د هند او پاکستان د ۱۹۷۱ کال جګړه

د هند او پاکستان د ۱۹۷۱ کال جګړه یا د هند او پاکستان درېمه جګړه د هند او پاکستان تر منځ یوه وسله‌واله نښته وه چې د بنګله دیش د ازادولو د جګړې په بهیر کې د ۱۹۷۱ کال د ډېسمبر له درېیمې تر ۱۶مې نېټې د پاکستان په ختيځ کې پېښه شوه.

رسمي قانوني جګړه د پاکستان د هوايي پوځ اړوند د چنګېزخان په نوم عملیاتو سره پیل شوه چې د هند پر ۱۱ هوايي اډو مخنیوونکي بریدونه په کې شامل وو چې د جزئی زیان او د څو ساعتونو لپاره د هوايي علمیاتو د ځنډني کېدلو لامل شول. دا بریدونه د هند او پاکستان تر منځ د جګړې د اعلان لامل شول او جګړې ته د دې هېواد دننه کېدل د بنګالي ملت‌پاله ځواکونو تر څنګ د ختيځ پاکستان د خپلواکۍ لامل شول. د جګړې په دواړو ختيځو او لویدیځو جبهو کې د هند دخالت د شته جګړې د پراختیا لامل شو. [۱][۲]

تر جګړې ۱۳ ورځې وروسته هند په ختيځ پاکستان کې بشپړ بروالی ترلاسه کړی و، حال دا چې د پاکستان په لویديځ کې يې هم پوره بروالی درلود، چې وروسته د پاکستان د ختيځې دفاع په‌واسطه د ۱۹۷۱ کال د ډېسمبر په ۱۶مه په ډاکه کې د تسلیمۍ د مشترک سند د امضا لامل شو چې په دویمه نړیواله جګړه کې د المان تر تسلیمېدلو وروسته په تاریخ کې دویم لوی ثبت شوی سند و. دا د نښتې رسمي پای او د بنګله دیش په نوم نوي هېواد په توګه د ختيځ پاکستان رامنځته کېدل وو. شاوخوا ۹۳۰۰۰ پاکستاني سرتېري د هند پوځ بندي/اسیر کړل، چې د پاکستان د وسله‌وال پوځ له ۷۹۶۷۶ تر ۸۱۰۰۰ پورې یونیفورم لرونکي پوځیان او د پاکستان دولت ته وفادار ځینې بنګالي سرتېري په کې شامل وو. پاتي نور ۱۰۳۲۴ تر ۱۲۵۰ بندیان ملکیان وو، چې د پوځي پرسونل د کورنۍ غړي او همکاران (رضاکاران) په کې شامل وو. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

اټکل کېږي چې د پاکستان پوځ غړي او پاکستان پلوو اسلامپاله فرعي پوځیانو په بنګله دیش کې د ۳۰۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰۰ تر منځ ملکیان ووژل. د نښتې په پایله کې له ۸ تر ۱۰ میلیونه نور افراد له هېواد څخه وتښتېدل تر څو په هند کې پناه واخلي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د بنګله دیش د خپلواکۍ لپاره د ۱۹۷۱ کال په جګړه کې د پاکستان پوځ غړو او د رضاکار په نوم پاکستان پلوه فرعي پوځیانو د نسل وژنې جنسي تيري په نوم په سیستماتیک کمپاین کې له ۲۰۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰۰ بنګله دیشي نجونو او ښځو جنسي تېری وکړ.   [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مخینه/پسمنظر سمول

د هندو – پاکستان جګړه د بنګله دیش د خپلواکۍ د جګړې په واسطه چې د غالبو دودیزو لویدیځو پاکستانیانو او اکثریت ختيځو پاکستانیانو تر منځ یوه نښته وه پیل شوه. د ختيځ بنګال او لویدیځ پاکستان تر منځ ترینګلتیاوې په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانیا په واسطه د هند د تجزيې په پایله کې د پاکستان د رامنځته کېدلو؛ د ۱۹۵۰ کال د خلکو ژبنیز غورځنګ؛ د ختيځ بنګال د ۱۹۶۴ کال ټولیزو بلواوو او د ۱۹۶۹ کال د کتله‌يي لاریونونو له امله وو. دا د ولسمشر ایوب خان د استغفا لامل شو چې له جنرال یحیی خان څخه يې وغوښتل تر څو مرکزي حکومت په لاس کې واخلي. د پاکستان د ختیځو او لویدیځو جناحو تر منځ جغرافیايي فاصله ډېره وه. ختيځ پاکستان ۱۶۰۰ کیلومتره (۱۰۰۰ مایله) لرې پروت و چې د بنګالي او پاکستاني فرهنګ مدغمېدل يې په شدید ډول ستونزمن کړي وو. [۲۰][۲۱][۲۲]

د بنګالیانو پر واک د غلبې او په اسلام اباد کې د مرکزي دولت له جوړېدو څخه د مخنیوي لپاره د یو واحد جنجالي برنامې د پاکستان دوې ختيځې او لویديځې جناحوې رامنځته کړې. له دغې هڅو سره د لویدیځو پاکستانیانو مخالفت د دواړو لورو اغېزمن مدیریت ستونزمن کړ. په ۱۹۶۹ کال کې ولسمشر یحیی خان لومړنۍ ټاکنې اعلان کړې او د لویدیځ پاکستان وضعیت يې په ۱۹۷۰ کال کې د يو واحد ایالت په توګه منحل کړ تر څو خپل لومړني غیر متجانس وضعیت ته لکه څرنګه چې په ۱۹۴۷ کال د پاکستان د رامنځته کېدلو پر مهال تعریف شوی و او څلور ایالتونه په کې شاملېدل راګرځوي.   [۲۳][۲۴][۲۵]

د ختيځ پاکستان د عوامي اتحاديې مشر شیخ مجیب الرحمن، د خپلو شپږو پاینټونو غورځنګ وړاندې کړ او د بنګالیانو د حکومت‌ولۍ حق له تایید سره يې په‌خپله سیاسي موضع ټینګار وکړ. د پاکستان د ۱۹۷۰ کال د عمومي ټاکنو په پایله کې عوامي لیګ/اتحادیې د ختيځ پاکستان د مقننه اسامبلۍ لپاره له ۱۶۹ چوکیو څخه ۱۶۷ تر لاسه کړې چې د ملي اسامبلۍ په ۳۱۳ چوکیو کې  تقریباً مطلق اکثریت و، حال دا چې په لویدیځ پاکستان کې تر ټولو ډېرې رايې د سوسیالیست پاکستان د خلکو ګوند ترلاسه کړې وې. په ټاکنو کې د اتحادیې بریا د ډېرو لویدیځو پاکستانیانو د دې وېرې لامل شوه، چې دا به بنګالیانو ته اجازه ورکړي چې د ۶ مادو او لیبرالیزم/ازادي پالنې پر اساس اساسي قانون جوړ کړي.     [۲۶][۲۷][۲۸]

د کړکېچ د حل لپاره د احسان د پوځي کښتۍ ماموریت پیل شو چې سپارښتنې وړاندې کړي. د هغه پایلې د پاکستان د خلکو ګوند رئیس ذوالفقار علي بوټو پرته د لویدیځ پاکستان د سیاسي مشرانو له مثبتو ارزونو سره مخ شوې. [۲۹]

که څه هم لوړ پوړو پوځي چارواکو د دغې ماموریت وړاندیز ته رایه ورکړه. ذوالفقار علي بوټو ویټو تصویب کړه او ورپسې يې شیخ مجیب الرحمن ته د پاکستان د لومړۍ وزیرتوب له سپارلو څخه ډډه وکړه. عوامي لیګ/اتحادیې په هېواد کې د عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه. ولسمشر یحیی خان د ملي اسامبلۍ پرانیست غونډه وځنډوله چې په ټول ختيځ پاکستان کې د عوامي اتحادیې او د هغو د پلویانو د ناهیلۍ لامل شوه. په غبرګون کې يې شیخ مجیب الرحمن د عمومي اعتصاب/کاربندیز غوښتنه وکړه چې بالاخره يې دولت بند کړ او ناراضه ولسونو په ختیځ کې د بېهاري قومي ډله موخه وګرځوله چې تر ډېره يې له لویدیځ پاکستان څخه ملاتړ کاوه. [۳۰][۳۱][۳۲]

د ۱۹۷۱ کال د مارچ په لومړیو کې شاوخوا ۳۰۰ بېهاریان په بلواګانو کې د بنګالي جنایت کارانو له‌خوا یوازې په چیتاګونګ کې په ټوليز ډول ووژل شول. د پاکستان دولت چې کله د مارچ په ۲۵مه خپله پوځي ځپنه پیل کړه د « بېهاري له ټولوژنې» څخه یې د پاکستان په ختيځ کې د خپل پوځ د پايیښت د توجیې لپاره ګټه واخیسته. ولسمشر یحیی خان د ختیځ پاکستان د پوځ رئیس ډګر جنرال- یعقوب علي خان د استعفا تر منلو وروسته له پوځ څخه – چې تر ډېره يې مشري د لویدیځو پاکستانیانو په لاس کې وه- وغوښتل چې په ختيځ کې مخالفین وځپي.  [۳۳][۳۴][۳۵]

د مخالفینو ټولیز نیول پيل شول د پاکستان پوځ د نه همکاري او کاربندیز څو ورځې وروسته، د پاکستان پوځ د ډګر جنرال تیکا خان په مشرۍ د ۱۹۷۱ کال د مارچ په ۲۵مه شپه ډاکه وځپله. دولت عوامي اتحادیه ناقانونه اعلان کړه چې ډېری غړي او پلویان يې د هند په ختيځ کې پناه غوښتلو ته اړ شول. مجیب د ۱۹۷۱ کال د مارچ په ۲۵/۲۶مه نېټه د شپې شاوخوا  ۱:۳۰  بجه (د ۱۹۷۱ کال د مارچ په ۲۹مه د پاکستان راډیو له خبرونو سره سم) ونیول شو او لویدیځ پاکستان ته ولېږل شو. رڼاغورزوونکي عملیات او ورپسې د باریسال سمندري عملیات د ختيځو د مخکښانو او روښانفکرانو د وژنې په هڅه کې وو.  [۳۶]

سرچينې  سمول

  1. Haider, Sayed Sajad (2009). Flight of the Falcon: Demolishing Myths of Indo Pak Wars 1965-1971 (په انګلیسي ژبه کي). Vanguard, Pakistan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9694025261. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "India: Easy Victory, Uneasy Peace". Time. 27 December 1971. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Azhar, M. u. R., Masood, S., & Malek, N. M. (2018). Conflict and Development: A case study of East Pakistan Crisis, 1971. International Journal of Research and Innovation in Social Science, 2(9).
  4. "1971 War: 'I will give you 30 minutes'". Sify. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Burke, S. M (1974). Mainsprings of Indian and Pakistani Foreign Policies – S. M. Burke. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816607204. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bose, Sarmila (November 2011). "The question of genocide and the quest for justice in the 1971 war" (PDF). Journal of Genocide Research. 13 (4): 398. doi:10.1080/14623528.2011.625750. S2CID 38668401. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  7. (په 28 February 2008 باندې). Jamaat claims denied by evidence. THE DAILY STAR.
  8. Haqqani, Hussain (2005). Pakistan: Between Mosque and Military. Carnegie Endowment for International Peace. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87003-214-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Burke, Samuel Martin (1974). Mainsprings of Indian and Pakistani Foreign Policies. University of Minnesota Press. د کتاب پاڼې 216. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-5714-8. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Alston, Margaret (2015). Women and Climate Change in Bangladesh. Routledge. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317684862. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Debnath, Angela (2012) [First published 2009]. "The Bangladesh Genocide: The Plight of Women". In Totten, Samuel (المحرر). Plight and Fate of Women During and Following Genocide. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4128-4759-9. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Myers, David G. (2004). Exploring Social Psychology 4E. Tata McGraw-Hill Education. د کتاب پاڼې 269. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780070700628. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Consulate (Dacca) Cable, Sitrep: Army Terror Campaign Continues in Dacca; Evidence Military Faces Some Difficulties Elsewhere Archived 21 December 2011 at the Wayback Machine., 31 March 1971, Confidential, 3 pp.
  14. Kennedy, Senator Edward, "Crisis in South Asia – A report to the Subcommittee investigating the Problem of Refugees and Their Settlement, Submitted to U.S. Senate Judiciary Committee", 1 November 1971, U.S. Govt. Press, page 66. Sen. Kennedy wrote, "Field reports to the U.S. Government, countless eye-witness journalistic accounts, reports of International agencies such as World Bank and additional information available to the subcommittee document the reign of terror which grips East Bengal (East Pakistan). Hardest hit have been members of the Hindu community who have been robbed of their lands and shops, systematically slaughtered, and in some places, painted with yellow patches marked 'H'. All of this has been officially sanctioned, ordered and implemented under martial law from Islamabad."
  15. Rummel, Rudolph J., "Statistics of Democide: Genocide and Mass Murder Since 1900" Archived 21 February 2016 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN, Chapter 8, Table 8.2 Pakistan Genocide in Bangladesh Estimates, Sources, and Calculations Archived 4 February 2012 at the Wayback Machine.: lowest estimate 2 million claimed by Pakistan (reported by Aziz, Qutubuddin. Blood and tears Karachi: United Press of Pakistan, 1974. pp. 74, 226), some other sources used by Rummel suggest a figure of between 8 and 10 million with one (Johnson, B. L. C. Bangladesh. New York: Barnes & Noble, 1975. pp. 73, 75) that "could have been" 12 million.
  16. Sharlach, Lisa (2000). "Rape as Genocide: Bangladesh, the Former Yugoslavia, and Rwanda". New Political Science. 22 (1): 92–93. doi:10.1080/713687893. S2CID 144966485. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sharlach, Lisa (2002). "State Rape: Sexual Violence as Genocide". In Kent Worcester; Sally A. Bermanzohn; Mark Ungar (المحررون). Violence and Politics: Globalization's Paradox. Routledge. د کتاب پاڼې 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-93111-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sajjad, Tazreena (2012) [First published 2009]. "The Post-Genocidal Period and its Impact on Women". In Tottne, Samuel (المحرر). Plight and Fate of Women During and Following Genocide. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4128-4759-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mookherjee, Nayanika (2012). "Mass rape and the inscription of gendered and racial domination during the Bangladesh War of 1971". In Raphaëlle Branche; Fabrice Virgili (المحررون). Rape in Wartime. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-36399-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lieven, Anatol (2012). Pakistan: A Hard Country (په انګلیسي ژبه کي). PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1610391627. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Abbott, David (2015). Changing World: Pakistan (په انګلیسي ژبه کي). Minnesota, U.S.: Encyclopaedia Britannica. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781625133212. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 2018-12-16 باندې). 1971 war: The story of India's victory, Pak's surrender, Bangladesh freedom. Business Standard India.
  23. Lieven, Anatol (2012). Pakistan: A Hard Country (په انګلیسي ژبه کي). PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1610391627. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Legal Framework Order 1970". Story of Pakistan. Nazaria-e-Pakistan Trust, 2003. 1 June 2003. مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Chatterjee, Pranab (2010). A Story of Ambivalent Modernization in Bangladesh and West Bengal: The Rise and Fall of Bengali Elitism in South Asia. Peter Lang. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4331-0820-4. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lieven, Anatol (2012). Pakistan: A Hard Country (په انګلیسي ژبه کي). PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1610391627. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Guha, Ramachandra (2011). India After Gandhi: The History of the World's Largest Democracy (په انګلیسي ژبه کي). Pan Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780330540209. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Nohlen, Dieter (2004). Elections in Asia and the Pacific (الطبعة Reprint). Oxford: Oxford Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-924958-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ehtisham, S. Akhtar (1998). A Medical Doctor Examines Life on Three Continents: A Pakistani View. Algora Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87586-634-5. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ehtisham, S. Akhtar (1998). A Medical Doctor Examines Life on Three Continents: A Pakistani View. Algora Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87586-634-5. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ghazali, Abdus Sattar. "Islamic Pakistan: Illusions and Reality". ghazali.net. National Book Club. مؤرشف من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. D'Costa, Bina (2011). Nationbuilding, Gender and War Crimes in South Asia. Routledge. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-56566-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. D'Costa, Bina (2011). Nationbuilding, Gender and War Crimes in South Asia. Routledge. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-56566-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Bose, Sarmila (8 October 2005). "Anatomy of Violence: Analysis of Civil War in East Pakistan in 1971". Economic and Political Weekly. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  35. Salik, Siddiq (1977). Witness To Surrender. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 63, 228–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-984-05-1373-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Riedel, Bruce O. (2011). Deadly Embrace: Pakistan, America, and the Future of the Global Jihad. Brookings Institution. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-0557-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)