آر پي جي-۷

(له ار پي جي-۷ نه مخ گرځېدلی)

آر پي جي – ۷ (په روسی: Ручной противотанковый гранатомет) د مخه چارج کېدونکي راکتي لاسی وسله ده چی د ټانکونو، زره پوښ موټرونو او کانکريټي مورچو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.

آر پي جي-۷
اړوند
تولیدوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ټاټوبی هېواد
ځانګړې وېشنيزه
ټول تولید
۹٬۰۰۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د خدمت پیل
۱۹۶۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۹۵۰ ميليمتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وزن
جوړښت
پرمخ‌وړونکی
Bazalt (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

پېژندنه

د آر پې جي – ۷ مردک د ټانک پر ضد قوی چاودونکي مواد، پيزوالکتريکي فيوز، راکټي ماشين، چلانوونکی کارتريج (مرمی کاليبر یی ۴۰ م.م. دي) او تثبیت کوونکی اله (برخه) څخه جوړ شوي دي.راکټی ماشین یی د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړ شوي دي. دغه مردک چی مرمی کالیبر یی ۸۵ م. م. دي ۵۰۰ متره واتڼ ویشتونکی وهلی سی او سرعت یی ۳۰۰ متر په ثانیه کی دي. نوموړی مردک کولای سی ۳۰ ساتیمتر تر پلن زره پوښ ويچاړ کړي. په اړس وخت کی هر مردک ترمو فشاري خولۍ یا د ټانک پر ضد قوی چاودونکي مواد درلودلای سی. هر وسله مېخانیکی او بصري مناظر لري.

تاريخ

آر پي چي – ۷ په اوس وخت کی د ټانک ماتونکي وسلو څخه تر ټولو مشهوره او گڼ شمېر لرونکي وسله ده. نوموړي وسله په ۶۰ کالو کی په شوروي اتحاد کی د شرقی بلوک د ځواکونو لپاره طرح او جوړه شوه.[۲] په ۷۰ کالو کی د آر پي جي – ۷ جوړولو د لایسنس په اساس په چکوسلواکيا، پولنډ او ختيځی آلمان کی پېل شو. خو په اوس وخت کی آر پي چي - ۷ په ايران، پاکستان، عراق او نورو هېوادونو کی جوړېږي نوموړي وسله تر ۲۰۱۴ کال پورې د بېگلی په توگه د ویتنام، افغانستان، عراق، لبنان په جگړو کی کار شوي ده.

سرچیني

  1. "Revelan conexiones de los Montoneros con Arafat y organizaciones palestinas".
  2. https://www.youtube.com/watch?v=JqJIuvaPJfw