اکبر خان بوگټي

(له اکبر خان بوګتی نه مخ گرځېدلی)

نواب اکبر خان بوگټی د بلوڅو توکمونو د خپلواکۍ غوښتونکی سرلاری او مشر و. اکبر بوگټى د بلوڅانو يو لوی ټبريز مشر، سياسي مشر او د جمهوري وطن گوند مشر وو. اکبر بوگټي د بلوچستان ولايت والي هم پاتي سوی دی.

نواب اکبر شهباز بگټي
نواب اکبر خان بوگټی د ذولفقار علي بهټو او جنرال موسا خان سره
نواب اکبر خان بوگټی د ذولفقار علي بهټو او جنرال موسا خان سره
نواب اکبر خان بوگټی د ذولفقار علي بهټو او جنرال موسا خان سره

د بلوچستان ديارلسم والي
د واکمنۍ دوران
15 فېبروري 1973 – 3 جنوري 1974
غوث بخش بزنجو
احمد يار خان
د بلوچستان پينځم لومړی وزير
د واکمنۍ دوران
4 فروري 1989 – 6 اگست 1990
جام محمد قادر خان
تاج محمد جمالي
د بگټي قبيلې نولسم سردار
نواب محراب خان بگټي
نواب براهمداغ بگټي
د شخص مالومات
پيدايښت ۱۲ جولای ۱۹۲۷(1927-07-12)
برخان،برخان ولسوالۍ،بلوچستان، برطانوى هند
مړینه ۲۶ اګست ۲۰۰۶ (۷۹ کال کلن)
کوهلو،بلوچستان
استوګنځی ډيره بگټي
تابعیت پاکستان

برېتانوي هند   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

مذهب اسلام
ګوند جمهوري وطن پارټي
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه اوردو ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه اوردو ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

ماشومتوب

سمول

اکبر خان بوگټي د نواب محراب خان په کور کې وزېږېدی. د لاهور ايچي سن کالج څخه يې تعليم ترلاسه کړ او وروسته يې د آکسفورډ پوهنتون څخه لوړي زدکړي لاسته راوړې. اکبر خان بوگټي په ١٩۴۰ کې د خپل ټبر مشر وټاکل سو. ورپسې نوموړی په سيند او بلوچستان کې د شاهي جرگې د غړي په توگه ونومول سو، او په کال ۱۹۵۱ کې د بلوچستان ولايت د گورنر جنرل مرستيال وټاکل سو. اکبر خان په ۱۹۵۸ کې د پاکستان په وفاقي کابينې کې وزارت ته هم ورسېدی.

وژنه

سمول

نواب خان بوګټي په 2006 زیږدیز کال کي د اګسټ پر 26 نېټه هغه مهال ووژل سو کله چي یې د بلوچستان ایالت د دیره بګټي سیمي په یوه غره کي له پاکستاني فوځیانو سره د هغوی په وینا د سولي خبري کولې. نوموړی دې ځای ته وروسته له هغه راغلی وو، کله چي یې د پاکستاني حکومت څخه د بلوڅانو د حق غوښتني له کبله د هغوی سره اختلاف رامنځ ته سو. دیره بوګټي ته تر تګ وروسته نواب خان بوګټي د یو غره په سمڅې (غار) کي ژوند کاوه او کله چي ځیني پاکستاني ځواکونه یادي سمڅې ته د پاکستاني حکومت په وینا د سولي د خبرو لپاره داخل سوه، ورسره سم د سمڅې په دننه کي یوه چاودنه رامنځ ته او نواب خان د خپلو ملګرو او یو شمېر پاکستاني سرتیرو سره ووژل سو.

نور ولولئ

سمول

سرچینې

سمول