امیر عبدالله خان نیازئ

ډګرجنرال امیر عبدالله خان نیازی (1915 – 1 فبروري 2004) چي په عامه توګه د General Niazi په نوم هم پیژندل کیږي یو پاکستانی پوځي افسر وو. نوموړي د بنګله دېش د ازادۍ جګړې او د ۱۹۷۱ کال د هند-پاکستان جګړې پر مهال په ختیځ پاکستان (اوسنۍ بنګله دېش ) کي د پاکستان د ختیځي قوماندې مشري کوله. نیازي د پاکستان په تاریخ کي هغه کس ګڼل کیږي چي د بنګله دیش د تسلیمۍ سند یې لاسلیک کړ، او د 1971 کال د دسمبر په 16 د هغه ځواکونه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر یحیی خان په امر د هند د ختیځ کمانډ قوماندان ډګرجنرال جګجیت سینګ اورورا ته تسلیم سول. [۲]

Amir Abdullah Khan Niazi
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹۱۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱ فبروري ۲۰۰۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
جایزې

د نیازي د مسؤلیت ساحه د 1971 کال د جګړې په جریان کي د هند څخه د ختیځ پاکستان دفاع وه او د پاکستان په اردو کي لیکوالانو او منتقدینو هغه د اخلاقي پلوه د خپلي تسلیمۍ د پریکړي مسؤل ګڼلی وو چي د پاکستان ختیځه قومانده یې په یو اړخیز ډول تسلیم او دغه هیواد ته یې تاریخي شرم پرېښود. پاکستان ددې تسلیمۍ په پایله کي ختیځه برخه په بشپړه توګه له لاسه ورکړه او هلته نوی هیواد (بنګله دیش) رامنځ ته سو. [۳][ خپله خپره شوې سرچینه؟ ] [۴]

د هند د پوځ له خوا د جنگي بندیانو غوندي تر نیول کیدو وروسته نیازئ د ډهلي د تړون د یوې برخي په توگه د ۱۹۷۵ کال د اپریل په ۳۰ نیټه بیرته پاکستان ته راستون سو. هلته تر رسېدو وروسته د حمود الرحمن په مشرۍ د جګړې د تحقیقاتو په کمیسیون کي له خپل نظامي خدمت څخه په سپکه توګه ګوښه سو. [۵] کمیسیون پر هغه باندي په ختیځ پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال د قاچاق د هڅو د څارني تورونه ولګول، او هغه یې د جګړې په ترڅ کي د پاکستان د پوځ د ناکامۍ پړ وباله. [۶] [۷] نیازي دا تورونه رد کړل او د پوځي محکمې مارشل غوښتنه یې وکړه. همدارنګه یې ټینګار وکړ چي ده په راولپنډۍ کي د پاکستان د پوځ د جی ایچ کیو د امر سره سم عمل کړی دی. [۶]

نیازي په 1998 کي د ختیځ پاکستان د خیانت په نوم کتاب ولیکه او د پاکستان له شرمه ډکي ماتي معلومات یې پکښي خپاره کړه.

نیازی د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په لاهور ښار، پنجاب ایالت کي مړ سو، او پاکستان ته یې د بنګله دیش تاریخي شرم په میراث پرېښود. [۸]

  1. ذکر کېدنه: IdRef. IdRef پېژند: 059072016. Retrieved: ۱۲ مې ۲۰۲۰. Publisher: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  2. . Islamabad. 13 February 2004. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. Bhattacharya, Brigadier Samir (2014). NOTHING BUT! (په انګليسي). India: Partridge Publishing. ISBN 9781482817201. نه اخيستل شوی 8 January 2017.
  4. Tucker, Spencer C., ed. (2010). "The Cold War and the Nuclear Age, 1945–2008". A Global Chronology of Conflict: From the Ancient World to the Modern Middle East [6 volumes]: From the Ancient World to the Modern Middle East. Denver, CO: ABC-CLIO. p. 2475. ISBN 978-1-85109-672-5.Tucker, Spencer C., ed. (2010). "The Cold War and the Nuclear Age, 1945–2008". A Global Chronology of Conflict: From the Ancient World to the Modern Middle East [6 volumes]: From the Ancient World to the Modern Middle East. Denver, CO: ABC-CLIO. p. 2475. ISBN 978-1-85109-672-5.
  5. News Review on South Asia and Indian Ocean. Institute for Defence Studies & Analyses. 1983. p. 620.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ . Noida, India. 16 December 2014. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  7. . Islamabad, Pakistan. 7 July 2012. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  8. . Dhaka. 6 February 2004. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)