احمدبن یحیی بلاذری
ابوالحسن احمدبن یحیی بن جابر چي مشهوره په بلاذري سره دی داسلامي نړۍ په تاریخ کي له نوموتو لیکوالانو اوتاریخ پوهانوڅخه ګڼل کیږي . نوموړي په ۸۲۰ زیږدیز کال کي دبغداد په ښارکي وزېږدی اوپه ۸۹۲ زیږدیز کي هلته وفات سو .
دبلاذري ژوند
سمولداسلامي تاریخونو دمعلوماتو له مخي دبلاذري د پیدایښت او مړیني نېته چنداني دقیقه نه ده معلومه خو دومره معلومات سته چي بلاذری د دویمي هجري پېړۍ په اخرو کي پیداسوی دی اودبغداد په عباسي خلافت کي یې ژوندکاوه . بلاذري خپلي زدکړي دشام په حمص او انطاکیه کي سرته ورسولې اوترهغه وروسته یې په عراق کي له سترو علماوو اوپوهانو څخه علوم لاسته راوړه چي ددې په پایله کي نوموړی له ډیري پوهي سره اشناسو اوپه بغداد کي یې دمامون الرشید په دربارکي ځانګړی ځای خپل کړ . بلاذري به په عباسي دربارکي مامون الرشید خلیفه ته شعرونه جوړول اودهغه ترمرګ وروسته یې له نورو عباسي خلیفه ګانوسره هم پېژندګلوي وسوه څوچي په اخرکي دمعتمدعباسي خلافت پیل اوبلاذري نورله هغه ځایه وویستل سو[۴].
له عباسي دربار څخه ترتګ وروسته دبلاذري په اړه یوازي دومره معلومات سته چي دنوموړي ژوند ډېر خراب اوله غریبۍ سره لاس او ګرېوان سو خوترهغه وروسته په دې اړه نوره یادونه نه ده سوې .
دبلاذري آثار اوکتابونه
سمولبلاذري پخپل ژوندکي بېلابېل علمي اثار لیکلي دي خوله نوموړي څخه یوازي دوه اثار اسلامي نړۍ ته په میراث پاته دي چي له هغوی څخه لمړئ دفتوح البلدان او دویم د انساب الاشراف په نامه دی، په فتوح البلدان کي بلاذري دحضرت محمد(ص) سیرت اوغزاګاني بیان کړي دی اودمسلمانانو یوه پېړۍ تاریخ یې ټول پکښي لیکلی دی . دویم کتاب چي انساب الاشراف نومیږي پکښي دعاشورا دورځي، امام حسین(رض) دشهادت او نور معلومات سته .
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 119312360. بياځلي سمون: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12987833h. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6d54q82. Subject named as: Al-Baladhuri. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)