اودس
اودس (په عربي: الوضوء) په لغت کې ښه او پاک کولو یا د اندامونو د وینځلو لپاره د اوبو استعمال ته اودس وایي. او په شریعت کې د مخصوصو اندامونو(مخ، لاسونو، او پښو مینځلو او د سر مسح کولو) ته اودس وایي.
د اوداسه فرضونه سمول
د اوداسه فرضونه څلور دي.
- د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې.
- د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
- د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
- د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.
د اوداسه سنتونه سمول
د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.
- نيت دی
- بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
- د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
- د خولې پرېمنځل دي .
- مسواک وهل دي .
- د پوزې پرېمنځل دي
- د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
- د ټول سر مسح کول دي .
- د دواړو غوږونو مسح کول دي .
- د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
- درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
- په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
- د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.
د اوداسه ماتوونکي سمول
د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.
- د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي.
- له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل .
- په ډکه خوله قی کول .
- هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي .
- په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي .
- بې هوشي .
- مستي ( نشه کېدل )
- په لمانځه کې په قهقهه خندل .
د اوداسه ترتيب سمول
- لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي.
- دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
- مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
- درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
- که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
- بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
- د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
- بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
- بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
- بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
- بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي .