افغانستان زما وروستۍ جگړه

افغانستان زما وروستۍ جگړه د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسيې د ستر جنرال محمود احمدوویچ گارېېف يو اثر دی چې د ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي له خوا پښتو ژبې ته راژباړل شوی دی .

افغانستان زما وروستۍ جگړه
ليکوال م. ا. گارييف
ژباړن محمد طاهر کاڼی
د پښتۍ طراح د دانش خپرندويه ټولنه
هېواد پاکستان، پېښور
ژبه پښتو
سکالو(موضوع) تاريخي اثر
سبک(سبکونه) تاريخي اثر
خپرندوی د دانش خپرندويه ټولنه
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۰ لمريز/۲۰۰۱ زېږدي کال

د کتاب د منځپانگې په اړه

افغانستان زما وروستۍ جگړه ، د افغانستان د پخواني هېوادمشر ډاکتر نجيب الله د لوی پوځي سلاکار او د شوروي اوپراتيفي ډلې د لوی بولندوی ستر جنرال محمود احمدوويچ گارېېف يو اثر دی. د ۱۹۸۹ ز کال د فبرورۍ پر ۱۵ له افغانستانه د شوروي سوسیاليستي جمهوريتونو اتحاد پوځونو تر وتلو وروسته محمود احمدوویچ گارېېف پر ۱۹۸۹-۱۹۹۰ ز کلونو په افغانستان کې د یو پوځي او رسمي ماموریت له مخې دنده ترسره کوله. په دغه کتاب کې ليکوال په افغانستان کې ددغو کلونو ټولنيز ، پوځي او سیاسي حالت بيانوي ، په هېواد کې د یو بل پر وړاندې د ولاړو لوريو تر منځ پوځي - جگړه ييز فعاليتونه ، د پوځي فعاليتونو د پر مخ بيولو لاملونه او پايلې څېړي . په دغه کتاب کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له لس کلنې جگړې څخه د عبرت درس اخیستلو او ددغې جگړې د پايلو په اړه څېړنه شوې ده . دا هم اړينه ده وويل شي چې ليکوال د افغانستان د جگړې ، د شوروي پوځي يرغل د يو برخه وال په توگه له ډېرو پټو خبرو او رازونو څخه خبر دی چې له دغو پټو خبرو او رازونو څخه يې يو څه په خپل دې کتاب کې هم راوړي دي . ليکوال پېښې د يو مسلط روسي پوځي نظر له مخې څېړي . نوموړی له دې سره سره چې د روسانو يرغل يوه لویه تېروتنه گڼي خو په دې کتاب کې یې هڅه داده چې دغې تېروتنې ته د اوړو پوزه هم ورجوړه کړي . ددې کتاب ليکوال د نورو ډېرو روسي ليکوالو په څېر په افغانستان کې د ملي - قومي مسلو په برخه کې ډېر غرْضي دی . دی په افغانستان کې ملي نفاق ته پکی وهي او غواړي چې د افغانستان لږه کي قومونه د پښتنو پر وړاندې ولمسوي .

د کتاب د چاپ چارې

افغانستان زما وروستۍ جگړه کتاب په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی . ددغه اثر د چاپ چارې پر ۱۳۸۰ لمريز کال (۲۰۰۱) زيږدي کال په پېښور کې ترسره شوې دي . کتاب د زرو ټوکو په شمېر ، په اخباري کاغذ کې د خوشال خان خټک د زوکړې د څلورسومې کاليزې په ویاړ چاپ شوی دی. دغه کتاب ټول ۶۰۳ مخه دی ، دوتنه يې د نيمايي چاپ شويو نرمه او د نيمايي نورو هغو يې کلکه او ډبله ده . د کتاب د چاپ زيار وفاالرحمان وفا او کمپيوټر چارې یې نجيب الله وصال ترسره کړې دي .

اخځونه

  1. افغانستان زما وروستۍ جگړه .