د آیرلند د خپلواکۍ
د آیرلند د خپلواکۍ جګړه هغه ګوریلایي جګړه وه چې له کال ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۱ پورې په آيرلند کې د آیرلند د جمهوري غوښتونکي پوځ او برتانوي ځواکونو ترمنځ پئښه شوه چې برتانیا پوځ د ښاري ساتنې د نیمه نظامي او دهغو مرستندویو نیمه نظامیو څخه په ملاتړد الستر د ښارې ساتنې ځانکړو ځواکونو په وړاندې کوله او دا په آیرلند کې د انقلاب د دورې یوه برخه وه. [۱]
د کال ۱۹۱۶ په اپرېل کې، آیرلندي جمهوریت غوښتونکو د سپېڅلي اختر په نامه یو پاڅون د برتانوي وا کمنۍ په وړاندې پیل کړ او د آیرلند جمهوریت یې اعلان کړ. که څه هم دا پاڅون له یوې اونۍ جګړې څخه وروسته وځپل شو خو دې قیام او د برتانیا ځواب د ايرلند د خپلواکۍ لپاره د خلکو د ستر ملاتړ لامل شو.د کال ۱۹۱۸ په ټاکنو کې، د سین فین جمهوري غوښتونکي ګوند په آیرلند کې پرېکنده بری ترلاسه کړ. او د کال ۱۹۱۹ د جنورۍ په ۲۱ یې د دېل ایرين په نامه یو جلا حکومت جوړ او د آيرلند خپلواکي یې اعلان کړه. په دې ورځ دوه تنه آیرلندي شاهي ښاري انتظامي ساتونکي د سولوهیدبېګ د کمین په لړ کې د آيرلند د جمهوري غوښتونکي پوځ د رضا کارانو په واسطه د خپل نوښت په اساس ووژل شول. جګړې په تدریجې توګه پراختیا وموندله او د کال ۱۹۱۹ په ډېره برخه کې د ايرلند جمهوري غوښتونکو پوځ تر ډېره د وسلو په نيولو او د جمهوري غوښتونکو زندانیانو په خوشې کولو په اړوند فعالیت باندې بوخت و په داسې حال کې چې دېل ايرین د یوه دولت جوړول پیل کړل. د سبتمبر په میاشت کې برتانوي حکومت سېن فېن او دېل اېرېن دواړه غیر قانوني وبلل او جګړې نور هم زور واخیست. د آیرلند جمهوري غوښتونکي پوځ به په آیرلندې شاهې انتظامي ساتونکو او په برتانوي ګزمو اوبارکونوحملې کولې او هڅه یې کوله چې هغوی د بارکونو پرېښودلو ته اړ کړي. د برتانیا دولت د ایرلند سلطنتي انتظامي قواوې له برتانیا څخه د بلک او ټن Black and Tan په نامه ځواکونواو کمکي ځواکونو نه په استفادې سره تقویت کړې چې دا قواوې د خراب انضباط او غیر نظاماینو باندي د کساتي حملو د ترسره کولو له امله چې ځینو ته یې برتانیا له خوا جواز ورکړل شوی و بدنامه شوې، له همدې امله دا جګړه د بلک اند ټن Black and Tan War ( هغه جګړه وه چې بر تانیا له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ پورې په آیرلند کې د خپلواکۍ غوښتونکو په وړادې ترسره کوله) یادېدله. دې جګړه کې ملکي سرغړونې ( دا هغه فعالیتونه دي چې خلک یې له مخې له قانون څخه سرغړونه کوي تر څو خپل اعتراض په سوله ایز ډول د حکومت په وړاندې وښیي) هم را منځ ته شوې چې په دې کې د رېل ګاډو له خوا د برتانوي ځواکونو او اکمالاتو له انتقال څخه انکار کول د پام وړ و. [۲][۳][۴]
د کال ۱۹۲۰ په نیمایي کې، جمهوري غوښتونکو د هېواد د ډېروشورا ګانو کنترول تر لاسه کړ او د هېواد په سهیل او ختيځ کې یې د برتانیا واک وپرځاوه او برتانیا یې د دې ته اړه کړه چې ترڅو د اضطراري حالت قواوې وکاروي. د کال ۱۹۲۰ تر وروستیو څه ناڅه ۳۰۰ خلک ووژل شول خو جګړې د نومبر په میاشت کې زور واخیست. د کال ۱۹۲۰ د نومبر ۲۱ په وینو لړلې یکشبنه کې، د برتانیا ۱۴ استخباراتي کار کوونکي ووژل شول او له هغه وروسته د آيرلند شاهې انتظامي ځواکونو د ګېلیک د فوټبال د مسابقې لپاره په ټولو شوو خلکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ ملکي وګړې ووژل شول او ۶۵ نور ټبیان شول. یوه اونۍ وروسته د برتانیا ۱۷ مرستندوی ځواکونه د کورک په ښارګوټي کې د کېلمیچیل په کمین کې ووژل شو او برتانیا د سهیلي آیرلند په ډېرو برخو کې نظامي حالت اعلان کړ او کورک ښار د تر سره شوې حملې په کسات کې وسوځول شو.جګړې په راتلونکو ۷ میاشتو کې نور هم زور واخیست چې په لړ کې یې ۱۰۰۰ تنه خلک ووژل شول او ۴۵۰۰ تنه جمهورې غوښتونکي زنداني شول. ډېری جګړې په مونستر ( په ځانګړي توګه د کورک په ښار کې) دوبلین او بلفاست کې پېښې شوې چې په دې ټولو سیمې کې د جګړې ۷۵ سلنه مړینې پېښې شوې. [۵]
په شمال ختیځ کې جګړې فرقه اي بڼه درلوده او هلته کاتولیکي لږکیو د آیرلند له خپلواکۍ ملاتړ کاوه او ډېری پروتستانت اکثریتونه شاهي دولت پلوه و. د پروتستانتانو یو ځانګړی انتظامي ځواک جوړ شو او د دولت پلوه شبه نظامیان هم فعال و. هغوی به په کاتولیکانو له دې امله حملې کولې چې د آیرلند د شاهې پوځ د عمل کسات واخلي، په بلفاست کې فرقه اي جګړې زور واخیست چې په لړ کې ۵۰۰ تنه خلک ووژل شول چې ډېری یې کاتولیکان و. د کال ۱۹۲۱ د مې په میاشت کې د برتانیا تر قانون لاندې ووېشل شو چې له امله یې شمالي آیرلند را منځ ته شو. [۶]
د کال ۱۹۲۱ د جولای په ۱۱ یو اوربند پېل شو او له اوربند څخه وروسته مذاکرات د دې لامل شو چې دکال ۱۹۲۱ د دسمبرپه ۶ د انګلیسانو او آيرلند تر منځ یو تړون لاسلیک شي. دې تړون د آیرلند په ډېرو سیمو کې د برتانیا واکمني پای ته ورسوله او له لسو میاشتو انتقالي دورې څخه وروسته چې د یوه مؤقت دولت له خوا یې څارنه کېدله، د کال ۱۹۲۲ د دسمبر په ۶ یو ځان اداره کوونکی آزاد آیرلندی دولت را منځ ته شو. شمالي آیرلند له برتانیا سره پاتې شو او له اوربند وروسته په بلفاست کې تاوتریخوالي اود شمالي آیرلند په سرحدي سیمو کې جګړو دوام وموند، او د آیرلند شاهي پوځ د کال ۱۹۲۲ په مې میاشت کې په شمال کې ناکامه حمله تر سره کړه. د کال ۱۹۲۲ د جون په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو تر منځ د انګلستان او آيرلند د تړون په اړوند مخالفتونه په آیرلند کې د ۱۱ میاشتنۍ کورنۍ جګړې لامل شول . د آیرلند ازاد دولت ۶۲۸۶۸ مدالونه د خپلواکۍ د جګړې په مهال د خدمت لپاره ورکړل چې ۱۵۲۲۴ یې کوچنیو نظامي پیاده ډلګیو ته ورکړل شول. [۷]
د جګړې منشا وې
سمولد دا خلۍ واکمنۍ بحران
سمولله کال ۱۸۰۷۰ څخه را په دې خوا، د آیرلند د پارلماني ګوند آیرلندې ملتپالو له برتانیا څخه د داخلي واکمنۍ یا په خپله حکومت کولو غوښتنه کوله خو د دې ترڅنګ یې او په پای کې بشپړه خپلواکي هم نه ردوله، خو نارسمي سازمانونو لکه د آرتور ګرېفت ( یو آیرلندی سیاست وال) سین فین ګوند د خپلواکۍ د یوې فورې بڼې لاس ته راوړلو لپاره بحث کاوه خو هغوی د لږکیو یوه ډله وه. [۸]
داخلي واکمني بلاخره د برتانوي حکومت له خوا په کال ۱۹۱۲ کې ورکړل شوه چې په برتانیا کې یې یو بحران را وپاراوه ځکه د الستر (د آیرلند یولایت دی) اتحاد پالو د الستر د رضا کارانو په نامه یو نظامي سازمان جوړ کړ تر څو د تسلیمۍ د دې اقدام په وړاندې کم له کمه په هغو سیمو کې مقاومت وکړي چې هغوی کنترولولای شوې. ملتپالو په خپل نوبت سره د آیرلندې رضا کارانوپه نامه یو نطامي ډوله سازمان جوړ کړ. [۹][۱۰]
د برتانیا پارلمان د کال ۱۹۱۴ د ايرلند د حکومت قانون د کال ۱۹۱۴ د سپتمبر په ۱۸ چې د داخلي حاکمیت د قانون په نامه یادېده د ايرلند د وېش لپاره له یوې اصلاحې لایحې سره چې د الستر د اتحاد پالو پارلماني غړو له خوا وړاندیز شوې وه تصویب کړ، خو د لایحې تطبیق په فوري توګه د کال ۱۹۱۴ د یوه ځنډوونکي قانون له خوا وځنډېد چې لامل یې په مخکېنۍ میاشت کې د لومړۍ نړبوالې جګړې پراخېدل و. ډېریو ملتپالو د برتانیا او د برتانیا په نوي پوځ کې د آیرلندي کنډکونو او دهغوی متحدینو جګړه ایزو هڅو له ملاتړ څخه د خپلو مشرانو او جان رېدموند ( یو آیرلندی ملتپال سیاست وال و) بلنې څخه پې پېروي کوله او موخه یې د جګړې له پای څخه وروسته د د داخلي حاکمیت پیل و، که څه هم د ايرلندي رضا کارانو ډېر لږکي په جګړه کې د آیرلند له ښکیلتیا سره مخالف و. د رضاکارانو خوزښت سره ووېشل شو چې ډېریو د رېدموند تر مشرۍ لاندې د رضا کارانو یو خوزښت جوړ کړ ، د ایون ماکنیل تر مشرۍ لاندې رضاکارانو پرېکړه وکړه چې چې هغوی به د داخلي حاکمیت تر اعطاء پورې په خپل حال پاتې شي د رضا کارانو له خوزښت څخه بلې ډلې چې مشري يې آیرلند جمهوري غوښتونکو ورولۍ په نامه د جدایي غوښتونکوډلې کوله د برتانیا د حاکمیت په وړاندې د پاڅون لپاره چمتو والی پیل کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]
د سپېڅلي اخترپاڅون
سمولد پاڅون لپاره پلان د کال ۱۹۱۶ په سپېڅلي اختر کې تحقق وموند چې په لړ کې یې رضا کارانو پاڅون پیل کړ چې موخه یې د برتانیا د حاکمیت پای ته رسول و. جنګیالیود آیرلند خپلواک جمهوریت اعلانولو خبر خپور کړ. [۱۴][۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ Heatherly, Christopher J. (2012). Cogadh Na Saoirse: British Intelligence Operations During the Anglo-Irish War, 1916–1921 (reprint ed.). BiblioBazaar. ISBN 9781249919506. Archived from the original on 29 December 2020. نه اخيستل شوی 22 December 2014.
- ↑ Dinan, Brian (1987). Clare and its people. Dublin: The Mercier Press. p. 105. ISBN 085342-828-X.
- ↑ Coleman, Marie (2013). The Irish Revolution, 1916–1923. Routledge. pp. 86–87.
- ↑ "The Black and Tan War – Nine Fascinating Facts About the Bloody Fight for Irish Independence". Militaryhistorynow.com. 9 November 2015. Archived from the original on 28 March 2019. نه اخيستل شوی 15 January 2018.; "Irishmedals.org". Irishmedals.org. Archived from the original on 12 June 2018. نه اخيستل شوی 15 January 2018.; "Michael Collins: A Man Against an Empire". HistoryNet. 12 June 2006. Archived from the original on 17 November 2017. نه اخيستل شوی 15 January 2018.
- ↑ "Eunan O'Halpin on the Dead of the Irish Revolution". Theirishistory.com. 10 February 2012. Archived from the original on 27 July 2019. نه اخيستل شوی 15 January 2018.
- ↑ O'Halpin, Eunan (2012). "Counting Terror". In Fitzpatrick, David (ed.). Terror in Ireland. p. 152.
- ↑ Richardson, Neil (2010). A Coward if I return, a Hero if I fall: Stories of Irishmen in World War I. Dublin: O'Brien. p. 13.
- ↑ "Ireland – The rise of Fenianism". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). Archived from the original on 3 May 2020. نه اخيستل شوی 2020-04-30.
- ↑ "Government of Ireland Bill". api.parliament.uk. Archived from the original on 3 March 2019. نه اخيستل شوی 2020-04-30.
- ↑ "Ireland – The 20th-century crisis". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). Archived from the original on 3 May 2020. نه اخيستل شوی 2020-04-30.
- ↑ Coleman, Marie. (2013). The Irish Revolution, 1916–1923. Hoboken: Taylor and Francis. p. 9. ISBN 978-1-317-80147-4. OCLC 864414854.
- ↑ "BBC – John Redmond". www.bbc.co.uk. Archived from the original on 2 February 2020. نه اخيستل شوی 2020-04-30.
- ↑ O’Riordan, Tomás: UCC Multitext Project in Irish History John Redmond Archived 28 March 2016 at the Wayback Machine.
- ↑ "BBC – The Proclamation". www.bbc.co.uk. Archived from the original on 24 February 2020. نه اخيستل شوی 2020-04-30.
- ↑ 1916 Necrology Archived 14 December 2017 at the Wayback Machine.. Glasnevin Trust Archived 5 April 2017 at the Wayback Machine..