تخت رستم (سمنګان)

د رستم تخت ( تخت رستم ) د افغانستان یو له خورا په زړه پورې تاریخي اثارو څخه بلل کیږي. د تخت رستم لرغونی ځای د هندوکش په شمال کي د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار ته څېرمه موقعیت لري.دا ستر ډبرين تخت شاوخوا ۳۵۰۰ کاله لرغونی او د زردشتي دورې څخه پاتي یو له مهمو ودانیو څخه ګڼل سوی دی. د رستم توپ (تشلي رستم) احاطه شاوخوا 85 متره ده څېرمه یې ډیری غارونه او خوني شتون لري. بودایانو دا اطاقونه د معبدونو یا عبادتځایونو په توګه کارولې. هغوئ خپل بُتونه په دې ځائ کښې ساتل او د هغوئ عبادت به یې کاوه. یاد تخت د هغه وخت د قیمتي شیانو او زیورونو ذخیره کولو او پټولو لپاره سوريان هم لري.په افغانستان کې همدرانګه بېلابېل لرغوني ځایونه سته چې له ډبرو څخه غارونه جوړ پکښي سوي او بودایانو به پکښي ژوند کاوه. سټوپا د بودا ترټولو پخوانۍ ودانۍ ده او په لومړي سر کي یاده ودانۍ یوازې د گنبدي په شکل جوړه سوې غونډۍ وه چي د خټو یا د ټیټو اوبو ځایونو کي د تیږو د ټوټو څخه جوړه سوې وه او د بودا آثار یې پوښل. سټوپا ( سنسکرت ژبه) : م. سټوپا (ستون) یو ډول د غونډۍ په څیر ودانۍ یا نیم کره جوړښت دی چي د مراقبت لپاره د ځای په توګه کارول کیږي.تخت رستم چي د یوې غونډۍ په سر کي موقعیت لري، په افغانستان کي د بودايي معمارۍ د لومړي تکامل استازیتوب کوي.ددې ترڅنګ ځیني نور غارونه جلال اباد او غزني ته نږدې هم کشف سوي دي.د مجسمو او مجسمه جوړوني هنر هم په یاده دوره کي ډیر مشهور او وده یې وکړه. د دې هنر نښي اوس هم په دېوالونو کي په ښکاره ډول لیدل کیږي. [۱]تخت رستم او د هغه غارونه چې د بودايي دورې سره تړاو لري نن ورځ نږدې 25٪ ویجاړ سوي دي. پخپله تخت رستم هم ترمیم اړتیا لري. د بلخ او بامیان تمدن او د دهک ښار ، د ازدار دره ، د غلغلې ښار ، د فولادو دره ، چهل دختران ، یخ غار ، [[په بامیان کې د بودا مجسمې| د بودا لویي مجسمې، غارونه، بابا غر ، شاهرشاهي ، بالاحصار او څلویښت برجونه د افغانستان د لرغونو اثارو بېلګي دي. په پام کي وه چي په بامیانو کې د بند امیر په ملي پارک کې د بودا د مجسمو مخې ته یو کلتوري کمپلکس جوړ شي

[1]

  1. د افغانستان له جغرافیې څخه په زرګونو لرغوني اثار په ځانګړې توګه د لوی خراسان تمدن د کورنیو جګړو پر مهال لوټ او په بهرنیو موزیمونو کي اوس وخت پراته دي. د لوی خراسان ( افغانستان ) له سیمي څخه د بودا د ډبرو او برونزو مجسمې او د بودا نښو څخه لکه د بینو مراسم، همدارنګه خوشبو یا مقدس لوګی او د مات شوي صلیب او بخت نښه چي د ځمکې له پخوانیو مذهبونو څخه دي په دغو لوټل سوو شیانو کي شتون لري.
  1. http://www.farsnews.ir/newstext.php?nn=13910224001590