الن ګېنزبرګ

الن ګېنزبرګ
(انګلیسي: Allen Ginsberg)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الن ګېنزبرګ
الن ګېنزبرګ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Irwin Allen Ginsberg)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ جون ۱۹۲۶[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱][۱۵]
مړینه 5 اپرېل 1997 (71 کاله)[۱۶][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۷][۱۳][۱۴][۱][۱۸][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک[۱۹][۲۰][۲۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۱۴]
ليکوال[۲۲]
سکرين ليکوال[۲۳][۲۴]
ميوزيشن[۲۵][۲۶]
ښوونکی[۲۷][۲۸][۲۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳۰][۳۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
الن ګېنزبرګ
الن ګېنزبرګ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)[۳۲]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۳۳]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اېروين الن ګېنزبرګ (/ˈɡɪnzbɜːrɡ/؛ زېږېدنه د ۱۹۲۶ کال د جون درېمه – مړينه د ۱۹۹۷ کال د اپرېل ۵مه) یو امريکايي شاعر او لیکوال و. هغه په ۱۹۴۰ لسیزه کې د کولمبیا پوهنتون د زده‌کړيال په توګه له وېلیم اېس. بوروس او جک کرواک سره ملګرتیا پيل کړه او د بيټ جنرېشن (یو ادبي غورځنګ چې د يوې ډلې لیکولانو له‌خوا پیل شو، ژباړن) هسته يې رامنځته کړه. هغه د نظام‌پالنې او اقتصادي ماتریالیزم شدید مخالف و چې له جنسي ځپنې سره يې مخالفت وکړاو هغه د دې فرهنګ‌خلاف بېلابېلې جنبې د مخدره توکي، جنسي اړيکې، څوګوني‌کلتور، له بوروکراسۍ سره دوښمني او د ختيځو اديانو په اړه پرانیستوالی له خپلو لیدلورو سره ترسیم کړ.    [۳۴][۳۵]

ګېنزبرګ تر ډېره د خپل «انګولا/Howl» شعر لپاره ډېر پېژندل کېږي چې په هغه کې يې هغه څه محکوم کړي چې هغه په متحده ایالاتو کې د سرمایه‌دارۍ او جوړې/موافقې د ورانوونکې ځواک په نظر ورته کتل. په ۱۹۵۶ کال کې د متحده ایالاتو د ګومرک او سانفرانسیسکو پولیسو «انګولا» ضبط کړ او په ۱۹۵۷ کال کې کله چې د بې‌عفتۍ د محکمې پر موضوع بدله شو پراخ شمېر تبلیغات یې ځانته راجلب کړل، ځکه هغه هم‌جنس پالان او مخالف‌جنس پالان په داسې وخت کې تشرېح کړي وو چې د لواط قوانین وضع شوي وو او هم‌جنس پالنه (نارينه) په هر ایالت کې جرم بلل کېده. د هغه شعر د ګېنزبورګ خپل جنسي تمایلات او له یو شمېر نارينه وو سره د هغه د اړیکې منعکسولې چې له ډلې يې پيتر اورلووسکي د هغه د ژوند ملګری و. قاضي کلایټون ډبلیو هورن حکم وکړ چې «انګولا» ناوړه نه‌دی او څرګندونه يې وکړه چې: «ایا که څوک د خپلو کليماتو زېرمه په بې‌خونده او بې‌ضرره تفسیر کې راکمه کړي د مطبوعاتو یا بیان ازادي به شته وي؟» [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

ګېنزبرګ یو بودایی و چې په پراخ ډول يې ختيځې مذهبي څانګې وڅېړلې. هغه په متواضع توګه ژوند وکړ، خپلې جامې يې له دويم لاس جامو پلورنځیو څخه اخیستې او د نيویارک ښار د ختيځ کلي په اپارتمانونو کې يې ژوند کاوه. یو د هغه له تر ټولو اغېزناکو ښوونکو څخه د کلراډو په بولډر کې د ناروپا مؤسسې بنسټ ګر تبتي بودایی چوګيام ترونګپا و. ګېنزبرګ او د هغه شاعرانو په ۱۹۴۷ کال کې د ټروګنپا په ټينګار هلته د جک کرواک د روحاني شعرونو ښوونځی جوړ کړ.  [۴۱][۴۲][۴۳]

ګېزبرګ د ویتنام له جګړې نیولې د تریاکو تر جګړې پورې د هر څه پر وړاندې د لسیزو په سیاسي اعتراض کې ګډون وکړ. د هغه شعر «سېپټمبر د جېسور پر سړک» د بنګالي کډوالو ناوړه حالت ته خلکو پام ورواړوه چې د ۱۹۷۱ کال د نسل‌وژنې له امله کډوال شوي وو، دا شعر د هغه څه بېلګه ده چې ادبي منتقد لېن ونډلر د «امپراتورۍ سیاست» او «د کمزور ځورونې» پر وړاندې د ګېنزبرګ د اعتراضي ټینګار په توګه تشرېح کړ. د امریکا د سقوط په نوم د هغه ټولګې په ۱۹۴۷ کال کې د شعر د کتاب ملي جایزه خپله کړه. هغه په ۱۹۷۹ کال کې د ملي هنرونو د کلپ د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د امریکا د هنر او ادب اکادمۍ ته يې لار مونده. هغه په ۱۹۹۵ کال کې د خپل شعري کتاب «دنياوي ښه راغلاست» لپاره چې د ۱۹۸۶-۱۹۹۲ کلونو تر منځ خپور شوی د پوليټزر جایزې وروستی نوماند و.  [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ سمول

ګېنزبورګ د نیوجرسي په نیوارک کې په یوه یهودي کورنۍ کې نړۍ ته راغی او پاترسون ته څېرمه لوی شو. هغه د نیوارک ښوونځي د ښوونکي، ځینې وختونه شاعر لوئیس ګېنزبرګ او پخوانۍ نائومي لېوي (د روسیې په نول کې زېږېدلې) او پېژندل شوې مارکسیستې دويم زوی و.[۴۹][۵۰][۵۱]

ګېنزبرګ په نوې ځوانۍ کې نيویارک ټایمز ته د سیاسي مسائلو لکه دویمې نړيوالې جګړې او د کاریګرانو د حقونو په اړه لیکل پيل کړل. هغه خپل لومړنی شعر د پيټرسون د سهار غږ په نوم ورځپاڼې کې خپور کړ. کېنزبرګ د عالي لیسې په دوران کې د خپل ښوونکي له جذباتي لوستلو څخه الهام واخیست او د ډالټ وایټمن له اثارو سره یې مینه پیدا شوه. کېنزبرګ په ۱۹۴۳ کال کې د اېسټ سایډ له ښوونځي څخه فارغ شو او د لنډې مودې لپاره يې کولمبیا پوهنتون ته تر داخلېدو مخکې د پاټېرسون د عبراني ځوانو هلکانو د ټولنې د بورس له لارې يې د مونټکلر ايالتي کالج ته لار ومونده. [۵۲][۵۳][۵۴]

په ۱۹۴۵ کال کې یې د زده‌کړو د دوام د لګښت د ترلاسه لپاره له سوداګریز سمندري پوځ سره یوځای شو. ګېنزبرګ چې کله په کولمبیا کې و، د کولمبیا ریویو ادبي مجلې او د جسټر له طنزي مجلې سره يې مرسته وکړه، د شعر ووډبري جایزه یې ترلاسه کړه، د فیلکسیان ټولنې (ادبي او بحثې ډله) د رییس په توګه يې خدمت وکړ او د شعر د بوارزېس هېډ ټولنې (د شاعرۍ ټولنه) سره یوځای شو. هغه په هارتلي کې مېشت و چېرته چې د بېټ د نسل شاعرانو لکه جک کرواک او هربرېټ ګلد هم ژوند کاوه. ګېنزبرګ ویلي چې د خپلې اړتياوړ سمینار يې په خپل لومړي کال کې په کولمبیا کې د خپلې خوښې وړ برنامې په توګه په هغو لويو کتابونو کې ترلاسه کړ چې د لیونل ترلینګ له‌خوا تدریسېده.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

د شاعرۍ د بنسټ/نهاد په وینا ګېنزبرګ په یوه جلسه کې پر لېونتوب تر اعتراف کولو وروسته څو میاشتې په یوه رواني مؤسسه کې تېرې کړې. ويل کېږي چې هغه په‌خپل اتاق کې د لیليې د ورکو شویو توکو له امله تر څارنې لاندې و. داسې یادونه شوې چې غلا شوي توکو د هغه نه و، بلکې د هغه د يو پېژندوی/اشنا وو. ګېنزبرګ همدارنګه په بووروي کې د سېنټ مارک په سقفي کلیسا کې په عامه لوستلو کې برخه واخیسته چې تر مړينې وروسته يې ورته یاد غونډه ونیوله. [۶۱][۶۲][۶۳]

له مور او پلار سره يې اړيکې سمول

ګېنزبرګ په ۱۹۸۵ کال کې په یوه مرکه کې خپل مور او پلار پخواني او له کاره لوېدلي فلیسوفان یاد کړل. مور يې هم د کمونیست ګوند له فعالو غړو څخه وه چې ګېنزبرګ او د هغه ورور یوجین يې د ګوند غونډو ته بوول. ګېنزبرګ وروسته وويل چې مور به یې تر خوب مخکې کیسې جوړولې چې هر څه په‌کې سره ورته وو لکه: ښه پاچا له خپلې ماڼۍ څخه راووت، ځورېدلي کاريګران يې وليدل او له هغوی سره یې مرسته وکړه. ګېنزبرګ د خپل پلار په اړه لیکي چې: «پلار به مې په کور کې ګرد تاوېده یا به یې تر شوڼدو لاندې اېملي ډېکېنسون او لانګ فیلو لوستل یا به یې له خپلې تیاره‌فکرۍ سره د شعر د خرابولو لپاره په ټي. اېس اېليوټ (امریکایی- بریتانوی شاعر، لیکوال او کره‌کتونکی، ژباړن) ورټوپ کړل» زه په دواړو لورو کې شکمن رالوی شوم. نائومي ګېنزبرګ پر شېزوفرینیا اروايي ګډوډۍ اخته وه چې د پارانوئيد هذیانو په څېر د تفکر په ګډوډي او د ځان وژنې په پرلپسې هڅو کې راڅرګندیږي. د مثال په ډول هغې ادعا کوله چې ولسمشر د اورېدلو وسیلې د هغوی په کور کې خښې کړې دي او خواښې يې غوښتل هغه ووژني. پر خپلو شاوخوا کسانو د هغې بدګماني د دې لامل شوه چې هغه خپل کوچني ناز اخیستونکي ځوان الن ته نږدې شي، لکه څنګه چې بېل مورګان له ګېنزبرګ څخه د «زه خپل ځان لمانځم» له سرلیک سره په خپل ژوند لیک کې تر يوې کچې د الن ګېنبزبرګ پر شخصي ژوند بحث کوي. هغې همدرانګه د خپل مړوند له غوڅولو سره د ځان‌وژنې هڅه هم وکړه چې ډېر زر د ګرېسټون رواني روغتون ته ولېږدول شوه. هغې د ګېنزبرګ د ځوانۍ ډېر وخت په رواني روغتون کې تېر کړ. له مور او د هغې له رواني نارغیو سره د هغه تجربې د نوموړي د دوو اصلي اثارو «انګولا» او د هغه د ژوند‌لیک اوږد شعر «د نائومي ګېنزبرګ (زېوېدنه ۱۸۹۴-مړینه ۱۹۵۶) لپارهکادېش» الهام بښونکې وې. [۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲]

کله چې دی د ښوونځي د دوران تنکۍ ځوان و د خپلې مور تر معالج پورې يې بس کې د هغې ملتیا کوله. دې سفر ګېنزبرګ په ژور ډول سرګرادان کړ- هغه وويل نوموړي دا شېبې او د خپل ژوند نورې شېبې په کادېش کې یادې کړې. د خپلې مور او د هغې له رواني ناروغۍ او په پای کې رواني مرکز ته د هغې له سپارنې سره د هغه تجربې «انګولا» کې هم څو څو ځله یادې شوې دي. د مثال په ډول پلېګرم سټېټ، راک‌لنډ او ګرې سټون عقلي روغتون هغه مؤسساتو ته اشاره ده چې کارل سولومون او مور يې هلته تګ راتګ کاوه خو ظاهراً د شعر موضوع بریښي: د پلېګرم سټېټ او راکلنډ روغتون په نیویارک او د ګرېسټون پارک عقلي روغتون په نیوجرسي کې موقعیت لري. په دې پسې یې ډېر زر «په پای کې له مور سره******» څو کرښې ولیکلې. ګېنزبرګ وروسته وویل چې پاکه شوې کلیمه د «لعنتي» په معنا وه. هغه همدارنګه په درېیمه برخه کې د سولومون په اړه وايي: زه له تا سره په راکلنډ کې یم، چېرته چې «تاسو زما د مور د سیوري پېښې کوی» یو ځل بیا د سولومون او خپلې مور اړيکه ښيي. [۷۳][۷۴][۷۵][۷۶][۷۷][۷۸]

سرچينې سمول


[1] په ارامي ژبه سپېڅلي ته وايي چې د یهودیانو د دعا په مراسمو کې مهمې او مرکزي دعا ته اشاره کوي، ژباړن.
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n79109040 — د نشر نېټه: ۱۶ جون ۲۰۲۱ — دوتنه: Library of Congress
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119049903 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. GND ID: https://d-nb.info/gnd/11853940X — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Allen-Ginsberg — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/375965 — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64q7thm — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7477649 — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?22260 — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Allen Ginsberg — Luminous-Lint ID: http://www.luminous-lint.com/app/photographer/Allen__Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Luminous-Lint
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Allen Ginsberg — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/4175fdc100ed47c196058025c9f423f4 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ginsberg-allen — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0030048.xml — subject named as: Allen Ginsberg — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/23370 — subject named as: Allen Ginsberg — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/25891 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012680 — subject named as: Allen Ginsberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. پیوستون : 11853940X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/12607 — subject named as: Allen Ginsberg
  18. Allen Ginsberg, Master Poet of Beat Generation, Dies at 70 — د نشر نېټه: ۱۶ جون ۲۰۲۱ — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۶ اپرېل ۱۹۹۷
  19. پیوستون : 11853940X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  20. http://muse.jhu.edu/journals/not/summary/v067/67.4.luttmann.html
  21. https://muse.jhu.edu/journals/notes/v067/67.4.luttmann.html
  22. http://www.nytimes.com/movie/review?res=9906E5D61E38F936A1575BC0A96F958260
  23. http://www.discogs.com/Fugs-Tenderness-Junction/release/1616883
  24. http://www.discogs.com/Cornershop-When-I-Was-Born-For-The-7th-Time/release/1261648
  25. http://www.allaboutjazz.com/ginsbergs-america-and-jazz-by-aaj-staff.php
  26. AllMusic artist ID: https://www.allmusic.com/artist/mn0002297215
  27. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/07407709908571306
  28. http://www.huffingtonpost.com/joe-woodward/hagiography-writing-the-l_b_802072.html
  29. http://www.huffingtonpost.com/michele-somerville/post_863_b_719676.html
  30. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119049903 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  31. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/15962211
  32. د ټولټال کار کتنه په: http://cultural-opposition.eu/registry/
  33. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/8fc551bc-0c60-43fd-a234-2776561c2b18 — د نشر نېټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  34. "Ginsberg, Allen (1926–1997)". glbtq.com. د اصلي آرشيف څخه پر March 13, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Ginsberg, Allen (July 1, 2009). Howl, Kaddish and Other Poems. London: Penguin Books Ltd. د کتاب پاڼې 0. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0141190167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Ginsberg, Allen (March 20, 2001). Deliberate Prose: Selected Essays 1952–1995. New York: HarperCollins. د کتاب پاڼې xx–xxi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0060930813. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. de Grazia, Edward (March 2, 1993). Girls Lean Back Everywhere: The Law of Obscenity and the Assault on Genius. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0679743415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "About Allen Ginsberg". PBS. December 29, 2002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Collins, Ronald K. L.; Skover, David (2019). The People v. Ferlinghetti: The Fight to Publish Allen Ginsberg's Howl. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781538125908. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Kramer, Jane (1968). Allen Ginsberg in America. New York: Random House. د کتاب پاڼي 43–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1299400955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Allen Ginsberg Project[[:کينډۍ:Snd]]Bio". allenginsberg.org. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  42. Miles, pp. 440–44.
  43. Miles, pp. 454–55.
  44. Ginsberg, Allen, Deliberate Prose, the foreword by Edward Sanders, p. xxi.
  45. Vendler, Helen (January 13, 1986), "Books: A Lifelong Poem Including History", The New Yorker, p. 81.
  46. In 1993, Ginsberg visited the University of Maine at Orono for a conference, to pay homage to the 90-year-old great Carl Rakosi and to read poems as well. "National Book Awardsکينډۍ:Snd1974". National Book Foundation. Retrieved April 7, 2012 (with acceptance speech by Ginsberg and essay by John Murillo from the Awards 60-year anniversary blog).
  47. Miles, p. 484.
  48. "The Pulitzer Prizes [[:کينډۍ:Pipe]] Poetry". Pulitzer.org. د لاسرسي‌نېټه October 31, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  49. (په April 6, 1997 باندې). Allen Ginsberg, Master Poet Of Beat Generation, Dies at 70. The New York Times.
  50. Hampton, Willborn (په April 6, 1997 باندې). Allen Ginsberg, Master Poet Of Beat Generation, Dies at 70.
  51. Pacernick, Gary. "Allen Ginsberg: An interview by Gary Pacernick" (February 10, 1996), The American Poetry Review, July/August 1997. "Yeah, I am a Jewish poet. I'm Jewish."
  52. Jones, Bonesy. "Biographical Notes on Allen Ginsberg". Biography Project. مؤرشف من الأصل في October 23, 2005. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. David S. Wills, "Allen Ginsberg's First Poem?"
  54. Miles
  55. Ginsberg, Allen (2008) The Letters of Allen Ginsberg. Philadelphia, Da Capo Press, p. 6.
  56. Miles
  57. "History". Columbia Review. May 22, 2014. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. "My generation - Columbia Spectator". Columbia Daily Spectator. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. (په 2012-04-05 باندې). Where Death Shaped the Beats. The New York Times.
  60. Charters, Ann (July 2000) "Ginsberg's Life." American National Biography Online. American Council of Learned Societies.
  61. Allen Ginsberg." Allen Ginsberg Biography. Poetry Foundation, 2014. Web. November 6, 2014.
  62. https://www.literarymanhattan.org/place/st-marks-church-in-the-bowery/. د لاسرسي‌نېټه April 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  63. Morgan, Bill (November 1997). Beat Generation in New York: A Walking Tour of Jack Kerouac's City. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780872863255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. Hampton, Willborn (په April 6, 1997 باندې). Allen Ginsberg, Master Poet Of Beat Generation, Dies at 70.
  65. Jones, Bonesy. "Biographical Notes on Allen Ginsberg". Biography Project. مؤرشف من الأصل في October 23, 2005. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. HADDA, JANET (2008). "Ginsberg in Hospital". American Imago. 65 (2): 229–259. ISSN 0065-860X. JSTOR 26305281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. Miles, p. 26.
  68. Hyde, Lewis and Ginsberg, Allen (1984) On the poetry of Allen Ginsberg. University of Michigan Press. کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN. p. 421.
  69. Morgan, p. 18.
  70. Dittman, Michael J. (2007), Masterpieces of Beat literature. Greenwood Publishing Group. کينډۍ:ISBN, pp. 57–58.
  71. Morgan, p. 13.
  72. Breslin, James (2003), "Allen Ginsberg: The Origins of Howl and Kaddish." in Poetry Criticism. David M. Galens (ed.). Vol. 47. Detroit: Gale.
  73. Charters, Ann. "Allen Ginsberg's Life". Modern American Poetry website. د اصلي آرشيف څخه پر May 11, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  74. Morgan, p. 13.
  75. Ginsberg, Allen (1995). Howl: Original Draft Facsimile, Transcript & Variant Versions, Fully Annotated by Author, with Contemporaneous Correspondence, Account of First Public Reading, Legal Skirmishes, Precursor Texts & Bibliography. Barry Miles (Ed.). Harper Perennial. کينډۍ:ISBN. p. 132.
  76. Theado, Matt (2003) The Beats: A Literary Reference. Carroll & Graf Publishers. کينډۍ:ISBN. p. 53.
  77. Original Draft p. 131.
  78. Raskin, Jonah (2004). American Scream: Allen Ginsberg's Howl and the Making of the Beat Generation. Berkeley: University of California Press. کينډۍ:ISBN, pp. 156–157.