برنارد مونتګومری

فیلډ مارشال برنارد لاو مونتګومری، د العلمین لومړی ویسکانټ مونتګومری (زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د نومبر ۱۷ مه – مړینه: د ۱۹۷۶ زکال د مارچ ۲۴ مه) چې د «مونتي» او «سپارتي جنرال» په مستعارو نومونو یې شهرت درلود د بریتانوي پوځ له مخکښو پوځي افسرانو څخه و چې په لومړۍ نړیواله جګړه، د ایرلنډ د خپلواکۍ په جګړه او دویمه نړیواله جګړه کې یې خدمت کړی. [۴]

برنارد مونتګومری
برنارد مونتګومری

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل ناروغي   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا [۳]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکې ژبه
پوځي خدمت
وفاداري برېتانيا   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
برخه د برتانيا فوځ   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه ،  دويمه نړېواله جګړه ،  د آیرلند د خپلواکۍ   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
برنارد مونتګومری

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

مونتګومري د لومړي ځل لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د سلطنتي وارویک شایر ډلګۍ د ځوان افسر په توګه په جګړه کې برخه واخیسته. نوموړی د بلجیم بایول پولې ته څېرمه په میترن کې د یپرس د لومړۍ جګړې پر مهال د مخالفو ځواکونو د نښه ویشتونکي له خوا په ښي سږي کې وویشتل شو او ټپي شو. لویدیځې جبهې ته د لوی درستیزیت د افسر په توګه له را ګرځېدو وروسته نوموړي د ۱۹۱۷ زکال د اپرېل او مۍ میاشتو پر مهال د آرس په جګړه کې برخه واخیسته. نوموړي همدارنګه د ۱۹۱۷ زکال په وروستیو کې وړاندې له دې چې جګړه پای ته ورسي په پاشندیل جګړه کې یې د ۴۷ مې (د لندن د دویمې) فرقې د قوماندان په توګه برخه واخیسته.

د دواړو جګړو ترمنځ نوموړي وړاندې له دې چې د پیاده ځواکونو د ۹ مې لوا قوماندان او همدارنګه د ۸ مې پیاده لوا عمومي قوماندان شي؛ د پوځ د اولسمې ډلګۍ، سلطنتي پیاده ځواک او همدارنګه د سلطنتي وارویک شایر لوا د لومړۍ ډلګۍ قومانداني یې وکړه.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د لویدیځې صحرا د عملیاتو پر مهال مونتګومري د ۱۹۴۲ زکال له اګست میاشتې څخه د ۱۹۴۳ زکال تر مۍ میاشتې پورې د العلمین په دویمه جګړه او همدارنګه په تونس کې د متفقینو د وروستۍ بریا تر مهاله د بریتانیا د پوځ د اتمې لوا قومانداني پر غاړه لرله. له دې وروسته نوموړي په سیسلي او ایټالیا باندې د متفقینو د بریدونو پر مهال د بریتانیا د پوځ د اتمې لوا قومانداني پر غاړه لرله او همدارنګه یې د ۱۹۴۴ زکال د جون له ۶ مې څخه د ۱۹۴۴ زکال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د نورماندي جګړې (اوورلارډ عملیاتو) پر مهال د متفقینو د ځمکنیو پوځونو عمومي قومانده پر غاړه لرله. له دې وروسته نوموړي ته د اروپا په شمال لویدیځ کې د پاتې عملیاتو په ترڅ کې د پوځ د ۲۱ مې لوا قومانداني ور تر غاړه شوه چې د مارکېټ ګارډن په نامه عملیات هم په کې شاملېدل چې له راین څخه د تېرېدو په موخه و، خو وه نه توانېد.

هغه مهال چې د جرمني زرهي ځواکونو د بولج د جګړې په ترڅ کې په بلژیک کې د امریکايي ځواکونو سنګرونه مات کړل، مونتګومری ته د بولج د شمالي غاړې قومانداني وسپارل شوه. په دغه قومانداني کې د متحده ایالاتو د لومړي او نهم پوځ لنډ مهاله مشري شامله وه چې د بولج د شمال پر لور یې د جرمني د مخکې تګ مخه ونیوله، په داسې حال کې چې جرمنانو په سویل لوري کې د متحده ایالاتو د برید جنرال جورج پاتون تر مشرۍ لاندې د متحده ایالاتو دریم پوځ په شاه وتمباوه.

د مونتګومري تر قوماندې لاندې د پوځ ۲۱ مه لوا چې د متحده ایالاتو د پوځ ۹مه ډلګۍ او د متفقینو لومړنۍ هوايي ډلګۍ په کې شاملې وې د ۱۹۴۵ زکال په مارچ میاشت کې د پلنډر عملیاتو په ترڅ کې له راین څخه تېر شول او دوه اونۍ وروسته د متحده ایالاتو د پوځ لومړۍ ډلګۍ د رمیګان د جګړې پر مهال له راین څخه تېره شوه. د جګړې په پای سره د مونتګومري تر قوماندې لاندې ځواکونو د روهر پاکټ په نامه محاصره کې ونډه واخیسته، هالنډ یې آزاد کړ او د جرمني ډېری شمال لویدیځې برخې یې ونیولې. د ۱۹۴۵ زکال د می په ۲ مه شوروي اتحاد ته د برلین له تسلیم کېدو وروسته، مونتګومري د می په ۴ مه د اروپا په شمال لویدیځ لونبورګ هیث او د هامبورګ په سویل کې ځانته د جرمني ځواکونو تسلیم کېدل ومنل.

له جګړې وروسته نوموړی په جرمني کې د راین لپاره د ټولو بریتانوي ځواکونو درستیزوال شو چې بیا له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۴۸ زکال پورې د ټول سلطنتي ځواک لوی درستیز شو. له ۱۹۴۸ زکال څخه تر ۱۹۵۱ زکال پورې نوموړي د لویدیځ اتحاد د قوماندانانو د عمومي کمېټې د مشر په توګه خدمت وکړ. له دې وروسته نوموړي په ۱۹۵۸ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په اروپا کې د ناټو سازمان د مخکښو متحدو هېوادونو د اعلی قوماندان د مرستیال په توګه خدمت وکړ.

شخصیت

سمول

مونتګومري د تدبیر او دیپلماسۍ نه لرلو له امله بدنامه و. تر دې پورې چې د هغه «ملاتړي» یا د سترواکۍ د پوځونو لوی درستیز جنرال آلن بروک په مکرر ډول په خپلو جنګي خاطراتو کې نوموړي ته اشاره کړې: «کېدای شي هغه نامحدودې تېروتنې ترسره کړي» او «زه اړ شوم څو هغه د زغالو له سر څخه د تدبیر د نه لرلو او همدارنګه د هغه ځان خوښونکي لیدلوري له امله چې د نورو احساساتو ته یې پام نه کاوه؛ را وباسم».[۵]

یو له دغه مواردو څخه چې د دغې موضوع څرګندويي یې کوله، د شمالي افریقا د عملیاتو پر مهال رامنځته شو؛ هغه مهال چې مونتګومری له والټر بدل سمیت سره شرط وتاړه چې کولای شی صفاقس د ۱۹۴۳ زکال د اپرېل تر نیمايي ونیسي. سمیت په ټوکو کې ځواب ورکړ چې که چېرې مونتګومري دغه کار وکړای شي، یوه بم غورځونکې الوتکه له یوې خدمتکارې سره ورکوي. د سمیت دغه خبره له یاده ووته خو مونتوګومري هغه له یاده وه نه ویستله او هغه مهال چې د اپرېل په ۱۰ مې یې صفاقس ونیو، سمیت ته یې پیغام ولېږه او «د خپلې جایزې غوښتنه یې وکړه». سمیت هڅه وکړه پر ده وخاندي، خو مونتګومري دا ټوکه نه بلله او پر خپلې الوتکې یې ټینګار درلود. هغه د ایزونهاور په څېر چې په دیپلماسۍ کې یې شهرت درلود د خپلې الوتکې له ترلاسه کولو یې ځان ډاډمن کړ، په داسې حال کې چې په ډېر زیات لګښت او بد احساس سره یې د کار ترسره کړ. آن بروک فکر وکړ چې دا یو بې معنی حماقت دی.[۶][۷]

آنتوني بیور د جګړې د پای په وروستیو میاشتو کې د مونتګومري د معکوس تدبیر اړوند بحث کې نوموړی «زغم نه لرونکی» توصیف کړ. بیور وايي چې د ۱۹۴۵ زکال په جنوري میاشت مونتګومري هڅه وکړه د ۱۹۴۴ زکال په ډسمبر میاشت کې په اردنیز کې د جرمنانو د برید ضد وړتیاوو په ماتولو سره د بریتانیا (او ځان لپاره) د لا زیات اعتبار ادعا وکړي. دغه «کثیفې او ناوړې تېروتنې» دا ناشونې کړه چې چرچیل او فیلډ مارشال آلن بروک وکولای شي – د مونتګومري تر قوماندې لاندې- د جرمني له لارې برلین ته د یو فوري حرکت اړوند ایزونهاور متقاعد کړي. ایزونهاور د «ډېګر ټرسټ» عملیاتو عملي توب وه نه مانه، او په دې له وړاندې هوکړه شوې وه چې برلین به په راتلونکي کې د شوروي تر اشغال لاندې سیمه وي او هغه چمتو نه و چې له کومې ګټې پرته درانه تلفات ومني؛ همدا و چې ایزونهاور د بریتانیا وړاندیز له پامه وغورځاوه او د جګړې په ډګر کې یې خپلې محافظه کارانه ستراتیژۍ ته دوام وکړ چې له همدې امله سور پوځ له لویدیځو متفقینو وړاندې برلین ته ورسېد. [۸]

د ۱۹۴۵ زکال په اګست میاشت په داسې حال کې چې بروک، اندرو کانینګهام او چارلز پورتال د پوځ د لوی درستیز په توګه د خپل احتمالي ځای ناستي اړوند بحث کاوه، دوی دې پایلې ته ورسېدل چې مونتګومري د لوی درستیز په توګه د پوځ لپاره ډېر په ګټه تمام کېدلی شي، خو هغه چندان محبوبیت نه لري. له دې سره هم د پوځ لویې برخې، کانینګهام او پورتال په کلکه سره د دې ملاتړي و چې مونتګومري د بروک له تقاعد وروسته د هغه ځای ناستی شي. د لومړي وزیر وینسټون چرچیل د یو نږدې ملګري له قوله راغلي چې لومړي وزیر د مونتګومري اړوند داسې ویلي: «په ماته کې، نه ماتېدونکې؛ په بریا کې نه زغمل کېدونی». [۹][۱۰]

مونتګومري له «کچې زیات کبر لرلو او د ځان ستایلو په نه کنټرول کېدونې لیوالتیا» اخته و. جنرال هستینګز ایسمای چې هغه مهال د چرچیل د ځواکونو مخکښ افسر او همدارنګه د هغه د باور وړ کس و یوځل یې د مونتګومري اړوند داسې څرګنده کړه چې: «زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې له تبلیغاتو سره د هغه مینه یوه ناروغي ده، لکه په الکولو او یا هم نشه یي توکو باندې د اعتیاد په څېر، او دا هم په همدې کچه د هغه د لیونتوب لامل ګرځېدلې». [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118583778  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c2509v — subject named as: Bernard Montgomery, 1st Viscount Montgomery of Alamein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. https://libris.kb.se/katalogisering/64jmqthq3bxtg1m — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۸
  4. Various Authors (1969). Illustrated Story of World War II. The Reader's Digest Association. p. 284. ISBN 978-0-89577-029-5.
  5. Alanbrooke 2001، مم. 418–19, 516, 531, 550, 638.
  6. Corrigan 2010, p. 312
  7. Alanbrooke 2001، مم. 417–18.
  8. Beevor, Antony (2002). The Fall of Berlin 1945 (2007 ed.). London, England: Penguin. p. 84. ISBN 978-0-141-90302-6.
  9. Alanbrooke 2001, p. 720
  10. Enright, Dominique (2001). The Wicked Wit of Winston Churchill. London: Michael O'Mara Books Limited. p. 63. ISBN 978-1-85479-529-8.
  11. World War II in Europe: A Concise History, page 168, by Marvin Perry, Cengage Learning, 2012, ISBN 9781285401799
  12. A World at Arms: A Global History of World War II, page 1103, by Gerhard L. Weinberg, 2nd Edition, Cambridge University Press, 2013, ISBN 9780511252938
  13. The Day of Battle: The War in Sicily and Italy, 1943-1944, Volume 2 of The Liberation Trilogy, page 126, by Rick Atkinson, Henry Holt and Company, 2007, ISBN 9781429920100