اډولف هیټلر (۲۰ اپرېل ۱۸۸۹ – ۳۰ اپرېل ۱۹۴۵ زکال) اطریشي الاصل جرمنی سیاستوال و چې له ۱۹۳۳ ز کال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې ترهغه مهاله چې مړ شو، د جرمني دیکتاتور په توګه پاتې شو. هغه د نازي ګوند د مشر په توګه واک ته ورسېد او په ۱۹۳۳ زکال کې یې د لومړي وزارت چوکۍ خپله کړه او بیا یې په ۱۹۳۴ زکال کې د نازي آلمان د رهبر لقب خپل کړ. نوموړي د خپلې دیکتاتورۍ پر مهال د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په پولنډ باندې په برید کولو سره په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه پیل کړه. هغه له نږدې په پوځي عملیاتو کې ونډه لرله او د هلوکاسټ په نامه د نږدې شپږ میلیونه یهوادنو او نورو قربانیانو د عامې وژنې په مرکزیت کې یې ځای درلود.

اډولف هټلر
(الماني: Adolf Hitler د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
1938 د طولاني
1938 د طولاني

د جرمني هیټلر
د واکمنۍ دوران
2 August 1934 – 30 April 1945
مرستیال Rudolf Hess
(1933–41)
Fleche-defaut-droite-gris-32.png پاول فون هیندنبورگ
( په توګه دولسمشر)
کارل ډونیتز
(د ولسمشر په توګه)
Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د جرمني وزیر اعظم
د واکمنۍ دوران
30 جنوري 1933 – 30 اپریل 1945
ولسمشر پاول فون هیندنبورگ
(تر 1934)
مرستیال فرانتز فون پاپن
(1933–34)
Fleche-defaut-droite-gris-32.png کورټ فن شلایشر
یوسیف گوبلز Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د ملي سوسیالیست مشر
د جرمن د کارګر ګوند
د واکمنۍ دوران
29 جون 1921 – 30 اپریل 1945
مرستیال روډولف هس
Fleche-defaut-droite-gris-32.png آنتون دریکسلر
(په توګه د مشر)
مارټین بورمان
(په توګه د ګوند وزیر)
Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Adolf Hitler د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ اپریل ۱۸۸۹(1889-04-20)
Braunau am Inn,
Austria-Hungary
مړینه ۳۰ اپریل ۱۹۴۵ میلادی (په ۵۶ کلنۍ کې)
Berlin, Germany
د مړینې لامل Gunshot wound (suicide)
تابعیت P27
قد 174 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 72 کيلوګرامه  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب See: Religious views of Adolf Hitler
ګوند National Socialist German Workers' Party (1921–45)
غړی نازي ګوند  د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت د پارکېنسون ناروغي[۲]
باو[۳]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور او پلار
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۴][۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک German Workers' Party (1920–21)
پوځي خدمت
وفاداري کينډۍ:Country data German Empire
مقام
جګړه/جګړې لمړی نړیواله جنګ
لاسليک
د اډولف هټلر لاسليک
د اډولف هټلر لاسليک

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هیټلر په اطریش-هنګري کې وزېږېد او لینز ته څېرمه را لوی شو. وروسته نوموړي د ۱۹۰۰ مې سلیزې په لومړۍ لسیزه کې په ویانا کې ژوند وکړ او په ۱۹۱۳ زکال کې جرمني ته وکوچېد. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني په ځواکونو کې د خدمت کولو پر مهال د ویاړ نښان ترلاسه کړ. په ۱۹۱۹ زکال کې هغه د جرمني د کارګرانو له ګوند (DAP) سره یوځای شو، چې د نازي ګوند مخکښ و، په ۱۹۲۱ زکال کې هغه د نازي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. په ۱۹۲۳ زکال کې هغه د دولتي ځواک ترلاسه کولو په موخه په مونیخ کې د یوې ناکامې کودتاه هڅه وکړه او د پنځو کلونو لپاره بندي شو. هغه په بند کې د خپل ژوند لیک لومړی ټوک او خپل سیاسي مانیفیست د Mein Kampf (زما جګړه) تر نامه لاندې ولیکه. وروسته له هغه چې نوموړی ډېر ژر په ۱۹۲۴ زکال کې له بنده خوشی شو؛ هغه د وارسا په تړون په نیوکو، د پان جرمنیزم د ترویج او د یهودیزم او کمونیزم پر ضد د خپلو کاریزماتیکو نازي تبلیغاتو له امله ولسي ملاتړ خپل کړ. هغه په مکرر ډول نړیوال کپیټليزم او کمونيزم د یهودي توطئې د برخې په توګه غندل.

د ۱۹۳۲ زکال تر نومبر میاشتې پورې نازي ګوند د جرمني په رایشتاګ (ولسي جرګه) کې ډېرې چوکې په واک کې لرلې، خو اکثریت یې نه درلود. له همدې امله هېڅ یو ګوند ونه شو کولای، د لومړي وزارت د چوکۍ لپاره د خپل نوماند لپاره اکثریت پارلماني ائتلاف رامنځته کړي. پخواني لومړي وزیر فرانز ون پاپن او نورو محافظه کارو مشرانو ولسمشر پاول ون هنډنبرګ وهڅاوه، څو هیټلر د ۱۹۳۳ زکال د جنوري په ۳۰ مه د لومړي وزیر په توګه وټاکي. له لږ ځنډ وروسته رایشتاګ د ۱۹۳۳ زکال د واکونو د تفویض قانون تصویب کړ ،چې له مخې یې ویمار جمهوریت په نازي جرمني واوښت، هغه یو ګوندي دیکتاتوري نظام چې د نازیسم له اتوکراتیکې او توالیتر آیډیالوژي یې سرچینه اخیسته. د هیټلر موخه له یهودانو څخه د جرمني پاکول او د نازيسم (نوي نظم) رامنځته کول و چې پر باور یې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د بریتانیا او فرانسې له خوا رامنځته شوې واکمنه بې عدالتي یې له منځه وړله. د هغه د واکمنۍ په لومړنیو شپږو کلونو کې له لوی اقتصادي بحران وروسته د جرمني اقتصاد چټکه وده لرله او همدارنګه یې هغه سیمې بېرته له ځان سره ونښلولې چې په میلیونونو د جرمن قوم وګړي په کې میشت و، هماغه و چې نوموړي په پام وړ ډول عامه ملاتړ خپل کړ. 

هیټلر په ختیځه اروپا کې د جرمني وګړو لپاره د لبنسراووم سیاست (د ژوندانه د فضا برابرولو) په هڅه کې و، خو د هغه تهاجمي بهرنی سیاست په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې د اصلي لامل په توګه په پام کې نیول کېږي. هغه په پراخه کچه خپل وګړي وسله وال کړل او د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه یې په پولنډ برید وکړ، دغه برید د دې لامل وګرځېد، څو بریتانیا او فرانسه د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړي. د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې، هیټلر په شوروي اتحاد باندې د برید امر ورکړ. د ۱۹۴۱ زکال په پای کې، جرمني ځواکونو او د هغو اروپايي محور ځواکونو د اروپا ډېره برخه او شمالي افریقا ونیوله. له ۱۹۴۱ زکال وروسته دغه لاسته راوړنې بېرته سرچپه شوې او په ۱۹۴۵ زکال کې متحدینو ځواکونو د جرمني پوځ ته ماتې ورکړه. د ۱۹۴۵ زکال د اپريل په ۲۹ مه نېټه، نوموړي له خپلې پخوانۍ معشوقې ایوا براون سره د برلین په Führerbunker کې واده وکړ. یوازې دوه ورځې وروسته دوی دواړو د شوروي د سره پوځ له خوا د دوی د نیولو څخه د مخنیوي په موخه ځان وژنه وکړه. د دوی مړي وسوزول شول.[۷]

د ژوندانه لومړي کلونه

ماشومتوب او زده کړې

اډولف هیټلر د ۱۸۸۹ زکال د اپرېل په ۲۰مه نېټه د اطریش-هنګري (د معاصراطریش) په Braunau am Inn ښار کې له جرمني سترواکۍ سره پولې ته څېرمه نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه د الویس هیټلر او د هغه د مېرمنې کلارا پولزل له شپږو ماشومانو څلورم و. د هغه درې خویندې او وروڼه – ګوستاو، ایډا او اوټو- په ماشومتوب کې مړه شول. د الویس له دومې ښځې څخه د هغه دوه بچیان ځوان الیوس (زېږون:۱۸۸۲) او انجلا (زیږون:۱۸۸۳) هم له دوی سره اوسېدل. هغه مهال چې هټلر درې کلن و، کورنۍ یې د جرمني پاسائو ته کډه شوه. همدا ځای و چې هغه په بایرني ژبه/لهجه خبرې کول زده کړل، نه په آلماني او نه هم په اطریشي، ځکه هم یې د هغه په ټول عمر کې د هغه په خبرو کې اغیز پاتې و. په ۱۹۸۴ زکال کې د هغه کورنۍ بېرته اطریش ته راوګرځېده او په لئون ډینګ کې میشت شوه. د ۱۸۹۵ زکال په جون میاشت کې د هغه پلار الیوس تقاعد او لامباخ ته څېرمه هافلډ ته ولېږل شو، چېرې چې هغه په بزګرۍ او د شاتو د مچیو په ساتنه پیل وکړ. هیټلر هم فیشلام ته څېرمه په دولتي ابتدائیه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

هافلډ ته د تللو اړوند د پلار او زوی ترمنځ سخت جنجال له دې سرچینه اخیسته چې هټلر هلته د ښوونځي له سخت نظم سره له مخ کېدو ځان ساته. د هغه پلار په داسې حال کې چې مور یې هڅه کوله، هغه ترې وژغوري خو بیا یې هم وواهه. په هافلډ کې د الویس هیټلر د بزګرۍ چارې ناکامه شوې او په ۱۸۹۷ زکال کې بېرته لامباخ ته کډه شول. اته کلن هټلر د موسیقۍ زده کړه پیل کړه او د کلیسا د موسیقي په ډله کې یې ونډه واخیسته، آن د کشیش کېدو فکر یې هم درلود. په ۱۸۹۸ زکال کې د هغه کورنۍ د تل لپاره بېرته لئوڼ ډینګ ته راوګرځېده. هټلر په ۱۹۰۰ زکال کې د خپل کوچني ورور اډمونډ له مړینې چې د شري(سرخکانو) له امله مړ شو، ډېر خواشیني شو. له همدې امله دغه په ځان باور لرونکی، باندنی پلوی او مسئولیت پېژوندکی زده کوونکی په یو بې حوصله او ناآرامه هلک واوښت چې تل به له خپل پلار او ښوونکو سره په جګړه و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د هغه پلار الویس د ګمرکاتو په اداره کې په بریالي ډول دنده ترسره کړې وه او غوښتل یې چې زوی یې هم د هغه پر پله، پل  کېږدي. هیټلر وروسته د دغه مهال یوه برخه انځور کړې چې پلار یې هغه د ګمرک دفتر لیدلو په موخه بیولی و او پر باور یې دغه چاره د پلار او زوی ترمنځ په نه له منځه تلونکي ضد واوښته، د هغو دواړو ترمنځ چې کلکې ارادې یې لرلې. پلار یې د هغه د هیلو په رد کولو سره چې غوښتل یې په کلاسیک عالي ښوونځي کې یې شامل کړي، څو ترې هنرمند جوړ شي، هغه یې په ۱۹۰۰ زکال کې په لینز کې منځني ښوونځي ته ولېږه. هیټلر هم د هغه د پرېکړې پر وړاندې ضد وکړ او په خپل کتاب زما جګړه کې څرګندوي چې: هڅه یې وکړه، په ښوونځي کې تر ټولو تنبل وي ،خو کله چې پلار مې وویني: «ما په تخنیکي ښوونځي کې څومره لږ لاسته راوړنه لرلې، ما پرېږدي څو خپلې هیلې پوره کړم». [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

هیټلر د ډېرو آلماني اطریشي الاصلو په څېر له ځوانۍ څخه په ځان کې د جرمنۍ ملت پالنې په وده ورکولو پیل وکړ. هغه او ملګرو یې "Heil" سلام ورکاوه او د اطریش د سترواکۍ د ملي سرود پر ځای به یې "Deutschlandlied" وایه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ۱۹۰۳ زکال د جنوري میاشتې په درېیمه نېټه په ناڅاپي ډول د هغه د پلار له مړینې وروسته، په ښوونځي کې د هټلر چلن نور هم ناوړه شو او مور یې اجازه ورکړه، ښوونځی خوشی کړي. هغه د ۱۹۰۴ زکال په سپټمبر میاشت کې په سټیر کې په Realschule کې شامل شو، چېرې چې د هغه چلن او کړنچاره بیرته سمه شوه. په ۱۹۰۵ زکال کې د وروستۍ ازموینې د تکرار له امله، هیټلر د راتلونکو لوړو زده کړو لپاره د هیلو او یا هم د راتلونکي لپاره له کوم څرګند پلان لرلو پرته ښوونځی خوشی کړ. [۳۲][۳۳][۳۴]

مخينه

اډولف هټلر د ۱۸۸۹ د اپرېل په ۲۰ مه د اطريش په برانوا كې د ان ويالې پر څنډه په يوه وړوكي ښار كې زېږېدلى.

پلار يې آلويس هټلر د هټلر له زېږېدنې وروسته له خپلې كورنۍ سره د اطريش بل ښار لينز ته ولاړل.

هټلر په لينز ښار كې ښوونځى ووايه، په لومړيو كې دى يو تكړه زده كوونكى و، خو په ليسه كې بيا يو كمزورى زده كوونكى و، د هټلر اكادميكو هڅو يې پلار نا هيلى كړى و، ځكه پلار يې غوښتل چې هټلر به د ده په څېر يو دولتي مامور شي، خو هټلر غوښتل چې يو هنرمند شي. په ۱۹۰۷ كې هټلر د اطريش ويانا ښار ته لاړ تر څو د خپل هنرمند كېدو خوب پوره كړي. د نوموړي دا خوب هغه مهال له خاورو سره يو ځاى شو، چې د هنرونو اكادمۍ ته كامياب نه شو.

په همدې كال د هټلر مور مړه شوه او هټلر پرېكړه وكړه چې په ويانا كې به اوسي. يو كال وروسته يې بيا د هنرونو اكاډمۍ ته ازموينه وركړه، خو بريالى نه شو. هغه په ويانا كې يو منظم كار نه درلود، چې دى له اقتصادي پلوه په پښو ودروي، هغه به وړوكي وړوكي كارونه تر سره كول او په ډېره ارزانه خونه حتى د پارک په څوكيو كې به يې شپې تېرولې او ډېرى مهال به يې د خيراتونو ډوډۍ خوړلې.

كركه او لومړۍ هڅې

كله چې هټلر په ويانا كې اوسېده نو له جرمنيانو پرته يې نور ټول خلك بد ايسيدل، هټلر اسټريايی ؤ، خو په جرمنۍ يې خبرې كولې، ځكه يې ځان جرمن گاڼه . ده به په اسټريايي حكومت ملنډې وهلې ځكه ۸ ژبې يې رسمي اعلان كړې وې، د هټلر په گومان هېڅ دولت هم چې نژادي ډلو ته بشپړه رښتې وركړي وي نه شي كولاى اوږد ژوند وكړي.

په ۱۹۱۳ كې هټلر د جرمني مونيښ ښار ته لاړ. كله چې په ۱۹۱۴ زېږدي کال نړيواله جگړه پېل شوه نو دى د جرمني په پوځ كې داوطلب كار ته چمتو شو، چې نوموړي ته د خط او خبر رسوونكي دنده وركړل شوه. دا يو خطرناك كار و چې د نظامي قوماندانۍ څخه به يې احوال د جگړې لومړۍ پولې ته رساؤه .

هټلر پينځه وړوكي مډالونه او يو ډېر لوړپوړه مډال واخيست، خو له لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته يوازې د فرقه مشر رتبې ته ورسېد.

كله چې لومړۍ نړيواله جگړه پاى ته ورسېده نو هټلر په يوه روغتون كې د سترگو د ناروغۍ له كبله تر درملنې لاندې و، چې په جگړه كې د زهرجن گاز له كبله ورته پېښه شوې وه. كله يې چې د جرمني تسليمېدل واورېدل نو ډېر خپه شو.

د وارسا تړون چې لومړۍ نړيواله جگړه يې پاى ته ورسوله، د جرمني ډېره سيمه يې ترې ونيوله، جرمنيان يې وسلې ايښودلو ته يې اړ كړل او د جگړې لوى تاوان يې پرې ومانه.

نازي گوند او بوختياوې

له لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته المان ډېر لوى قرض پر اوږو درلودو او په ميليونونو خلک يې بې كاره وو. په ۱۹۱۹ كې هټلر د جرمنيانو كارگر گوند ته ننوت. په ۱۹۲۰ كې دا گوند د المان د ملي سوسيالست كارگر يا (نازي) په نامه مشهور شو او خپل لومړى پروگرام يې خپور كړ چې (۲۵ نومرې) نومېدو.

په پروگرام كې نازيانو په المان غږ كړى و چې د يوه ملت په توگه سره متحد شي، يو قوي مركزي حكومت رامنځ ته كړي او د وارسا تړون لغو كړي.

په ۱۹۲۱ كې هټلر د نازي گوند مشر وټاكل شو او ډېر زيات خلک يې غړي شول. دا ټول د هټلر د خبرو اغېز و چې په وينا كې يې خاص مهارت درلود. هټلر يوه ډله پوځيان د نازي گوند لپاره جوړ كړل چې د توفان جنگيالي نومېدل او خړې جامې يې درلودې، هغوى د دې لپاره رامنځ ته شول چې د هغو ډلو سره جگړه وكړي چې د نازي گوند د لاريونونو او ويناوو مخه نيسي.

د ۱۹۲۳ د نوومبر په ۹ مه هټلر له ۲۰۰۰ څخه زيات توفاني جنگيالي د وقت پر (بوواريان) حكومت ور مارش كړل او غوښتل يې د مونيخ حكومت را نسكور كړي. د نوموړي دا كودتا ناكامه شوه، هټلر ونيول شو او د پينځو كالو بند پرې وخوت. په زندان كې نوموړي يو كتاب وليكلو چې (زما مبارزه - Mein Kampf) نوم يې پرې كېښود.

په نوموړي كتاب كې ده د المان د راتلونكې لپاره خپل پلانونه بيان كړل، ده يوازې ۹ مياشتې په زندان كې تېرې كړې او خوشى شو او د نازي گوند په بياجوړولو يې پيل وكړ.

دى پوه شوى و چې د قدرت تر لاسه كولو لپاره له زور او جگړې څخه نه بلكې له قانوني لارې كار واخيستل شي، نوموړي يو شخصي ساتونكى درلود چې شوت ستافل (د ځينو مورخينو په نظر دا هماغه كس دى، چې له ځان وژنې وروسته يې د هټلر مړى سوځولى و) نومېده.

په ۱۹۲۹ كې نازي يو وړوكى او بې خونده سياسي گوند و. په همدې كال د وال سټريټ نښتې او پخوانيو عقدو هټلر او نازي گوند ته د قدرت واگې په لاس كې وركړې.

هټلر د يهودانو او كمونستانو پر خلاف غږ پورته كړ او دواړه يې د المان لويې ستونزې وبللې. نوموړي ژمنه وكړه چې المان به له يهودانو او كمونستانو خلاصوي او د اروپا الماني ژبه ويوونكي به سره يو كوي.

برياليتوب او ديكتاتوري

د ۱۹۳۲ د جولاۍ په ټاكنو كې نازي ۴۰ سلنه رايې تر لاسه كړې او د المان تر ټولو پياوړى گوند شو. د ۱۹۳۳ د جنوري په ۳۰ مه ولسمشر پاول ون هندنبورگ هټلر د المان د حكومت مشر يا لومړى وزير وټاکه.

له دې څوكۍ څخه په كټې هټلر د د كتاتورۍ پر لور روان شو. كله چې هندنبورگ په ۱۹۳۴ كې مړ شو، نو هټلر چې له پخوا څخه يې د ټول المان واک درلود، ځان (فرهر) يا يوازينى واكمن اعلان كړ.

د هټلر تر سيوري لاندې هېڅ آزادي نه وه. حكومت د ژوند هر اړخ كنټرولاوه. هټلر ډېر پياوړى پروپاگند وكړ تر څو ملت يې دا نظريه ومني چې په المان كې بايد يو بشپړ آريايي نژاد وساتل شي. د هټلر دا پلان د دې سبب شو چې يهودو، روميانو او تورپوستانو ده ته د لېوني خطاب وكړ. د نوموړي دا پلان د (وروستى حل) په نامه يادېده.

دوهمه نړيواله جگړه او د هټلر وروستۍ ورځې

په ۱۹۳۹ كې دوهمه نړيواله جگړه پيل شوه او هټلر په پولنډ د دې لپاره بريد وكړ چې الماني ژبه ويوونكي ټول سره يو كړي، همدا مهال د وژنې كمپونه په جرمني، پولنډ او روسيه كې جوړ شول.

ډېرو خلكو كوښښ وكړ چې هټلر ترور كړي، چې تر ټولو ډراماټيكه هڅه يې د (جولي پلاټ) وه. د ۱۹۴۴ د جولاۍ په ۲۰ مه كله چې ډگروال كلاوس ون ستاوفنبورگ چې د هټلر يو نظامي كنفرانس كې برخه وال و، تر مېز لاندې يې په يوه بكس كې بم كېښود چې په چاودنه كې يې څلور كسه مړه او لس نور ژور ټپيان شول، خو هټلر يوازې څو واړه ټپونه واخيستل.

د ۱۹۴۵ په جنوري كې د شوروي پوځونه المان ته ننوتل. دا وړانديز شوى و، چې هټلر بايد وتښتي، خو هټلر د خپل نيول كېدو نظريه رد كړه، نوموړي داسې كيسې اورېدلې وې چې شوروي پوځونه به يې په قفس كې بند كړي او د جرمني په كوڅو به يې وگرځوي. له دې بې شرمۍ څخه د خلاصون لپاره هټلر ځان وژنه وكړه. له مرگ دوه ورځې مخكې يې له ايوا براون سره واده وكړ، هغې هم پرېكړه وكړه چې له ده سره به ځان وژني.

د ۱۹۴۵ د اپرېل پر ۳۰ مه شوروي پوځونه د هټلر له شخصي زېرمتون څخه ۳۰۰ متره لرې وو، هټلر ماته حتمي گڼله، نوموړي خپله ټوله شتمني د نازي گوند په نامه پرېښې وه.

له خداى پامانۍ وروسته هټلر او ايوا براون يوې شخصي خونې ته لاړل او (سايانايډ) زهر يې وخوړل. هټلر ځان په گولۍ هم وويشت، مړى يې وروسته وسوځول شو او ايرې يې د دولتي ماڼۍ لاندې خښې شوې او اووه ورځې وروسته المان تسليم شو.

سرچينې

  1. https://www.biography.com/people/adolf-hitler-9340144 — د نشر نېټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۸
  2. دوتنه: Alan Bullock — سرليک: Hitler
  3. دوتنه: Alan Bullock — خپرونکی: Odhams Press
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11907574g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990003541 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  6. NS-Archiv, 7 April 1925.
  7. Kershaw 2000b، ص. xvii.
  8. Hitler 1999، ص. 6.
  9. Kubizek 2006، ص. 92.
  10. Kubizek 2006، ص. 37.
  11. Hamann 2010، صص. 7–8.
  12. Keller 2010، ص. 15.
  13. Rosmus 2004، ص. 33.
  14. Toland 1976، ص. 6.
  15. Kershaw 2008، ص. 4.
  16. Bullock 1999، ص. 23.
  17. House of Responsibility.
  18. Shirer 1960، صص. 10–11.
  19. Payne 1990، ص. 22.
  20. Diver 2005.
  21. Fromm 1977، صص. 493–498.
  22. Hitler 1999، ص. 10.
  23. Kershaw 2008، ص. 8.
  24. Fest 1977، ص. 32.
  25. Keller 2010، صص. 33–34.
  26. Hitler 1999، ص. 8.
  27. Kershaw 2008، ص. 9.
  28. Hamann 2010، ص. 13.
  29. Ryschka 2008، ص. 35.
  30. Bendersky 2000، ص. 26.
  31. Evans 2003، صص. 163–164.
  32. Kershaw 1999، ص. 20.
  33. Kershaw 1999، ص. 19.
  34. Kershaw 2008، ص. 10.