باب ډیلن

د امریکا هېواد سندرغاړی او سندرليکونکی (پيدايښت ۱۹۴۱ ز)

باب ډيلن چې پوره نوم یې رابرت آلن زیمرمن دی، امریکایي لیکوال، کمپوزر، شاعر، سندرغاړی او د نوبل جایزې ګټونکی دی. هغه د ۱۹۴۱ کال د مې په ۲۴مه د امریکا په مینه سوټا کې زیږېدلی دی. هغه په شاعرۍ او لیکوالۍ کې د ځانګړي سبک لرلو له امله پر دې بریالی شو چې په ۲۰۱۶ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټي.

باب ډېلين
Bob Dylan (انګليسي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۴ مې ۱۹۴۱[۶][۷][۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ژانر
ژانر
غړی د
دین
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
bobdylan.com (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

هغه یو وخت د امریکا کلیوالي یا بومي موسیقي غږوله، خو په ۱۹۶۰مه لیسزه کې یې کلیوالي موسیقي له راګ سبک سره ګډه کړه. ځینې بیا وایي چې بیخي له کلیوالي موسیقي په شا شو او راګ ته یې مخه کړه چې راګ اند شعرونه یې د هغه وخت د روشنفکرۍ د بهیرونو له کلاسیکو شعرونو سره یو ځای کړل. ډيلن له همدې وروسته د راک فولک یا کلیوالي او راګ ګډې موسیقۍ په رامنځ ته کولو کې د پام وړ کارونه کړي دي. دی د خپلو هم نسله خلکو تر منځ په شکسپیر مشهور و.

د ده ځینې شعرونه او ترانې دومره مشهورې شوې چې هغه مهال ډېری ټولنیزو جریانونو او سیاسي بنسټونو د شعارونو په توګه په خپلو غونډو کې کارولې. هغه له لسیزو راهیسې د امریکا د ادبیاتو او موسیقۍ په برخه کې یو وتلی نوم دی چې په نړیواله کچه شهرت لري او امریکایي وګړي یې له هنري پنځونو خوند اخلي. باب ډیلن په ۲۰۱۶ کال کې د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله او د نوبل بنسټ وویل چې د ده کارونه خورا پیاوړي او له نوښتونو ډک دي.

شخصي ژوند او هنري فعالیتونه

سمول

رابرت آلن زیمرمن د ټولنې د یوې متوسطې یهودي کورنۍ غړی و. په ۱۹۴۷کال کې یې د پلار د بېکارۍ له امله په مینه سوتا کې هیبینګ ښار ته کډه وکړه. په ۱۹۵۰ کال کې چې هغه مهال راډیو په ټوله امریکا کې خورا مشهوره وه، ډیلن هم له دې وسیلې سره سخته مینه لرله. هغه د راډیو له لارې له موسیقۍ سره هم مینه پیدا کړه. د نورو امریکايي ماشومانو او تنکیو زلمکیو په څېر یې د موسیقي اورېدلو ته مخه کړه او زړه یې غوښتل چې یوه ورځ وکړی شي تکړه سندرغاړی وي. د ده په اړه ویل کېږي چې له خپل اصلي ټاټوبي لاړ او له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې له خپل تېر ژوند سره به ټولې اړیکې پرې کوي. ده غوښتل ځان ته یو نوی هویت او ځانګړی هنري شخصیت ولري. ویل کېږي چې خپل نوم یې بدل کړ او نوی نوم یې د ډیلن تامس له نامه اخیستی دی. ډيلن ټامس مشهور برېټانوي شاعر و چې په ویلز کې رالوی شوی و او د امریکايي فرهنګیانو تر منځ یې هم اثار لوستل کېدل.

باب ډيلن د امریکا په ادبیاتو او موسیقۍ کې له مشهورو او اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. د هغه مشهوره سندره (لکه یو بې کوره سړی) د رولیګ سټون مجلې له لوري د وخت تر ټولو غوره ترانه بلل شوې ده. د هغه ډېری سندرې بیا نورو سندرغاړو او هنرمندانو په بېلو سبکونو ویلې دي، خو لومړنی ویونکی یې دی دی. مارټین سکورسیزي د باب ډیلن د ژوند په اړه یو فلم جوړ کړی دی. دا فلم (کور ته د بېرته ګرځېدو لار نشته) په نامه دی. همدا راز (زه هلته نشته یم) بل هغه فلم دی چې د باب ډيلن له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند یې انځور کړی دی. باب ډيلن په شعر او ترانو کې ځانګړی سبک لري. د همدې ځانګړي سبک د لرلو له امله په ځلونو د نوبل جایزې ته نوماند شوی دی، تر دې چې په ۲۰۱۶ کال کې بریالی شو چې دا جایزه وګټي.

د موسیقۍ او لیکوالۍ په برخه کې د باب ډيلن له فعالیتونو شاوخوا پنځوس کلونه اوړي. هغه جذابې ترانې لیکي او په زړه پورې شاعري کوي. دی په همدې نوښتونو او فعالیتونو توانېدلی چې د موسیقۍ په نړۍ کې په یوه بُت بدل شي او د موسیقۍ د برخې پوهان یې په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. رابرټ زیمرمن د موسیقۍ په دنیا کې پر باب ډيلن مشهور دی. هغه د خپل هنري ژوند په اوږدو کې د ځان لپاره نږدې لس نومونه انتخاب کړي دي او په هر نامه یې یوه موده فعالیت کړی دی.

باب ډيلن په خپل هنري فعالیت کې تر ډېره ورځنیو حادثو ته پاملرنه کوي. هغه ورځنۍ پېښې او د انساني ژوند ورځني مسایل د هنر په ژبه وړاندې کوي. دی تر ډېره پخپله هم له دې پېښو سره لاس او ګریوان و، نو ځکه یې هڅه کړې چې په صادقانه توګه یې په خپل هنر کې هم وړاندې کړي. خلکو هم ځکه مینه ورسره لرله چې تل فعال و، نوې پېښې یې وړاندې کړې دي، اثار یې له نوښتونو ډک دي او خلک یې د ورځنیو پېښو له انځورونې سره مینه لري.

باب ډيلن پر دې باور دی چې هنر هم د نورو مسلکونو او تخصصونو په څېر د ژوند تېرولو یوه وسیله ده. دی د هغو هنرمندانو له ډلې دی چې په همدې مفکوره د خپل هنر د پلورلو لپاره هم تیار دی. دی وایي، په هره بیه چې وي باید خپلې هنري پنځونې وپلوري، خو په سندرو، ترانو او اثارو کې یې سانسور ورته د منلو نه دی. دی له همدې امله خپلواک هنرمند بلل کېږي، ځکه خپلې سندرې نه سانسوروي، د چا تر تاثر لاندې نه وي او نه غواړي چې د چا شخصي غوښتنه او اغېز یې په هنر کې راڅرګند شي. دی د همدې خپلواکۍ له امله په هنر او ادب کې د امریکایانو له تاوده هرکلي سره مخ دی.

د باب ډيلن په اړه ښايي ډېرې خبرې واوری. ډېرې به یې درته عجیبه وي، خو ښايي درته جالبه هم وي چې هغه د هنر په برخه کې په ډېرو څانګو کې لاس وهي. هغه یو سندرغاړی، لیکوال او تکړه نقاش هم دی. نوموړي خپلې تابلوګانې او نقاشۍ د نړۍ په معتبرو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړې دي او د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي. مخکې مو هم وویل چې د ماشوم ډیلن مینه له موسیقي سره د راډیو له لارې پيدا شوه. بیا چې کله په ښوونځي کې شامل شو، نو دا مینه یې ډېره شوه او هڅه یې دا وه چې د موسیقي له ډلو او ګروپونو سره یو ځای شي. د ښوونځي پر مهال یې د موسیقۍ زده کول پيل کړل او لا یې ښوونځی نه و خلاص کړی چې په کنسرتونو کې یې برخه اخیسته. ده به خپلو سندرو ته شعرونه هم لیکل او هڅه یې دا وه چې د وخت نوې ترانې جوړې کړي. له ښوونځي تر فراغت وروسته پوهنتون ته بریالی کېږي. دی په مینه سوټا پوهنتون کې د موسیقي په برخه کې خپلې زده کړې پيلوي. هلته د زده کړو پر مهال له مهمو مسایلو سره مخ کېږي. دی وايي، په پوهنتون کې له کلیوالي یا فولکلوریکې موسیقۍ سره نور هم بلد شو.

ډيلن په دې باور دی چې تر خیالي مواردو رښتیني یا ریالیستیک موارد په هنر او ادبیاتو کې د ځانګړي اهمیت خاوند دي. دی وايي، په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال متوجه شو، چې خلک په ډېر لوړ کیفیت هنري پنځونې کوي، لګښتونه لري، خو د خلکو له هومره هرکلي سره نه مخ کېږي، ځکه د دوی هنري پنځونې رښتیني ژوند ته دومره نږدې نه دي. ډيلن په دې باور دی، څومره چې هنر رښتیني ژوند ته نږدې وي، دومره یې اغېز او مینه وال ډېر وي. له همدې امله دی وايي چې فولکلوریک هنر تر اوسني هنر ډېر اصیل او خوندور دی. دی وایي، هغه رښتینولي چې په فولکلوریک هنر کې ده، په هغه هنر کې نه ده چې ډېره لاسوهنه پکې شوې وي. دی د همدې مفکورې پر بنسټ د راګ او فولکلوریکې موسیقۍ یوه ګډه نوې موسیقي جوړوي چې فولک راک نومېږي.

د امریکا سیاسي وضعیت هم د ډيلن پر هنري اثارو خپل اغېز درلود. په ۱۹۶۳کال کې ډیلن احساس کړه چې د ملي فرهنګي او اعتراضي جریانونو له لوري محاصره شوی دی او دا کار یې د ځان په زیان وباله. دی دې پایلې ته ورسېد چې د هنر محاصره کېدل د هنر غرقېدل دي. ده هغه مهال دا احساس له ځانه وښود چې د جان او کینډي تر مرګ وروسته د تام پین جایزه ده ته ورکول کېده. دا جایزه د مدني او ضروري ازادیو کمېټې ورکوله. دی د دې خبرې په اورېدو بې خوده شو او ژر یې غبرګون وښود، نه یې غوښتل چې د یوه ځانګړي جریان جایزه ورکړل شي. ده وویل چې د دې کمېټې د غړو پرېکړه ورته ارزښت نه لري. ده دا ټینګار هم وکړ چې دا خلک ټول د جان اف کینډي په قتل کې لاس لري. کله کله د ډيلن د موسیقۍ او شخصي ژوند سبک بدل شوی هم دی. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۶۵ کاله هم د ډيلن په سبک کې بدلون راغی. له فولکلوریکې موسیقۍ راګ ته لاړ، ټوټې جامې به یې اغوستې، تورې عینکې به یې په سترګو وې او د سړک غاړې ته د ګرځېدونکو بېوزله خلکو په څېر به یې ظاهري څېره ښکارېده. د ډيلن په اړه ویل کېږي چې هغه په خپلو مرکو کې تل او ډېر وخت ناندرۍ وهي.

مخکې مو هم د باب ډیلن اثارو او د ده سبک ته اشاره وکړه، ډیلن یې د ځانګړي سبک له امله د نړۍ په کچه مشهور شوی دی. د ډيلن د سبک ځانګړنه او تر ټولو غوره ځانګړنه نوښت دی. دی د خلکو ژوند ته نږدې مسایل را اخلي، خو دا مسایل وچ په وچه د خبر په څېر بېرته ټولنې ته نه وړاندې کوي، بلکې د هنر په ګاڼه یې سمبالوي. دی په همدې شته مسایلو کې نوښت کوي. بله ځانګړنه یې دا ده چې ریالېست دی. دی په دې باور دی چې تر خیالي مواردو اصلي او رښتیني موارد ډېره مینه وال لري. هغه وايي، ولې باید هنرمن اصیلو توکو ته متوجه نه وي چې په مصنوعي بازار کې په هسې نمایشي مسایلو پسې ګرځي. دی په اصیل هنر او اصیله موسیقۍ چې فولکلوریکه یا د خلکو موسیقي او هنر یې بولو، باوري دی. نوبل یوازینۍ جایزه نه وه چې ډیلن یې مشهور کړ، بلکې هغه تر دې وړاندې نورې جایزې هم ګټلې دي. باب ډيلن په ۲۰۰۸ کال کې پولیتزر جایزه هم ګټلې ده. د پولیتزر جایزې بنسټ وایي، د هغه کلام فوق العاده شاعرانه قوت لري. عام خلک یې خوښوي او د امریکایي فرهنګ په پراختیا کې یې اغېز د پام وړ دی. باب په شخصي ژوند کې هم ځینې ځانګړنې لري: شوخ طبعه دی، په خبرو کې ډېر ماهر دی، ټولنیز شرایط پر وخت او سم تفسیر وړاندې کولی شي، په کلام او همداسې عادي خبرو کې د قافیې په کارولو کې ماهر دی، ښه لیکل کوي، ښه شعر پنځوي او غوره د موسیقۍ پارچې جوړوي. هغه ښه نقاش هم دی چې له اثارو یې په امریکا او اروپا کې ډېر نندارتونونه جوړ شوي دي.

د باب ډيلن له لوري د نوبل جایزې ګټل ډېر عجیبه وو. د نوبل بنسټ په پرله پسې توګه له باب ډيلن سره د اړیکې هڅه وکړه، خو هغه یې هېڅ پیغام او ایمیل ته ځواب نه ورکاوه. دی د نوبل د اعلان پر مهال په لاس ویګاس کې و او کانسرت یې درلود. د جایزې له اعلان پوره اووه ورځې وروسته ده د نوبل بنسټ اړیکو ته ځواب ورکړ او له دې بنسټ یې مننه وکړه. څو ورځې وروسته د نوبل بنسټ وویل چې باب ډيلن د جایزې اخیستلو لپاره پخپله نه شي ورتللی. نو جایزه په سویډن کې د امریکا سفیرې واخیسته او په دې مجلس کې یې د باب ډیلن پیغام هم ولوست.

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ ۱٫۱۱ ۱٫۱۲ ۱٫۱۳ ۱٫۱۴ ۱٫۱۵ ۱٫۱۶ ۱٫۱۷ ۱٫۱۸ ۱٫۱۹ ۱٫۲۰ ۱٫۲۱ ۱٫۲۲ ۱٫۲۳ ۱٫۲۴ ۱٫۲۵ ۱٫۲۶ ۱٫۲۷ ۱٫۲۸ ۱٫۲۹ ۱٫۳۰ ۱٫۳۱ ۱٫۳۲ سرچينې تړی: https://www.biography.com/people/bob-dylan-9283052. Retrieved: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. Invalid <ref> tag; name "89153c5bb2a5945322fd699705aea0f9a7105910" defined multiple times with different content
  2. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/blogs/radioscotland/2011/05/happy-birthday-bob-dylan.shtml.
  4. سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/music/sevenages/artists/bob-dylan/.
  5. ذکر کېدنه: Museum of Modern Art online collection. Museum of Modern Art artist ID: 46488. Retrieved: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118528408. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. عنوان: Bob Dylan. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  7. "Bob Dylan". RKDartists (په هالنډي ژبه).{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  8. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6wd4h4j. Subject named as: Bob Dylan. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  9. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  10. CONOR.SI ID: 12020579. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ ۱۱٫۴ ذکر کېدنه: Chronicles: Volume One. ليکوال: باب ډېلين. Publisher: Simon & Schuster. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۴.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ "The Fine Art Archive". نه اخيستل شوی 1 اپرېل 2021.
  13. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 13893566v. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  14. سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/literature/laureates/2016/.
  15. سرچينې تړی: https://www.nobelprize.org/nobel_prizes/about/amounts/.
  16. سرچينې تړی: http://masterdataapi.nobelprize.org/2.0/laureate/937. Retrieved: ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۹.
  17. سرچينې تړی: https://www.rollingstone.com/music/music-news/bob-dylan-awarded-presidential-medal-of-freedom-98634/.
  18. "Honorary Degree awarded to Environmental photographer Mark Edwards - UWE Bristol: News Releases" (په انګليسي ژبه). University of the West of England. ۱۴ جولای ۲۰۱۷. نه اخيستل شوی 4 ډيسمبر 2022.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  19. National Medal of Arts winner ID: bob-dylan.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ ۲۰٫۳ ۲۰٫۴ ذکر کېدنه: گرمي جایزه. Grammy Awards artist ID: bob-dylan/3014.
  21. سرچينې تړی: https://elpais.com/cultura/2007/06/13/actualidad/1181685603_850215.html.
  22. سرچينې تړی: https://www.fpa.es/es/premios-princesa-de-asturias/premiados/2007-bob-dylan.html?especifica=0.
  23. سرچينې تړی: https://www.rollingstone.com/movies/movie-news/dylan-wins-oscar-76603/.
  24. "2001 | Oscars.org | Academy of Motion Picture Arts and Sciences" (په انګليسي ژبه). نه اخيستل شوی 16 March 2023.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  25. سرچينې تړی: https://borntolisten.com/2020/12/07/december-7-bob-dylan-received-the-kennedy-center-honors-lifetime-achievement-award-in-1997/.
  26. Rock and Roll Hall of Fame ID: bob-dylan.