الکساندر سولزنيتسن

الکساندر سولزنيتسن
(روسي: Александр Исаевич Солженицын د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندر سولزنيتسن
الکساندر سولزنيتسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ ډيسمبر ۱۹۱۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 3 اگسټ 2008 (90 کاله)[۱۴][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو[۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد
روسیه  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال (۱۹۵۹–)[۹]
سکرين ليکوال[۹]
شاعر
پوځي ځواک
ليکوال[۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام جگتورن  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
الکساندر سولزنيتسن
الکساندر سولزنيتسن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (روسي)
د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اليکساندر ایساویچ سولژنيتسن (۱۱ دیسمبر ۱۹۱۸ – ۳ اګسټ ۲۰۰۸) یو روسی ناول لیکونکی و. د شوروي یو له مشهورو مخالفانو څخه و، سولژنیستن پر کمونیزم ښکاره نيوکې کولې او په شوروي اتحاد کې يې د سیاسي ځپلو په اړوند نړیوال پوهاوي په راپورته کولو کې مرسته کړې، په ځانګړي ډول د ګولاګ سيستم په اړه.[۱۸][۱۹]

سولژنیتسن په داسې یوه کورنۍ کې زیږیدلی و چې په ۱۹۲۰ز لسیزه کې يې د شوروي د مذهب ضد هڅو څخه سرغړونه کړې وه او د روسيې ارتودوکس کلیسا سپیڅلي غړې پاتې شوې وه. سولژنيتسن په ځوانۍ کې په مسيحيت باور له لاسه ورکړ او ملحد وګرځېد او مارکیسټ-لینینیزم يې ومانه. د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال، کله چې یې د کپتان په توګه په سور پوځ کې خدمت کاوه، سولژنیتسن د «SMERSH » (يو سازمان و) له خوا بندي او په «ګولاګ» کې د اته کاله بند په سزا محکوم شو او وروسته په یو شخصی لیک کې په شوروي مشر جوسیف سټالین د انتقاد کولو سره د جلاوطنۍ سره مخ شو. په زندان او کمپونو کې د هغه د تجربو په پايله کې، هغه سوکه سوکه هغه یو فلسفي مغزه ختيځ ارتودوکس مسيحي وګرځېد.

د «خروشچیف تاو» (هغه موده چې شوروي اتحاد کې فشارونه کم کړای شو) د پایلې په توګه، سولژنیتسن له زندانه خوشې او وبښل شو. هغه په شوروي اتحاد کې د زور زياتي او خپلو تجربو په اړه ناول لیکل پيل کړل. نوموړي خپل لومړی ناول چې د « One Day in the Life of Ivan Denisovich » په نوم و، په ۱۹۶۲ز کال کې د  شوروي مشر «نیکیټا خروشچیف»، په تايید سره خپور کړ، کوم چې د ستالن د ځپنو يو روايت و. د سولژنیتسن وورستی اثر چې په شوروي اتحاد کې به چاپ کیده، په ۱۹۶۳ز کال کې د «Matryona's Place» په نوم و. له واکه د خروشچیف له لرې کېدو وروسته، شوروي چارواکو هڅه وکړه چې  سولژنیتسن نه لیکلو ته وهڅوي. هغه په نورو ناولونو کار کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی خپرولو ته دوام ورکړ، په ۱۹۶۶ز کال کې يې «Cancer Ward »، په ۱۹۶۸ز کال کې يې «In the First Circle»، په ۱۹۷۱ز کال کې يې «August 1914»، او په ۱۹۷۳ز کال کې يې «The Gulag Archipelago» خپاره کړل، د کوم د خپرېدو له امله چې شوروي چارواکي غوصه شول. په ۱۹۷۴ز کې سولژنیتسن د شوروي تابعیت له لاسه ورکړ او لوېدیځ المان ته ولاړ. په ۱۹۷۶ز کې، هغه د خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته ولاړ، چیرته چې هغه لیکلو ته دوام ورکړ.  په ۱۹۹۰ز کې، په لنډ وخت کې د شوروي اتحاد له منحل کېدو مخکې، هغه خپل تابعیت بیا لاسته راوړ او څلور کاله وروسته هغه روسیې ته ستون شو، چیرته چې هغه په ۲۰۰۸ز کې تر مړينې پاتې شو.

په ۱۹۷۰ز کال کې نوموړي ته د ادبياتو نوبل جايزه ورکړل شوه «د هغه اخلاقي ځاک له امله چې په مرسته يې د روسي ادبياتو اړين دودونه تعقيبول» او د « Gulag Archipelago» په نوم د هغه اثر ډېر اغېزناک و چې «د شوروي دولت په وړاندې له يوې ننګونې سره برابر و» او لسګونه ميلیونه نسخې يې وپلورل شوې.  [۲۰][۲۱]

ژوند ليک سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

سولژنیتسن په کیزلواسک (او س د روسیې په سټاوروپول کې) کې زیږیدلی وو. د هغه پلار، «ایساکي سیمینوویچ سولژنیتسن» روسي و او د هغه مور، ټایسیا زخروانا (اصلي نوم يې، شيبرباک)،  اوکرایني توکمه وه. مورني نيکه يې له عادي څخه پيل وکړ، څو د ځمکې يو شتمن مالک وګرځېد چې د قفقاز په شمالي څنډه د «کوباني» په سیمه کې يې زياتې شتمنۍ تر لاسه کړې او د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال،  «ټايسيا» د زده کړې لپاره مسکو ته تللې وه. نوموړې له «ایساکي» سره ولیدل او له هغه سره يې واده وکړ، هغه «کوساک» توکمه او د روسي سترواکۍ په پوځ کې د قفقاز اوسېدونکی یو ځوان افسر و. د هغه د مور او پلار کورنی شالید د « August 1914» په لومړيو څپرکو او وروسته بيا د « Red Wheel » په نوم ناولونو کې روښانه بيان شوی دی. [۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۱۸ز کال کې، «تایسیا» په «الیکسانډر» حامله شوه. د جون د مياشتې په پنځلسمه نېټه، له هغې وروسته چې د وموړې حامله توب تاييد شو، «ایساکي» د ښکار په یوه پېښه کې ووژل شو. الیکسانډر د هغه د کونډې مور او د هغه د ترور له خوا لوی شو. د هغه د ژوند لومړي کلونه د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال تېر شول. په ۱۹۳۰ز کال کې د کورنۍ ملکیت په اشتراکي کروندځای بدل شو. وروسته، سولژنیتسن وویل چې د هغه مور د پايښت لپاره وجنګیده او دا چې هغوی باید د سترواکۍ په فوځ کې د هغه د پلار شالید یو راز وساتي. لوستې مور يې د هغه ادبي او ساينسي زده کړو ته وهڅاوه او نوموړی يې په روسي ارتودوکس عقيده راستر کړو؛ نوموړې په ​​۱۹۴۴ز کال کې مړه شوه او هېڅکله يې دويم واده ونه کړ.[۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۹۳۶ز کال په لومړيو کې، سولژنیتسن د لومړۍ نړیوالې جګړې او د روسیې د انقلاب په اړه د پلان شوي حماسي کار لپاره د شخصيتونو او تصوراتو په جوړولو پيل وکړ. دا کار په پايله کې د « August 1914» ناول ليکلو لامل وګرځېد؛ ځینې ​​څپرکي چې هغه لیکلي دي اوس هم پاتې دي. سولژنیتسن په روسټف ایالاتي پوهنتون کې ریاضیات او فيزیک ولوستل. په همدې وخت کې، هغه د ماسکو د فلسفې،ادب او تاريخ اسنتیتوت څخه بهرنۍ درسې بشپړې کړې، کوم چې تر دې وخته تر ډېره بريده په نظرياتي دايره کې وې. لکه څنګه چې هغه په خپله وایي، تر هغه وخته يې د شوروي اتحاد دولتي ایډیالوژي یا برتري تر پوښتنې لاندې نه وو نيولي، تر کومه چې هغه په کمپونو کې وخت نه تېر کړی.[۲۸]

دویمه نړيواله جګړه سمول

د جګړې پر مهال، سولژنیتسن په سور فوځ کې د غږ په اندازه د دوښمن د سرتېرو د معلومولو د قوماندان په توګه خدمت کاوه، هغه په لومړۍ لیکه کې په لویو کارونو کې ښکیل و او دوه ځلې نښانونه ورکړل شول. هغه د ۱۹۴۴ز کال د جولای په اتمه نیټه د دوه الماني توپخانې د مجموعو د خبر ورکولو او په هغوی د ځوابي بريد د برابورو له امله د سره ستوري نښان ورکړل شو چې په پايله کې يې هغه توپخانې ويجاړې کړې.[۲۹][۳۰]

د « Love the Revolution!» په ګډ،ن د هغه د ژوند په وروستيو کې يو لړ ليکنې خپرې شوې، په کومو کې چې د هغه د جګړې د وخت تجربې تاريخ ليکنې شوې وې او د شوروي دولت د اخلاقي بنسټونو په اړه يې شکرونو ته وده ورکړه. [۳۱]

په داسې حال کې چې په ختیځه پروشیا کې یې د توپچي افسر په توګه دنده ترسره کوله، سولژنیتسن د شوروي فوځ د غړيو له خوا د سيمه ييزو المانيانو په وړاندې د جرمونو شاهد و. د ظلمونو په اړه، سولژنیتسن لیکلي: "تاسو ښه پوهیږئ چې موږ المان ته راغلي یو، څو خپل غچ واخلو"، د هغو نازي ظلمونو چې په شوروي اتحاد کې ترسره شوي دي. له غیر جنګي او بوډاګان څخه د دوی کم مال ولوټل شو او په ښځو او انجونو ډله ایز جنسي تیری وشول. څو کاله وروسته، د جبري کار په کمپ کې، هغه په ختیځه پروشیا کې د یوې داسې ښځې په اړه د " Prussian Nights" په نوم د يو شعر يادونه وکړه چې تر مرګه د جنسي تيري ښکار ګرځېدلې وه. په دې شعر کې، کوم کې چې پر يوه پولنډۍ ښځې د جنسي تېرې پېښه ياده شوې ده، په چا چې سور پوځ سرتېرو په تېروتنې سره د المانۍ ګومان کړی و، د دې پېښې په اړه د لومړي روايت کوونکي کس په توګه کنايتاً تبصره کوي او د «اليا ايرنبرګ» په څېر دولتي شوروي ليکوالانو لور ته اشاره کوي. [۳۲][۳۳]

په «The Gulag Archipelago» کې، سولژنیتسن لیکلي، "داسې هیڅ څه نه شته چې په موږ کې د ټولشمولوالي له بيدارولو سره مرسته وکړي، څومره چې د يو چا د خپلو سرغړونو، غلطیو، تېروتنو په اړه ټینګار کوونکي افکاشر وي. د ډیرو کلونو په اوږدو کې د ورته فکر کولو ستونزمنو پړاونو څخه وروسته، کله چې هم ما زمونږ د لوړپوړو بیوراکراټانو، زمونږ د اعدام کوونکو ظلم، بې رحمۍ يادونه کړې ده، نو ماته زما د کمپتان د اوږدو تختې او د ختيځې پروشيا له لارې زما د عسکري مجموعې وړاندې تګ ياد شوي دي چې په اور کې رانغښتي وي او زه وايم: «يا موږ غوره وو؟».[۳۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118642464  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119251102 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61c22pg — subject named as: Aleksandr Solzhenitsyn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/28763542 — subject named as: Alexander Solzhenitsyn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Aleksandr Solschenizyn — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/aadc0bea800346799b79c849227953fa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/solschenizyn-alexander-issajewitsch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0063543.xml — subject named as: Aleksandr Isajevič Solženicyn — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/4789 — subject named as: Alexandre Soljenitsyne
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/2812/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ https://cs.isabart.org/person/34670 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000010147 — subject named as: Alexander Solschenizyn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Evidence zájmových osob StB
  13. Evidence zájmových osob StB — سمونګر: Nikolay Skatov — سرليک: Русская литература XX века. Прозаики, поэты, драматургиISBN 5-94848-307-X
  14. http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2008/08/03/AR2008080301249.html?hpid=moreheadlines
  15. پیوستون : 118642464  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119251102 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7820131
  18. "The Nobel Prize in Literature 1970". NobelPrize.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Christopher Hitchens (4 August 2008). "Alexander Solzhenitsyn, 1918–2008". Slate Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Nobel Prize in Literature 1970". Nobel Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 11 December 2018 باندې). The Writer Who Destroyed an Empire. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  22. Александр Солженицын: человек и архипелаг [Alexander Solzhenitsyn: A man and Archipelago] (په روسي ژبه کي). UA: Segodnya. 4 August 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Scammell, p. 30
  24. Scammell, pp. 26–30
  25. O'Neil, Patrick M. (2004) Great world writers: 20th century, p. 1400. Marshall Cavendish, کينډۍ:ISBN
  26. Scammell, pp. 25–59
  27. Scammell, p. 129
  28. "Part II, Chapter 4", The Gulag Archipelago الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Scammell, p. 119
  30. Документ о награде :: Солженицын Александр Исаевич, Орден Красной Звезды [Award document : Solzhenitsyn Aleksandr Isayevich, Order of the Red Star]. pamyat-naroda.ru (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Solzhenitsyn, Aleksandr Isaevich (1999), Протеревши глаза: сборник (Proterevshi glaza: sbornik) [Proterevshi eyes: compilation] (په روسي ژبه کي), Moscow: Nash dom; L'Age d'Homme الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Hartmann, Christian (2013). Operation Barbarossa: Nazi Germany's War in the East, 1941–1945. OUP Oxford. د کتاب پاڼي 127–128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-163653-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. De Zayas, Alfred M. (January 2017). "Review: Prussian Nights". The Review of Politics. 40 (1): 154–156. JSTOR 1407101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Ericson, p. 266.