باميان يا د لرغوني بودايې نړۍ سپيڅلۍ حرم
هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنيشکا (احتمالا 120 ميلادي ) د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوي مدنيت زيږيدلي او د پراخيدو زمينه يې برابره سوي وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي نوموړۍ مدنست د گريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دی مدنيت چي له يوي خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې روحانيت په ځان کي ونغښت او تر ټولو ارزښتمن داچي د افغاني چاپيريال په لمن وزيږيدۍ ، ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي .
د گريک بوديک تمدن ريښې په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو گاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ . تر هغه چي ستر کنشکا لا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، نوموړي مذهب د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توگه د هند په محدوده کي بندي پاته سوۍ وه . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو د خپلو هنرونو ښکلا د ختيځو خيالاتو سره د تلفيق او يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا سونزي ليري سوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په پايله کي يې د يوه ستر تاريخي تمدن د منځته راتلو زمينه برابره او د نوي مدنيت جوړښت او خوځښت پيل سو .
گريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل ،د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي دجاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودان شوو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول .
د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل سوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي سته . فاهيان تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکی دی چي د باميان په اړه ليکني لري . نوموړۍ په 400 ميلادي کال د باميانو دره ليدلي او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . نوموړي ليکي د باميانو دره شنه او پاکه ده ، د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې شته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداگران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د راهبانو لپاره ځانگړي صومعي جوړي سوي ،او د مواشيو او بوده گانو لپاره بيل ټاټوبي شته .
تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ هيونتسنگ وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول او ليکلي دي . نوموړي په 600 ميلادي کال د افغانستان سفر تر سره کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي شته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته گمارل سويدي . په لسگونو مدرسې شته چي هره مدرسه لږ ترلږه زرتنه زده کونکي لري . هيونتسنگ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانگو به هغې مجسمې طلايې رنگ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه سوي وي . تر هيونتسنگ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په 727 ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي .
د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه ( 300 ) کاله د باميانو او په ځانگړي توگه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل سوي ، د دي سره سره چي د يو شمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه سوي ، چي د بيلگي په توگه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رادولای سو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وسوه چي د تموچين يا څنگيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم ونه توانيدۍ چي د لوي مجسمي سر ته غشي ورسوي . د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنگ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي مخ ته زيان واړاوه .
د افغان انگليس د لومړۍ جگړي په وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودا يې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وشوي ، برنس په 1819 ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودا يې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل . چارلس مسون په 1835 ميلادي کال د بودا ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړي برخو ته رسيدل . کپتان متلاند په 1922 _ 1924 ميلادي کال باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړي چي د خپريدو وروسته د زياتو لرغونپوهانو د پاملرني وړ وگرځيدل .
په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته 1922 ميلادي کال د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه الفرد فوشه 1922 ميلادي کال له خوا وڅيړل سوي د نوموړي په اند دا مجسي د هندي راورتي مجسمو سره يو شان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرگنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صل صال او بله د شامامه په نوم ياديږي جوړي سوي دي . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هم د دي مجسمو په اړه څيړني او ليکني تر سره کړيدي ، چي د بيلگي په توگه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي سو .
د باميانو لرغوني اثار د گريک بوديک او په ځانگړي توگه د گندهارا د هنر ارزښتمني بيلگي او يادگارونه دي . خو له بده مرغه په راورسته شلو کالونو کي په پرله پسې توگه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ سول . فرانسوي نامتو اونيزي L.Xpress د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په 1996 ميلادي کال وليکل چي (( د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه سوي وه ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای سويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر شته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي سوي وې هغه هم يوشمير يا له منځه تللي اويو شمير يې د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه سوي او وراني سويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نسته يوازنۍ څه چي هلته په ستر گو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل سوي چي (( قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ( 1995 ميلادي کال)) په هر صورت په باميانو کي د لرغونو اثارو مصونيت زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غميزي د پيل سره له مينځه ولاړه او په 2001 ميلادي کال د افغانستان په تاريخ کي ديوي غمجني پيښي په توگه دوه ستر او ارزښتمن وياړونه د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په وسيله د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچول شوه .
وروسته له هغه چي دوې ستري مجسمي له مينځه ولاړې دادۍ اوس ( 2003 ميلادي کال ) د ملگرو ملتونو د يونسکو کلتوري څانگي د باميانو لرغونې سيمه د نړيوال فرهنگي ميراث په لست کي شامله ومنل . او د پاته اثارو د ساتني په نيت يوشمير بيړنۍ پروژي تر لاس لاندي نيولي دي .