تانبه:افغانستان/پېژندنه

Flag of Afghanistan
Flag of Afghanistan
Location on the world map

افغانستان ته ښه راغلاست افغانستان' (پښتو / دري: افغانستان) چې په رسمي توگه د افغانستان اسلامي امارت په نوم ياديږي, په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسيا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجکستان، اوزبكستان او توركمنستان سره گډې پولې لري. په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې مالومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی.