↑ Popplewell, Brett (November 24, 2010). "Pierre Trudeau's daughter, Sarah, lives under the radar". Toronto Star. خوندي شوی له اصلي څخه په November 4, 2015. بياځلي په November 10, 2015.
- ↑ McCabe, Daniel (October 22, 2015). "Portrait of the PM-designate as a young man". McGill News. خوندي شوی له the original on November 20, 2015. بياځلي په November 19, 2015.
Trudeau joined the McGill Debating Union at the invitation of a new acquaintance, Butts, then the debating union's vice-president. The two forged a close friendship at McGill that endures today...
- ↑ Raj, Althia (March 5, 2013). "Contender: The Justin Trudeau Story". خوندي شوی له اصلي څخه په June 22, 2015. بياځلي په October 23, 2014.
- ↑ "Canadian Liberty and the Politics of Fear". Liberal Party of Canada. March 10, 2015. خوندي شوی له the original on November 20, 2015. بياځلي په November 19, 2015.
You know, I dabbled in the Debating Union at McGill. I even debated Ted Cruz once at a tournament at Yale. He hasn't changed very much.
- ↑ "Canada Votes 2011: Ridings: Papineau" Archived February 21, 2016, at the Wayback Machine., Canadian Broadcasting Corporation. Retrieved October 25, 2015.
- ↑ "Justin Trudeau tells education conference he plans return to teaching", Canadian Press, February 28, 2004.
- ↑ "Justin Trudeau described by friends as down-to-earth and sensitive", Canadian Press, October 4, 2000, 03:25; Tonda MacCharles, "Son 'most like Pierre' relishes his privacy; While Liberals talk about dynasty, Justin looks forward to returning to teaching job", Kitchener-Waterloo Record, October 5, 2000, A06; Justin Trudeau, "Something I'm passionate about", The Globe and Mail, February 3, 2001, A11; Gloria Galloway, "Justin Trudeau delivers motivational speech to Ontario teachers", The Canadian Press, April 27, 2001, 14:50; "Students should learn to be brave, Trudeau says", Globe and Mail, April 28, 2001, A9.
- ↑ Smith, Charlie (November 1, 2015). "Vancouver building that used to be home to Justin Trudeau damaged after ambulance crashes into limousine". The Georgia Straight. خوندي شوی له اصلي څخه په November 4, 2015. بياځلي په November 9, 2015.
- ↑ Annett, Evan (October 30, 2015). "JUSTIN AND SOPHIE: THE FAMILY ALBUM". The Globe and Mail. خوندي شوی له اصلي څخه په November 22, 2015. بياځلي په November 20, 2015.
- ↑ "Justin Trudeau weds". CBC News. May 30, 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په May 23, 2013. بياځلي په August 23, 2013.
- ↑ "Justin Trudeau's A Dad.. Again". HuffPost Canada. February 28, 2014.
- ↑ Mas, Susana (October 20, 2014). "Justin Trudeau memoir: 7 surprising revelations from Common Ground". CBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په October 22, 2015. بياځلي په October 22, 2015.
- ↑ Derfler, Leslie (2012). Political Resurrection in the Twentieth Century: The Fall and Rise of Political Leaders (in انګليسي). Springer. p. 185. ISBN 9781137027863. بياځلي په December 19, 2017.
- ↑ Longhurst, John. "PM's faith has evolved with age – Trudeau's beliefs in social justice, abortion rights attract some, alienate others". Winnipeg Free Press. Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په November 24, 2015. بياځلي په November 23, 2015.
- ↑ "Justin Trudeau upset Tory MP questioned his faith". CBC News (in انګليسي). November 3, 2011. بياځلي په December 19, 2017.